له پاکستان سره تفاهم‎لیک، د حاکمې دستګاه وطن‎پلورنې دوام

له پاکستان سره تفاهم‎لیک، د حاکمې دستګاه وطن‎پلورنې دوام

له پاکستان سره استخبارتی تفاهم‎لیک، په هیواد کی ډیرۍ تاوده بحثونه په لاره واچول. ته به وای دا لومړی ځل دی چی لاسپوڅو او خاینو واکمنانو د پاکستاني پوځیانو پښې ښکلې کړي او د خلکو او وطن پر وړاندی یی نه بخښونکی خیانت ترسره کړی. ددغه تفاهم‎لیک غندونکي بی شمیره دی او هر یو هڅه کوی په سختو ټکو هغه وغندي. هغه کسان چی په تیرو څوارلسو کلونو کی ددغې فاسدي دستګاه کړۍ وی، اوس ددی لپاره چی ولس له پاکستان څخه کرکه لري، نو دوی هم له موقع څخه په ګټه پورته کولو سره او ددی لپاره چی خپل ځانونه د ولس پلویان وښایی او د خلکو تر منځ ځان ته ځای پیدا کړی، کوښښ کوی دغه تفاهم‎لیک و غندي.

د ارګ له پلوه پاکستان ته باج ورکول د خلکو کرکه را و پاروله او دا ددی لامل شوه چی د دولت ویاند خپلې لمړي څرګندونې بیرته واخلي او ولس ته درواغ ووایی. اشرف غنی او عبدالله د خلکو غولولو لپاره جهادی مشران و مشورې تر نوم لاندی ارګ ته وروبلل ترڅو خپله مرداري پټه کړي. خو دا څرګنده ده د هغو خلکو مشورې چی ټول عمر یی د آی.ایس.آی په چوپړتیا کی تیر شوی وي، د ولس څخه استازیتوب نشی کولای.

تر هغې چی په هیواد کی د پاکستان، ایران، امریکا، عربستان او نورو هیوادنو بی‎غیرته او باړه‎اخیستونکي سپیان محاکمه او په دار و نه ځړول شی د یادو هیوادنو د وینو ډک لاسونو به له افغانستان څخه لنډ نشي.

هغه ښځې او نارینه چی د پاکستان سره تفاهم‎لیک پر وړاندی غبرګون ښایی، هغه ورځ چی له امریکا سره بدمرغه هوکړه‎لیک لاسلیک کیده چیرته وو؟ مګر دوی دومر بی‎عقله دی او نه پوهیږی چی پاکستان د امریکا په جیب کی دی او د سپینې ماڼۍ کړنلارو پر اساس زمونږ په هیواد کی له ځناورو ترهګرو ملاتړ او هغوی تمویلوی؟ مګر دوی لا تر اوسه ندی پوهیدلی چی د پاکستان لاسپوڅې ډلې لکه طالبان، حزب اسلامی او حقانی د امریکا او انګلستان په ډالرو او وسلو سمبال او میدان ته راوتي؟ آیا دوی دومره بی عقله او ناپوه دی او دا ټکی نشی درک کولا که چیری پاکستان د امریکا ګټو خلاف طالبان روزلی، آیا امریکا بیا هم دغه ترهګر روزونکي هیواد ته د اووه ملیارده ډالرو په ارزښت مخکی‎تللی وسلې او هر کال یو میلیارد نغد ډالر ورکول؟

نور نو ټول هغه خلک چی لږ سیاسی پوه هم ولری پوهیږی چی پاکستان د امریکا ډاډه ستراتیژیک ملګری او زمونږ په هیواد کی د هغې ویجاړونکي او نیواکګر سیاستونو پلی کونکی دی. د پاکستان پوځ او آی.ایس.آی چی په سیمه کی د امریکا ښکاري سپیانو رول لری، د سپینې ماڼۍ په ملاتړ سره ترهګرې ډلې په وسله سبمالوی او زمونږ هیواد ته یی راستوي. مګر دا حقیقت په کراتو آن د چارواکو له خولې ندی اوریدل شوی چی طالبان د امریکایی چورلکو په واسطه د هیواد شمال ته وړل کیږي؟

راهپیمایی حزب همبستگی در تقبیح اشغال افغانستان توسط امریکا

دا ښاغلي او آغلي چی نن له پاکستان سره د ع او غ شرمناکې معاملې څخه نیوکه کوي، هغه وخت چیری وو چی دغو دوه لاسپوڅو مشرانو له خپلو بادارانو وغوښتل چی له ځناورو طالبانو بخښنه وغواړي، هغه وخت ولی چُپ وی او آواز مو نه اوچتیدو؟ دوی ولی دا غیرت نلری چی د پاکستان جاسوسانو نومونه په ډاګه کړي؟ مګر په کراتو ندی ویل شوی چی په نظام او پارلمان کی د پاکستان نوکران شته؟

مګر دا لومړی ځل دی چی فاسدو او مزدورخویه ارګ‎ناستو ملی ګټې له پښو لاندی کړي او په معامله یی لاس پوری کړی؟ مګر کرزي په تیرو دیارلسو کلونو کی د ایران، امریکا، انګلستان، هند او نورو استخباراتو څخه د ډالرو بوجۍ وانخیستې او د ولس په ستونی یی پښه کینښودله؟ مګر همدا کرزی چی نن د رنډۍ په څیر د امریکا او پاکستان پر وړاندې خبرې کوی، د خپل ریاست په موده کی یی افغانستان د پاکستان او سیمې نورو هیوادونو لپاره د غوړې او ارزانه مړۍ په شان وړاندی نکړ؟ پس هغه وخت دا نیوکه‎کونکی چیری وو او هیڅ آواز یی را اوچت نشو ولی نن یو دم د غفلت له خوبه را ویښ شول او د هیواد ساتنې په مورچل کی ودریدل؟

امرالله صالح، شکریه بارکزی، سپنتا، وحید عمر، فوزیه کوفی، سیاف، اسدالله خالد او یو شمیر نور چی په تیرو دیارلس کلونو کی د کرزی لاسپوڅي دولت مهمې کړۍ وی او په تیرو ټاکنو کی یی هم ع او غ لپاره ستوني وشکول، ولی نن له پاکستان سره د تفاهم‎لیک پر وړاندې راپاریدلي او غواړی چی ځانونه د ملی څیرو په شان خلکو ته وروپیژني، ولی دوی تیروتي دی، ځکه ولس دغه رټل شوی او بی‎وجدانه څیرې ښه پیژني چی ډیرۍ دغه کسان د هیواد په روان ناورین او ټول‏وژنه کی لاس لري.

دغه دومخي خلک، د امریکا جنایتکاره او جګړه‎مار دولت هره مرداري مني او د هغې پر وړاندې هیڅ غبرګون نه ښایی، نو په همدې اساس د پاکستان پر وړاندې ددوی خبری او ټوپونه وهل هم د ځان ښودنې پرته هیڅ مانا نلري. که داسی نده نو کله چی امریکایی پوځیانو د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ پاکستاني پوځیانو ته وسپارله او زمونږ پر خاوره یی تیری وکړ، ولی ددوی غږ اوچت نشو او ځانونه یی وړانده او کاڼه واچول او د ولس پر وړاندې دغه خیانت یی هیر کړ؟

د ګوشتي پر ولسوالۍ د پاکستان پوځ تیری هم له پاکستان سره د پټې هوکړې پر بنسټ شوی وو. په هغه وخت کی لالی حمیدزی، چی د پارلمان لخوا د یو هئیت په مشرۍ یی دغې ولسوالۍ ته سفر کړی وو، په خپل ګزارش کی داسی وویل: «داسی لاسوندونه شتون لری چی حامد کرزي، دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر او ملی امنیت ادارې له پاکستان سره هوکړه‎لیک لاسلیک کړی دی.» ولی همدغو پلورل شو عناصرو پر دغه ګزارش سترګې پټې کړې.

ایمل فیضی، په ارګ کی کرزي پخوانی ویاند، په هغه لیکنه کی چی د بی‎بی‎سی په ویب‎پانه کی د ۱۳۹۴ د غویی په ۳۰مه نیټه خپره شوه داسی لیکي:

«یو افغان چی د حکومت ملاتړی دی، حق لری وپوښتي ولی د ملی یووالی حکومت داسی د پاکستان خوښې سیاست مخې ته بیایی؟ برسیره پر دی چی د پاکستان پر وړاندې بدبینی موجوده ده، ارګ ولی د اسلام‎آباد سره نږدیوالی ته دومره لیواله ده؟»

۱۳۹۳کال د غبرګولي ۱۶مه: په سلګونه تنو د «افغانستان همبستګۍ ګوند» غړو او پلویانو د یو لاریون په ترڅ کی په کنړ کی د پاکستان ترهګرروزونکی هیواد توغندیز برید و غنده.
۱۳۹۳کال د غبرګولي ۱۶مه: په سلګونه تنو د «افغانستان همبستګۍ ګوند» غړو او پلویانو د یو لاریون په ترڅ کی په کنړ کی د پاکستان ترهګرروزونکی هیواد توغندیز برید و غنده.

دغه ښاغلي باید دا پوښتنه هغه وخت چی د کرزي له مخ او سر څخه مرداري څټله، له خپل بادار څخه پوښتلی وای چی ولی د پاکستان راضی کولو لپاره شل ځلې په ټیټ سر هغه هیواد ته سفر وکړ او د هغوی توغندیز برید پروړاندې چپ پاتی شو. که چیرې فیضی واقعاْ د «پاکستان خوښۍ» سیاست شرم ګڼلی، هغه وخت یی باید غږ اوچت کړی وای چی کرزي د پاکستاني چارواکو قدمونو ښکلولو لپاره هغه هیواد ته سفر کاوه، او هر ځل د هغه هیواد چارواکو لخوا بی‎عزته کیده او هوایی ډګر ته ښه‎راغلاست لپاره د ورزش وزیر ورتلو. هغه باید دا نیوکه هغه وخت کړی وای چی کرزي د پاکستان انسان‎خوړونکي غلامان «ناراضه وروڼه» ونومول، ځناور مشران یی د بندخونو خوشی کړل او د ولس په بودجه یی د کابل په ښار کی و نازول.

دا څرګنده ده چی په تیره کی هم د ملی امنیت او آی.ایس.آی ترمنځ داسی یو تفاهم‎لیک موجود وو، ولی اوس چی امریکا غواړي د روسې بی‎ثباتۍ لپاره د افغانستان شمال نا‎امن کړی، نو د ځناورو ګروپونو لکه داعش او طالبانو قوی‎کولو او وسلې ورکول دنده پاکستان ته سپارلې ترسو د افغانستان دولت په مرسته دغه دنده په آرامی سره پر مخ بوځي. په هیواد کی د روانو ناخوالو پر وړاندې د ملی ځناورتوب دولت چوپتیا هم له همدی سیاست څخه سرچنیه اخلي. دغه شړیدلی دولت چی د جان‎کری په هڅو منځ ته راغی، تر ټولو دمخه باید سپینې ماڼۍ ته ځواب ورکړي. نو له داسی یو ریشخند او فاسدې دستګاه څخه د «هیواد ملی ګټو ساتلو» تمه، د ځان غولولو پرته بله مانا نلری.

اما زمونږ خلکو لپاره چی له تیرو دری لسیزو راهیسې د پاکستان لیوه روزونکي دولت او په خاصه توګه د آی.ایس.آی مرګونی دستګاه او د هغه هیواد پوځیانو له خوا کړیدلي، که د پاکستان غلامان دغه تفاهم‎لیک لاسلیک کړی او کی یی لاسلیک نکړي، د غندلو او جزاء ورکولو وړ ده. زمونږ ولس لپاره دغه تفاهم‎لیک په هماغه کچه د شرم وړ ده لکه له واواک، ام.آی.شپږ، سی.آی.ای او د نړۍ نورو څارګرو سازمانو سره تفاهم، هغو سازمانو چی په تیرو دیارلس کلونو کی کرزي ته د ډالرو بوجۍ ورکولی تر څو د هغوی په خوښه هیواد د ویجاړۍ لوري ته بوځي.

تر هغې چی په هیواد کی د پاکستان، ایران، امریکا، عربستان او نورو هیوادنو بی‎غیرته او باړه‎اخیستونکي سپیان محاکمه او په دار و نه ځړول شی د یادو هیوادنو د وینو ډک لاسونو به له افغانستان څخه لنډ نشي. که چیرې دننه په هیواد دغو وطن‎پلورونکو او خاینو کړیو له هغوی سره مرسته نه وای کړی، هغوی هیڅ کله نه توانیدل چی زمونږ هیواد او خلک د ویر او ویجاړۍ لوری ته بوځي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 321 میلمانه آنلاین لرو