د «افغانستان همبستګۍ ګوند» له لوری د شهید فرخندې څلۍ مخ‎لوڅونه

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» له لوری د شهید فرخندې څلۍ مخ‎لوڅونه

لوړ کیفیت لرونکي انځورونه

۱۳۹۴ کال د کب ۲۷: د «افغانستان همبستګۍ ګوند» غړو او پلویانو د فرخندې د وژنې تلین په ویاړ، «د فرخندې څلۍ» د یو لړ مراسمو په ترڅ کی مخ لوڅ کړ او د بنسټ پالو او نیواکګرو له منګولو څخه د افغانو ښځو خلاصون په اړه شعارونه ورکړل.

د پروګرام په پیل کی سیلۍ غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې د بنسټ‎پالو او ګوډاګي دولت تر واکمنۍ لاندی د افغانو ښځو بوږنیدلي حالت څخه یادونه وکړه، هغوی یی د آزادۍ، دیموکراسۍ او ټولنیز عدالت لپاره یووالي ته راوبللې:

«د فرخندې له وژل کیدو یو کال تیریږي. فرخنده یی ووژله، خو نوم یی په ټولیز او په ځانګړي توګه د افغانو ښځو په وجدان بدل شوی دی. فرخنده د افغانو ښځو د بیوزلیتوب نښه شوه. له فرخندې څخه پلوي په واقعیت کی له بدمرغه افغانانو ښځو څخه پلوي ده چی د ځناور‎خویه او ناپوهه بنسټ‎پالانو ښکار شوی او کوکاری یی د هیواد په هر ګوټ کی راپورته شوی دي.

مونږ په هماغه لومړیو کی ددغه خوسا «ملی ځناورتوب» دولت له لوري ددغې قضې په څيړلو بی‎باوري وو او وړاندوینه مو کړی وه چی د نورو قضیو په څیر له د پغمان قضې په شان کله چی قضیه د افغانو ښځو په اړه وي؛ اصلی تورن خلک خوشی کیږي او دوهم او دریمه درجه خلک محاکمه کیږي.

تر هغې چی طالبي او داعشي او تنظیمي او ګلبدینی جنایتکاران او د هغو جنایتونه د خلکو په یوه موټي ځواک سره له منځه ولاړ نشي، زمونږ خلک به نه سرتاسري سوله او امنیت وګوري او نه به انساني سوکالۍ او ښیرازۍ ته لاس رسی پیدا کړي. نو رازی چی چوپتیا د خپلواکۍ، آزادۍ، دیموکراسۍ او ټولنیز عدالت په چیغه سره ماته کړو.»

په دغه پروګرام کی، مسعود حسن‎زاده و «مورچه‎ها» له ډلې، ولی فتح علی خان او «۹۹ سلنه ډلې» د فرخندې تلین په ویاړ اعتراضي موسیقي ترسره کړه. وروسته د ګوند ځوانانو له لوري د فرخندې د وژل کیدو بهیر او د فرخندې په تړاو د «ملی ځناورتوب» له ملنډو ډکه محاکمه یی د یو تیاتر په لړ کی نندارې ته وړاندی کړه.

په پای کی، د فرخندي څلۍ د نجیب اکبري – د افغانستان ملی آرشیف د تاریخی لاسوندونو څانګې مسوول، مسعود حسن‎زاده، ولی فتح علی خان، سیلۍ غفار او څو نورو ښځو له لوري مخ‎لوڅ شو.

ښاغلي نجیب اکبری د خپلو خبر په ترڅ کی وویل:

«ګرانه فرخنده یی په بی‎رحمۍ سره ووهله او د هغې وجود ته یی اور ورواچاوه. ځني خلک له مرګ څخه وروسته اتلان کیږي. فرخنده هم نن زمونږ اتله ده او د هغې یاد لپاره دلته راغونډ شوی یوو.»

«افغانستان همبستګۍ ګوند» د یو شمیر عدلت‎غوښتونکو انسانانو په مرسته د شهیدې فرخندې څلۍ د هغې په یاد ورغوله ترڅو د ښځو ضد ویجاړونکو او رټل شوو پر وړاندې، د یو آزاد او سمسور افغانستان چی له هر ډول تبعیض او شډلتیا څخه پاک وی، د ښځو او سړو کوکارو تل‎پاتی انګازه وي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 662 میلمانه آنلاین لرو