د غویی اتمې او اوومې غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند غونډه

د غویی اتمې او اوومې غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند غونډه

لوړ کیفیت لرونکي انځورونه


کابل؛ ۱۳۹۵ کال د غویی ۷مه: د «افغانستان همبستګۍ ګوند» غړو او پلویانو د غویی اتمې او اوومې غندلو په موخه یوه غونډه جوړه کړه او شعار یی ورکړ چی، د غویی اوومې او اتمې جنایتکارانو له محاکمې پرته، زمونږ خلک سوله او ښیرازي نشی لیدلی. په دې غونډه کی ښځو او سړو د تیرو څلور لسیزو قربانیانو انځورونه له ځان سره لرل.

سیلۍ غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې وویل چی د غویی اتمه او اوومه زمونږ په تاریخ کی دوه کرغیړنې او ناورین‎زیږونکې ورځې دی چی جنایت او ویجاړي له ځانه سره لری او هیڅکله به هیرې نشي. هغې جګړه‎ماران چوپړان او وطن‎پلورونکي ونومول او وویل:

«د غویي اوومې او اتمې ناورین رامنځته کوونکو دواړه د پردیو د مریتوب زنځیر پرغاړه درلوده او د شوروي، امریکا، پاکستان، ایران، عربستان او ... سیاستونو سره سم زمو هیواد یې د ویجاړۍ پر لور ویوړو. د دغو دوو ناوړو ورځو تورتمې وریځې لاتراوسه هم زموږ د هیواد په آسمان کې چې غمونو څخه ډک دی، د ښکار په لټه دي او نن هم د دغو دوو تورتمو ورځو عاملان په ګډه سره د بدمرغیو، وینې بهولو او د پردیو د لاسوهنو لاملان دي او ورځ تربلې په بی‎سارې ځناورتوب سره زموږ خلک قرباني کوي. له نیاو څخه د دې خاینینو بخښل د دې لامل ګرځیدلی چې څه باندې د دوو لسیزو په تیریدو سره بیا هم زموږ هیوادوال د ډولاډول ظلم او لوټ قرباني شي.

...

په افغانستان کی د جګړې او ځناورتوب او تاوتریخوالی او ویجاړۍ یو لامل، د جنایتکارانو د بخښنې فرهنګ واکمنی ده. هغه اولس چی خپلې تیرې سره کره او روښانه حساب ونکړي او د ځناورتوب لاملان محاکمه نکړي، د خپل تاریخ د تورو ورځو په تکرار محکوم دی. په همدی دلیل «بخښنې» لپاره د خاینان کوکارې هیڅ علمی او تاریخي بنسټ نلري، او له عدالت څخه د ظالمانو خوشی کول، پرته له دی چی زمونږ نن او راتلونکی په وینو او جنایت کی ډوب کړي، بله هیڅ پایله نلري. دغه علمی حقیقت په کراتو د نړۍ په ګڼو هیوادونو کی خپله ریښتینلوی ښودلی ده.»

په دغه غونډه کی د شعارونو ترڅنګ، د شکیب مصدق او مورچه‎ها ډلې اعتراضي سندرې هم خپرې شوې. په پای کی، د تیرو څلور لسیزو جنایتکارانو محاکمه‎کول د یو تیاتر په ترڅ کی ننداری ته وړاندې شو.


‎‎گردهمایی‌ حزب همبستگی در تقبیح سیاه‌روزهای ۸ و ۷ ثور

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 637 میلمانه آنلاین لرو