د ع او غ دولت څخه د کړیدلو میندو کرکه

د ع او غ دولت څخه د کړیدلو میندو کرکه


سرچینه: انجمن اجتماعی دادخواهان افغان ،۱۳۹۵کال د چنګاښ ۲۰مه

د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ په ۱۰مه د پولیسو کاروان د کندهار کابل په لاره د حیدرخان‏کلا په سیمه کی د برید لاندی ونیول شو. د کاروان دا خلک هغه پولیسان و چی د میدان وردګو د تعلیمی موسسی څخه فارغ او د ځای پر ځای کیدو په موخه مرکز ته تلل.

۱۳۹۵کال د چنګاښ په ۲۱مه «انجمن اجتماعی دادخواهان افغان» په پروان کی د څو کورنیو سره چی خپل د ځیګر ټوټې یی پدی پیښه کی له لاسه ورکړی وې لیدنه وکړه. رسنیو د نظامی او ملکی وګړو شمیر چی پدی برید کی په شهادت رسیدلی ۳۰ او ټپیانو شمیر یی ۵۰ تنه اعلان کړ. خو د شهیدانو کورنیو غړو د «انجمن اجتماعی دادخواهان افغان» ګزارشګر ته وویل د وژل شویو او ټپی شویو کسانو شمیر له هغه څه چی په رسمی ډول او یا رسنیو کی اعلان شو ډیر زیات دی.

عبدالحلیم

د پیښی شاهدان وای چی د پولیسو کاروان په درې موټړو کی له مخکی چاودیدونکی توکی ځای پر ځای شوی و، ددی موټرونو د چاودنو وروسته بل موټر چی له چاودیدونکو توکو څخه ډک او په هماغه نږدی ځایونو کی ولاړ و وچاوده. طالبانو ددغه برید پړه په غاړه واخیسته.

د پروان ولایت د ناصرخیلو کلی یوه کړیدلی مور چی شکیلا نومیږی وای:

«خاوند می (عبدالحلیم) د نجیب په دوران کی د ګلبدین توغندی په واسطه په شهادت ورسیده، کله چی هغه شهید شو زمونږ له واده څخه یونیم کال تیریده. ځوی می عبدالحفیظ ۹ میاشتنی و او شیدی څکلی، په ډیر زیار می خپل ځوی لوی کړ. ډیر کوښښ می وګړ چی درس ووایی، کله چی له دولسم ټولګي څخه فارغ شو، زمونږ اقتصادی حالات ښه نه و خپل درسونو ته یی ادامه ورنکړه او په پولیسو کی شامل شو. ځوی می نهه میاشتی مخکی واده وکړ او دوه میاشتی مخکی د تعلیماتو لپاره د میدان وردګو تعلیمی قطعه ته ولاړ. ماته یی وویل مورجانی کله چی له هغه ځایه فارغ شوم معاش اخلم، اقتصادی وضعیت مو ښه کیږی. مګر خپلې هیلی ته ونه رسیده.»

عبدالحفیظ

شکیلا وایی چی ځوی یی عبدالحفیظ په چاودنه کی ټپی شوی و او د یونیم ساعت لپاره ژوندی پاتی شو، خو چا له هغه او نورو ټپیانو سره مرسته ونکړه چی ژر روغتون ته ورسیږی او د هغوی یو شمیر نور هم د حفیظ په شان مړه شول. دعبدالحفیظ ښځه دری میاشتنی امیدواره ده او داسی څوک نشته چی له کورنۍ څخه یی ساتنه وکړی.

غیبی ګل د نورالدین مور ده. نورالدین یو بل تن له پولیسو څخه و چی په دی ځان‎مرګي برید کی د چنګاښ په ۱۰مه نیټه شهید شو. غیبی ګل وایی:

«څلور زامن او څلور لور ګانی لرم، د ببرک کارمل د حکومت په دوره کی زمونږ سیمه روسانو بمبار کړه، خاوند می (نجم الدین) د بم په چاودنه کی شهید شو. به زرګونو ستونزو می خپل ماشومان لوی کړل. ځمکه می نه درلوده، د خلکو په ځمکه کی می کار کاوه او له دی لاری می خپل ماشومانو ته ډوډۍ ورکوله. بیووزلۍ اړه کړم چی ځوی می نورالدین په پولیسو کی شامل کړم. هغه می ترټولو کوچنی ځوی وه، داغ یی تل زما ځیګر سوزوی.»

نورالدین

مکی د پروان ولایت یوه بله اوسیدونکی ده. هغې ۱۸کلن ځوی حسیب د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ ۱۰می په پیښه کی له لاسه ورکړی. مکی وایی:

«خاوند می په یوناما کی کار کاوه. خو یو نیم کال مخکی خپله دنده له لاسه ورکړه، د پیسو یواځینی لاره مو بنده شوه. زمونږ کورنۍ لویه ده ۵ ځامن او ۲ لورګانی لرم. ورځ په ورځ اقتصادی وضیعت مو خرابیږی. ځوی می یو ځلی ملی اردو ته لاړ خو د ډار له امله یی د کار خنډ وګرځیدم. بیا څو میاشتی وروسته مو ستونزې زیاتې شوی، اړه شوم چی په پولیسو کی یی شامل کړم ژوند یی په پولیسو کی ښه نه و، د روژی په میاشت کی د هغوی ته په چرګ‎بانګ کی یو دانه جوش کړی کچالو له لږ ډوډۍ سره ورکاوه. د ټیلفون له لاری زما څخه زر افغانی وغوښتلې، پیسی می نه درلودې په ډیری خواری می ورته ۵۰۰ افغانی ولیږلی. کله چی پوه شو پیسی نه لرم په ټیلفون کی راته وویلی مورجانی دا به دی هم نه رالیږلی. پور می واخیست او د ځوی لپاره می د اختر جامی جوړې کړې، خو اغوستلی ونه شوې. ځوی می چی د کور ډوډۍ راوړونکی و له لاسه می لاړو.»

حسیب

د حسیب مور له اوښکو ډکو سترګو سره وویل:

«خپل ځوی می ونه شو پیژندلی. د ۴۸ ساعتونو څخه زیات د کابل په ټولو روغتونونو کی وګرځیدم. بیا د بایومتریک له لاری پوه شوم چی مړی حسیب پوری اړه لری. زما د ځوی یو لاس او سر نه و. نور په روغتون کی د خپلو ټپیانو په تمه وو خو زه او څو نورې میندی هماغه ورځ د مړی ترلاسه کولو په تمه پاتی و.»

د شهیدانو میندی او کورنۍ په دولت باندی لعنت وای. هغوی وای که اشرف غنی حکومت نشی کولی نو ګوښه دی شی. یوې مور وویل:

«زمونږ زامن له مجبوریته پولیسو ته تللی و ځکه چی کار یی نه درلود. د غنی دولت نه یواځی د ځوانانو لپاره د کار زمینه نه برابروی بلکه هغوی د ځناورو طالبانو خوراک کوی. د دولتی چارواکو زامن په بهرنیو هیوادونو کی ژوند کوی که کوچنی ستونزه هم ورته پیدا شی د نړۍ په سترو روغتونونو کی درملنه کیږی. خو زمونږ د بیوزلو زامن د سون‎توکو به څیر له منځه ځی.»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 246 میلمانه آنلاین لرو