ښځې د نړی پرمختللو غورځنګونو او تشکیلونو په لومړۍ لیکه کی

ښځې د دی سره چی څو قاته ظلمونه یی زغملی ولی بیاهم هر کله په یواځی ډول یا د تشکیلونو په قالب او مخکښو مبارزه‎کونکو غورځنګونو په لومړی لیکه کی ځای نیولی دی. لاندی د نړی د مختلفو ځاینو څخه د څو مخکښو غورځنګونو بیلګی چی ښځې په هغی کی اغیزمنه ونډه لری راوړو:

گلابی بانډ
گلابی بانډ
Gulabi Gang

«ګلابی بانډ» د میرمن سپمت پل دیوی له خوا د هند په اترپردیشن ایالت کی د کورنی تاوتریخوالی او د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی په غبرګون بنسټ کیښودل شو. په ریښتیني توګه، دغه ډله د کوم بانډ څخه جوړه نه ده او یواځی یو سمبولیک نوم یی ځان ته ټاکلی دی. د «ګلابی بانډ» ټول غړی ګلابی رنګه ساړی اغوندی او د باڼس لرګی د خپل ځان سره وړی او د اړتیا په وخت کی د هغی څخه د وسلې په توګه د ښځو په وړاندی د تاوتریخوالی عاملانو پر ضد ترینه کار اخلی. ډیر شمیر په دغه ډله کی د هند د ټیټی طبقی ښځې یعنی «دالیت» جوړوی چی د اترپردیش ایالت په ډیرو سیمو کی شتون لری او شمیر یی ۲۷۰۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰۰۰ پوری اټکل وهل کیږی. دغه ډله د ښځو پر وړاندی د ظلم قضیو په غبرګون، لومړی زور زیاتی کونکی سړی ګواښی ولی که چیری تاوتریخوالی ادامه ومومی، نوموړی سړی د خپلو لاسونو لرګو باندی د وهلو لاندی نیسی او که چیری بدلون ښکاره نشی، دغه ځلی د دغه سړی مخ توروی او د هماغې سیمی په کوڅو کی ګرځوی. د بیلګی په ډول په ۲۰۰۷ کال کی، د ټیټی طبقی «دالیت» څخه په یو ښځې باندی د لوړې طبقی پوری اړوند سړی له خوا تیری ترسره شو، د کلی سړو د پولیسو له خوا د تیریکونکی سړی ضمانت نه منلو لپاره پاڅون وکړ چی د څو تنو پاڅون‎کونکو د بندی کیدو لامل شو، ولی د «ګلابی بانډ» ښځو د پولیسو پر حوزی برید وکړ او بندی سړی یی آزاد کړل او پولیس یی اړیستل چی د تیری کونکی سړي په وړاندی قضیه ثبت کړی.



د ښځو مدافع کونکی واحدونه
د ښځو مدافع کونکی واحدونه
Yekîneyên Parastina Jinê

«د ښځو مدافع کونکی واحدونه » چی ډیر په «ی‌پ‌ژ» باندی مشهور دی، د ولسی وسلوالو واحدونو څخه دی چی د ۱۸ـ۴۰ کاله عمر ښځې پکی دی او په ۲۰۱۲ کال کی د سوری په کوردستان کی ښپی په ډګر کی کیښودی او شمیر یی د ۷ څخه تر ۱۰ زره جنګیالیو ښځو ته رسیدلی چی د هغوی میړانه او ټینګوالی د نړۍ د خبرونو سرلیک شوی وه. دغه جګړیز واحدونو د خپل ورور سازمان په خوا کی، «د ښځو مدافع کونکی واحدونه ــ ی‌پ‌گ» د ځناورې ډلی «داعش» او نورو هم اندو ډلو په وړاندی یی وسله‎واله مبارزه پر مخ ویوړه او په همدغه وخت کی د بشارالاسد د ظالم دولت مخالف دی. د دی واحدونو د کنټرول لاندی سیمی د ولسی غورځنګونو په بڼه چی د کانتونانو په نوم دی، اداره کیږی او په حقیقت کی هیڅ دولت شتون نه لری. د ۲۰۱۴ کال په اګست میاشت کی، ی‌پ‌ژعمده ونډه د ایزدیانو د خلاصون لپاره ترسره کړه چی د سنجار په غرونو کی د «داعش» له ویری تښتیدلی او هلته ګیر پاتی شوی وه. برسیره پر دې، ی‌پ‌ژ د ی‌پ‌گ په خوا کی د «داعش» له محاصری څخه د کوبانی خلاصون لپاره سرښندنې وکړې چی د شنونکو له لوری د هغوی دغه حماسی دریدنه یی د هیتلری نازی یانو په وړاندی د استالین ګراد دفاع ته پرتله کوی. د بلی خوا د ی‌پ‌ژ ارزښت او شهرت په دی کی دی چی د توراندو ډلو په وړاندی پاڅیدلی چی ښځه د سړی نیمه، ناقص العقل او د سړو د شهوت د پوره کولو وسیله بولی. د داعش جنګیالی چی کله د کوردانو د شرافتمندو ښځو سره مخ کیدل نو ژر به یی میدان پریښوده او ښپی به یی د تیښتی په لور کیښودلی ځکه د هغوی په اند که چی د انجنو د لاسه مړه شی نو جنت ته به لاړ نشی!



د یونان پارتیزانې ښځې
د یونان پارتیزانې ښځې
د ایټالیا پارتیزانې ښځې
د ایټالیا پارتیزانې ښځې
د ایټالیا پارتیزانې ښځې
د ایټالیا پارتیزانې ښځې
د یوګسلاویا پارتیزانې ښځې
د یوګسلاویا پارتیزانې ښځې

ښځو په دویمه نړیوالی جګړه کی په ایټالیا، اسپانیا، فرانسه، یوګسلاویا او یونان کی د توکمپالنی پر وړاندی غورځنګونو کی لویه ونډه ترسره کړی. هغوی د دی په خوا کی چی د نازیانو سره په مخامخ جګره کی ستر رول درلود، د پیغام په لیږدولو، ډوډی، جامی، پیسی او تر دی چی د نازیانو او د هغو د لاسپوڅو ډلو د سختو پلټنو څخه په تیریدلو سره یی پارتیزانو ډلو ته د وسلې په وړلو کی، د سړو پرتله ښه عمل تر سره کاو. د ثبت شوی شمیرو پر بنسټ ایټالیاوی پارتیزانان، د ۲۰۰ زره تنو له منځ څخه، ۵۵ زره تنه یی ښځو جوړاوه. د ښځو ونډ د توکم پالنی پر واندی جګړه کی د هغوی مقام یی د اروپا په ټولنه کی ټینګ کړ او د دویمی نړیوالی جګړی په پای کی خپلو کورونو ته راوګرځیدلی او فعالانه یی د سیاست په ټولو برخو کی ونډه واخیستله.



ښځې د نیپال په انقلابی غورځنګ کی
ښځې د نیپال په انقلابی غورځنګ کی

د راپورونو پر بنسټ د نیپال په انقلابی غورځنګ یو پر پنځه تر څخه تر یو پر دریم برخه کادرونه او جنګیالي یی ښځې جوړوی. په هر کلی کی د دی غورځنګ د رهبرۍ لاندی حتمی یو د ښځو انقلابی سازمان هم شتون لری. «د نیپال د ښځو سرتاسری انقلابی جمعیت» رغنده ونډه یی د کلو د ښځو په راغونډولو کی ترسره کړی. وروسته د سولی د تړون څخه ښکاره شو چی د وسلوال انقلابی ځواکونو په منځ کی ۱۵زره تنه یی ښځو جوړوله.



د زاپاتیستا ملی آزادۍ‎ورکونکی پوځ
د زاپاتیستا ملی آزادۍ‎ورکونکی پوځ
Ejército Zapatista de Liberación Nacional (EZLN)
د زاپاتیستا ملی آزادۍ‎ورکونکی پوځ
د زاپاتیستا ملی آزادۍ‎ورکونکی پوځ
Ejército Zapatista de Liberación Nacional (EZLN)

ښځې د زاپاتیستا په انقلابی فوځ کی د جنګیالۍ او فعاله ټولنیزی کارکونکی دی. په ۹۰ میلادی لسیزه کی، د نوموړی فوځ د جنګیالیو یوه دریمه برخه ښځو جوړوله. وروسته د زاپاتیستا د پاځون څخه د مکسیکو په چیاپاس ښار کی، هغوی لس مادی قانون په ښځو پوری ځانکړی شوی قانون د «انقلابی ښځو قانون» په نوم یی تصویب کړ چی د واده، ماشومان، کار، روغتیا، پوهنې، سیاسی ګډون، نظامی او د کورني تاوترخوالی څخه د ښځو ساتل مسئلې په کی شاملیږی. زاپاتیستا د ۲۰۰۷ کال په دسامبر میاشتی کی، د ښځو چارو په اړوند د چیاپاس په یو وړوکی کلی کی د ګاروچا په نوم یوه غونډه په لاره واچوله چی په هغی کی ۳۰۰۰ تنو په ګډون ددی غورځنګ ۳۰۰ تنو ښځو ګډون درلود. له دولت سره د زاپاتیستا په زیاتره خبراترو کی، د دغه غورځنګ ښځې استازولی په غاړه لری.



د کوردستان آزاد ژوندانه ګوند – پژاک
د کوردستان آزاد ژوندانه ګوند – پژاک
Partiya Jiyana Azad a Kurdistanê - PJAK
د کوردستان آزاد ژوندانه ګوند – پژاک
د کوردستان آزاد ژوندانه ګوند – پژاک
Partiya Jiyana Azad a Kurdistanê - PJAK

«د کوردستان آزاد ژوندانه ګوند – پژاک» په ایران کی یو مخکښ تشکیل دی چی ډیرۍ د کورد د ملت حقونو تر لاسه‎کولو لپاره د آخوندی کرغیړن رژیم پر وړاندی جنګیږي. ښځو ددی ګوند په وسلوالو لیکو کی زغرنده ونډه تر سره کوله او ددی ګوند د رهبرۍ شورا ۴۰ سلنه ښځې جوړوی. تر اوسه د ایران وینه څښونکی رژیم څو تنه ددغه ګوند د غړی توب په تور باندی اعدام کړی دی چی ددغه ټولګی څخه کولی شو د شیرین علم هولی تل پاتی نوم یوسو.



«د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا)
«د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا)
Revolutionary Association of Women of Afghanistan (RAWA)

«د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) د افغان ښځو لومړنی خپلواک او سیاسی سازمان دی چی په ۱۳۵۶ کال کی مینا او څو نورو روڼ‏اندو ښځو له خوا په کابل کی بنسټ کیښودل شو چی موخه یی د سیاسی حقونو خوندیتوب او د ښځو تولنیز او د یوی دموکراتیکی ټولنی رامنځ ته کول وو. د دغه سازمان د خپرندوی ارګان لومړنی ګنه د «پیام زن» په نوم د کابل په ښارکی ۱۳۵۹ کال کی خپره شوه. د «راوا» د ولولو ډکو کړنو روسان او د هغوی داخلی دلالان سرګردانه کړل چی د «راوا» یوشمیر غړو او پلویانو نیول، ربړول او کلونو زندانی کیدل یی له ځانه سره لرل. د کابل د نجونو ښونځیو ستر لاریون د «راوا» د کړنو پایله ګڼل کیږي چی خلقی او پرچمی ګوډاګیانو هغه په ځناورتوب سره وځاپه او یو شمیر یی لکه وجیهه او ناهید یی شهیدی کړی او ډیر شمیر یی مسمومی کړی. د هغی نه وروسته، دغه سازمان اړ شو چی خپل تشکیلاتی مرکزونه پاکستان ته انتقال کړی او په هماغه لومړیو کی مینا په یو ټلویزونی مصاحبه کی ملت ته خبرداری ورکړ چی اخوانی بانډونه د ملت دښمنان دی او که چیر واکمنی ته ورسیږ، په جنایت او خیانت کی به د روسانو تور مخ سپین کړي. له دی ځای څخه وه چی د «راوا» د سی آی ای او آی اس آی بنسټپالو روزنکو ګوندنو پر وړاندی او د روسانو او د روسانو دلالانو پر وړاندی په دو جبهو کی جنګیده او پوهاوی ورکول یی وکړل. ۱۳۵۶ کال د سلواغی په ۱۵ (۱۹۸۷ کال د فبروری په ۴)، د «خاد» جاسوسانو د ګلبدین ګوند د جنایتکارانو په مرسته، د «راوا» رهبره یی د دوو تنو ملګرو سره د یوی توطئی په لړ کی ووژل. ولی د مینا پلویانو یی په نه تسلیم کیدونکی او کلک ډول مبارزی ته ادامه ورکړه او د جنایتکاره تنظیمونو د ټولو حملو او زهرلړلی تبلیغاتو پر وړاندی ودریدل او زمونږ د هیواد پر عدالت غوښتونکی غورځنګ باندی مهر وواه. د «پیام رن» نشریه د ورستیو څلورو لسیزو د جنایاتو بربنډونکی ده او ددغې ارزښتمنی مجلی کلیکسون زمونږ دهیواد د تاریخ په ځانګړي شرایطو کولی شو د «افغانستان تاریخ په اوږدو کی» د دریم ټوګ په څیر وشمیرو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 30 میلمانه آنلاین لرو