قتل عام در اندونیزیا

تر دوهمى نړيوالې جګړې وروسته امريکا او بريتانيا دواړه د خپلو نورو امپرياليستې رقيبانو په وړاندى د يو بريالې متحد په عنوان د هغه نورو هيوادونو او ملتونو د زبيښاک په لټه کي شول کوم چى د اروپايي استعمار له ولکی څخه تازه خلاص شوي وو. هغوى د (پرمختګ)، (بیوزلی له منځه وړلو)، (د بشر د حقونو پياوړى کول) او د لسګونو داسى نورو درواغو تر نوم لاندې خپل امپرياليستې استعمارې سياستونه په لاره واچول تر څو د دريمې نړۍ د هيوادونو طبيعې زيرمۍ او د کار ارزانه نيرو په اسانه توګه لوټ کړى.

امريکا دغو موخو ته د رسيدو لپاره د نړۍ په مختلفو سيمو کى د ازادي غوښتونکو غورځنګونو ټکولو او ځپلو په څنګ کى د يو شمير وگړنيزو دولتونو د نسکورولو لپاره لاس په کار شوه، کوم دولتونه چى هڅه ئي کوله د خپلو ملتونو برخه ليک د لويديځو لوټمارو او غلا ګرو شرکتونو ځينى خوندې وساتى. همدا وجه وه چى په پنځوسمې، شپيتمې او اويايمې ميلادې لسيزو کى د امريکا په ملاټړ په ايران، شيلې، ارجنتاين، اندونيزيا، يونان او داسي نورو هيوادونو کى د نظامې کودتاګانو شاهدان وو.

د امريکايي اډو پروړاندې د ايټاليالویانو پاڅون

د دويم نړيوال جنګ په لړ کې له يوې خوا د نازي فاشيستانو او له بل پلوه د امريکا تر رهبرۍ لاندې د بمباريو، ويجاړيو او د بيګناه خلکو تر وژلو وروسته ځينې اروپايي ښارونه د امريکا تر ولکې لاندې راغلل او هلته د سترو نظامي اډو په بڼه پاتې شول.

د نړۍ په مختلفو سیمو کې زياتره دغه نظامي اډې په «امريکايي ښارګوټو» بدلې شوې چې په هغو کې وسلې، تجهيزات او د پوځيانو کورنۍ ځای پر ځای شوي. دغه سيمې نه يواځې د امريکا د پوځ او استخباراتو تر بشپړ کنټرول او نفوذ لاندې راغلي، بلکې پر نړۍ د خیټې اچولو او د لوټمارۍ سیاست د پلي کولو، د کوربه هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنې کول او بمبار- او په واقعیت کې د غیر نظامیانو وژل او د افغانستان په څیر د بې وزلو هیوادونو ویجاړولو لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي.

تظاهرات علیه پایگاه های امریکا در اوکیناوا

د ۱۹۴۵ زیږدیز کال د دوهمې نړیوالې جګړې وروستیو شیبو کې د جاپان اوکیناوا ټاپو کې د جاپاني او متحدینو ځواکونو ترمنځ سخته جګړه ونښتله چې په پایله کې یې له دوو سوو زرو څخه ډیر وګړي ووژل شول. وروسته له دې چې امریکا د هیرویشیما او ناګاساکی ښارونو باندې اټومي بمونه ورواچول، د جاپان دولت تسلیم شو او د امریکا ځواکونو اوکیناوا ټاپو خپلې ولکې کې ونیو او پر هغه یې تر ۱۹۷۲ کاله پورې بشپړ کنټرول درلوده. لیکن نن ورځ د جاپانیانو د کلکو مخالفتونو سره سره بیا هم پدغه ټاپو کې ۳۴ اډې لري چې د دغه ځای ۱۱ سلنه خاوره په بر کې نیسي. په جاپان کې د امریکا ټول ۷۵ سلنه نظامي تاسیسات پدغه ښار کې شتون لري.

اوسمهال د اټکل له مخې د امریکا ۲۱۰۰۰ نظاميان له خپلو کورنیو سره پدغه جزیره کې استوګنه لري چې د کورنیو وګړو سره یې شمیر تر ۴۰۰۰۰ تنو ته رسیږي چې لګښت یې د جاپان د خلکو له مالیې څخه ورکول کیږي. اوکیناوا د ویتنام، عراق او افغانستان جګړو کې د پنټاګون لپاره ښه نقش لوبولی دی، د دې له امله نه غواړي چې دغه ځای پریږدي.

تظاهرات بر ضد پایگاه نظامی امریکا در اکودور

اکوادور په لاتیني امریکا کې يو کوچنی هيواد دى او شاوخوا څلور ميليونه نفوس لري. د امريکا متحده ايالاتونو پوره يوه لسيزه په «مانتا» کې پوځي اډه جوړه کړې وه. چې د خلکو د غبرګون او مخالفت له مخې په ٢٠٠٩ کال کې وتړل شوه. د دې اډې اصلي موخه په کلمبيا کې په ځانکړې توګه د «فارک» د آزادۍ غوښتونکو غورځنګونو ټکول او نسکورول وو. دغه غورځنګ د کلمبيا ختيځې او سهیلي سيمې په خپل واک کې لري، د لاتيني امريکا په يو شمير هيوادونو کې د ټولنیز دولتونو منځته راتګ چې په کلمبيا کې یې د «فارک» د برلاسئ امکانات زيات کړي وو او دغو کړنو امريکا په ويره او وحشت کې ډوبه کړې وه. ځکه چې د دې غورځنګ په برياليتوب او واکمنۍ سره امريکا د هغه هيواد د کاکائو حاصلخيزه ځمکې چې د سرو زرو، الماسو، نفتو، ګازو او نکلو سرچينې یې درلودې د لاسه ورکولې او ترڅنګ یې د نشه یي توکو له ګټې څخه لاسونه یې لنډیدل. د دې کبله یې د اکوادور لاس پوڅي دولت سره په ١٩٩٩ کال کې د کلمبيا پولې ته نږدې په «مانتا» کې د يوې پوځي اډې جوړولو لپاره لار هواره کړه.

په امریکا کی د زیارکښانو لاریون

یو ځل بیا امریکا چې دولت یې د نړۍ په نورو هیوادونو کې د «دموکراسۍ»، «بشري حقوقو» او د نیاو راوستلو لاپې وهي، د زیارکښو د اعتصابونو او نیوکو سره مخ شوې چې د واکمنې بې نیاوي پروړاندې پاڅیدلي. د ۲۰۱۳ کال د دسمبر په ۲ نیټه د چمتو شویو خوړو (فاسټ فوډ) رسټورانټونو زیارکښ د خپل کاري مزد د ډیرولو په تړاو نیویارک، شیکاګو، واشنګټن ډي سي، ډیټرویت او میشیګان ښارونو کې لاس په اعتصاب شوي دي. دغه زیارکښ چې شمیر یې تر زرګونو تنو رسیده، هوډ یې درلود چې د امریکا په سلو ښارونو کې خپلو نیوکو ته ادامه ورکړي. د «اسوشیټید پرس» د راپور په بنسټ وروستیو څو کلونو په لړ کې د کاري مزد لوړلو لپاره دا لومړنی لوی لاریون و.

زیارکښو «موږ نشو کولای چې په یو ساعت کې د ۷.۲۵ ډالرو په ارزښت مزد سره ژوندي پاتې شو» تر شعار لاندې له لاریون سره مل وو. پدغه لاریون کې زیارکښو غوښتل چې د یو ساعت مزد یې له ۷.۲۵ ډالرو څخه ۱۵ ډالرو ته اوچت شي. هغوی ویل چې اوسني مزد سره نشي کولای خپلې اړتیاوې پرې راونیسي، ځکه چې د خوارکي توکو، پوښاک او درملو نرخونه ډیر لوړ دي او د دغو زیارکښو ډیری شمیر دعوه لري چې اولادونه یې د شپې لخوا وږي ویده کیږي.

هغه لاسوند چی ګلبدین امریکا ته دوست ویلی

د ۱۳۹۲ کال د غویي په ۲۶ مه چې د ۲۰۱۳ کال د می ۱۶ نیټې سره سمون خوري، د کابل د شاه شهید په سیمه کې د یو ځانمرګي برید له امله زموږ ګڼ شمیر هیوادوال چې ډیری یې ماشومان وو، په شهادت ورسیدل. لعل محمد چې د لوګر د ناامنیو له امله کابل ته پناه راوړې وه او غوښتل یې چې کورنۍ یې په یوه سوکاله فضا کې ژوند وکړي او اولادونه یې ښوونځي ته ولاړ شي. لیکن د نوموړي د هیلې برعکس په دغه برید کې یې د خپل د زړه دوه ټوټې چې یو یې لس او بل یې درې کلن و، له لاسه ورکړل او په ویر کې کیناست.

د دغې جنایتکارانه برید مسئولیت حزب اسلامي پر غاړه واخست او دغه برید یې د «امریکا پروړاندې جهاد» ونوموه. دغه فاشیست ګوند په داسې حال کې د امریکا پروړاندې ضدیت ښکاره کوي چې د رهبري اصلي تنو‌یې د امریکا او غرب سیوري لاندې د کابل د کرزي په ګوډاګي رژیم کې له ارګ څخه نیولې آن تر ولایته پورې مهمې څوکۍ خپلې کړې دي. هادي ارغندیوال، فاروق وردک، کریم خرم، حلیم فدایي، جمعه خان همدرد، وحید الله سباون او نور ګلبدیني پیژندل شوې څیرې هره ورځ د ډالر د ترلاسه کولو لپاره امریکایانو ته لاس په سینه ولاړ دي خو جلاد ګلبدین د آی اس آی د خوب له نرم تخت څخه د امریکا پروړاندې د «جهاد» شعار اوچتوي او د دغې شعار لاندې زموږ بې ګناه خلک وژني.

anti-Tatcher protest in London following her death

په دی ورځو کې د انګلستان د ړومبنۍ ښځینه وزیری مارګرت تاچر چې د ۱۹۷۹ ام نه تر د ۱۹۹۰ ام کال پوری یې واک درلود، د مړینې خبر یې په خلکو کې د خوښۍ ولولې را وپارولې. که څه هم یو خوا د نړۍ تر ټولو ناوړه شخصیتونو لکه ډیویډ کمرون، هنری کسینجر، ټونی بلیر، ګورباچف، لخ والسا، آنګلا مرکل، فرانسوا اولاند، اوباما روپردت مرداک او داسی نورو هغه «فولادینه میرمن» بولې او ستاینه یی کوي بل خوا د انګلستان زیارکښان هغه د بدمرغۍ پیل ګڼی او رټیې.

د انګلستان او نړۍ غوره شوی خپرونې هڅه کوي چې میرمن ټاچر ته انسانی بڼه ورکړی. د انګلستان دولت دمعمول پرته د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د هغې د جنازی مراسم تر سره کړل. لیکن د انګلستان خلکو د مرګ د خبر په اوریدو سره سم ډلې ډلې واټونو ته راووتل او د خوښۍ نه یې په اتڼ لاس پوری کړو او نوموړی د کارګرانو سره په ظالمانه چنلد او په نړیواله کچه باندې په جنایتکاره سیاستونو وترټله. په لسګونو زره کسان د انګلستان، اسکاټلنډ او ایرلنډ په مختلفو ښارونو کې چې د « تاچریزم» څخه ډیر کړیدلی ؤ د هغې په غبرګون کې پلاکارتونه پورته کړل او په لاریونونو یې لاس پوری کړو.

هوگو چاویز

يو ستر انسان، د زيارکښانو ټينګ ملاتړى، په ﻻتينې امريکا کى د ملې او ډیموکراتيکو غورځنګونو بلګه، دستونزو او تيرى کوونکو ځواکونو پر وړاندې د مقاومت سمبول له دی نړۍ څخه سترګې پټې کړى. هوګو د ونزويلا د خلکو نوميالى لارښود چى له کلونو راپدیخوا د سرطان ناروغې سره ﻻس او ګريوان و د ٢٠١٣م کال د مارچ په شپږمه يي د تل لپاره مخه ښه وکړه، په ميليونونو هيوادوال، د نړې مترقى او د ښکیلاک ضد انسانان يي د غم او خپکان په ټغر کښينول. د خپل وياړلى ژوند په اوږدو کى يي زبیښاک ځپلو خلکو ته ډير درسونه پر ځاى پريښودل.

د څو لسیزو را پدیخوا داسی ټولیز او سر تا سری ماتم چې د یو شخص په مړینه رامنځ ته شوی وي ساری نه لری. په کاراکاس کى تر دوه ميليونو زيات خلک په اوږدو ليکو کى په انتظار وﻻړ ؤ تر څو «قومندان چاويز» سره وروستۍ ليدنه او درناوې وکړي. کوم انځورونه چى د رسنيو له خوا مخابره کيږى په هغوى کى د ونزويلا تشلاسى پرګنې چى د چاويز انځورونه يي په غيږ کى نيولى د وير اوماتم په حال کى ښکاره کوي. که څه هم دغه انځورونه دردوونکى دى، خو له بل پلوه په ډاګه کوى چى هغه تر کومى اندازى د خپلو خلکو په زړونو کى ځاى درلود! همدا ډول د لاتينى امريکا څو هيوادونو هم عمومى وير اعلان کړ او خلک په ماتم کى دې. ډيرى ورځى کيږي چى د هغه مړينه د نړى د خپرونو سرټکی جوړوي او د نړى په هر ګوټ کى د عدالت پلويان د يوويشتمى پيړې ددغه هوښيار لارښود د تشې په خاطر افسوس په ډاګه کوى.

«هر ټوپک چې جوړیږي، هره بیړۍ چې په کار اچول کیږي، هر توغندۍ چې توغول کیږي، په آخرین تحلیل کې هغه څوک چې په ولږه کې خوړو لپاره ډوډۍ نه مومي او په سړو کې د اخوستلو لپاره جامی نه لري د هغوي نه په غلا کولو دلالت کوي»

ایزونهاور، د امریکا پخوانې ولس مشر

صلح امریکا

تر اوسه د امریکا د دولت د رسمې ارقامو په بنسټ داسی انګیرل کیده چې په افغانستان او عراق کې د امریکا د جګړی لګښت کچه به تر دوه تریلیونه (دوه زره میلیارده) ډالرو ته رسیږي. لیکن یوه نوی څیړنه چې د امریکا د هاروارد د پوهنتون د پوهانو د ۲۰ کسیزی ډلې لخوا تر سره شوی، دغه لګښت کچه د څلورو څخه تر شپږو تریلیونو ډالرو ښایی. سربیره پر دی دغه څیړنه دا هم ښایې چې دغه دوه ویجاړونکو جګړو لږ تر لږه ۲۲۵ زره تنه وژلې او لاتر اوسه هم د دې هیوادونو د خلکو او سرتیرو څخه قربانی اخلې.

د امریکا حکومت بیرحمی د خپلو خلکو پر وړاندی

امريکا د هسته يي وسلو له پلوه ستر او لمړنې هيواد دى چى په خپلو خلکو او د ټولى نړى په هيوادونو يي د اتمې ازموينو په لړ کى، تر ټولو زيات بشرې جنايتونه سر ته رسولې چى د څو لسيزو په تيريدوسره له دى رازونو پرده پورته کيږې. د اتمى چاودنو په لړ کى د امريکا د دولت بي رحمې د خپلو خلکو په وړاندى دومره وحشتناکه او دردوونکې ده چى قربانيان يي تر اوسه پورى د هغو له پايلو خلا صون نلرى.

سره لدى چى تر اوسه په نړۍ کى اته(٨) هيوادونه دغه وسلو ته لاس رسې لرى، خو امريکا يواځنې هيواد دى چى هغه يي د بل ملت په وړاندى استعمال کړى. امريکا په ١٩٣٩م کال کى د جمهور رئيس فرانکلين روزولت د غوښتنې له مخى د هسته اى بمب په جوړولو پيل وکړ تر څو د اړتيا په صورت کى د نازې المان په وړاندى ترينه کار واخستل شې، خو د امريکايي (نازيانو) له خوا د دى وسلى موخه د جاپان بى دفاع خلک وګرځيدل. تر څو په نړۍ خپله بادارې، خپلو نظامې او سياسې سيالانو ته په ډاگه کړى.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 70 میلمانه آنلاین لرو