ویډیو: د فرخندې وژونکو په اړه د محکمې ناعادلانه پریکړه د همبستګی ګوند له لوري وغندل شوه

۱۵ ۱۳۹۴ کال د چنګاښ ۱۵مه: د افغانستان همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو او د کابل ښاریانو د یوه لاریون په ترڅ د فرخندې وژونکو په اړه د محکمې پریګړه وغندله. په دغه لاریون کی چی ۶۰۰ تنو ښځو او سړو ګډون درلود د «راپاڅیږو راپاڅیږو- زمونږ چوپتیا بی‎ننګي ده!»، «راپاڅیږو راپاڅیږوـ زمونږ موټی زمونږ ټوپک دی!»، «مونږ ټول فرخنده یو- د ناپوهۍ وژونکی یو!»، «د ع او غ دښمنان یو- د هیواد پلویان یو!»...شعارونه یی ورکول.

لاریون‎کونکو له ځانه سره پلاکارتونه هم وړل چی د فرخندې په وینو ککړ انځورونه پکی تر سترګو کیده او لاندی ترینه دا شعارونه لیکل شوی وه: «فرخنده جانی، بی‎شرفه به یو که ستا اصلی وژونکو ته له سزا ورکولو پرته آرام کښینو!»، «که له فساده ډکې او جنایت‎روزونکی محکمې یی وبخښي، زمونږ خلک به یی هیڅ‎کله و نه بخښي!»، «فرخنده د ملی خاینانو د ناپوهۍ په اور کی وسوځیده!»، «پری‎نږدو چی د پغمان پیښې په څير، د فرخندې اصلی وژونکی هم له عدالت څخه وتښتي!»، «هیوادواله، که چوپه خوله کښینی سبا ستاد د مور او خور ټوټه کیدو وار دی!»، «ترهغې چی خاین جنایتکاران له واکه لری نشي، هره ورځ به یوه فرخنده قربانی شي!»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 151 میلمانه آنلاین لرو