انځورونه: د همبستګۍ ګوند د غویی اوومې او اتمې تورې ورځې و غندلې

لوړ کیفیت لرونکي انځورونه

۱۳۹۴ کال د غویی ۴مه: د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» غړو او پلویان په کابل کی د یوې غونډې په ترڅ کی د غویی ۸مې او ۷مې تورې ورځې وغندلې. پدی غونډه کی نږدې ۱۶۰۰ تنو ګډون درلود، اعتراض کونکو د «د غویی ۸مې او ۷مې جنایتکاران باید محاکمه کړو!»، په هیواد کی د روانو ناخوالو اصلي لامل له محاکمې څخه د جنایتکارانو معاف کول دی، شعارنو سره دا ورځ وغندله. هغوی له ځانه سره پلاکارتونه وړل چی لاندی شعارونه پکی تر سترګو کیدل: «د غویی اتمه او اوومه د ملی ویر او کرغیړنې ورځې!»، «د غویی اتمی خاین مشرانو په محاکمه کولو سره د کابل ناورین غچ واخلو!» او «د څلورو لسیزو جنایتونو عاملان، د دولت فاسد چارواکی دي!» او....

د غونډې ګډونوالو د څلورو لسیزو جنایتکارانو پر وړاندې له شعار ورکولو سربیره، د «مورچه‎ها» ډلې اعتراضی سندرې هم ویلې. د «همبستګۍ ګوند» په استازي‎توب حفیظ راسخ په خپلو خبرو کی وویل: «د ملی ځناورتوب دولت د ۴ لسیزو کرغیړنو څیرو څخه منځته راغلی دی. که څه هم هغوی یوبل بخښلي ولی د افغانستان کړیدلی ولس او په خاصه توګه کابلیان په هیڅکله هم ددغو ځناورو ظلم و زیاتی هیر نکړي او هغه ورځ رارسیدونکی ده چی دا ټول جنایتکاران به تورمخ د خلکو په لاس محاکمه شي.»

د غونډې په پای کی، د «همبستګۍ ګوند» ځوانانو یو واټیزه ننداره برابره کړی وه چی په هغې کی د خلق او پرچم، د اووه‎ګونو او اته‎ګونو ډلو، طالبانو او د ملی ځناورتوب حکومت ظلم او زیاتی او د امریکا منځګړتوب نندارې ته وړاندی کړ. په پای کی د غونډې ټول ګدون‎کونکی یو موټی راولاړ شول او غونډه میکیس تیودراکیس، د یونان نامتو آهنګ‎جوړونکی په آهنګ سر پای ته ورسیده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 336 میلمانه آنلاین لرو