د افغان ماشومانو ډله ییز وژنې پر وړاندې د امریکایي رسنیو چپتیا

کودکان افغان که در اثر بمباردمان امریکایی ها کشته شدند

د امریکا نوموتو رسنیو په عادي ډول د امریکایي پوځیانو لخوا په افغانستان کې د افغان ولسي وګړو پر وژنه په شرموونکي توګه چپتیا غوره کړې او یا هم د وژل شویو شمیر له واقعیت څخه سترګې پټوي. په داسې حال کې چې د دغه هیواد په نیوټاون ښار په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله د شلو ماشومانو د وژل کیدو پیښه نه یوازې د امریکا بلکې د نړۍ د رسنیو په سرټکو بدل شوې وه، لیکن د امریکا مترقي او نیاؤ غوښتونکي لیکونکي رابرټ دریفوس دغه پیښه د افغان ماشومانو د وژنې سره پرتله کړې، چې د پنټاګون او ناټو په پرله پسې هوایي بریدونو کې له منځه ځي، لیکن د نړۍ خپرونې پرې سترګې پټوي.

د لیکنی «نیوټاون،‌ افغانستان»، پښتو ژباړه تاسې ته وړاندې کوم.

سرچینه: د «نیشن» مجله، د ۲۰۱۲ کال د دسامبر ۲۴مه
لیکونکې: رابرت دریفوس | ژباړونکی: احمد فولاد

د امریکا د کانتیکات ایالت په نیو ټاون کې د شلو ماشومانو په مړینه یو ستر غبرګون: رسنیو دغه خبر پرته له ځنډ څخه په هره ګڼه کې په پرله پسې په بې سارې توګه خپور کړو او په نه هیریدونکې توګه ملي بیرغ هم نیم ځوړنده وځړیدو.

په افغانستان کې چې په لسګونو، سلګونو او ان په زرګونو ماشومان له منځه ولاړه، ولې ځواب یې د تل په څیر هیڅ و.

آیا افغان ماشومان هیڅ ارزښت نلري؟ یا وژونکي یې هغه څوک دي چې په تن یې امریکایي یونیفورم دی، که هغه پیلوټ، جنګیالي او که د بې پیلوټه الوتکې چلونکې اوسي، نو خیر دی.

کودک افغان که در اثر بمباردمان امریکایی ها کشته شدند

د ۱۳۹۱ کال د اورې میاشت د ماشومانو د ټول وژنې پیښه، چې هرومرو د نظامي ډلګي مشر لخوا ترسره شوه: د افغانستان په سویل کې د تیرې یکشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو یو نظامي ډلګی مشر۱۶ ولسي وګړي، چې ۹ تنه یې ماشومان وو، هغه مهال ووژل، کله چې نوموړی له خپې اډې اووت او کور په کور د خلکو په وژلو یې لاس پورې کړ، چې دغې کړنې یو وار بیا د امریکا ضد احساسات راوپارول، افغان او امریکایي چارواکو وویل...چې دغې سړي ۱۱ تنه، چې څلور په کې نجونې دي، چې عمرونه یې له شپږو کالو ټیټ ښودل شوی، له کورونو یې راویستلي او پر هغوي یی ډزې کړي.

دا هم، د ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې:

په افغانستان کې میشت نړیوالو ځواکونو نظامي ټلوالې دا منلي، چې د دوی د توپونو په ډزو کې لږ تر لږه درې ماشومان په هلمند ولایت کې وژل شوي دي، چې د خواشینۍ په څرګندولو یې دا یوه "بوږنونکې کړنه" بللې. د قرباني کورنیو غړو... وویل چې ماشومان یې د بزګرانو د څپیاکو راټولول لپاره چې د سونګ توکې دي استول شوي وو.

دا ځل بیا هم، ۱۳۹۱ کال د تلې د میاشتې:

د افغانستان په سویل کې د نړیوالو ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې چې لږ تر لږه یو ساعت دوام یې وموند، څلور ماشومان چې په سیمه کې د خپلو څارویو په څرولو بوخت وو، ووژل شول، سیمه ییزو چارواکو وویل چې نړیوالو ځواکونو د سه شنبې د پیښې په اړه بخښنه غوښتلې او ویلې یې دي، چې په دې اړه پلټنې دوام لري.

یا هم، د ۱۳۹۱ کال کب د میاشتې:

کودکان افغان که در اثر بمباردمان امریکایی ها کشته شدند

د افغانستان ولس مشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د ناټو په هوایي بمبارد کې د وژل شويو اتو ماشومانو پړه پر ناټو واچوله.

او د ۱۳۹۱ کال چنګاښ د میاشتې څخه را پدیخوا:

د خوست ولایت دولتي چارواکي وایي، چې د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو ځواکونو په خونړي هوایي برید کې د دې ولایت په یو کلې کې اته ماشومان او دوه ښځې وژل شوې دي او دې پیښې د افغان حکومت او غربي چارواکو ترمنځ پرتې ستونزې لا ډیرې کړې دي.

د دغو غمیزو څخه یوه هم د ۲۰۰۸ کال غمیزه ده، چې ۶۰ماشومان په کې شهیدان شول، چې د نیوټاون دوه چنده، درې چنده او څو چنده وو.

په کابل کې د ملګرو ملتونو په وینا: د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمیټې داسې کره بیلګې پیدا کړي، چې په هغه کې ۹۰ تنه ولسي وګړي چې ۶۰ تنه یې ماشومان دي، د جمعې په ورځ د افغانستان په لویدیځ یو کلې کې د هوایي بمبار په ترڅ کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې دې ته ورته پیښې په سلګونو دي، په ځانګړي ډول د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کال څخه را پدیخوا.

خو دا له اټکل څخه لرې بریښې، چې د سي.این.این ټلویزیونې شبکه دې داسې پیښې د نیو ټاون پیښې په څیر په هره ګڼه کې په پرله پسې توګه پرته له ځنډ څخه خپرې کړي.

کودکان افغان که در اثر بمباردمان امریکایی ها کشته شدند

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 109 میلمانه آنلاین لرو