د افغانستان د خپلواکۍ ننګیالیو په یاد د همبستګي ګوند لمانځ‎غونډې ویډیو

۱۳۹۴ کال د زمري ۲۹ مه- کابل: د افغانستان همبستګۍ ګوند دارالامان په مانۍ کی د خپلواکۍ ننګیالیو اتلانو په ویاړ لمانځ‎غونډه نیولی وه. آغلې سیلی غفار، د همبستګی ګوند ویاندې، د افغانستان کړیدلو خلکو ته د خپلواکۍ ۹۶مې کلیزې مبارکی ویلو په ترڅ کی وویل:

«نن ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۶مې کلیزې سره سمون خوري، هغه خپلواکي چې د ملت د کلکې ارادې غوښتونکی و او میړانه آزادي غوښتونکو لکه امان الله خان، محمود طرزی، غلام نبي خان چرخي، ولي خان دروازي، سرورجویا، عبدالرحمان لودین، سرور واصف، میربچه خان، میرمسجدي خان او نورو ډیرو سرښندونکو ژمنه وکړه او پرته د هیواد او خلکو، د خپلو شخصي، قومي، ژبني، مذهبي او ډله ییزو ګټو په اړه یې هیڅ فکر ونه کړ. لیکن له بده مرغه ټول چوپړه دولتونه چې دلته ښکته او پورته شوي او کیږي، تل یې هڅه کړې چې د رښتینې اتلانو پرځای غله او جنایتکاران د رنګا رنګو اتلانو پر نوم وپوښي او د ملت پراوږو یې ورسواره کړي. که پرون مونږ یواځي د انګلیسانو او روسانو له پلوه یرغمل شوی وه او و ولس په پاڅون مو د هغوی خوله پر خاورو ومږله، ولی نن افغانستان د ۴۰ هیوادونو او د ټولو په سر کی د امریکا تر یرغل لاندی دی. له بلې‎خوا د ‍پاکستان او ایران لاسوهنو زمونږ ولس د ویجاړۍ لوری ته بیولی. هغوی له مونږ څخه آزادی او خپلواکی اخیسته ده.

پدی ورځو کی «سیاسی کارپوهان» او «د نظر خاوندان» خپل ستونی څیری او وای چی په ۲۱ مه پیړی کی د خپلواکۍ مفهوم تغییر موندلی او دا اصطلاح زړه شوی ده.هغه روڼ‎آندی چی د خپلواکۍ مفهوم ردوی باید د سی‌آی‌ای، آی‌اس‌آی، واواک او ا‌م‌آی۶ چوپړانو په توګه خلکو ته وروپیژندل او رسوا شي. هغوی د امریکایی نانځکو په څیر دا دنده لری چی د امریکا شتون په افغانستان کی قانونی وښایی.»

آغلی سیلی غفار د غازی امان الله خان دوره او ملی ځناورتوب اوسنۍ دوره سره په لنډه توګه پرتله کړه او وویل:

«که څه د امان خان ځلانده دوره او هغه پراخه اصلاحات چی هغه راوړی وه له اوسنی دورې سره پرتله کول د خپلواکۍ بنسټ‎ایښودونکو په حق کی ظلم ده خو بیا هم درس اخیستو لپاره يو څو ټکي یادوم:

د هغې دورې له سترو لاسته‎راوړنو څخه یو ښځو آزادۍ په لاره کی ګوټلي ګامونو پورته کول و او په ځانګړې توګه د ښځو لیک لوست ته جدی پاملرنه وشوه. د کابل په شهرآرا کی د نجونو لومړنی ښونځی پرانیستل شو. د ښځو لومړنۍ خپرونه د ارشادالنسوان په نامه خپره شوه. خپله شهزادګۍ ثریا د ټولو پرمختللو حرکتو په سر کی وه. د قانونی او فاروق وردګ په څیر غله نه وو چی د پوهنې میلیونونه ډالر په خپل جیب کی واچوی او د ولس له وینو ځان او کورنۍ ته هوسا ژوند جوړ کړي. د بنسټ‎پالۍ ویروس لا تر هغه دمه پوهنی ته نه و رسیدلی. ښځو په زیار او قربانی ورکولو سره وکولای شو چی د پرمختګ په لوری ګامونه پورته کړي، نه د نن په څیر چی د ښځو حقوق د پردیو لخوا ډالۍ شوی.

امان الله خان کورنیو تولیداتو ته ډیر زیات ارزښت ورکاوه. هغه په کراتو دا ټینګار او په ځانګړې توګه د دولت مامورینو ته به یی ویل چی له کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړي. د بهرنیو هیوادونو له سفارتخانو یی غوښتي و چی له وطنی ګوګړو ګټه پورته کړي. ولی د اوسني ملی ځناورتوب حکومت مشرانو د کور لومړني وسایل هم له دوبی څخه راوړی.

امان الله خان له دولتی غلو او لوټمارانو سره جدی برخورد کاوه. که چیری ډیر واړه غلط کارونه یی هم لیدل، ډیر ژر به یی عمل کاوه او عاملانو ته به یی سخته سزا ورکوله. ولی په اوسنی دولت کی د ملی شتمنیو غله، جنایتکاران، لوټماران د اتلانو په نامه یادیږی او په لسګونه لقبونه او مقامونه لاسته راوړي.»

په پای کی د یو ننداری په ترسره کولو چی د امان الله خان او ملګرو مبارزه او له نننی کړاونو څخه خلاصون لاره یی ښودله، برنامه پای ته ورسیده.

د افغانستان د خپلواکۍ ننګیالیو په یاد د همبستګي ګوند ځوانانو ننداره

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 517 میلمانه آنلاین لرو