ویډیو: د همبستګۍ ګوند د طالبانو جنایتونه وغندل

۱۳۹۴ کال د زمري ۱۱: د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو د کابل په ښار کی د یوې غونډې په ترڅ کی د طالبانو جنایتونه وغندل چی په دی غونډه کی له ۵۰۰ تنو زیاتو نارینه او ښځو ګډون درلود. د غونډې ګډونوالو له ځان سره پلاکارتونه لرل چی په هغو کی د طالبانو توری لړۍ او د ځان‎وژونکو او چاودنو قربانیانو انځورونه ول. ددی ترڅنګ په هغو پلاکارتو کی په دری او پښتو او انګلیسی ژبو دا شعارونه لیکل شوی وو: «ناپوه طالبان، د پاکستان او امریکا بی‎واکه نوکران دي!»، «د زرمینې له وژونکو سره جوړجاړی، بی‎شرافتی او دوکه ده!»، «د یکاولنګ او مزار او شمالی له ډلیزو قبرونو څخه د غچ اخیستو غږ را اوچت دی!»، «ملاعمر، د امریکا او پاکستان نانځکه ددغو ناخوالو لامل وه!». په نورو پلاکارتونو کی د طالبانو مشرانو هر یو وکیل‌احمد متوکل، آغاجان معتصم، ملا عبدالسلام ضعیف، سید محمد اکبر سادات، عبدالحکیم مجاهد، ملا اخترمحمد منصور، مولوی قلم‌الدین، طیب‌‌آغا طالب، عبدالحق وثیق، خیرالله خیرخواه، محمد فاضل آخند او ګلبدینی ورونو پر مخ کرښې راښکل شوی وې. برسیره پردی د طالبانو تالی‎څټي روڼ‎آندو لکه وحیده مژده، رحمت الله هاشمی، اسحاق نګارګر او روستاترکی پر انځورونو هم کرښې راښکل شوی وې.

سیلی غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې په خپلې وینا کی وویل:

طالبانو د خپل امیر په وژل کیدو درې ورځې ویر اعلان کړ، خو د ملاعمر، جلال‎الدین حقانی او نورو ټولو تنظیمی او فکري ملګرو وژل کیدل یی، زمونږ ولس ته نه ویر بلکه د کرکه ښودلو او خوښۍ او ښادۍ ځای دی. د ملاعمر په څیر کرغیړنو جلادانو په مړینه ښایی د وحید مژده، روستار تره‌کی، اسحق نگارگر، کرزی په څیر نورې کرغیړنی څیرې ویرجنی شی، نه هغه خلک چی ژوند او هستی یی د طالبانو دځان‎وژنې او چاودنې او تښتونې له امله په سره اور کی تیریږي.

په پای کی د یو واټیز نندارتون چی د طالبانو رژیم ناخوالی یی ښودلی، په ترسره کولو دغه غونډه پای ته ورسیده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 331 میلمانه آنلاین لرو