د «همبستګۍ ګوند» په لاریون کی د ملالۍ جویا وینا

ملالۍ جویا د فرخندې وژونکو په اړه د محکمې ناعادلانه پریکړې په لاریون کی. نیټه (۱۳۹۴ کال د چنگاَښ ۱۵ مه – ۲۰۱۵ کال د جولای ۶مه): «له هغه دولت څخه چی د تیرو درې لسیزو له خاینو جنایتکارانو او د ښځو ضد او وینه‎بهونکو عناصرو څخه جوړ شوی وي، دا تمه ونلرو چی د خپل جرم شریکانو ته چی زمونږ ګرانه فرخنده یی ټوټه کړه سزا ورکړي. دا دولت یواځي دنده لری چی پر جنایت پرده واچوي. خو دا زمونږ د خلکو دنده ده چی د فرخندې په وینو سور کمیس د آزادۍ‎غوښتنې په بیرغ بدل کړي او تر پایه عدلت پلی کولو لپاره مبارزه او هڅه وکړي. يواځې د خلکو ځواک له لاری کولای شو چی د فرخندې له وینې ساتنه او عدالت ته ورسیږو.»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 188 میلمانه آنلاین لرو