د پاکستان ارمونې بچیان د خپل پلار په ویر کښې
- کټګوري : ژباړې
- لیکونکی: نوید نابدل
- نیټه: چهارشنبه, 25 سلواغه 1391
د ۱۳۹۱ لمریز کال د مرغــومي په ۲۴ د افغانستان د یو شمیر اخواني غلامانو لخوا چې زیاتره یې د ګلبدین حکمتیار اسلامي ګونــد پورې تړلي وو، د پاکستان د جمعیت اسلامی ګوند مشر قاضی حسین احمد د مړینی د لمانځلو لپاره یې یو لړ مراسم په کابل کې په لار واچول.
قاضي امین وقاد، حاجي فــرید، قطــب الدیــن هلال، مولوي شهزاده شاهد، نصیراحمد نویدي و او یوشمیر نور کرکجنه څیرې د دې غوڼډې وینا کوونکي وو، چې د قاضي حسین احمد په شان کښې يې خبرې کوولې.
په داسې حال کښې چې د پاکستان او ایران ظالم او مستبد حکومتونه زمونږ د خلکو هغه قسم خوړلي دښمنان دي، چې په تیرو دریو لسیزو کې یې زموږ ګران هیواد ته ویره، ناپوهي، وژنې او ویجاړتیاوی راوړې، لیکن د هغوي افغان چوپړان، چې نن یې د کرزي په لاسپوڅې رژیم کې جرړې کړي، ډیر په ارامه او ډاډه د زړه د دې دوو هیوادونو د ناوړو شخصیتونو څخه اتلان جوړوي او په یاد یې غونډې رابلي.
تیر کال ایران د آخندي رژیم بالکیانو د ښار په ګوټ ګوټ کې د جلاد خمینې انځورونه وځړول او د هغه کلیزه یې ولمانځله. د ښوونې او روزنې وزارت په درسې کتابونو کښې ناوړه ضیاًالحق ته یې د اتل نوم ورکړ او نن قاضي حسین احمد، چې د افغانستان په ټولو خونړیو پیښو کښې يې پراخ لاس درلود، د غمرازۍ او خواخوږۍ مراسم ترسره کوي.
د پاکستان جماعت اسلامي ګوند او پخپله قاضي حسین احمد د افغانستان د خلکو پروړاندې په نه بخښونکې جنایاتو تورن دی او د یو شمیر اخواني او خاینو ګوندونو لکه د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، اتحاد اسلامي او د طالبانو معنوي پلار او بنسټ ایښودونکې ګڼل کیږي چې زمونږ د هیواد د بدمرغیو او نه ختمیدونکو ناورینونو لامل دی. دغه ناوړه ګوند د خپلو فاسدو او شیطاني افکارو په لرلو سره د پاکستان د خلکو په منځ کښې هم د کرکې وړ دی، چې به هر ځل ټاکنو کښې د یوې یا دوو کرسیو څخه زیات لاسته نشي راوړلۍ. د دې ګوند بنسټ ایښودونکۍ مولانا ابوالاعلي مودودي وو، چې د برتانیا لخوا ګمارل شوئ وو، چې د هــند د قارې پر نیمایې برخې یې د انګلیس د استعمار څخه په ښکاره ډول ملاتړ وکړ او د پاکستان په نوم د هیواد د جوړیدو سره یې مخالفت وکړ.
قاضي حسین احمد د افغانستان د ټولو اخواني ډلو منلۍ شوئ پلار وو، چې هغوی ته يې وحشت، جهالت، وطن پلورل او داسې نور جنایتونه ور زده کړل.
قاضي حسین احمد د خپلې مړینې یوازی څو میاشتی وړاندې د افغانستان د سړي خوړونکو طالبانوڅخه په ملاتړ یې وینا وکړه او د هغوي ټولې کړنې یې پر ځای او «جهاد» وبللې، دا په داسې حال کښې و، چې د پاکستاني طالبانو خوځښتونه او کړنې یې په هغه هیواد کې ناروا او په کلکه وغندلی. قاضي حسین احمد د جنرال حمیدګل، نصیرالله بابر، نواز شریف، کرنل امام، مولانا فضل الرحمن، ضیأالحق، ډګروال یوسف، جنرال اختر عبدالرحمن او نورو لوړ پوړو چارواکو تر څنګ زمونږ د هیواد یو له هغو ورانوونکي دښمنانو څخه وو، چې یواځې پاکستاني مزدوران او وطن پلورونکي کولای شي، چې د دغو رذیلانو او خائینینو درناوۍ وکړي او مراسم ورته جوړ او ترسره کړي.
د سړې جګړې په لړ کښې چې امریکا د افغانستان پر بنسټپالو ډلو پانګوونه کووله او هغوی یې د پاکستان له لارې اکمال، تجهیز او په وسلو سمبالول، جماعت اسلامي په دې برخه کښې مهم رول ولوباوه. دی ګوند چې د ضیأالحق مستبد حکومت سره یې لاس یو کړی و، په دولتي ادارو ته یې لار پیدا کړه او د غرب، «سی.آی.ای» اوپه ځانګړی توګه د نړیوال اخوان بې ساري مرستې یې لاسته کړي.
جماعت اسلامي چې کوم نفوذ په «آی.اس.آی» کښې درلود، نو له همدې امله د افغانستان د بنسټپالو ډلو د ښوونې او پیاوړي کوولو مسًولیت د همدې ګوند پر غاړه وو. قاضي حسین احمد پخپله ډیره هڅه کووله چې د ټولو بنیادګرو ډلو له منځ څخه د ګلبدین پر فاشیستي ډلې یا ګوند زیاته پانګوونه وکړي او ډیرۍ نظامي تجهیزات او مرستې د ده د ګوند په لمن کښې ورواچوي. لکه څنګه چې «سی.آی.ای.» ګلبدین یې د خپل ګټور او نازولي نوکر په حیث پیژندلئ وو، نو له همدې کبله جماعت اسلامي ته بشپړ واک ورکړل شوئ وو چې ټول ممکنه مالي مرستې د دغه جنایتکاره او ملي ضد ګوند په واک کښې ورکړي. جماعت اسلامي او ضیاء الحق د «سی.آی.ای» دغه سرښندونکې جاسوس (ګلبدین) د هیڅ څخه یې د اففانستان په یو پیاوړي او تر ټولو فاشیست سیاسي ځواک بدل کړ. «آی.اس.آی» او د پاکستان پولیس عملأ د ګلبدین د تروریستانو په چوپړ کښې وو او د هغوی لپاره یې د شمشتو، ورسک او داسې نورو کمپونو کښې وژن ځایونه جوړ کړل، تر څو دوی وکولای شي چې په آرامه او پر امنه چاپیریال کښې د هیواد د بې ګناه، آزادي غوښتونکو، ملت غوښتونکو او روڼ اندانو سرونه د تن څخه جلا او افغانستان د خپلو وطنپالو او پرهیواد میینو او اصلي بچیانو د شتون څخه بې برخې کړي.
نن ورځ چې خاینین زمونږ په هیواد کې واک لري، د پاکستان یو شمیر ارمونې بچیان او د «آی.اس.آی.» جاسوسان او ګوډاګیان زمونږ د وطن د لعنتي دښمنانو مراسم لمانځي، لیکن هغه ورځ لرې نه ده، چې دغه خاینان سره د خپلو بادارانو د تاریخ ډیران ته واچول شي او د خپلو دغه رذیلانه او شرموونکو کړنو سزا وویني.