په قطر کې د طالبانو دفتر په پرانیستو امریکا د طالبانو خونړی امارت په رسمیت وپیژانده

دفتر طالبان در قطر

په قطر کې د انسان وژونکو طالبانو لپاره د "افغانستان اسلامي امارت" تر نامه لاندې د دفتر پرانیستل د پاکستان آی.اس.آی د جهالت او تروریزم لښکر په رسمیت پیژندلو په مانا و چې د طالبانو مشرانو او امریکا ترمنځ پټو مزاکراتو وروسته عملي شو. دا دفتر طالبي جلادانو ته لاره هواروي چې رسما د بیلابیل هیوادونو او نهادونو سره اړیکې ټینګې او د خپلو شوم اهدافو لپاره ترې ګټه پورته کړي. کرزی پدې خاطر چې په نوموړي جریان کې ورته سپینې ماڼۍ هیڅ ډول ارزښت ورنکړ او ټول کار یې پخپله پرمخ ویوړ، ګله مند دی او ویښودل چې د امریکا سره په امنیتي تړون مزاکراتو لړۍ ځنډوي، مګر کرزي دا ونه ویل چې د سي.آی.ای څخه د ډالرو بوجیو اخیستلو لړۍ هم ځنډوي یا له هغې څخه زړه نشي پریکولی!

طالبانو د امریکا ضد ټولو ژستونو سره سره، ثابت کړه چې لاهم د خپل خالق سره نه شلیدونکې رشتې لري او پداسې حال کې چې د ګوډاګي دولت سره مزاکرات ردوي خو د امریکایی چارواکو سره په ناروی او نورو ځاینو کې پټې لیدنې ترسره کوي او د امریکا برنامې لاندې قطر ته څو نمایندګان لیږي.

امریکا هم پدې کار سره ښیې چې طالبان د خپلو راتلونکو برنامو لپاره د زیرمه اي ځواک په حیث مناسب انتخاب ګڼي او په واک کې د هغوی ګډون لپاره لاره هواروي. د دې ځناورو په «میانه رو» او «تندرو» ویشل، له بګرام او ګوانتانامو څخه د طالبي سرتروریستانو پرله پسې پریښودل، په کابل کې د دې منځنیو پیړیو ډلې ترټولو پلیدو مشرانو ته خلاص لاس ورکول، د دې اعلان چې موږ د «طالبانو سره دشمني نه لرو» او د امریکا نور جوړجاړي د دې پلیدې ډلې سره د امریکا د «ترور پروړاندې جنګ» دروغجن ماهیت د زرم ځل لپاره لکه لمر روښانه کوي او زموږ خلکو ته دا پوهه ورکوي چې امریکا دا ډول پخپله یې روزلي ډلو څخه په اسانۍ سره نه تیریږي او اوس هم هغوی یې د ګوتې پرسر دي چې هرکله ورته اړتیا وه نو رامخته ته کوي یې.

هغه شی چې د امریکا پدې معاملو کې ورته هیڅ ارزښت نه ورکول کیږي زموږ د خلکو راتلونکی دی. طالبان له یوې خوا د آی.ایس.آی په نقشو پرله پسې د بیګناه خلکو وژلو او زموږ د خلکو په مینځ کې ویره او وحشت رامنځته کولو لپاره خپل ځانمرګي افغانستان ته واردوي مګر له بلې خوا امریکا دې قاتلانو ته مزد ورکوي او کرزی د بشریت ضد دې ډلې ته د «ناراضي وروڼو» په نوم ویلو نه ستړی کیږي.

دفتر طالبان در قطر
امریکا په قطر کې جاهل طالبي ستم کونکو ته د بویناک دفتر په سپارلو زموږ د خلکو په ټپونو مالګې دوړوي.

اوس هم چې د «سولې» ښکلي نامه لاندې طالبي شراچونکو ته ناز ورکول کیږي، په حقیقت کې زموږ د خلکو پر ټپونو مالګې دوړول کیږي. دا چې د طالبانو سره معامله ممکن په افغانستان کې د امریکا نیواکګرو برنامو دوام لپاره ګټه وره ده شک پکې شتون نلري، خو که د وحشي طالبانو سره سوله زموږ د خلکو لپاره د ښې ورځې راوړونکې وګڼو نو دا به د رذالت او خلکو غولولو انتها وي. په تاریخ کې تراوسه ندي لیدل شوي چې د عدالت په قرباني کولو سره، ملتونه سولې ته رسیدلي وي، دا کار سولې ته لاسرسی لانور ناممکن کوي.

د طالبانو پر دفتر پرانیستلو د کرزي دولت او امریکا نورو نوکرانو اوسني اعتراض دلیل دا ندی چې د یوې انسان وژونکې او مزدور ډلې په رسمیت پیژندل ننګ وګڼي ځکه چې پخپله کرزی او د دولت نور چارواکي یې د کلونو راهیسې د طالبانو وینه څښونکي مشران له زندانونو خوشې کوي، هغوی ته «ورور» وایی او په لیوالتیا سره یې په کابل کې ښه راغلاست کوي او حتی د دولت کلیدي پوستونه ورته وړاندیز کوي. هغه څه چې د کرزي او د هغه حواریونود اندیښنې باعث شوي دا ده چې امریکا د طالبانو سره خبرې په خپلواکه توګه پرمخ وړي او د ماڼۍ میشته و اندیښنه داده چې داسې ونشي امریکا د دوه نوکرانو ترمنځ، طالبانو ته ترجیح ورکړي او په راتلونکي کې یې واک ته ورسوي.

ځینې بې پته کارپوهان دلیل راوړي چې طالبان سولې او خبرو ته لیوال دي مګر پاکستان پرهغوی فشار اچوي چې لدې کار څخه تیر شي. هغه ډله چې تر دې حد پورې یې زنځیر د پردیو په لاس کې وي، څه ډول امکان لري چې مشران یې لږترلږه انساني او ملي حس ولري ترڅو د سولې په اړه فکر وکړي؟ واقعیت دا دی چې «سوله» د طالبانو، امریکا او لاسپوڅي دولت لپاره لنګه غوا ګرځیدلې چې له یوه پلوه خلکو ته چل ورکړي او له بل پلوه داسې وښیې چې امریکا د سولې لپاره هڅې کوي خو پدې لاره کې ستونزې شتون لري او چې سوله راوستل شوه نو افغانستان به پریږدي.

د امریکا او مزدورانو لپاره یې سوله د هغه څه څخه بدل تعریف لري کوم څه چې ترې زموږ خلک پوهیږي. زموږ د خلکو او د نړۍ عدالت غوښتونکو لپاره سوله یعني د جنګ بندیدل او د عدالت پلي کیدل، مګر امریکا لپاره سوله یعني د انسان وژونکو سره روغه جوړه ترڅو د لوټ مار بې له سردردۍ پرمخ وړو لپاره لاره هواره شي.

پاکستان لومړی هیواد و چې د طالبانو دفتر پرانیستلو څخه یې خوښي وښودله. دا دفتر د امریکا او پاکستان د پردو ترشا توافق په پایله کې په لاره اچول شوی دی. لکه څنګه چې امریکا د نوییومې لسیزې په نیمایی کې د پاکستان له لارې طالبان رامیدان ته کړل، اوس که څه هم په ظاهر کې دلته او هلته د امریکا او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په اړه خبرې ویل کیږي خو په عمل کې امریکا د پاکستان پوځ ته په ملیاردونو ډالر ورکړي چې لویه برخه یې د تیرو دولس کلونو په اوږدو کې د طالبانو او نورو تروریستي ډلو په تمویل او تسلیح کې لږیدلې. هغه څه چې په ډاګه دي، طالبانو پورې اړوند، د امریکا او پاکستان ترمنځ هیڅ ډول جدي اختلاف شتون نلري او دا د منځنیو پیړیو او مزدور ډله اوس هم د امریکا لپاره د افغانستان راتلونکې تعاملاتو کې د زیرمه ایی ځواک په حیث شتون لري ځکه چې هیڅ یوه بله ډله نشي کولی تردې کچې زموږ په هیواد کې د استعمار لپاره لاره پاکوونکې وي.

د کلونو راهیسې ورځپاڼې په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو دوام  د امریکا سره د نوموړي هیواد د اختلاف یو مورد وایی، مګر د امریکا یوه پټ استخباراتي سند منځپانګې چې د ۲۰۱۳ کال اپریل په۹ نیټه د «مک کلینچي» ورځپاڼې له لارې خپور شو ښیې چې دا ټول بریدونه د آی.ایس.آی په اجازه او مستقیم مرستې سرته رسي که څه هم د هغه هیواد دولت یې په خولې غندي. د امریکا لپاره پاکستان په سیمه کې د لوی ارزښت لرونکی دی او په اسانۍ ورسره معامله کوي، مګر له هغه ځایه چې په افغانستان کې یې د جاسوسانو او نوکرانو لوی لښکر په واک کې دی او د کرزي لاسپوڅی دولت یې هم په جیب کې دی، نو د دې لپاره چې افغانستان په خپل زړه وڅرخوي او ګټه ترې واخلي، هیڅ ډول اندیښنه نه لري.

د امریکا خونړي تاریخ هرپوهه فرد ته ثابت کړې ده چې دا هیواد د جنګ اچوونې او وژنې پرته هیڅ کله هم د سولې په اړه فکر نه کوي او هیڅ بیلګه نلرو چې په کوم ځای کې د سولې پیغام راوړونکی وي. د تیرو کلونو په اوږدو کې مو ولیدل چې افغانستان، عراق، لیبیا، او اوس هم سوریه د امریکا او متحدینو په لاس یې د طالبانو همفکر او هم کردار خورا جهالت پیشه او ترټولو بدنومه ډلو باندې په اتکا سره په وینو ولړل شو او په کنډوالو بدل شو. امریکا او هر زورواکی او بریدګر هیواد د جنګ او تیري له لارې ګټه لاسته راوړي نه د سولې له لارې، نو د طالبانو د دفتر پرانیستل او نورې «هڅې» په هیواد کې د جنګ او وینه تویونې دوام لپاره دي نه د سولې او پایښت لپاره.

دفتر طالبان در قطر
په قطر کې د «طالبانو اسلامي امارت» ماڼۍ

او پدې هم باید پوهه شو چې د امریکا او مزدورانو لپاره یې سوله د هغه څه څخه بدل تعریف لري کوم څه چې ترې زموږ خلک پوهیږي. زموږ د خلکو او د نړۍ عدالت غوښتونکو لپاره سوله یعني د جنګ بندیدل او د عدالت پلي کیدل، مګر امریکا لپاره سوله یعني د انسان وژونکو سره روغه جوړه ترڅو د لوټ مار بې له سردردۍ پرمخ وړو لپاره لاره هواره شي. نو د همدې لپاره امریکا د «سولې هڅو» ترنامه لاندې د هغه ډلې پرسر د شفقت لاس راکښو سره پانګه اچوونه کوي چې ښه او په اسانه توګه لاسوهنه او د افغانستان مستعمره ساتل رامنځته کړي او د دوی ترمنځ فکر نه کوم چې د بنسټ پاله تروریستانو څخه غوره که طالبي وي او که تنظیمي کوم نور ځواکونه ومومي. نو د همدې لپاره لرې به نه وي چې یوه ورځ وحشي طالبان د جنګسالارو او تکنوکرات چاکرانو ترڅنګ په ماڼۍ کې نصب کړي چې دا سناریو به زموږ مظلوم خلکو لپاره د هیواد پلورو او خرڅ شویو د واک پیاوړتیا او د بحران، فساد او جنګ دوام پرته بله مانا ونه لري.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 103 میلمانه آنلاین لرو