«د ګلبدین لاره د مړو څخه فرش ده»

«د ګلبدین لاره د مړو څخه فرش ده»

سرچینه: «د لویدیځ المان ورځپاڼه» (Westdeutsche Zeitung)، ۱۹۹۲ کال د اپریل ۲۸مه (۱۳۷۱ کال د غویې ۸مه)
ژباړونکې: خالد

کابل: گلبدين حكمتيار، د حزب اسلامي بنسټپاله رهبر، په افغانستان کې یو د جنایتکارو څیرو څخه دي چې د اویاومو کلونو له لومړی څخه د ځواک د لاس ته راوړلو لپاره، شیطانی لوبه یی خپله دنده وګرځوله.

حكمتيار، هغه کس دي چې مجاهدینو ته د امریکا پوځي مرستو ډیره برخه هغه ته ورکړل شوی دی. د یو څیړنیز راپور پر بنسټ چې د امریکا د سنا د غوښتنې پر بنسټ چمتو شوی دی، ګلبدین حکمتیار د شوروی اتحاد څارګر سازمان (کی‏جی‏بی)، د کابل څارګر سازمان (خاد) او ایرانی سازمانونو سره کار کاوو. نوموړی راپور، له افغانستان څخه د شوروی اتحاد پوځی ځواکونو د وتلو څخه وروسته لیکل شوی دی.

حکمتیار چې ګواکې نن ورځ ۴۲ کاله عمر به ولری، متعصب پښتنو لږکیو پوری تړلې دی. هغه د شپیتمې لسیزې په وروستیو کې خپلې زده‏ګړي یی د کابل په پوځی لیسه کې پیل کړلې، خو ځنډ یی ونکړ چې د همجنس‏بازی کړنو پر بنسټ له دغې لیسې څخه وویستل شو. وروسته د کابل پوهنتون کې شامل شو. هغه همدارنګه د کابل پوهنتون څخه وشړل شو، ځکه په همدغه لړۍ کې له پرچمیانو، د غیرقانونی کمونیستانو، سره یوځاې شوی وو او په ویجاړونکو چارو کې یی لاس درلوده.

د نوموړی راپور پر بنسټ، کمونیست ګوند [د«خلق دموکراتیک ګوند ــ پرچم څانګې» څخه موخه ده] هغه یی د راپورچې په توګه سختدریزو اسلامې کړیو ته واستوه ، خو په چټکې سره د هغوي د افکارو اغیز لاندی راغې. په ۱۹۷۳ کال کې، په پاکستان کې څرګند شو او خپل ځان یی د یو بنسټپاله مسلمان په توګه معرفی کړ. یو کال وروسته، د پاکستان څارګر سازمان سره د هغه د اوږدی لړۍ همکاری پیل شوه. آی‏اس‏آی نوموړی ته زده‏کړه ورکړه تر څو د هغه په مرسته د داوود خان دولت نسکور کړی. د دغه سازمان پوځی افسران، هغه یو بدچلنده، ناتاره او د واک تږي کس په توګه معرفی کړی وو. نوموړي هر کار ته لاس اچاوه تر څو په سر کې ځاې ولری. ډیر شمیر راپورونه په دغه اړوند شته دی چې حکمتیار خپلې سیالې مجاهدینې ډلې چې د هغه د امر لاندې نه راتللی دښمن ته یی ورښودلې، په ټول افغانستان هغه د مجاهدینو تر منځ چوغولی کوله. نوموړی راپور زیاتوی چې د اتیاومو کلونو په منځ کې په کابل کی د لنډ مهاله لپاره د مقاومت ماتیدل او د مجاهدینو جاسوسی کړۍ کمزوری کیدل، د حکمتیار کار دی.

«د ګلبدین لاره د مړو څخه فرش ده»

د حکمتیار د واک اصلې سیال تل احمدشاه مسعود، د جمعیت اسلامی پوځی قومندان دی چې د تاجیک جنګیالیو ملاتړ څخه برښمند دی، د ۱۹۸۹ کال د جولای په لومړیو کې، حکمتیار د مسعود ۳۶ تنه قومندانان په کمین کې واچول چې د سځتو ربړونو وروسته یی، ټول ووژل. د هماغه کال په نوامبر کې د اکمالاتی موادو ۵ کاروانه او په مسعود پوری اړوندي ډلې ۲ سلاح‏کوټونه وچاودیدل. د امریکا سنا ته پورته چمتو شوی راپور دا څرګندوې چې یادې چاودنې د حزب اسلامی کسانو کار دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 672 میلمانه آنلاین لرو