د شاهشهید ټولوژنې پاتی غړو په سولهییز لاریون باندی د ملی اردو برید
- کټګوري : انځورونه
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- نیټه: دوشنبه, 23 وږی 1394
۱۳۹۴ کال د وږي ۲۲مه: نن د شاهشهید ټولوژنی پاتی غړو سولهییز لاریون په لاره واچوه چی د ملی اردو له لوری پر هغوی ډزې وشوی، چی په پایله کی یی د اسدالله په نامه یو ۱۹ کلن ځوان چی د شهید عبدالله او مسعود (چی د شاهشهید په ټولوژنه کی وژل شوی) له خپلوانو څخه دی پښه ټپي شوه. د شاهشهید خلکو چی د کورنیو چارو له وزارت څخه یی د لاریون لپاره رسمی اجازه درلوده، ټول د توغندي/بم لګیدو په ځای کی راغونډ شوی وو چی په همدی وخت کی د ملی اردو یو رینجر موټر راورسیده. د ملی اردو سرتیری د خلکو لری کولو لپاره لومړی په کلاشینکوف هوایی ډزې وکړې او وروسته یی د ټوپک شپیلۍ لاریونکونکو ته ونیوله او ضربه یی وکړه. په دی پیښه کی ۱۹ کلن، اسدالله ټپي شو چی اوس د کارتهنو په یو روغتون کی بستر ده.
خو د ملی اردو وسلهوالو دغه جنایت د شاهشهید اوسیدونکی نور هم قهرجن کړل او هغوی د کارته نو سرک چی د ښار لوری ته ځي بند کړ او هلته یی کیږدۍ ودروله او لوړه یی وکړه چی ترهغې ددوی غوښتنو ته پاملرنه ونشی دوی په خپل اعتراض ته دوام ورکړي.
د قربانیانو کورنیو غړو، اعلامیه خپره او اعتراض یی دوام لری:
د شاهشهید رازلرونکی ټولوژنې حقیقت باید روښانه شي!
د ۱۳۹۴ کال د زمري په ۱۶مه نیټه یو ویرونکی غږ او چاودنې زمونږ د شاهشهید اوسیدونکو ژوند ویجاړ او ټول یی د ویر په ټغر کښینولو. له هغې شپې سره د قیامت ورځ هم نشو پرتله کولای. د کور چت او دیوالونه پر مونږ راپریوتل خو څوک نه وو چی مونږ سره یی مرسته کړی وای. هغوی چی روغ ول، د ټپیان مرستی ته ولاړل او له امنیتی او روغتیایی ارګانونو سره پرلهپسی اړیکو سربیره، څوک زمونږ مرستی ته راونهرسیدل. زمونږ ټپیان په خپلو پښو روغتونونو ته ولاړل خو ډیرۍ روغتونونو د هغوی درملنه ونه کړه او مونږ د خپلو خپلوانو مړي بیرته کورته راوړل.
سبا برسیره پردی چی د شاه شهید زیات شمیر اوسیدونکی ټپي او مړه شول، دولت د هغوی شمیر ډیر کم وښوده او د چاودنې لامل یی هم یوه لارۍ وبلله، حال دا چی د موټر هیڅ نښه هلته نه وه او ژورې کندې او د اوسپنو ټوټو دا په ډاګه ښودله چی دلته توغندی یا بم چاودیدلی دی. مونږ د دولت له لوری دغه پیښه ځانوژونکی برید ویل درواغ او په اصله پیښه خاورې اچول ګڼو. په هماغه لومړیو شیبو کی امنیتی چارواکو د پیښې ځای په کانکریټي دیوالونو وپوښه او هڅه کوی ویرجنو ته په بډه ورکولو د هغوی خوله چپه کړي. خو مونږ هیڅکله د شهیدانو په وینه معامله نه کو او ترپایه نیاوو غوښتنی لپاره مبارزه کوو. مونږ هر ډول چپتیا د خپلو نازولو وینو ته سپکاوی بولو.
د شاهشهید ټولوژنه لومړۍ او وروستۍ پیښه نه ده او دا لړۍ دوام لری. که چیری مونږ نن چپ کښینو، سبا به نور هم په همدې برخلیک کی راګیر شی، له همدې کبله له ټولو شرافتمندو او مبارزو هیوادوالو غواړو چی له مونږ سره یوځای شی او د عدالتغوښتنې غږ اوچت کړي.
زمونږ غوښتنې په لاندی ډول دی او تر هغه مهاله چی دا پوره نشی مونږ خپل اعتراض ته دوام ورکو:
۱- د پیښې اصلی حقیقت موندلو لپاره باید د کورنیو او بهرنیو بشر حقوقو پلویانو او کارپوهانو څخه يوه خپلواکه ډله جوړه شی؛
۲- په یوه بیپلوه محکمه کی د شاهشهید ټولوژنې عاملانو محاکمه؛
۳- د دولت په کمیسیون کی د شاهشهید ټولوژنې قربانیانو کورنیو استازو شتون؛
۴- د شاهشهید ټولوژنې کورنیو ته مالی تاوان ورکول؛
۵- د شاهشهید ټولوژنې قربانیانو کورنیو ته د دولت له خوا کور ورکول؛
۶- د عامه روغتیا وزیر پوښتل چی ولی په روغتونونو کی د شاهشهید ټولوژنی ټپیانو ته پاملرنه ونشوه.
د شاهشهید ټولوژنې قربانیانو کورنۍ
کابل
۱۳۹۴ کال د وږی ۲۲ مه