د افغانستان د همبستګۍ ګوند د خپلواکۍ بیرته لاسته‎راوړلو ۹۷یمه کلیزه ولمانځله

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د خپلواکۍ بیرته لاسته‎راوړلو ۹۷یمه کلیزه ولمانځله

۱۳۹۵ کال د زمري ۲۸مه (۲۰۱۶ کال د اګست ۱۸مه) د « افغانستان د همبستګي ګوند» د خپلواکۍ بیرته لاسته‎راوړلو ۹۷یمه کلیزه د امان الله پر قبر د ګل‎ګیډۍ په کیښودلو سره ولمانځله. په دغه غونډه کی چی د همبستګۍ ګوند د ننګرهار څانګې له لوری ترتیب شوی وه د همبستګۍ ګوند لسګونو تنو غړو او پلویانو ګډون درلود ترڅو د ولس له ریښتینی اتل څخه لمانځه وکړي. ډاکټر غلام فاروق د همبستګۍ ګوند یو تن غړي د امان الله خان پر قبر وینا وکړه او د هغه له کارونو او خدمتونو یی ستاینه وکړه. هغه په خپلې وینا کی وویل:

«غازی امان الله خان د افغانستان دغه پرمختللی او پر خلکو مین شاه د هیواد له پر مختګ او ښیرازۍ سره خورا زیاته مینه لرله. د هغه ټوله هڅه دا وه چی خلک پوهه وکړي ترڅو د خپلو مټو په زور هیواد له تیارې څخه وژغوري او د پرمختګ پر لوری یی بوځي. نن دلته راټول شوی یو چی د هغه له ښه کارونو څخه زده‎کړو. شاه امان الله خان غښتلې اراده او د خلکو ملاتړ له ځانه درلود او همدا کار ددی لامل شوی چی انګریزان له هیواد څخه وشړي او د افغانستان خپلواکي لاس ته راوړي.»

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د خپلواکۍ بیرته لاسته‎راوړلو ۹۷یمه کلیزه ولمانځله

هغه زیاته کړه:

«که مونږ ټول یو موټی شو او د ولسونو پر منځ کی ریښتینی پیوستون رامنځ ته کړو او هر ډول تبعیض له خپلو اندونو لری کړو، کولای شوی تر ټول ستر دښمن ته نه هیری‎دونکی ماتې ورکړو. ددی اصلی دلیل چی نن تر څلویښتو زیاتو هیوادونو او د هغوی په سر کی امریکا پر افغانستان یرغل کړی د تنظیمی او قومی مشرانو خیانت دی. دوی د پیسو په بدل کی په ګڼو پلمو خلک غولوی او د هغوی فکر له اصلی مبارزې څخه بل لوری ته اړوی او د پرګنو تر منځ اختلافاتو ته لمن وهی ترڅو هیواد په بدمرغیو کی لا هم ډوب شی. له اوسنی حالاتو څخه د خلاصون یوازنۍ لاره یووالی، پوهه او د هر ډول اپلتو او هره هغه شی پر وړاندی چی د پرمختګ خنډ ګرځی مبارزه ده.»

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د خپلواکۍ بیرته لاسته‎راوړلو ۹۷یمه کلیزه ولمانځله

د یادونی وړ ده د همبستګۍ ګوند په پام کی لرل چی ددغې ورځې په ویاړ په کابل کی لاریون وکړي، خو د ډیرو هڅو سربیره د کورنیو چارو وزارت په دغه پلمه چی د دهمزنګ له پیښې وروسته تر بل خبر پوری په هر ډول لاریون بندیز لګیدلی، د لاریون اجازه ورنکړه.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د خپلواکۍ بیرته لاسته‎راوړلو ۹۷یمه کلیزه ولمانځله
د افغانستان د همبستګۍ ګوند د خپلواکۍ بیرته لاسته‎راوړلو ۹۷یمه کلیزه ولمانځله

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 503 میلمانه آنلاین لرو