خیراتی او وارداتی بریښنا، نه له سالنګ څخه، نه له بامیانو څخه!!

خیراتی او وارداتی بریښنا، نه له سالنګ څخه، نه له بامیانو څخه!!

په دی ورځو کی یو شمیر زوګ په لاره اچولی دی چی د «توتاپ» بریښنایی پروژی پایی چی د ترکمنستان څخه ۵۰۰ کیلوولت بریښنا کابل ته رالیږدوی باید د بامیانو له لاری څخه عملی شی نه د سالنګ څخه. ولی د بریښنا تامینول د بهرنیو سرچینو څخه که څه د بامیانو له لاری څخه او که څه هم د سالنګ څخه وی زموږ د هیواد او خلکو په وړاندی توطئه ده. دغه د هماغه د نیواکګر سیاست لړۍ ده چی غواړی افغانستان دی نورو هیوادو پوری تړلی او یو مصرف‎کونکی هیواد واوسی چی موږ یی په تیرو ۱۵ کال کی د بدو پیښو پایلو شاهدان یو.

پانګوال لوټمار بانډونه لکه نړیوال بانک، د روپو نړیوال صندوق، د آسیایی پراختیایی بانک او نور د دغه ډول پروژو په پلی کولو باندی غریبو ولسونو مریتابی ته د راښکلو او لوټ کولو لپاره لاره جوړوی چی یو پوه او عدالت‎غوښتونکی ولس باید دهغی پر وړاندی ودریږی.

په داسی حال کی چی زموږ هیواد د بریښنا د تولید او آن د صادرولو لپاره بشپړ ظرفیت لری، د وارداتی بریښنا لپاره ډیر لګښت چی تڼۍ یی د پردیو په لاس کی ده، د دغه ملت سره نه بخښونکی خیانت دی. وارداتی بریښنا، له مخکی څخه ډیر موږ پردیو پوری تړی او دغه ډول بریښنا د لږې مودې لپاره وی او هره کړۍ د هغې د پریکیدو امکان وی. موږ د روس د تیري د وخت تجربه لرو چی د پولی هغه غاړه د وارداتی بریښنا د پایو په کینولو یی بریښنا را ولیږله، خو په وتلو یی بیاځلی په تیاری کی پاتی شولو.

په بیخ‎بینای پروژو کی کار نه کول دی چی نن ورځ زموږ هیواد له یوی ستنی څخه نیولی تر اوړو او غنمو پوری په بهر پوری تړلی دی او که چیری یو ورځ پاکستان او ایران خپل ورونه را پوری کړي د ناورین سره به مخ شو.

موږ تیاری ته په صبر او د خپل هیواد د بندونو جوړولو که څه هم کوچنی وی غوروالی ورکو تر څو زموږ خاوره د اوږدمهال لپاره د پردیو پوری د تړاو له ذلت څخه خلاصون ومومی. هغه هیواد چی د بریښنا د تولید په برخه کی خپل ځان بشپړولو ته ونه رسیږی، په هیڅ بلی برخی کی نشی کولی د پرمختګ څخه برخمن شی. هغی ولس چی د بهرنیو د تړاو د خلاصون لپاره کار نوی کړی، تل به یی د خیرات کاسه په لاس کی وی او په نړیواله کچه به هم کوم حیثیت ونلری.

که چیری په ریښتیا ملی او انسانی فکر کوی، د بریښنا قضیه د قومی کولو په ځای، د امریکا د چوپړانو د دغی خاینانه توطئه پر وړاندی پاڅون وکړی چی د نیواک د موخو د پلی کولو لپاره په هیڅ بیخ‎بینایی پروژه کی کار نه دی ترسره کړی په برنامه شوی ډول ورځ تربلی زموږ هیواد د پردیو په منګولو کی راګیروي. د کرزی او د هغه د ټیم او اوس د ع او غ د همدغی ملی ضد او شمارل شوی سیاست پایله ده چی زموږ خاوره هغه ډول د تړاو په ګیډه کی ښکته تللی ده چی شاید تاریخ به دغه څیر تړاو په هیڅ ځای کی په یاد ونه لرو.

په بیخ‎بنای پروژو کی کار نه کول دی چی نن ورځ زموږ هیواد له یوی ستنی څخه نیولی تر اوړو او غنمو پوری په بهر پوری تړلی دی او که چیری یو ورځ پاکستان او ایران خپل ورونه را پوری کړی د ناورین سره به مخ شو. د بیخ‎بینای پرژو نه شتون دی چی زموږ په هیواد کی د مخدر توکو د تولید پرمختګ او قاچاق لپاره لاره یی هواره کړی د وزګارو او روږدو ځوانانو له سیلاب سره مخ یو.

راځی د پراخه تبلیغاتو په لاره اچولو، په بیخ‎بنای پروژو کی د ولس بنسټیزو غوښتنو مطرح لپاره کار کړو تر څو چی زمونږ ځواک په داسی شی کی ولګول شی چی په اوږدی موده کی نه یواځی د بامیانو او سالنګ چی د ټول افغانستان د ښیرازۍ لامل شی.

هو، لومړی بامیان او وروسته بیا ټول بیوزله ولایتونه باید د بریښنا خاوندان شی او زموږ د نورو ولسونو په وړاند هر ډول تبعیض شتون ستر خیانت او کرغیړن‎توب دی، خو دغه بريښنا، که څه هم دیره کمه وی، باید زموږ د کورنیو سرچینو څخه وی نه وارداتی بریښنا.

بباید دغه ناورین ته د پای ټکی کیږدو چی د بامیان بیوزله خلک هغه پټاټی چی په بی‎ساری کړاو او لومړنیو وسایلو باندی راټولوی د مجبورۍ له مخی په ټیټ نرخ پلوری خو هماغه پټاټی د پاکستان په سړخونه کی ساتل کیږی او د کال د فصلونو په لړ کی بیاځلی د بامیان او ټولو ولایتونو په خلکو باندی په لوړه بیه پلورل کیږي چی د هغی د حاصل ګټه د پاکستانی سوداګر جیب ته ولیږی. که چیری یو زړه سواندی دولت په هیواد کی واکمنی درلودی، دغه اقتصادی ناورین به پای موندلی وی.

راځی د پراخه تبلیغاتو په لاره اچولو، په بیخ‎بنای پروژو کی د ولس بنسټیزو غوښتنو مطرح لپاره کار کړو تر څو چی زمونږ ځواک په داسی شی کی ولګول شی چی په اوږدی موده کی نه یواځی د بامیانو او سالنګ چی د ټول افغانستان د ښیرازۍ لامل شی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 571 میلمانه آنلاین لرو