د خپلواکۍ اتلانو د ستایلو په موخه د شعارونو ځړول

د خپلواکۍ اتلانو د ستایلو په موخه د شعارونو ځړول

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» یو شمیر ځوانانو د ۱۳۹۵ کال د زمري په ۲۷مه (۲۰۱۶ کال د اګست په ۱۷مه) د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په ویاړ د کابل ښار په ګوټ ګوټ کی پوسټرونه وځړول. په دغو پوسټرونو کی د افغانستان د خپلواکۍ جګړې اتلانو ستایلو او خپلواکۍ غوښتلو شعارونه لیکل شوی وو. دغه کوچنی خوځښت، د لاسپوڅي دولت او ګوډاګیو واکمنانو پر وړاندی کرکه او نیوکه ده چی د خپلواکۍ څخه یواځې د هغې نوم لمانځي او له څلویښتو زیاتو هیوادونو ته غلامی کوي. له دغې ورځې څخه د دولت «لمانځل» هیڅکله د خپلواکۍ لپاره نه، بلکه ددی لپاره ده چی ځان د امریکا له ملاتړ څخه خپلواک څرګند کړی چی له نیکه‎مرغه د ولس پر وړاندی دغو غولونکو نکریزو خپل رنګ بایللی دی. سږ کال د ناامنی او ځناوریزو بریدونو برسیره زمونږ خلکو په بی‎ساری توګه د هیواد په ګوټ ګوټ کی د خپلواکۍ جشن ولمانځه او دا یی په ډګه کړه چی دغه ولس خپلواکۍ، آزادۍ او عدالت ته ژمن دی او د پردیوپالو واک د تل لپاره نشی منلی.

د خپلواکۍ اتلانو د ستایلو په موخه د شعارونو ځړول
د خپلواکۍ اتلانو د ستایلو په موخه د شعارونو ځړول
د خپلواکۍ اتلانو د ستایلو په موخه د شعارونو ځړول
د خپلواکۍ اتلانو د ستایلو په موخه د شعارونو ځړول
د خپلواکۍ اتلانو د ستایلو په موخه د شعارونو ځړول
د خپلواکۍ اتلانو د ستایلو په موخه د شعارونو ځړول
د خپلواکۍ اتلانو د ستایلو په موخه د شعارونو ځړول

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 502 میلمانه آنلاین لرو