سوختاندن کارت انتخابات

بالاخره د څو میاشتو په تیریدلو او د خلکو په سیاسی شعور لوبو کولو او چل او ول وروسته، د جنایتکارانو او د ‍دوی چوپړانو «ټاکنیزه حماسه» او «ملی جشن» په شرمونکی توګه پای ته ورسید او د نړۍ تر ټولو نوم‎بدی، اوږد، له درغلیو ډک او شرمونکی ټاکنې در کرزي په کرغیړنو کارونو کی ثبت شوې. ټول ستم‎کونکی او لوټ‎ماران له لفطي او فزیکی شخړې، چنه وهلو، د امریکا سفارت ته له تګ راتګ وروسته، دادی په ډله‎یزه توګه د ارګ په لوری درومی، او د ملت ځپلو او د هیواد وروستیو شتمنیو لوټلو لپاره، د «ملی یوالی حکومت» تر نامه لاندی غاښونه تیره کوي. اوس چی د «ټاکنو» او «دموکراسۍ» اصطلاګانی په بی‎ساری توګه ککړی او د خلکو په منځ کی بی‎باوره شوی، اوس ددی نوبت دی چی د «ملی یوالی» اصطلاح هم په چټلۍ ولړي.

انتخابات ریاست‌جمهوری، در گرو اشغالگران و جنایت‌کاران

د نیواکګرو او چوپړه دولت تر سیوري لاندې د ولسمشریزې ټاکنو زړه بوږنوونکی زوږ او غوغا چې زموږ د بې دفاع هېوادوالو قرباني کولو سره مل دی، پای ته د رسیدو په درشل کې دي، خو هغه څه چې په دې وخت کې یې زموږ ولس یوه ژبه او یو لاس کړی، دا دی چې راتلونکی برخلیک به د تیرو کلونو په څیر زموږ رایه نه، بلکې سپینه ماڼۍ ټاکي. له دې امله هغه څوک به د ولسمشرۍ په څوکۍ ډډه لګوي چې تر نورو زیات امریکایي یرغلګرو ته سرخورونکی او فرمان منونکی وي.

شک نشته چې ټاکنې په ټولو بشري ټولنو کې د ریښتینې دموکراسۍ یو اساسي بنسټ دی چې ملي- دموکرات ځواکونه دغې موخې ته د رسېدلو لپاره په کلک هوډ مبارزه کوي. خو کله چې دموکراسي شتون نه لري او زموږ ټاټوبی د نیواکګرو او د دوی د چوپړانو په خوراکې بدل شوی وي، د «آزادو او رڼو ټاکنو» او «خپلواکه نوماندانو» په څیر د سلګونو ښایسته مګر خنده راوړنکو شعارونو نارې او سورې وهل د ولس غولولو پرته بل څه نه دي. دغه د امریکایي یرغلګرو او د هغوی د انسان خوړونکو ملګرو تر سیوري لاندې ننداره ییزې ټاکنې به له درغلیو، تېرایستلو او ناامنیو پرته د مظلومو خلکو په ژوند کې به هېڅ کوم مثبت بدلون رامنځته نه کړي.

دفتر طالبان در قطر

په قطر کې د انسان وژونکو طالبانو لپاره د "افغانستان اسلامي امارت" تر نامه لاندې د دفتر پرانیستل د پاکستان آی.اس.آی د جهالت او تروریزم لښکر په رسمیت پیژندلو په مانا و چې د طالبانو مشرانو او امریکا ترمنځ پټو مزاکراتو وروسته عملي شو. دا دفتر طالبي جلادانو ته لاره هواروي چې رسما د بیلابیل هیوادونو او نهادونو سره اړیکې ټینګې او د خپلو شوم اهدافو لپاره ترې ګټه پورته کړي. کرزی پدې خاطر چې په نوموړي جریان کې ورته سپینې ماڼۍ هیڅ ډول ارزښت ورنکړ او ټول کار یې پخپله پرمخ ویوړ، ګله مند دی او ویښودل چې د امریکا سره په امنیتي تړون مزاکراتو لړۍ ځنډوي، مګر کرزي دا ونه ویل چې د سي.آی.ای څخه د ډالرو بوجیو اخیستلو لړۍ هم ځنډوي یا له هغې څخه زړه نشي پریکولی!

له امریکا سره امنیتی تړون

یو ځل بیا مشورتي لویه جرګه چې امریکا سره د امنیتي تړون تر نوم لاندې د مورني هیواد د پلورلو سند ادامه ده، پرلار اچول کیږي. په داسې حال کې چې د دې سند د لاسلیک کولو لپاره د امریکا لاسپوڅي څیرې او تبلیغاتي رسنۍ له میاشتو راهیسې د عامه افکارو د چمتو کولو لپاره بوختې دي. د ښار هره برخه یې تش په نوم، سرکاري او غولولو شعارونو سینګار کړې؛ پر ښاریانو یې لارې بندې کړې؛ په ښار کې د امنیتي ځواکونو په راټولو سره یې کابل جنګ ځپلی څرګند کړ؛ زموږ لسګونه بې ګناه هیوادوال د طالبي ځناورو د ځانمرګي برید په لړ کې دمنځه ولاړ او په پای کې ۶ ورځې یې هم له جرګې څخه فدا کړې او دا څرګنده ده چې د دولت لخوا راټول شوي ګډون کوونکي به د کرزي حکومت او امریکايي واکمنو له غوښتنې سره سم د تړون لاسلیک کولو لپاره مثبته رایي ورکړي چې زموږ ملت او خلکو ته به د اوږد مهالې غلامۍ، د جګړې ادامې او وینې تویونې پرته نوره څه پایله ونلري. کرزی د دې جوړې شوې دسیسې دلارې غواړي چې په تاریخ کې د شاه شجاع په څیر د ده د نوم له لیکلو څخه مخنیوی وشي او داسې څرګندوي چې دا د «ملت استازي» وو چې تړون یې ومنو او لاسلیک یې کړ.

سمن بصیر

آغلو او ښاغلو، دا چې تاسو زموږ بلنه ومنله او په دې غونډه کې مو ګډون وکړ، له تاسو څخه مننه کوم.

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده، چی د نړۍ د بیلابیلو سیاسي ګوندونو ـ ټولنیز نهادونواوانقلابي غورځنګونو لخوا لمانخل کیږي.

زه هم په خپل وار سره د همبستګۍ ګوند د ښځو څانګې په استازیتوب تاسو ټولو ملګرو ته د دغې ورځې مبارکي وایم او خپل یووالی د نړۍ د مظلومو او آزادي غوښتونکو ښځو سره اعلانوم، ځکه چې د استبداد پروړاندې د هغوی مقاومت او مبارزه موږ ته الهام رابخښي، چې د خپلو دښمنانو پر وړاندې یو هسک غر په شان ودریږو او سر ټیټ نه کړو.

د شپږ خاینو ګوندونو مشران
غربي نیواکګر د افغانستان پر مرتجع او ملي ضد ګوندونو کار کوي، څو هغوی د خپلو نوکرانو په توګه وروزي او د تل لپاره یې په واک کې ولري. د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۱ زیږدیز کال د مارچ په میاشت کې د افغانستان شپږ بدنامه ګوندونه د یوې ښوونیزې دورې لکه د ټولټاکنو کمپاین، تشکیلاتي چارو تنظیم، اړیکو او نورو لپاره لندن ته وربللې و. هغو خلکو چې په دې ښوونیز کورس کې ګډون درلود: له جمعیت اسلامي څخه ستار مراد، له حزب اسلامي څخه محمد خان، له اسلامی جنبش څخه فیض الله ذکي، له همبستګي نهضت څخه نور محمد حیدري، له اسلامي وحدت ګوند څخه محمد ناطقي، له ملي جبهې څخه حسین سانچارکي.

په دې ورځو کې په پاریس کې د ځناورو طالبانو او انسان وژونکو «شمالي ټلوالې» ترمنځ د ناستې ناندرۍ د افغاستان د مطبوعاتو له لارې راپورته شوي. تش په نامه او خرڅ شوي «کارپوهانو» او «شننکو» د دواړو جنایتکارو ډلو ترمنځ دغه خبرې اترې د افغانستان د ۲۰۱۴ کال ناورین څخه وروسته د حل لپاره ګټورې او ارزښتناکه ازمایلې دي. په ځانګړي ډول د ټولو په سر کې وحید مژده، چې د طالبانو د منځنۍ پیړیو د رژیم پخوانیو چارواکو او ځناورو طالبي مبلغینو په اړه په ټولو خپرونو کې د دې ځناورو د راټولیدو په «ارزښت» په کرکجن او ناولې ډول ویناوې کوي.

مګر زموږ ډیری وګړي د دې رذیلانو د تیرو ناستو، چې په اسلام آباد، پیښور، مکه او داسې نورو ځاینو کې لرلې، ترخه تجربه لري او هیڅ لیوالتیا ورته نه لري او تجربې ورته جوته کړه چې د لیوانو یووالی زموږ هیواد ته د وژنې پیغام راوړي.

د ناټو په بمونو وژل شوی ماشومان

د دسامبر لسمه برابره ده د انسانی حقونو نړیوالی ورځی سره،چی په افغانستان کښی یی د نوم پرته بل څه نشته دی هغه نوم چی پری څوداګری کیږی او ځینیو بیا د دغه نوم څخه د خپل جنایت، خیانت، فساد او چور برغولی جوړ کړی دی.

امریکا او ناټو دنن څخه یوولس کاله وړاندی د پرمختللو زرادخانو سره پدی پلمه په افغانستان یرغل وکړ، چی د طالبانود منځنیو پیړیودولت به له منځه وړی، چی د څو اونیو په ترڅ کښی له منځه یوړ او پرځای به یی خلکو ته دمکراسی او انسانی حقونه وروبخښی.

د هماغه ړومبیو ورځو، چی امریکا میلیونونه ډالر د «شمالی ټلوالی» انسان وژونکو ته ورکړل، معلومه وه چی ددغو ښایسته مقولو څخه په ناوړه ګټه اخستنی سره به یو ځل بیا زمونږ هیوادوال د وژنو مرداری، جهالت او د همجنسو طالبانو وحشت ته ور ګوزار کړی.

په افغانستان باندې د امریکا د یرغل یولسم کال په یاد

پوره یولس کاله وړاندې د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د اکتوبر په ۷ نیټه امریکا او ناټو پر افغانستان پوځې یرغل وکړو. زمونږ کړیدلی ولس چې لاتر اوسه د روسانو څوارلس کلن تیرې، د هغوې فاشیستي لاسپوڅو واکمنۍ او وینه څښونکې تنظیمې او طالبي برلاسي څخه یې ځان نه و ژغورلې د بل زبرځواک په منګلو کې راښکیل شو.

چیرته چې امریکا خپل پل ايښی له ویجاړې او وینې بهولو پرته بله پایله یې نه درلوده. امریکا د ویتنام او کوریا په جګړه کې دوه نیم او یو نیم میلیونه وګړو د وژلو لامل شوه، سل زره کسان یې د خلیج په جنګ کې ووژل؛ یوازینې هیواد ‌ؤ چې په اتمي بمبار يې هیروشیما او ناګاساکی کې بشرې ناورین رامنځته کړو؛ د نړي په ګوټ ګوټ کې د ډموکراتیکو رژیمونو پر وړاندې یې خونړې کودتا وې سمبال کړې؛ په ټول ځواک سره د فلسطین ولس پر وړاندې د اسراییل تروریستي دولت څخه یې ملاتړ کړې؛ په عراق کې د وینو ویالې وبهولي او دا مهال په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې یې خپل خونړې داستان په کار اچولې تر څو د ولسي پاڅونونو انقلابي لوری بدل شي او پر ځایې امریکا پلوه بنسټپاله ګوډاګی رژیم رامنځ ته کړي تر څو ددی ولسونو سرښندنې له خاورو سره خاوری شي. دی هیواد د افغانستان د نیواک په تیرو یولس کلنو کې په لسګونو زره افغان ولسې وګړي ووژل او د رسمي ارقامو په بنسټ خپل دوه زره هغه سرتیري چې په جبري ډول جنګ ډګر ته راستول شوي ؤ د مرګ په خوله کې ورکړل.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 158 میلمانه آنلاین لرو