ملګري ملتونه: د کابل په جګړو کی د دو اونیو په لړی ۱۸۰۰ وژنې

ملګري ملتونه: د کابل په جګړو کی د دو اونیو په لړی ۱۸۰۰ وژنې

د برهان الدین ربانی د واکمنی پر مهال د کابل د ناورین څخه غمجنې پیښې په نړیوالو آژانسونو او په پاکستانی ورځپاڼو خپرې شوی چی زه د هغوی ډیرو برخو ته لاس رسی لرم. ځنیو تنظیمی چسکو په تلویزونی ګردي میزونو کی د کابل له ویر څخه منکر شوی او آن د وژنو شمیر یی یواځی څو سوه تنه یادوي. که څه هم چی د هغه وخت خلک به دغو لاسوندونو ته اړتیا ونلری ځکه چی تنظیمی ځناورتوبونه او جنایتونو پایلی یی په خپل ټول وجود باندی عملآ حس کړی دی، ولی د نوی ځوان نسل خبرولو لپاره، د بیلګې په ډول یو دوه خبره ژباړلی دی او خپرولو لپاره یی د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د پوهه‎ورکونکې او بربنډونکې ویب‎پاڼې ته ورلیږم.



په کابل کی ۱۸۰۰ تنه ووژل او ۱۲۰۰۰۰ تنه تیښتې ته اړیستل شول

سرچینه: «ډان» ورځپاڼه د «رویټرز» خبری‎آژانس څخه په نقل، ۱۹۹۲ کال د اګست ۲۴مه


په کابل کی ۱۸۰۰ تنه ووژل او ۱۲۰۰۰۰ تنه تیښتې ته اړیستل شول
په کابل کی ۱۸۰۰ تنه ووژل او ۱۲۰۰۰۰ تنه تیښتې ته اړیستل شول

ملګرو ملتونو ویلی دی چی د دوه اونیو په لړ کی په کابل کی وینو بهونکو ډولو ترمنځ په جګړه کی لږ تر لږ ۱۸۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی چی ډیر شمیر یی ښځی او ماشومان دی.

یو تن د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو څخه وایی څو زره تنه هغه وخت ټپیان شول چی د حزب اسلامی مجاهدینو او د کابل ائتلافی حکومت ملاتړي سره ونښتل.

سوتیریوس موسوریس په افغانستان او پاکستان کی د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی په یو وینا کی ښودلی ده چی د کابل ویجاړ ښار د یونیم میلیون اوسیدونکو څخه نږدې ۱۲۶۰۰۰ تنه تیښتې ته اړایستل شوی دي. هغه زیاته کړه چی د ۱۸۰۰ تنو په شاوخوا کی غیر نظامیان وژل شوی چی د مړو شمیر د ښځو او کوچنیانو په منځ کی ډیر دی.

موسوریس وینا پر بنسټ، «په کابل کی د ۱۷ روغتونونو څخه یوازی ۸ روغتونونه ۲۴۰۳ بسترونو او لږو امکاناتو په درلودلو فعال دی» چی هغه ټول د توغندیو د لږیدو په پایله کی ویجاړ شوی دي.

لږ شمیر ډاکټران چی په روغتونونو کی پاتی دی د بریښنا، اوبو او لومړنیو درملو د بیلګی په ډول د بی هوښۍ، پچکارۍ او بنداژنو د نشتون له امله د ټپیانو په درملنې ندی توانیدلي.

خوراکي توکي لږ او د توکو بیه په تیزۍ سره لوړه شوی ده. په دوه ورستیو اونیو کی د یو کیلوګرام اوړو بیه د دوه چنده څخه ډیره شوی او ډیر شمیر هټۍ او ښارونه تړل شوی دي.

سوتیریوس موسوریس وایی «له کابل څخه د خلکو ډله‎یزې تیښتې په پایله کی د بی‎ځایه شوو شمیر ورځ په ورځ ډیریږی» د راپورنو له مخه نږدې ۲۰۰۰۰ تنه په پلخمری کی میشته شوی چی د ملګرو ملتونو له لوری خوارکی توکی، اوسیدو ځای او روغتیایی خدمات ترتیب شوی چی په مزارشریف کی چمتو کیږی.

نږدې ۵۵۰۰۰ تنو خپل ځانونه مزارشریف ته رارسولی دی چی دغه شمیر ورځ په ورځ ډیروالی مومی. نږدې ۶۰۰۰ تنه یی د ښونځیو د چت لاندی ځای په ځای شوی دی. د ۳۰۰۰۰ تنو څخه ډیر سروبی او جلال آباد ته تیښته کړی ده او په ملکی ودانیو کی ځای په ځای شوي دي. ۱۰۰۰۰ تنو په شاوخوا د پاکستان تورخم ته ځان رسولی دی او د تیرو دری اونیو په لړ کی هره ورځ سلګونه کورنۍ ځان پولی ته رسوي.



د افغانستان ۱۶ وزیران پاکستان ته تښتیدلی دی

سرچینه: «نیشن» ورځپاڼه، ۱۹۹۲کال د اګست ۲۱مه


د افغانستان ۱۶ وزیران پاکستان ته تښتیدلی دی
د افغانستان ۱۶ وزیران پاکستان ته تښتیدلی دی

پیښور – په کابل کی وضعیت نه یواځی ملکی خلک او ټیټ رتبې چارواکی تیښتی ته اړایستلی بلکه د ۵۰ سلنو څخه ډیر وزیران او مرستیالان یی هم پیښور ته تښتیدلی دي.

زموږ د خبریال له خوا د راټولو شوو ورځپاڼو له مخه، د ۳۵ وزیرانو څخه لږ تر لږه ۱۱ وزیران پیښور ته تښتیدلی دي. او په همدغه وخت کی ۵ نورو وزیرانو د پاکستان مختلفو ځایونو ته پناه راوړی ده. له هغه اړینو کسانو څخه چی تازه رارسیدلی دې د کورنیو چارو وزیر انجنیر احمدشاه، د حج او اوقاف وزیر مولو ارسلا رحمانی، د پوهنې وزیر عبدالقیوم او د بریښنا وزیر ډاکټر شاهرخ ګران دي.

....

د پروفیسر رسول سیاف اتحاد اسلامی ګوند ډیر شمیرغړو هم د پاکستان او افغانستان مختلف ځاینو ته تښتیدلي دي.

راپورونه وای چی آن ولسمشر پروفیسر برهان الدین ربانی مرستیال هم د څو تنو نورو وزیرانو سره پیښور ته تیښته کړی ده.

... ویل کیږی چی د پروفیسر سیاف مرستیال، استاذ یاسر چی د ښار جوړونی په وزارت کی یی چوکۍ درلوده وردکو ته لاړ تر څو په هغه ځای د پروفیسور ربانی دولت په ضد پټ تبلیغات شروع کړی.

په همدغه ډول، د مولوی خالص اسلامی ګوند غړي، جلال الدین حقانی او قومندان عبدالحق هم په اروپا او عربستان کی ژوند کوي. لومړنی کس عدلیه وزیر او عبدالحق د امنیه قومندان وه.

د مجددی ګوند پوری تړلی، سید اسحاق گیلانی، چی د خوراکی توکو وزیر وه ربانی ته د واکمنی لیږدولو وروسته په د لویدیځو هیوادونو له ډلې په یوه کی میشت شو. د هغه وروسته حامد کرزی چی د هماغه ګوند څخه دی او داکتر جلال شمس د پیر ګیلانی ګوند څخه هم تللی دی. دغو دواړو د بهرنیو چارو وزارت په پوستونو کی د بهرنیو چارو وزیر سید سلیمان ګیلانی سره کار کاو.

د پام وړ ده چی عبدالاحد کرزی چی د ولسمشر مجددی له خوا د قبایلو چارو وزیر نوماند وه کابل ته را ونه رسید او ویل کیږی چی په خپل زیږندځای په قندهار کی دی او ددی په هڅه کی ده چی د دغو ستونزو حل لپاره لویه جرګه راوبلي. هغه همدارنګه د پخوانی پادشاه ظاهر شاه پلویان یی د فعالیت کولو ته هڅولی دي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 481 میلمانه آنلاین لرو