امریکا خپل مخ په ختمیدونکې امپراتورۍ بی غیرته ژوند په یرغل او جګړه اوږدوي

په افغانستان باندې د امریکا د یرغل یولسم کال په یاد

پوره یولس کاله وړاندې د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د اکتوبر په ۷ نیټه امریکا او ناټو پر افغانستان پوځې یرغل وکړو. زمونږ کړیدلی ولس چې لاتر اوسه د روسانو څوارلس کلن تیرې، د هغوې فاشیستي لاسپوڅو واکمنۍ او وینه څښونکې تنظیمې او طالبي برلاسي څخه یې ځان نه و ژغورلې د بل زبرځواک په منګلو کې راښکیل شو.

چیرته چې امریکا خپل پل ايښی له ویجاړې او وینې بهولو پرته بله پایله یې نه درلوده. امریکا د ویتنام او کوریا په جګړه کې دوه نیم او یو نیم میلیونه وګړو د وژلو لامل شوه، سل زره کسان یې د خلیج په جنګ کې ووژل؛ یوازینې هیواد ‌ؤ چې په اتمي بمبار يې هیروشیما او ناګاساکی کې بشرې ناورین رامنځته کړو؛ د نړي په ګوټ ګوټ کې د ډموکراتیکو رژیمونو پر وړاندې یې خونړې کودتا وې سمبال کړې؛ په ټول ځواک سره د فلسطین ولس پر وړاندې د اسراییل تروریستي دولت څخه یې ملاتړ کړې؛ په عراق کې د وینو ویالې وبهولي او دا مهال په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې یې خپل خونړې داستان په کار اچولې تر څو د ولسي پاڅونونو انقلابي لوری بدل شي او پر ځایې امریکا پلوه بنسټپاله ګوډاګی رژیم رامنځ ته کړي تر څو ددی ولسونو سرښندنې له خاورو سره خاوری شي. دی هیواد د افغانستان د نیواک په تیرو یولس کلنو کې په لسګونو زره افغان ولسې وګړي ووژل او د رسمي ارقامو په بنسټ خپل دوه زره هغه سرتیري چې په جبري ډول جنګ ډګر ته راستول شوي ؤ د مرګ په خوله کې ورکړل.

د امریکا لخوا د افغانستان نظامی اشغال ډیر په ځیرکتیا، مهارت او د روسی یرغل څخه په درس اخیستنې طرح کړی شوی ؤ، چې ټولې نړۍ ته د قناعت ورکولو ورسته، خپل د لاس همسا له لوري، نړیوالې ټولنې په غولونکې او راښکونکې شعارونو باندې «تروریزم پر وړاندې جګړه»، «ډموکراسی»، «امنیت» او د «ښځو حقوق» په نوم پیل شو.

د روس ګوډاګي رژیم رانسکوریدو ورسته کله چې، د امریکا بنسټپاله جهادي او طالبي لاسپوڅو خپل واکمنۍ په دوران کې د ډار، تباهۍ او ناپوهۍ تخم خپور کړو، زموږ کړیدلې خلک د هر حکومت هاند تر د یهودو او نصارا منلو ته حاضر شو، نه د «سیافی»، «مزاری»، «ربانی»، «گلبدینی»، «ملاعمری» او داسې نور اسلامي حکومتونه چې له تباهۍ، ناپوهۍ او وژلو پرته یې نور څه زموږ ولس ته نه درلودل. په دی ډول د امریکا مذهبي غلامانو په خپل جنایاتو او ډار اچونې امریکا او د نړي ۴۹ هیوادونو یرغل ته لار هواره کړه. بې لورې نه ده چې زموږ جنګ ځپلې خلک دغې پیښې ته خوښ وبریښې او فکر وکړي چې د بهرنیو ځواکونو په راتګ سره به لږ تر لږه د طالبي او تنظیمي بې لکۍ ځناورو له شر او فساد نه به په امان پاتې شي.

امریکا د افغانستان له نیواک سره جوخت، د بن په ړومبنې کنفرانس کې هغه افغان ځان پلوري او مزدوری ډلې او عناصر د خپلو ټولنیزو موخو له پاره چې په نظر کې ؤ وټاکل. د خپلو نظامي او استخباراتي کړیو تر څنګ، جنایتکاره او مزدوره بنسټپاله، په «سیا» سازمان کې راغټ شوي تکنوکراتان او د خلقیانو او پرچمیانو پاتې شونی، چې پردیو ته د نه وییلو سره هیڅ اشنا نه دي، د ګوډاګي دولت په کلیدي څوکیو کینول شویدي چې دا یولس کاله کیږی چې د امریکا د موخو عملي کولو لپاره سوتڼ وهي.

د امریکایې داړه مارانو تر ټولو لوې خیانت په تیرو خونړیزو ۳۴ کلنو کې دادې چې مزدور، ارزان، سرکتې، خاین او وطن پلورونکې طالبې او غیر طالبې بنسټپالنې د ملاتړ څخه چې د پیسو او واک په بدل کې هری بې ناموسۍ ته تیار دي لاس وانه خیست او تر څو چې توان درلود ملي، انقلابي او ډموکرات ځواکونه یې له صحنی څخه څنډې ته کړل. دا په داسې حال کې ده چې د هیواد د نیواک په پیل کې دوي د خلکو د غولولو له پاره اعلان وکړو چې موږ له تیر څخه درس اخیستی او نور به اسلامي بنسټپالنه نه ځواکمنه کوو.

اسلامي بنسټپالني د سیاف نه نیولې تر رباني، محقق، خلیلي، عبدالله، بسم الله، عطامحمد، محسني، اسماعیل خان او داسې نورو د زړه له کومی او په پوره ویاړ سره امریکا د غلامۍ کړې غاړې ته اچولې او د امریکا ښکیلاګر سیاست لپاره میدان ته رادنګلې. زموږ د ملت پوښتنه داده چې دغه د اسلام ټیکدارانو یو وخت غیری اسلامې هیوادونو پر وړاندې «جهاد» اعلان کړې ؤ، ولې نن ورځ د ۴۹ غیر اسلامي هیوادونو د بیرغ لاندې په ویاړ سرښندنه کوي او په دغه لاسپوڅي دولت کې څوکې لاسته راوړلو له پاره خپل ګریوان شکوی؟

امریکا زموږ هیواد ته راتګ سره سم د افغانستان کالبوت د «وسیع‌البنیاد دولت»، تر نوم لاندې په یو شمیر داړه مارانو چې د مختلفو قومونو او ولسونو په نامه د خپلو بادارانو سره د غلامې تړون لاس لیک کړې ؤ وویشو او د قومې، ژبني، مذهبي او سیمه ایزو اختلافاتو تنور یې په «تفرقه بیانداز و حکومت کن» سیاست باندې ګرم کړو.

سره له دې چې دا نیواکګر په خپل مالي بحران کې ډوب ؤ، بیا هم د خپلو مالیه ورکونکو ۵۷۲ میلیارد ډالر یې د افغانستان په یرغلګریزه جګړه کې په مصرف ورسول؛ په داسې حال کې چې په یادو پیسو د نړې په څو هیوادونو کې د فقر جرړه ختمیدای شوه. تر دا مهاله له ۶۲ میلیارد ډالرو زیاتی پیسې د افغانستان د بیا رغونې تر نامه لاندې راوړل شوي دي، مګر د خلکو په زندګې کې کوم بدلون نه دی رامنځته شوې د هیواد له نیم زیات وګړي د بیکارۍ سره لاس او ګریوان دي، له ۷۰ سلنه پورته وګړي د فقر لاندې ژوند کوي، دوه نیم میلیونه تنه تش نس دي؛ لا اوس هم زموږ هیواد د مور او ماشوم په مړینه کې لومړی ځای لري. د امپریالستي موسسو لکه «نړیوال بانګ»،«پیسو نړیوال صندق » او د داسی نورو تحمیلي سیاستونو د «آزاد بازار» او «خلاصو دروازو» تر نامه لاندې افغانستان یې په یو مصرفي او د ټیټ کیفیت لرونکې مواد په واردونکې هیواد بدل کړي او د ملي بورژوازې او کورنې تولیداتو د پرمختګ مخه یې په ټوليزه ډول ډب کړې ده. ددی تحمیلي او جنایتکاره سیاستونو اولین قربانیان زموږ اړ او نیستمنی پرګنې دي.

امریکا د ټولو ښیلاکي ځواکونو سره یوځاې پرته له څو لنډ مهاله او مصرفي پروژو بل کوم هیڅ بنسټیز کار او کار موندنې لپاره پیسې نه دي لګولي. ددی پیسو ډیره برخه د ګوتو په شمیر هغه چوپړانو جیبونو ته د بډو او چوپتیا په بدل کې ورځي چې یا خو دولتي څوکې لري او یا هم د «اپوزیسیون» په نوم په چوپړتیاو بوخت دي تر څو د دوی د لاری ډیرې هغه خلک چې د هر څه نه محروم او لرې پاتې دي د بهرنیو غلامۍ او زور واکۍ ته اړباسي.

امریکا د «بشري حقونو» او د «ښځو حقونو راستنولو» تر نامه لاندې پر زموږ هیواد یرغل وکړو مګر زموږ هیواد والو په وړاندې تر ټولو لوي جنایت خپله امریکا ترسره کړو او وژونکو او ناړامه ډلو او ټپلو ملاتړ یې وکړو. له دې کبله زموږ په هیواد کې د ښځو د حقونو او په ټولیزه ډول د بشري حقونو وضعیت لاتر اوسه تراژیک او ګواښونکې دي. یو شمیر هغه کسان چې غرب ته چاپلوسه کوي هر شي ته لاس رسې لري، زموږ ډیری وګړي اوس هم د جنګسالارانو او مافیایې بانډونو د استبداد، جنایت او زور واکۍ کې راګیر دي. لا اوس هم زموږ د ځوریدلو خویندو او میاندو فریاد هیواد له هر ګوټ نه اوریدل کیږي او حتی له ډیرې بی پروايې او بیعدالتی نه ډیری انجونې ځان وژني. زموږ په هیواد کې عدالت د یو موټي جنایتکارانو د غوښتنو قرباني شوې او ټول قانون جوړونکې او قضایې بنسټونه د ناپوهې، جنایت او فساد په ویروس ککړې دي. په هغه هیواد کې چې عدالت نه وي، د ډموکراسۍ او آزادو او رڼو ټولټاکنو او داسي نورو انساني مقولو یادونه شرمونکې ټوکه ده.

د حامد کرزي په رژیم کې فساد او لوټ ماری هغې کچې ته رسیدلې چې زموږ دهیواد تاریخ لا څه چې په ټولې نړي کې یې سارې نه لیدل کیږي. دولتي او بهرني ټول نهادونه د فساد په خپرونه کې تر ستوني ډوب دي. هره ورځ د میلیونونو ډالر اختلاس او بډو خبر مطبوعاتو ته لار پیدا کوي مګر په تیرو لسو کلنو کې یو تن هم د فساد په جرم محکمه او یا مجازات شوې نه دي. د یو موټي وطن پلورونکو لخوا د ملي شتمنیو چورکول پرته له ځنډ څخه دوام لري او په ځانګړي ډول په ورستیوکلنو کې هیواد د کانونو په عوایدو باندې خړاوه شروع ده. خپله دغه خاین دولتې چارواکې وايې چې د څلورمیلیون جریبه نه زیاته دولتي ځمکه د ځمکې د مافیای لخوا غصب شوې ده، مګر یوه پاڼه په بله ناوړی؛ مالي مافیا یوازې په کابل بانک کې د خلکو ۹۷۰ میلیون ډالر لوټ کړي تپوس نشته؛ دولتی مافیا د وزیرانو او والیانو نه نیولې هاند تر لوړ پوړو کارمندانو پوری ټول تورن په اختلاس او د فساد د کچې سره سم لوړو څوکیو ته ارتقا ورکول کیږي. دا د امریکا او ناټو د شتون برکت دې چې افغانستان په فساد کې دویم ځای خپل کړی!

امریکا او غرب د نظامي نیواک پرته په یو بل خطر ناک فرهنګي او تبلیغاتي یرغل لاس پورې کړې. د سلګونو میلیونو ډالرو په راوړلو سره، د افغانستان بیشمیره چاپي او برښنایې خپرونې او د «سیاسی کارپوهانو» او «تحلیلگرانو» په اصطلاح لښکر کشې یې تمویل کړه او په چټکتیا سره یې داسې لید لورې ورته وټاکه تر څو زموږ د ملت فکر د اساسي مسایلو او بنیادې بدبختیو څخه بل لورې ته وګرځوي، په ځانګړي ډول ځوانان برسیرنه فکرې، ابتذال او سیاست نه لرې، بې غیرته وروزي او وطن او ولس سره د مینې او پردیو سره د دښمني احساسات یې له منځه یوسي. د «بیان آزادۍ»، نه په ګټې اخیستني یې خپل ټول لاسپوڅې جنګسالاران او خایینان یې په تبلیغاتي وسله لکه ټلویزیون او راډیو سمبال کړه تر څو ملت د اوسۍ په خوب کې ډوب کړي او ناپوهي، خرافات او قوم پرستی او سمت ګرایې د هغوي په ذهن کې پیچکاری کړي. امریکا دې پایلې ته رسیدلې چې د پیسو، مقام، بورس او د بهرنیو میلمستیاو ځواک دومره پیاوړی دې چې کمزوي روڼ اندي، سست عناصر او ملي ضد لاڅه چې وطن دوسته او ملت دوسته هم اوبه کوي. نن ورځ افغانستان د ستونزو نه یوه ستونزه د هغه ځوان نسل راپورته کیدل دي چې د وطندوستی احساس نه لري او د چارو کار پوه، ویاند او د حاکمه دستګاه مشاورین او د جاسوسه «ان.جی.او» چلونکې تربیه کوي. ډلې ډلې مستعد او ناخبره ځوانان د «فولبرایت»، «شیوونگ» بورس په نوم او یا هم په نورو پلمو د مغزي پریمنځلو لپاره غرب ته استوي او وطن سره د مینې څرک او د خلکو په نه ختمیدونکې ځواک د باور احساس تری جراحي کوي. دا روڼ اندې داسې پیچکاری شوې چې د اوسنې بحران نه د وتلو یوازینې لاره د امریکا سره تړاو، ګوډاګې او تړون تبلیغوي او په بیشرمانه ډول استدلال کوي او فکر کوې چې د نیکمرغۍ دروازی یوازی هغه ملت ته خلاصې دي کوم چې د امریکا مستعمره او غوړمالان دي. ډیری دا روڼ اندې چې زیاتره یې د ښه استعداد خاوندان هم دي د «سیا» ښکار شوی او د امریکا په مهره، ویاند او د هغوي د ګټو ساتونکو باندې بدل شوي او د افغاستان راتلونکې لپاره تر ټولو خطر ناک عناصر ګڼل کیږي.

امریکا د طرحه شوې برنامې مطابق، افغانستان یې د نړې دمخدره توکو په مرکز بدل کړو او له دي درکه یې په میلیاردونو ډالر لاسته راوړل. زموږ په هیواد کې د نړې د مخدره توکو مافیا پراخ فعالیت لري او دولتي مهم چارواکې په دې ناوړه راکړه ورکړه کې ورګډ دي. تروریستي ډلې او له هغې جملې طالبان په کال کې په سلګونو میلیونه ډالر له دي درکه لاسته راوړي. د افغانستان مخدره توکې په امریکا او غربي هیوادونو کې تود بازار لري او ویل کیږي چې امریکا هغه سیستم چې د ویتنام په جنګ کې کارولې ؤ په افغانستان کې هم په کار اچولې او دغه توکې په پټه توکه د نظامي چورلکو په وسیله د هیواد نه بهر ته لیږدوي. دې ناوړه پدیدې، همدا اوس د یو میلیون نه زیات افغانان د مرګ کندې ته مخامخ کړیدي او زموږ د هیواد راتلونکې یې د جدي ګواښ سره مخامخ کړی. د عصر سنګ د دوري جنایتکار چې امریکا ظاهرا د هغوي له منځه وړلو له پاره زموږ پر هیواد یرغل راوړي، دا د انسان وژونکي ګلبدین او طالبانو او د هغوي القاعده متحدینو تروریستې بانډونه دي چې د سوړ جنګ په دوران کې د امریکا په ډالرو او وسلو جوړی، سمبال او ځواکمنې شوي دي.

د طالبانو او د ګلبدین فاشیست ګوند د تشکیلاتو زنځیر اوس هم د امریکا په لاس کې دې او د هغې نه ډیره ګټه پورته کوي. دا بنسټپالنه په ځانګړي ډول طالبان چې په سلګونو تنه رټل شوي انسانان د ځانمرګي په نوم یې روزلې زموږ ولس او هیواد یې جدي ګواښ سره مخامخ کړې. مګر امریکا د خپلو ګوډاګیانو په ذریعه هغوي ته اوس هم «ورونه» وایې او هره ورځ یې مشران د تور لیست څخه وباسي او هغوي ته قلنګ ورکوي. په همدي وجه د ګلبدین تروریست او نجس بانډ مشران د ګوډاګي دولت په کلیدي څوکیو د خپلو همفکرانو « شمالی ائتلاف » سره امریکا ته په غلامي مشغول دي.

زموږ هیواد د امریکا نظامي شتون سربیره د غربي او سیمه ایزو هیوادونو په څار خونه بدل شوي او دې هر یو په خپل طریقه په ډول ډول استخباراتي کړنو بوخت دي او د ارګ نه نیولی تر ټولو دولتي او غیری دولتي نهادونه د جاسوسانو په روزنه او ګومارنه لاس پکار دي؛ د امریکا «سیا»، پاکستان آی. اس. آی، ایران واواک، انګلیس ام. آی شپاړس، د روسیه اس.وی.آر، د اسراییل موساد او داسی نور د افغانستان غوندي بی سرنوشتته هیواد کې په خپلو جاسوسي کارونو مصروف دي؛ ولایاتونه او دولتی لوړي څوکې په خپلو کې ویشلې دي؛ د قیمتې کاڼو غیری قانونې راکړه ورکړه، د تاریخی آثارو اخستل او خرڅول او د مخدره توکو په قاچاق بوخت دي. په ځانګړې ډول د مستبدو رژیمونو ایران او پاکستان لاس وهنه او مداخله ورځ تر بلې زیاتیږي.

امریکا او غرب خپلو استراتژیک او اقتصادي موخو ته رسیدو لپاره، د نورو هیوادونو ملي سرچینې لوټوې او په بازارونو باندې بر لاسې او د نړي سوق الجیشي حیاتي سیمې ورته ډیر ارزښت لري او دغې موخې ته رسیدو لپاره نیستمن ولسونه له خاورو سره خاوری کوي. د امریکا واکمنه بی غیرته دستګاه جګړي او یرغل پوري تړلې ده او پرته له چپاول به له منځه ولاړه شي. زموږ په هیواد کې هم له ډیری مودي راهیسي خپلي نظامې اډی جوړی کړي تر څو ددی مهم استراتژیکو نقطو په درلودلو په آسیایې لوبو کې خپلو نوی راپورته شوي رقیبانو لکه چین، روسیه، ایران او ...ته ماته ورکړي او خپله نظامي برلاسي چې په هر قیمت وي وساتي. نو په دي وجه به هیڅ وخت حاضر نه شي چې زموږ د هیواد دا غوړه مړۍ له لاسه ور کړي مګر داچۍ د عدالت او ډموکراۍ د مدافع د رهبری لاندې زموږ د خلکو پاڅون او مقاومت په بدل کې لکه د روسې نیواکګرو او د هغوی روزل شوی خاینانو غوندې تیخته وغوره کړي.

امریکا او غربې ملګرې یې څه په پوځې ، څه په اقتصادي او څه په خپل فرهنګي ځواک د نړي په هر ګوټ کې جنګ او جګړي ته لمن وهي. ښکاره خبره داده چې د غربي هیوادونو خلکو نور د واکمنو جنایتکارو ماهیت درک کړي او د امریکا او متحدینو ناړامه سیاست په مقابل کې یې په خپلو لارینونو لاس پورې کړي. د هری ورځ په تیریدو سره د امپریالیستي امریکا او متحدینو څیره بربنډه کیږي؛ د « وال‌استریت نیولو» غورځنګ او «موږ ٩٩ سلنه یو» د شعار لیتکی اوس هم بل دې. امریکا چې په ټولیزه توګه په پنځه براعظمو کې ۸۵۰ پوځي هډې لري او کلنو کیږي چې افغانستان يې هم په آسیا کې په خپل نظامي او استخباراتي مرکز با ندې بدل کړی دي. مګر د وخت په تیریدو سره د نړي خلک هره ورځ د امریکا او ناټو جګړه ایز ماهیت نه آګاهي لاسته راوړي او د مقاومت شعله یې نوره هم خپریږي.

امریکا هم لکه د نړۍ نورو قدرتونو پشان دړې وړي کیدونکې دی او نه شي کولاي چې خپل په نظامي ځواک تل لپاره ولسونه پخپل واک کې وساتي. د ناکامۍ او نابودۍ وړانګو امریکایې چارواکې همدا اوس د خطر ناک سرنوشت سره مخ کړي همدا لامل دی چې په وحشیانه توګ یو په بل پسې نور هیوادونو باندې نظامي برید کوي. ډیر ژر به د امریکا خلک د نړې نورو ملتونو پشان په ځانګړي توګه آزادي غوښتونکې ملتونه چې د امریکا د امپراتورې سرنوشت بندیان دي یو لاس دغه به د روس او انګلیس سرنوشت سره یو شان کړي. د افغاستان خلکو چې د تاریخ په اوږدو کې يې نیواکګرو ته غاښ ماتونکې ځواب ورکړي، د هری ورځ په تیریدو سره د امریکا او دهغې د ګوډاګیانو په ماهیت پوه او غبرګون یې لا زیاتیږي. که چیرته دموکراسي پلوه، بنسټپالني ضد او خپلواکۍ غوښتونکې ځواکونه خپل نقش د خلکو پوهې د لوړاوي او یووالي لپاره په هر ډول سرښندني او عملي کار باند تر سره کړي، نو نور به د امپریالیستي امریکا امریکا او د ناټو یولس کلن نیواک زموږ خلکو ته دا ثابته کړه چې هیڅ ملت د بل هیواد او یا هم هغوي د نوکرانو د ادارې لاندې نیکمرغۍ او سوکالۍ ته نه رسي؛ همدا خلک دی چې باید خپل سرنوشت په خپله وټاکې او انسانی عالې ارزښت لاسته راوړي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 395 میلمانه آنلاین لرو