۲۰۱۵، په افغانستان کی د ویرې او ځناورتوب کال

۲۰۱۵، په افغانستان کی د ویرې او ځناورتوب کال

۲۰۱۵ کال شډلتیا له پیټي سره په تیره یوه نیمه لسیزه کی د ځناورتوب څخه ډک کال زمونږ په تاریخ کی ثبت شو. له لسیزو را پدی‎خوا، د هر کال په تیریدو پرته له خپسې زمونږ هیوادوالو ته بل څه ندی ورکړي. هیواد‎پلورونکو او انسان وژونکو هر یو، زورواکو پادشاهانو، روسانو او د هغوی چوپړانو، تنظیمی انسان‎وژونکو، ځناورو طالبانو او په پای کی د امریکا او لاسپوڅی دولت چی له جګړه‎مارانو او بی‎پته روڼ‎آندوو څخه منځ ته راغلی، زمونږ د خلک په برخلیک لوبو کولو سره، افغانستان یی د نړۍ له غمځپلو هیوادونو څخه یو کړو.

خو دغه ځناورتوب او تورې ورځې په پای ته ورسیږي. د هیواد او خلکو نیکمرغۍ او سوکالۍ په لاره کی په تل پاتی همت، ملی یووالی او عملی مبارزې سره کولای شو دغه د ویر ماښام پای ته ورساوه. د معجزې په تمه باید کښیننو، هیڅ څوک مونږ نشی ژغورلی پرته له دی چی په خپلو ځواکمنو مټو تیکه ونکړو او په نړۍ کی مو هم ندی لیدلی چی خلک پرته له سختې مبارزې او سرښندنې آزادۍ او سوکالۍ ته رسیدلی وی.

که څه هم زمونږ هیواد هره ورځ د ناخوالو شاهد ده، په دغه ګالري کی مو د ۲۰۱۵ کال زړه‎بوږنونکو پیښو انځورونه را غونډ کی ترڅو په تاریخ کی ثبت شي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 606 میلمانه آنلاین لرو