«مشورتي لویه جرګه» د تل لپاره په زولنو کې د هیواد زنداني کیدل

له امریکا سره امنیتی تړون

یو ځل بیا مشورتي لویه جرګه چې امریکا سره د امنیتي تړون تر نوم لاندې د مورني هیواد د پلورلو سند ادامه ده، پرلار اچول کیږي. په داسې حال کې چې د دې سند د لاسلیک کولو لپاره د امریکا لاسپوڅي څیرې او تبلیغاتي رسنۍ له میاشتو راهیسې د عامه افکارو د چمتو کولو لپاره بوختې دي. د ښار هره برخه یې تش په نوم، سرکاري او غولولو شعارونو سینګار کړې؛ پر ښاریانو یې لارې بندې کړې؛ په ښار کې د امنیتي ځواکونو په راټولو سره یې کابل جنګ ځپلی څرګند کړ؛ زموږ لسګونه بې ګناه هیوادوال د طالبي ځناورو د ځانمرګي برید په لړ کې دمنځه ولاړ او په پای کې ۶ ورځې یې هم له جرګې څخه فدا کړې او دا څرګنده ده چې د دولت لخوا راټول شوي ګډون کوونکي به د کرزي حکومت او امریکايي واکمنو له غوښتنې سره سم د تړون لاسلیک کولو لپاره مثبته رایي ورکړي چې زموږ ملت او خلکو ته به د اوږد مهالې غلامۍ، د جګړې ادامې او وینې تویونې پرته نوره څه پایله ونلري. کرزی د دې جوړې شوې دسیسې دلارې غواړي چې په تاریخ کې د شاه شجاع په څیر د ده د نوم له لیکلو څخه مخنیوی وشي او داسې څرګندوي چې دا د «ملت استازي» وو چې تړون یې ومنو او لاسلیک یې کړ.

په دې درد او رنځ کې پلورل شویو دولتي او غیردولتي روڼ اندو دنده پرغاړه اخیستې، څو د دوی د بادرانو په ساز کې د ډول په غږولو سره د «آزادو» رسنیو له لارې عامه فکرونه منحرف او خپلې خبرې د حق په توګه څرګندې کړي. یو شمیر دغه تش په نامه روڼ اندي د شوروي (د غویي اوومې) یتیمان دي او زیات شمیر یې تکنوکراتان او د دوی «قیادي وروڼه» یوځای چغې وهي که چیرې د امریکا سیوری زموږ له سر څخه لیرې شي، نو موږ به د ګاونډیو بلاګانو او طالبانو لخوا وخوړل شو؛ ۴.۱ میلیارده ډالر مالي او نظامي مرستې به دلاسه ورکړو، یوازې پاتې کیږو او د تنظیمي او طالبي «کورنیو جګړو» کلونه به له سره پیل شي او په دوه زړه توب سره په لسګونو پلمو هغه زولنې ستایي چې ډیرو لږو ته ګټه رسونکې او د ملت لپاره ناورین راوړونکې دي.

کرزی، فهیم، خلیلی
کرزی او سر خوځونکي یې چغې وهي که چیرې دغه تړون لاسلیک نشي، افغانستان به د زیږدیز کال ۹۰مې لسیزې ته ستون شي. کرزی په داسې حال کې دغه استدلال کوي چې د دغو ناورینونو دوه اصلي لاملین د هغه ښي او کیڼ مرستیالان دي.

نورې وینې څښونکې کړۍ لکه «طالبان» او «حزب اسلامي» چې له کرزي او نورو ارګ ناستو سره جوړ او په شوکو کولو کې سره شریک دي، لیکن تش په خوله د هغې پروړاندې خبرې کوي او د پردې ترشا «مشورتي لویې جرګې» ته استازی استوي. د دغو دوو شیطان صفته ډلو حرکات او د خپلواکۍ غوښتنې بې ځایه خبرې د دې پرځای چې زموږ ملي ګټو او ارزښتونو ته په رښتیا پام لرونکي اوسي، تر ډیره بریده خپلو پاکستاني او ایراني بادارانو ته لکۍ جنډول دي.

یو شمیر د دې نیوکې په درلودلو سره چې «مشورتي لویه جرګه» قانوني نده د رسنیو ترمخې یې په لاپو سره وویل چې په دغه کې به ګډون ونه کړي، لیکن زموږ خلکو ته د دوی کړنې او تیر روښانه دی او د نورو پلورل شویو ملګرو په څیر لږ امتیاز سره خپلې نیوکې له یاده اوباسي او په یوې اشارې سره به د جرګې لومړي کتار کې برخه واخلي.

بې غیرته امریکا غوښتونکي داسې استدلال کوي ښایي چې امریکا او متحدینو یې افغانستان په تیرو ۱۲ کالو کې په جنت تبدیل کړی وي او که چیرې له هیواده پښې وباسي دغه «لاسته راوړنې» به دمنځه ولاړې شي. دوی د امریکا او ناټو په ړندو بمباریو کې زموږ د سلو زرو څخه د ډیرو بې ګناه هیوادوالو وژل نه ویني، د بهرنیو ځواکونو لخوا زموږ د خلکو سپکاوی او رټل نه ګوري؛ نه ویني چې همدغه تنظیمي تروریستان، د جګړو ناوړه مجرمین او فاسده وګړي یې له غارونو راویستل او پر موږ یې واکمن کړل او په ټولیزه توګه له هغوی څخه پلوي کوي. هغوی د «تروریزم پروړاندې د امریکا مبارزه» د افغانستان لپاره ژوندي پاتې کیدل ګڼي او دا خبره پټوي چې القاعده او طالبان د سي. آی. ای لخوا د دوو شیطاني او تورو ځواکونو په توګه راوړل شول او ځواکمن یې کړل او اوسمهال هم له دغو وحشي ډلو څخه په لیبي، عراق، سوریه او د نړۍ په نورو هیوادونو کې ملاتړ کوي. تیرو۱۲ کلونو په لړ کې امریکا له افغانستان څخه د نړۍ د مخدره توکو پایتخت جوړ او مافیايي کړ چې د «تروریزم» پرتله په څو وارې زموږ د هیواد راتلونکي ته ګواښمن دی او له دې به تیر شو چې دغه اوسمهال یې لږترلږه زموږ دوه میلیون هیوادوال یې روږدي او په بې روحه اسکلیټونو یې بدل کړي دي.

جنایت کاران په لویه جرگه
فرمایشي جرګو کې هم د وژنو او لوټمارۍ ټول لاملین په لومړي کتار کې صف جوړوي.

هغه څوک چې دا استدلال کوي، د امریکا په نه شتون کې د «دموکراسۍ ۱۲ کلن ارزښتونه» به دمنځه ولاړ شي، لیکن دا نه وایي هغه ځای کې چې عدالت نه وي او لږه کي د خلکو په پښتورګو پراته اوسي؛ د مافیا ویني څښونکي عناصر پر هغوی واکمني وکړي؛ لوټ او لوټماري تر وروستۍ نقطې رسیدلی وي؛ ۱۴ میلیونه وګړي بې روزګاره او ۸۰ سلنه یې د بې وزلۍ له کرښې ټیټ خپل ژوند پرمخې یوسي؛ جنسي تیری، پر ښځو تاوتریخوالی او په بشپړ توګه هلته ظلم او زیاتی دود اوسي، نو پداسې هیواد کې له دموکراسۍ څخه خبرې کول خوشې خبرې دي او د امریکا په شتون سره چې له یوې لسیزې څخه یې ډیر وخت شوی دغه درد او رنځ به ادامه لري. کرزی او د ده بغل ناستي چغې وهي چې د امریکا د نظامي اډو په شتون سره افغانستان به د پاکستان او ایران له لاسوهنو په امان کې پاتې شي. لیکن داسې څوک نشته چې تیره یوه لسیزه په افغنستان کې د دغو دوو ناوړو هیوادونو له لاسوهنو خبر نه اوسي، هغوی وکولای شول د ارګ تر دننه ننوځي او خپل جاسوسان د مافیایي ادارې په هره برخه کې ځای پرځای کړي. آیا دا د کرزي دولت نه و چې د ګلبدین ګوند فاشیستو تروریستانو ته چې د آی. اس. آی لاسپوڅي دي، مهمې څوکۍ ورکړې؟ آن تر دې چې پر پولې پرتو ولایتونو باندې د راکټونو په راچولو سره پاکستان پرته له ډار او ویرې په مستقیمه توګه زموږ پر حریم یرغل وکړ او د دوی امریکایي باداران ننداره کوونکي پاتې شول. موږ په دې باور یو چې د امریکا شتون سره هغه خطر چې د افغانستان دوه ګاونډيان او د سیمې ټول هیوادونو ته متوجې دی د دې لامل ګرځي چې په افغانستان کې نورو جګړو ته هم لمن ووهل شي، څو دغه ځای د امریکا او د دوی متحدینو لپاره د جنګ په میدان بدل کړي.

کرزی او سر خوځونکي یې چغې وهي که چیرې دغه تړون لاسلیک نشي، افغانستان به د زیږدیز کال ۹۰مې لسیزې ته ستون شي. کرزی په داسې حال کې دغه استدلال کوي چې د دغو ناورینونو دوه اصلي لاملین د هغه ښي او کیڼ مرستیالان دي او په فرمایشي جرګو کې هم د دغو ورځو د وژنو او لوټمارۍ ټول لاملین په لومړي کتار کې صف جوړوي. هغه وخت چې امریکا دغه ناوړه جنایتکاران د محکمې له پنجې څخه خوندي کړل، ۱۲ کاله یې د خپل سیوري لاندې ونیول، کوم تضمین شتون لري چې د اړتیا پرمهال دغه انسان وژونکي او ملي ضد عناصر یو ځل بیا د بلې دورې جګړې او وینې تویونې لپاره په وسلو سمبال او تمویل یې نه کړي؟ تیرمهال دغو ټولو جنایتکارانو که هغه تنظیمي وو او که طالبي، د امریکا د ډالرو او وسلې په زور یې زموږ هیواد د ویجاړتوب پر لور وې نه وړه؟ هغه څوک دي چې نه پوهیږي، د نړۍ چټل او ډیرې وینې تویونکي دیکتاتوران لکه سوهارتو، پینوشه، صدام، فوجي موري، ضیاالحق، هوګو بنزیر، نوریګا او داسې نور چې ملتونه یې د ویر او ویجاړۍ پر لور ویوړل، دغه ټول د امریکا نوکران وو. نو ویلی شو چې د جنګ اچونکي امریکا څخه د سولې تمه درلودل ځان ته له چل ورکولو نور څه ندي.

کرزی، شاه شجاع ثالث
کرزی د دې جوړې شوې دسیسې دلارې غواړي چې په تاریخ کې د شاه شجاع په څیر د ده د نوم له لیکلو څخه مخنیوی وشي او داسې څرګندوي چې دا د «ملت استازي» وو چې تړون یې ومنو او لاسلیک یې کړ.

کرزی په مداریتوب سره بیانوي، چې امریکایانو زموږ له خاورې د نورو هیوادونو پروړاندې ګټه نده پورته کړې او شتون یې د افغانستان د سوکالۍ او سولې لپاره به اغیزمن وي. هغه څه چې واقعیت لري هغه دا چې نظامي اډې د جګړې لپاره وي، نه د سولې لپاره. له اقتصادي پلوه د امریکا د امپراتورۍ ستوری په پریوتو دی، د دې پربنسټ دغه هیواد د پنجې او غاښونو په لګولو او د جګړې او یرغل له لارې غواړي چې خپلې زورواکۍ ته ادامه ورکړي. د نویو ټوکیدلو ځواکونو په توګه د چین او روسیې ګواښل د امریکا د مخ پرتللو د استراتیژۍ لومړی ګام ګڼل کیږي او په افغانستان کې د امریکا شتون او د نیواک علاقمندي له دغه سیاست څخه سرچینه اخلي. امریکا چې د نړۍ په ډیرو سیمو کې د ظلم او ستم او د وینو ککړ تاریخ لري، د افغانستان امنیت او د وګړو سوکالۍ ته هیڅ ارزښت نه ورکوي او نه به یې ورکړي. په بنسټیزه توګه د تاریخ په اوږدو کې داسې هیڅ هیواد نشته چې د پردي ځواک په مټ یو ځای ته رسیدلی وي، هغه موضوع چې د پلورل شویو زیات شمیر «کارپوهانو» او «دولت چلونکو» د بحثونو ترمنځ هیڅ نه اوریدل کیږي.

د امریکا یرغلګر هیواد له خپلې پولې څخه بیرون شاوخوا اته سوو نظامي اډو په جوړلو سره د نړۍ نبض په لاس کې نیولی دی او د نړۍ په مختلفو سیمو کې په نیواک، لوټ او ګوډاګیتوب جوړونې سره خپل ژوند ته ادامه ورکوي. په هغو هیوادونو کې چې امریکا اډې لري، هره ورځ د امریکایانو پروړاندې پاڅونونه او نیوکې کیږي. د جاپان، فلیپین، کوریای جنوبي. لائوس، عراق، ایټالیا، کلمبیا، اکوادور، دیګوګارسیا، او د نړۍ د نورو سیمو خلکو پروړاندې د پرله پسې کلونو په لړ کې د امریکایي سرتیرو وحشیانه جنایتونه چې هیڅ قانون او انساني کرامت نه پیژني، د هغو یو اړخیزو تړونونو پایله ده چې لاسپوڅو دولتونو یې پرې لاسلیک کړی او نن ورځ نوي نسلونه د خپلو پلرونو نه بخښل کیدونکو غلطیو له امله ډیرې ستونزې ګالي او دا هغه ترخې تجربې دي چې باید د افغانستان خلک ترې پند واخلي.

کرزي، سپنتا او د امریکا نورو غلامانو د خلکو ذهنونو ته د دوکې ورکولو لپاره پدغه تړون کې یوازې دوه ټکي راوچت کړي دي او له تړون سره یې د مخالفت په توګه څرګندوي. کرزی چې د خپل ځانګړي مکر له لارې د خپلواک او ملي ولسمشر چغې وهي، داسې بڼه ورکوي چې ښایي خپل باداران یې د فشار لاندې نیولي وي چې زموږ د خلکو ګټې پدغه تړون کې روښانه شي. لیکن نور دغه هر څه د لږې سیاسي پوهې هر شخص ته روښانه دي چې دغه تړون په بنسټیزه توګه د امریکا د غوښتنو او اړتیاوو په بنسټ جوړ او زموږ پر خلکو تحمیل شوی او د دې پر لاسلیک کیدو سره به زموږ خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي غرور تر پښو لاندې شي.

د امریکا د جنایاتو یوه وړه بیلګه
د امریکایی نیواکګرو د جنایاتو یوه کوچنی بیلګه

که چیرې هم په دغه تړون کې غوښتونکو او زړه پورو مادو ته ځای ورکړل شي، څرنګه چې امریکا د نړۍ هیڅ تړون ته رښتینی ندی، دغه تړون ته به هم رښتینی نه اوسي. تراوسه امریکا د کوم تړون په بنسټ د عزیزآباد، هسکې مینې، نرنګ، شینوارو، ګنج آباد، ګرني، شینډنډ او د نورو سیمو ډلې ډلې بې ګناه ښځې او سړي د وحشیانه بمباریو په لړ کې ډله ییز ووژل؟ او هغوی چې د درواغو په ویلو سره دا ادعا کوي چې امریکا خپل جنایتکاره سرتیری بې سزا نه پریږدي، آیا دوی کولی شي یوه بیلګه وړاندې کړي چې د دغه ډول وینې تویونې لامل د خپلو کړنو سزا لیدلې اوسي؟ تیرو دولس کلونو په لړ کې زموږ هیوادوال د نیواکګرو شتون او اوسني دولت څخه دې پایلې ته رسیدلي چې د کابل مافیايي رژیم د نړۍ او سیمې د بې واکه او پلورل شویو دولتونو څخه دی، نه په نړیوالو مسایلو او کورنیو چارو کې خپلواک دی او نه یې د امریکا له اجازې پرته کوم ګام پورته کړی. داسې نړیوال تړونونه یوازې دوو ملي او خپلواکو هیوادونو ترمنځ کولای شي مانا ومومي، نه د بادار او غلام ترمنځ.

پدې کې ګمان نشته چې زموږ خلک د بهرنیو داړونکو یرغلګرو او کورنیو لیوانو د خطرناکې کړۍ ترمنځ سختې شپې او ورځې سبا کوي، لیکن د بشریت په تاریخ کې ډیر زورواکه او انسان وژونکي دولت ته په پنا وړلو سره ممکن ندي چې پر دغو ستونزو برلاسي ومومو. ترڅو چې زموږ د ټولو ملیتونو وګړي په یووالي سره د سولې او سوکالۍ پر لور ګامونه پورته نه کړي، له دې ستونزو څخه د وتلو لپاره بله لاره شتون نه لري.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» ټولو آزادي غوښتونکو او ملي بنسټونو شخصیتونو ته چې په رښتینې توګه د نیواکګرو له فریب او تحمیلي اوضاع څخه په تنګ راغلي او دغه تش په نوم جرګې په سیمه کې د امریکا او د دې د نوکرانو په مرستې سره د امپریالیزم استعماري سیاستونو ادامه ګڼي، غږ کوي څو پرته د اړخیزو اختلافاتو سره راټول شي او د خپلواک، آزاد او بسیا افغانستان لپاره عملي ګامونه پورته کړي او دغه هغه مهال ګټه ور تمامیږي چې پرمختللي عناصر د خلکو د پوهاوي او راټولولو لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي.

له امریکا سره تړون زموږ د دردیدلي هیواد په برخلیک لوبې کول دي او بس!
د خپلواکۍ ترلاسه کولو پرته، سولې، آزادۍ او سوکالۍ ته رسیدل خوب لیدل دي!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 176 میلمانه آنلاین لرو