د همبستګی ګوند لخوا د ښځو نړیوالی ورځ په غونډه کی د سمن بصیر ویناوی

سمن بصیر

آغلو او ښاغلو، دا چې تاسو زموږ بلنه ومنله او په دې غونډه کې مو ګډون وکړ، له تاسو څخه مننه کوم.

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده، چی د نړۍ د بیلابیلو سیاسي ګوندونو ـ ټولنیز نهادونواوانقلابي غورځنګونو لخوا لمانخل کیږي.

زه هم په خپل وار سره د همبستګۍ ګوند د ښځو څانګې په استازیتوب تاسو ټولو ملګرو ته د دغې ورځې مبارکي وایم او خپل یووالی د نړۍ د مظلومو او آزادي غوښتونکو ښځو سره اعلانوم، ځکه چې د استبداد پروړاندې د هغوی مقاومت او مبارزه موږ ته الهام رابخښي، چې د خپلو دښمنانو پر وړاندې یو هسک غر په شان ودریږو او سر ټیټ نه کړو.

زه فکر کوم چې د دغې ورځې تش په نوم لمانځل او ډالۍ او مبارکي ورکولو سره د ښځو حقوق نه ترلاسه کیږي او د لاسپوڅی حکومت په دغو سرکاري غونډو کې د دې ورځې لمانځل په عمل کې پر ښځو ملنډې وهل دي، موږ باید د ښځو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړو، ځکه چې حق نه ورکول کیږي، بلکې حق اخیستل کیږي.

امریکا او د هغه متحدین هره ورځ د سولې، دموکراسي او د ښځو حقوقو په اړه خبرې کوي او پر همدې پلمه یې له ۴۰ څخه د زیاتو هیوادونو په ملاتړ زموږ پر هیواد یرغل وکړ، مګر همدا امریکایان او د هغوی د ناټو ملاتړي د سولې، دموکراسي او د ښځو حقوقو اصلي دښمنان دي، ځکه دوی د سیاف، محقق، خلیلي، قانوني، فهیم او نورو بنسټپالانو او ټوپکسالارانو په لاس د ښځو حقوق خوندي کوي او دوی هغه څوک دي، چې ښځو ته یې نه د انسان په سترګه کتلي او نه ورته ګوري، بلکې د ځناورو ګمان پرې کوي. دا بنسټپالان چې د امریکا اصلي لاسپوڅي دي، دوی خپلې څلور کلنې مستۍ په دوران کې د دین او مذهب تر نوم لاندې څه لوبې او ملنډې نه وې چې پر ښځو یې ونه کړې:

د نجیب حکومت له نسکوریدو وروسته دوی د کابل نجونې د مال غنیمت په توګه پر «غازیانو» وویشلې هر یوه یې؛ دوه، درې، څلور او آن تر څلورو زیاتې ښځې خپل ځان ته په نکاح کړې، د دوی د فاشیستي حاکمیت له برکته ښځې د بېوسۍ له امله خیرات او فحشا ته اړ شولې، زموږ زیاتره خویندې او میندې د دوی له لاسه تراوسه په رواني ناروغیو اخته دي، دوی ښځې وتختولې او پر هغوی یې تیری وکړ او پر عربانو یې وپلورلې او آن چې د دغو لیوه صفته ډلو د ظلمونو له امله زموږ خویندو ځانوژنې وکړې، اوس امریکا غواړي د دوی په وسیله د ښځو حقوق خوندي کړي. بله مسئله دا ده چې امریکا دا حاکم بنسټپالان د افغانستان د زوریدلو ښځو د زورولو لپاره کافي نه ګڼي او اوس په دې هڅه کې دی چې ملا عمر او ګلبدین هم له سوړې را اوباسي او له دې جنایتکارانو سره یې په واک کې شریک کړي، څو د افغانستان د جنایتکارانو او خاینانو وروستۍ کړۍ یو بل سره ونښلوي.

خو اوس زموږ خلک نور د امریکا په دې مداریتوب نه غولیږي، امریکا دې مهرباني وکړي، لومړی دې د خپل هیواد ښځې له بدبختۍ وژغوري: په امریکا کې ښځې هڅول کیږي، چې خپل کور، بچي او پخلی سمبال کړي؛ هلته د ښځو د کار مزد د نارینه وو سره ډیر توپیر لري؛ هلته سینګاریز نندارو) فیشن شو) او سوداګریزو اعلانونو په وسیله ښځو ته سپکاوی کیږي؛ په امریکا کې په هرو دریو دقیقو کې په څلورو ښځو جنسي تیری کیږي؛ هلته له شپږو ښځو پر یوې یې تیری شوی دی؛ همدا اوس په امریکا کې شپږ ملیونه ښځې بې روزګاره دي، د ښځو قاچاق او سوداګري په کال کې لس ملیارده ډالر عاید لري، چې وروسته له وسلې او مخدره توکو په نړۍ کې دریم مقام لري؛ هر کال په امریکا کې تر پنځوس زره ښځې قاچاق کیږي او دا ښځې ټولې په فحاشه خانو کې ساتل کیږي؛ هر کال په امریکا کې ۱۳۰۰۰ لوڅ فلمونه جوړیږي؛ په دې هیواد کې د طلاق کچه په هرو زرو ښځو کې ۹۵ اټکل شوې ده.

له دې سره بیا هم امریکا او ناټو دا دعوه کوي، چې دوی د تروریزم پروړاندې جنګیږي او افغانستان ته سوله او دموکراسي راولي، مګر امریکا په خپله د نړۍ تر ټولو لوی تروریستې هیواد دی، په هر هیواد کې چې یې پل ایښی، هلته یې ټولوژنه او د وینې سیلاب بهولې دی. دوی د تروریزم پروړاندې د مبارزې په نوم په افغانستان کې یې ۱۱ کاله وژنه او بمباري وکړه او اوس په بې شرمانه توګه وایي، چې موږ د طالبانو پر ضد نه یو او هغوی ته په قطر کې دفتر پرانیزي. نو که تاسې د طالبانو پر ضد نه وایي، نو بیا مو په تیرو ۱۱ کلونو کې ولې زموږ له خلکو قرباني واخیستله. د تروریزم پروړاندې د امریکا جنګ د دروغو جنګ دی، څو د نړۍ په سترګو کې خاوره واچوي او نړۍ ته وښایي چې دوی پر افغانستان یرغل نه، بلکې افغانستان ته یې هوساینه راوړې ده. مګر حقیقت خو دا دی چې زموږ په هیواد کې د امریکا شتون خلکو ته پرته له درد، کړاو، بې وزلي نور څه نلري، لکه په ویتنام، شمالي کوریا او داسې نورو هیوادونه کې یې په میلینونه بې ګناه خلک ووژل. د دویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته امریکا له شپږ ملیونو څخه زیات خلک وژلي دي او پر دیرشو هیوادونو یې یرغل کړی دی او د خپلې هرې ټولوژنې لپاره یې بېلابیلې پلمې جوړې کړي، لکه دموکراسي، د تروریزم پروړاندې جګړه، د ښځو حقوق او داسې نور.

ګرانو ملګرو!

امریکا غواړي چې په افغانستان کې دموکراسي د ټوپکسالارانو او بنسټپالانو او اوسمهال د طالبانو پر لاس پلي کړي، مګر همدغه شمالي ائتلاف او ټوپکسالاران نه وو چې دموکراسي یې حرامه ګڼله، مګر اوس چې د دموکراسۍ بازار تود دی، نو دوی هم خپل ځان شاته نه پریږدي. د واک او ډالر ترلاسه کولو لپاره د دموکراسي او د ښځو د حقوقو ډولونه وهي، آیا د دوی مغزونه او ذهنونه هماغه پخواني او خوسا نه دي؟ آیا دوی تراوسه هغه پخواني ناوړه دودونه نه غواړي؟ په یو یرغل شوي هیواد کې چیرته چې د یوې ټولنې نیمه برخه له هر ډول حقوقو څخه محرومه وي، هلته له دموکراسي څخه خبرې کول له یوې ټوقې پرته نور څه نه دي. د دموکراسي ترلاسه کولو لپاره ډیرو سرښیندنو، زیارونو او اوږدمهاله مبارزو ته اړتیا ده او له امریکا او ټوپکسالارانو څخه د ډموکراسۍ تمه درلودل هسې بې ځایه خبرې دي.

وروسته له شلو کلونو هیلري کلینټن اعتراف کوي، نن چې موږ له چا سره جنګیږو، موږ په خپله رامنځته کړي وو، مګر میرمن کلینټن یوه خبره هیره کړې، چې اوس هم دغه جنګي ډلې له ځان سره د امریکا قوي ملاتړ او مرسته لري او لا تراوسه د هغوی ګټو د خونديتوب لپاره هڅې کوي. بل باید دا وویل شي چې پر افغانستان باندې د امریکا یرغل د دې لامل شو چې زموږ ګاونډیو هیوادونو ته یې لار هواره کړه او زموږ په هیواد کې یې خپلې لاسوهنې لا ګړندۍ کړې، چې د امریکا له برکته یې تر مشرانو او ولسي جرګې او آن تر ارګه ځانونه ورسول او هلته د هیواد د ویجاړولو لپاره په خپله خوله د بادارنو خبرې کوي، څو هغوی ترې خوشحاله شي.

یو بل غلط او خطرناک انځور چې د سرکاري روشنفکرانو او مزدوره رسنیو لخوا په افغانستان او غرب کې ښودل شوی هغه دا دی چې د امریکا له یرغل څخه وروسته په افغانستان کې د ښځو حالات ډیر ښه شوی دی او ښځو خپل ټول له لاسه ورکړي حقوق د امریکا یرغل له برکته ترلاسه کړي دي. امریکا له دې نوم څخه په ګټې اخیستنې غواړي چې خپل ستراتیژیک پلانونه پلي کړي.

درنو ملګرو!

اوس هم ډیری ښځې د ژوند په ډیر بد حالت کې اوسیږي. ځانوژنه، ځانسوزونه، وهل ټکول، د ټوپکسالارانو لخوا جنسي تیری، د نجونو تښتول، په زوره او په کم عمر کې په نکاح ورکول ورځ تربلې زیاتیږي، ځکه هغه خلک په واک کې دي، چې کلونه وړاندې د جهاد په نوم جنګیدل او دغه خلک د امریکا لخوا د ښځو او بشري حقونو ضد بلل کیدل او اوس یې د ډموکراسۍ د رامنځته کولو په نوم د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره زموږ پر سر کینولي دي.

د المان یو نامتو شاعر او لیکوال برشت وایي:

«هغه څوک چې په حقیقت نه پوهیږي ناپوهه دی، مګر هغه څوک چې په حقیقت پوهیږي او پر هغه سترګې پټوي، جنایتکار دی.»

د افغانستان دغه روڼ اندي چې د دې هیواد په حقایقو سترګې پټوي د برشت پر وینا ټول جنایتکاران دي، ځکه دوی له خپلې پوهې او باور څخه ناوړه ګټه پورته کوي او خلک له سمې لارې ناسمې لارې ته وړي. همدا دلیل دی چې دغه روشنفکران د امریکا د وتلو یا شړلو په پایله کې ځان یتیمان بولي او تل دا نارې وهي چې امریکا د سولې او امنیت فرښته ده، باید په دې هیواد کې پاتې شي؛ امریکې سره باید ستراتیژیک تړون وشي، طالبان او ګلبدین دې په واک کې شریک شي، ترڅو جګړه پای ته ورسي، دا روشنفکران هغه بیغیرته خلک دي چې د امریکا د ونې سوری ځان لپاره غنیمت بولي، اما زموږ ولس چې د امریکا چاړه د هغوی هډوکو ته رسیدلې ده، دا فکر نه لري، هغوی په ډیر ساده الفاظو اما په قوي منطق وایي چې زموږ خلک له دوه دښمنانو سره مخ دي: لیوان؛ یعنې امریکایان او سپیان؛ یعنې د هغوی بنسټپاله ګوډاګیان. اوس که لیوه له افغانستان څخه لاس په سر شي، نو د سپو خوله ماتول دومره ګران کار نه دی، په ځانګړې توګه چې امریکایان د هغوی ملاتړ ونه کړي، دوی په خپله له منځه ځي.

د امریکا یوه بله غلطه دعوه دا ده چې وایي:موږ د افغانو ښځو له سر څخه څادري لرې کړه او په لاس کې مو قلم او کتاب ورکړ او د ښوونځي دروازې مو ورته پرانیستې. مګر وروسته له ۱۱ کالو یوازې ۱۳ سلنه تر پنځم ټولګي پورې درس وایي او په دې ویره کې دي چې د مذهبي فاشیشتانو لخوا ونه تښتول شي او یا یې هم پرمخ تیزاب ونه شیندل شي، ځکه چې نه امنیت شته او نه قانون او د حکومت ټولې مهمې څوکۍ د دغو جنایتکارانو په لاس کې دي.

باید دا هم وویل شي چې د کرزي په حکومت کې داسې ډیرې سمبولیکې نیانځکې ناستې دي، چې یوازې او یوازې د خپلو بادارانو او تنظیمونو څخه استازیتوب کوي. او د سمبولیک ارزښت څخه پرته نور هیڅ هم نه بلل کیږي او دا ځکه چې دوی د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره د دې ټولو ناورینونو پروړاندې چپه خوله ناست دي. امریکا له دوی څخه یوازې د دې موخې لپاره ګټه پورته کوي، څو نړۍ ته وښایي، چې د افغانستان په کابینه او پارلمان کې ښځې ونډه لري او خپل حقوق یې ترلاسه کړي، که د دوی پارلمان حقیقي پارلمان وایي او دوی د ښځو استازي وایي، هغه مهال چې ملالۍ جویا په پارلمان کې د جنایتکارانو اصلي څیره بربنډه کړه، دوی ولې له جنایتکارانو سره لاس یو او نوموړې یې له پارلمان څخه وویستله؟

د قدر وړ ملګرو!

د مارچ اتمه

اوس د امریکا هڅه او هاند دا دی چې طالبانو سره جوړجاړی وکړي او هغوی په واک کې شامل کړي، مګر موږ په دې باور یو چې د افغانستان د روان ناورین لپاره له طالبانو سره خبرې اترې د حل لار نه ده، ځکه طالبان هغه لاسپوڅي عناصر دي چې د پاکستان په فابریکه کې د سعودي په پیسو او د امریکا په ملاتړ رامنځته شوي دي، دوی د بهرنیانو خره او چوپړان دي او دوی د خپلو بادارانو پر وینا عمل کوي.

دغه راز باید زه ووایم چې سوله د افغانستان د خلکو بنسټیزه غوښتنه ده، مګر د سولې لپاره د عدالت قرباني کول سوله نه شي رامنځته کولی، سوله پرته له عدالت او عدالت پرته له سولې بې مانا دی، زموږ په آند سوله او عدالت به هغه مهال پلی شي، چې د دریو لسیزو جنایتکاران محاکمه شي او دا هغه مهال امکان لري چې په افغانستان کې یو ملي حکومت رامنځته شي، نه د کرزي حکومت په څیر لاسپوڅی. ملي حکومت هغه مهال جوړیږي چې خلک یعنې ښځینه او نارینه دواړه سره راپاڅي او اوږه په اوږه مبارزه وکړي او دا کار پرته له مبارزې او سرښیندنو ناشونی دی او د تاریخ په اوږدو کې دا ثابت شوي که چیرې یو ملت راپاڅي، نو بدلون راوستلی شي، لکه په ویتنام، عربي نړۍ، لاتین امریکا کې خلکو ثابته کړه، که چیرې سره یو موټی شي او اراده وکړي د امریکا په څیر یو ستر طاقت هم په ګونډو کولی شي.

آغلو او ښاغلو!

که زه خپلې خبرې راټولې کړم، زموږ د هیواد ښځې د لاندینیوڅلور لويو ستونځو سره لاس او ګریوان دي:

۱ – یرغلګری امریکا او د هغه متحده ناټو هیوادونه چې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو اصلي دښمنان دي. دوی په خپل پوځې یرغل باندې زمونږ خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کړی او دوی په هغه چا لاس ایښی تر څو خلک له ۲۱ مې پیړۍ څخه ۱۰ مې پیړۍ ته یوسي.

۲ – د هیواد ټول واک هغو بنسټپالانو او ټوپکسالارانو سره دی چې یوازې په دې پوهیږي چې څرنګه هیواد وپلوري، څرنګه غلا وکړي، څرنګه بې ګناه خلک ووژني، څرنګه له مختلفو نومونو او قومونو ترشا ځان پټ کړي او په شیطانت سره هغوی په خپل منځونو کې ووژني، پرون که دوی سره یوازې ټوپک و، اوس د ټوپک تر څنګ امریکا هغوی په ډالرو، ټلویزیونونو، راډیوګانو سمبال کړی تل یې د ښځو او بشریت حقوق تر پښو لاندې کړی او یوازې د خپلو جیبونو د ډکولو او د بادارانو د خوشحاله ساتلو په هڅه کې دي.

۳ –زمونږښځی د تاریخ په پراوږدو کی قصدا د اقتصادی او اجتماعی فعالیتونو څخه لیری ساتل شوی او دا ددی سبب گرځیدلی ترڅو د سیاسی فعالیت، آزادی او خپلو برحقه حقوقو څخه بی برخی وی. تر څوښځو ته په واقعی توگه د اقتصادی او اجتماعی فعالیت زمینه برابره نه شی د ٥٢-B ډموکراسی د زور او نمایش په وسیله دښځو حقوق نه خوندی کیږی.

۴ – په افغانستان کې تاریخي دودیزه مردسالاري، چې د پخوانيو ظالمو واکدارانو میراث دی، تراوسه یې د ښځو د حقوقو خوندي ساتلو لپاره هیڅ کار نه دی کړی. موجوده بنسټپالان خو ښځی یا په کور یا په گور غواړی . دافغانستان ښځه سربیره پر دی چی د ژوند اقتصادی پیټی یی پر اوږو دی، د نارینه د ستم پیټی هم باید په خپلو اوږو یوسي، تل باید د نارینه تابع او تر فرمان لاندې ووسی، همیشه باید دهغه وهل ټکول او ښکنځل پر ځان ومنې، که په زوړ(پیر) سړی او یا دده د خوښی پر خلاف ودریږی یا په بدو کې ورکول کیږی باید خپل غږ اوچت نکړي، که دویم دریم یا څلورم ښځه پری نکاح کیږی باید په ډیر احترام هغه ومني، لکه وینځه باید کار وکړی او هرڅومره چی دهغی خاوند غوښتل ورته اولاد راوړی، که اولادونه یی هلکان نه وو باید سر ټیټی او شرمنده ووسی، که خاوند یی د اولاد په خاطر ددویم ښځې هوډ وکړ ددی فیصلی اطاعت باید پر ځان فرض و گڼي، که خاوند هوسباز و او نورو ښځو پسی روان وو نو دا دهغه حق وگڼی او که خدای مه کوه دې داسی کوم هوس وکړ نو د ناموس قتل ته دی غاړه کیږدی، د خاوند لویه مینه به دا وي چې خپله میرمن د ښکنځلو پرته د تور سری، د فلانی مور، اې ښځې او د اې کډې په نوم ونوموي، د خپلې ښځی، خور او یا مور نوم اخیستل ورته یو لوی شرم او پیغور دی، که کومه ښځه سینما ، موسیقی، تیاتر او یا نورو هنرونو ته مخه وکړی په څلورو کتابونو او مذهبونو هغه کافره او فاسده بلل کیږي او د بد لمنه ښځې په نوم یادیږي، بی بی ښځه خو هغه ده چی په خپل زړه د صبر ګټه کیږدی او خپل ځناور، لیونی، ظالم، بد چلند او بد خویه خاوند په مقابل کی لاس په سینه ولاړه وي. دا هغه ناخوالې دی چې د ډول ډول بنسټپالانو فکرونه را سپړی امریکا غواړې چې د دوی په وسیله ښځو ته د هغوي حق ور وبخښي. د لوړی کچی دځان وژنی دلیل همدا ناخوالی دي چی پر ښځو تپل شوی. نو زما یوه هیله د دغو ناهیلو خویندو او میندو څخه داده چی خپله نا امیدی په امید بدله کړی او د ځان وژنې په ځای د دی ناورین د رامنځتکونکو سره پریکنده مبارزه وکړی تر څو بریا او مساویتوب تر لاسه شي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، زبیښاک او نا انډولی دا مهال په یو عادی دود او دستور بدل شوی دا ناوړه دود هغه وخت له منځه تلونکې دی کله چې موږ خویندې په خپلو کې یو موتې او د پوهاوي په ګاڼه ځانونه سینګار کړو او د یرغلګر امریکا او د هغه متحدینو څخه خپله خپلواکې ترلاسه کړو او یو ملي و سرتاسری نظام رامنځته کړو او دغه داخلې ګوډاګیان او جنایتکاران د محاکمې میز ته راکش او په دار یې وځړو هغه وخت شونې ده چې ښځې خپل واقعی حقونو ته لاس رسې پیدا کړی او بس.

د نړۍ ټولو زیارکښو ولسونو په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب په هیله

په لوړ کیفیت سره عکسونه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 218 میلمانه آنلاین لرو