د ولسمشریزې ټاکنې، د ښکیلاکګرو او جنایتکارانو په منګلو کې

انتخابات ریاست‌جمهوری، در گرو اشغالگران و جنایت‌کاران

د نیواکګرو او چوپړه دولت تر سیوري لاندې د ولسمشریزې ټاکنو زړه بوږنوونکی زوږ او غوغا چې زموږ د بې دفاع هېوادوالو قرباني کولو سره مل دی، پای ته د رسیدو په درشل کې دي، خو هغه څه چې په دې وخت کې یې زموږ ولس یوه ژبه او یو لاس کړی، دا دی چې راتلونکی برخلیک به د تیرو کلونو په څیر زموږ رایه نه، بلکې سپینه ماڼۍ ټاکي. له دې امله هغه څوک به د ولسمشرۍ په څوکۍ ډډه لګوي چې تر نورو زیات امریکایي یرغلګرو ته سرخورونکی او فرمان منونکی وي.

شک نشته چې ټاکنې په ټولو بشري ټولنو کې د ریښتینې دموکراسۍ یو اساسي بنسټ دی چې ملي- دموکرات ځواکونه دغې موخې ته د رسېدلو لپاره په کلک هوډ مبارزه کوي. خو کله چې دموکراسي شتون نه لري او زموږ ټاټوبی د نیواکګرو او د دوی د چوپړانو په خوراکې بدل شوی وي، د «آزادو او رڼو ټاکنو» او «خپلواکه نوماندانو» په څیر د سلګونو ښایسته مګر خنده راوړنکو شعارونو نارې او سورې وهل د ولس غولولو پرته بل څه نه دي. دغه د امریکایي یرغلګرو او د هغوی د انسان خوړونکو ملګرو تر سیوري لاندې ننداره ییزې ټاکنې به له درغلیو، تېرایستلو او ناامنیو پرته د مظلومو خلکو په ژوند کې به هېڅ کوم مثبت بدلون رامنځته نه کړي.

له بلې خوا که امریکا او چوپړانو یې داسې انګیرل چې ټاکنې به د ملت رښتینی برخلیک وټاکي او د دوی د الې او ګولې څخه ډکې خونړۍ ولکې پرخلاف به ملي شخصیت سیاسي واک ترلاسه کړي، هیڅکله یې د دغه راز ټاکنو اجازه نه ورکوله او د ملت د بدمرغیو لپاره به یې بله لار لټولې وای.

زموږ ولس په خپل دیارلس کلن ازمیښت کې د نیواکګرو او د هغوی د غوړه مالانو په ناولي جوړښت پوه شوي او پوهېږي چې ولسمشرۍ ته د ټولو نوماندانو سر د څرګندو جنایتکارانو او یرغلګرو  له لستوڼي راوځي او ټول هغه ازمایښت شوي وګړي دي چې د همدغه فساد څخه ډک، مافیایي او ګوډاګي نظام د غځیدلو هیله لري. له همدې امله ټول په یوه خوله د امریکا نظامي شتون د الله نعمت بولي، له اوس څخه په ډاګه وایي چې لومړی ګام به یې پر امریکا باندې د افغانستان پلورلو پر تړون لاس لیک کول وي. همدارنګه هر ډول او د هر قام لوی جنایتکاران د خیانته ډکې قام پالنې او دروغجنو او منځ تشو شعارونو پربنسټ پر یوځای سره راغونډ شوي او د «ملي یووالي» نغارې وهي او په پای کې هم ټولو د خپلو زړو فکرونو په خوندي ساتلو غولوونکي او چوپړ ټیمونه سمبال کړي دي. د دغو زیاترو وګړو د دولس کلونو په لړ کې پرته د یرغلګرو له هملاسۍ، تالان او جیب ډکولو، جنایت کولو، د زیاتي کوونکو له څربولو، دروغو او درغلیو څخه نور څه نه دي ترسره کړي.

د ازمیښت شویو او بدنامه نوماندانو د لښکر په لیدلو زموږ ولس یې له ټاکنو څخه دومره بېزاره کړ چی دولت او نړیوالو ملاتړو ته یې پرته له دې چې د رسنیزې وسلې څخه ګټه واخلي او د بې ساري تبلیغاتو او دروغجنو ګزارشونو او لید لور پرتله کولو په وسیلې د ملت ذهنونه د تبلیغاتي بمبار لاندې راولي، ترڅو یو شمېر خلک د ټاکنو د صندوقونو خوا ته راوکاږي بله لاره نه وه پاتې. تیرو څو میاشتو کې ملت ته دومره دروغ واورول شول چې د هیواد په تاریخ کې یې ساری نه درلود. د ملت رښتینی غږ د هیڅ یوې رسنۍ څخه خپور نشو. خو کله چې په کوڅو او بازارونو کې د بې وزلو خلکو خبرو ته غوږ شۍ، هغه وخت به د اوسني روان وضعیت په اړه د هغوی د پوهې کچه درته په ډاګه شي چې څه ډول ډېری خلک په روان بهیر د «انتصاباتو» په نومولو سره ملنډې وهي او د خپل ګډون په اړه ناخوښي څرګندوي.

هغه غولوونکي شعارونه هم چې دوی د « پروګرام» او «پلان» په نوم وړاندې کړي، یوازې د ولس غولولو لپاره یو دام دی، او نه کوم بل څه.

یوازینی حقیقت چې ټول نوماندان د خپلو شعارنو لړ کې اعتراف پرې کوي، دا دی چې د کرزي دولت ـسربیره پردې چې پخپله یې هم د هغه بنسټونه جوړول- د امنیت او عدالت، بیارغاونې، فساد او جنګ سالارۍ له منځه وړلو، د ولس سوکالۍ، قانونیت، د ښځو د حقونو ترلاسه کولو، پرمختګ او نورو هغو ژمنو کې چې پنځه کاله دمخه یې خلکو ته ورکړې وې په بشپړه توګه پاتې راغلي او بې پامه وو. په همدې حال کې دوی ټول د همدغه رژیم په دوام موندلو ټینګار کوي چې روان ناورین ته د دوام ورکولو له ژمنتیا پرته، بله مانا نه لري.

که هر نوماند، ګټونکی اعلام شي، بیا به هم د ټاکنو پایله هېڅ څیز ته د خلکو په ګټه بدلون ورنه کړي لکه چې په تیرو دولس کلونو کې یې بدلون ورنه کړ. نه اقتصادي وضعیت ښه کېږي او نه سیاسي. نه به نسبي امنیت رامنځته شي او نه به جنایتکاري دمنځه ولاړه شي. هماغه پخوانی کرغیړن پوستین به له نوی مخ سره وي او په ارګ کې به یو غل د بل غله پرځای وټومبل شي.

البته په دې منځ کې د هغو وجدان پلورو او ولس څخه مخ اوړیدلو روڼ اندو وضعیت د نندارې او کرکې وړ دی چې د ډالرو ترلاسه کولو لپاره له اونیو راهیسې د دې او هغه معلوم الحاله نوماند په ګټه د استعمار له دروغ شیندونکو دستګاه ګانو څخه د ټوکو ټاکنو د رنګولو په نیت خپل ستونی شلوي.

ښکریز دروغ، زرګري جګړې، بې مانا خبرې او د وحید عمر، عبدالعلی محمدي، سانچارکي، حمیدالله فاروقي، محمود صیقل، محمود کرزي، فهیم کوهدامني، فضل الرحمن اوریا او لسګونو نورو ډیالوګانو بې ارزښته ملاتړ به د رای ورکوونکو لیکې اوږدې نکړي، ځکه زموږ ولس په خپلې تجربې سره پوهېدلی چې د نیواکګرو تر جغ لاندې رنګ په رنګ او دروغجنې وعدې به د دوی د ډېرې کوچنۍ بدمرغۍ غوټه هم خلاصه نه کړي او هغه څوک چې راتلونکې کې د واک پر ګدۍ کښیني، د یوې بې واکه نانځکې په څېر به یواځې د ښکیلاکګرو د سیاست  پلي کولو دنده ولري او بس.

د ګلبدین تروریست ګوند او وینې تویوونکي جاهل طالبان چې د آی. اس. آی تر سیوري لاندې د «وسله وال اپوزیسیون» او«مرورو وروڼو» په څیرو کې د امریکا او لوېدیځ نړۍ نیوونکو پروګرامونو ته د سیمې لارې پرانیستونکي دي، دواړه د خپل خاوند په اشارې نڅا کوي. اسلامي ګوند د نوماندانو ډلې ته د خپل لوی تروریست په استولو د ټاکنو تنور ګرم کړ خو ځناور طالبان د تیر په څیر د بې ګناه ولس پر وړاندې د ګواښ او جنایت له لارې د ناکرارۍ او بدامنۍ په جاري ساتلو کې خپل رول ترسره کوي، ترڅو چې امریکا سره د تړون لاسلیک کولو ته لار هواره شي. د ټاکنیزو چارو پروړاندې د دغې جاهلې ډلې ګواښ، ترتیب شوی پلان او د امریکا او لویدیځ سیاست سره جوښت موازي دی، نو ځکه خو هېڅ ارزښت نه لري. په دې ځای کې یواځې زموږ ربړیدلی ولس دی چې د ځناورو طالبانو تر بیرحمۍ لاندې راځي او بس.

د «افغانستان د همبستګی ګوند» د خپلواکۍ، آزادۍ، دموکراسۍ او د نیاو د رښتینې بیرغ نیونکي په څیر، د هیواد روان وضعیت په پام کې نیولو سره د تیر په څیر چې پنځه کاله دمخه یې د نیواک تر سیوري لاندې ټاکنې یې د رټلو وړ او مسخره وګڼلې، نن هم په هماغه زور د ولسمشرۍ ټاکنې دروغجنې بولي او په زغرده وایي چې پایله یې که هرڅه وي، د ملت د دردونو د هیڅ درد درمل به نشي، بلکې دا د پردیو په لاس روزل شوې مافیایي کړۍ ته د واکمنۍ د «مشروعیت» بخښلو یوه هڅه ده. د افغانستان خلک رښتینو ټاکنو ته د رسیدلو پورې اوږد مزل ترمخې لري چې ترلاسه کول یې پرته له ډیرو هلو ځلو او سرښندنو هیڅ امکان نه لري.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 95 میلمانه آنلاین لرو