د امريکايي اډو پروړاندې بايد د ايټاليا د خلکو له دريځ څخه زده کړه وکړو

د امريکايي اډو پروړاندې د ايټاليالویانو پاڅون

د دويم نړيوال جنګ په لړ کې له يوې خوا د نازي فاشيستانو او له بل پلوه د امريکا تر رهبرۍ لاندې د بمباريو، ويجاړيو او د بيګناه خلکو تر وژلو وروسته ځينې اروپايي ښارونه د امريکا تر ولکې لاندې راغلل او هلته د سترو نظامي اډو په بڼه پاتې شول.

د نړۍ په مختلفو سیمو کې زياتره دغه نظامي اډې په «امريکايي ښارګوټو» بدلې شوې چې په هغو کې وسلې، تجهيزات او د پوځيانو کورنۍ ځای پر ځای شوي. دغه سيمې نه يواځې د امريکا د پوځ او استخباراتو تر بشپړ کنټرول او نفوذ لاندې راغلي، بلکې پر نړۍ د خیټې اچولو او د لوټمارۍ سیاست د پلي کولو، د کوربه هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنې کول او بمبار- او په واقعیت کې د غیر نظامیانو وژل او د افغانستان په څیر د بې وزلو هیوادونو ویجاړولو لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي.

له ١٩٥٥ کال راهيسې يو له دغه ډول اډو څخه د «ايدرل کمپ» چې د ايټاليا شمالي ښار په «ويچنزيا» کې واقع دی او د طبیعي زيرمو، کانونو او د اوبو پراخه سرچینې لري، د خپل لرغوني تاريخ له مخې د يونيسکو فرهنګي ميراث ګڼل کيږي.

د ١٩٩٤ کال په لومړيو کې امريکا او د ايټاليا د هغه وخت دولت چې مشري یې د فاشيست ولسمشر سويلو برليسکوني په لاس کې وه د خلکو له نظر څخه پټ د يوې طرحى په سر موافقې ته ورسيدل، د هغې له مخې پريکړه وشوه چې نوموړې اډه به پراخيږي او د «دال مولين» سيمه چې د ښار هوايي ډګر پکې موقعيت لري هم ورسره يوځاى کيږي. د دغه اقدام له مخې نوموړې اډه د امريکا خاورې څخه دباندې د دوی لپاره تر ټولو په سترې او پراخه نظامي اډې بدله شوه.

کله چې په ٢٠٠٦ کال کې د ويچنزيا خلک خبر شول چې د هغوى د استوګنې سيمې هغو نابللـو ميلمنو ته ورکول کيږي، کوم چې په اوسني وخت کې نورو هيوادونو ته «دموکراسي» ليږدوي. پداسې حال کې چې د دې ښار وګړو د دغه اقداماتو او کړنو سخت مخالفت کاوه د ايټاليا سيمه یيز او مرکزي دولت له امريکايي مقاماتو سره د يو جوړ جاړي له مخې وروستنئ طرحه تصويب او د اجراء وړ وګـڼله. د ايټاليا په ماليه ورکوونکو دا جبري شول چې تر يوڅلويښت سلنې ٤١% پورې د امريکايي پوځيانو د استوګنې همدا ډول د بنسټيزو پروژو لکه د برښنا او سرکونو لګښت چې سلګونو ميليونو يورو ته رسيږي ورکړي.

د پوليسو لخوا د لاريون کوونکو ځپل او ټکول
د پوليسو لخوا د لاريون کوونکو ځپل او ټکول

د ايټاليا خلک نه يواځې د خپل هيواد نظامي لګښت بلکې د امريکايي اډو لګښتونه هم دولت ته د ماليې په ډول ورکوي. د ايټاليا واکمن نظام د عامه سوکالۍ او ملکي چوپړتیاو د بودجې کمولو ترڅنګ د ناټو د غړو هيوادونو په منځ کې د امريکايي اډو تر ټولو زيات يعنې اووه ديرش سلنه ٣٧% لګښت په غاړه لري.

کله چې د ٢٠٠٧ کال په لومړيو کې د پوځي اډې د پراخيدو طرحه د پلي کيدو لپاره تياره شوه، د ويچنزيا په زرګونو خلکو چې په هيڅ ډول یې نه غوښتل خپل تاريخي وياړونه او د ښار ښکلا د لاسه ورکړي. د ښار مرکز ته ننوتل ترڅو د دغې طرحې په مخالفت کې خپل هوډ او تصميم په ډاګه کړي. دا د امريکايي اډو د شتون په وړاندې د خلکو د ستر غورځنګ پيلامه وه. د ٢٠٠٧ کال د جنوري په ٢٧ نيټه ١٥٠ زره کسانو يو بل ته په لاس ورکولو سره په سمبوليک ډول د ښار چاپير کړۍ جوړه کړه او په ويچنزيا کې یې د هر ډول نظامي نقشې جوړښت سره خپل مخالفت او غصه یې په سختو ټکو او يو آواز سره په ډاګه کړه.

تر دې تاريخ وروسته په سلګونو اعتراضي غبرګونونه او کمپاينونه يو په بل پسې په لاره واچول شول چې په ځانګړي توګه ځوانانو په هغه کې زياته فعاله ونډه درلوده. په ورته وخت کې اعتراض کوونکو ورځ تربلې د نورو سيمو او ښارونو د خلکو ملاتړ او ملګرتيا ترلاسه کوله. د دې غورځنګ لمن يواځې په ايټاليا کې محدوده پاتې نشوه، بلکې ټولې اروپا ته وغځيده، لږ تر لږه دوه لوي اروپایي فيسټيوالونه د ويچنزيا د خلکو د ملاتړ په هکله سرته ورسيدل.

په ډيرې چټکتيا سره يو غورځنګ «(No to Dal Molin) دال مولين ته نه» په نوم جوړ شو. فعالينو یې د لاریون برسيره په ښکاره توګه د ښار محاصرې ته دوام ورکړ، آن تردې چې يو ځل یې د دال مولين شاوخوا حفاظتي ديوالونه ړنګ او تر درې ورځو يې په خپل واک کې ونیو. د استوګنې په چاپیریال کې د نظامي تاسيساتو له ويجاړوونکو اغيزو څخه د خلکو د پوهې کچه لوړه شوه او پدې وپوهيدل چې سياستمداران يې د تبلیغ درواغجنو دستګاؤ څخه په ګټه اخيستو سره هغوى تيرباسي او له خطر سره يې مخامخ کوي.

سختو او پراخه مخالفتونو ته په کتو سره د ايټاليا چارواکو اعلان وکړ چې پدې هکله ټول پوښتنه (رفرانډم) پرلار اچوي، خو د هغه له پلي کيدو څخه څلور ورځې ترمخې مرکزي دولت د برلسکوني په حکم د ټول پوښتنې مخه ونيوله. د دولت دغه عمل د خلکو کرکه او نفرت نور هم پسې ډیر کړ، هغوى هوډ وکړ چې پخپله دغه ټول پوښتنه پرلار واچوي او خپل برخه لـيک په ډاګه کړي. په پايله کې دغه غير رسمي ټول پوښتنه په اصولي توګه چې د ټاکنو ټول مقررات يې په پام کې نيولي وو، د ٢٠٠٨ کال د سپتامبر په پنځمه نيټه د خلکو په پراخ او بيساري ګډون په برياليتوب سره ترسره شوه. پدې ټول پوښتنې کې پنځه نوې سلنه ٩٥% وګړو مخالفه رايه ورکړه. دغه ټول پوښتنه د ایټالیا په مختلفو سیمو کې په سمبوليکو بڼو آن تردې چې په ډيرو لرو پرتو جزيرو کې هم تر سره شوه، څو د امريکايي نظاميانو د شتون پروړاندې د هيواد د ټولو خلکو د همبستګۍ او يووالي بيلګه په ګوته شي.

«دال مولین ته نه» غورځنګ رئيس انزو سسکاتو د دغې بريالۍ رايه اخيستنې په مناسبت يو پيام کې وليکل:

«دا يوه په زړه پورې بيلګه وه، په ډاکه يې کړه چې خلک کولاى شي دموکراسي ته په لاسرسي سره برياليتوب ترلاسه کړي... تر دوه کالو زياته موده کيږي چې د دې ښار وګړو نه يواځې د اډې د جوړولو مخه په برياليتوب سره ډب کړې او د هغې مخالفت کوي، بلکې په سياست کې يې هم فعال نقش لوبولی چې د هغوى او د نړۍ د نورو خلکو په ژوند اغيزه پریباسي، ژوندۍ دې وي دموکراسې!»

که څه هم د ٢٠٠٩ کال د فبروري څخه را پدیخوا د دغې نوې اډې جوړيدل رسماً پيل شويدي، خو لاريونونه او د خلکو فعاليتونه او هڅې هم د هغوى پروړاندى دوام لري. د امريکا دولت د خپل نفوذ له مخې چې د ايټاليا په لوړ پوړو فاشيستي چارواکو کې لري او دغه راز د دوی لپاره د نوموړې اډې ارزښت د دې لامل وګرځید چې د خلکو د مقاومت مخه ونیسي. هر وار د خلکو اعتراضونه او نيوکې د پوليسو له ډير ناوړه او وحشيانه چلند سره مخامخ شوې، دال مولين ته نه غورځنګ ملاتړي او فعالان د هغوى تر وحشيانه ټکولو، وهلو او ډبولو لاندې راغلل او دغه راز ګڼ شمير کسان يې ونيول شول.

په دغو اعتراضونو کې د ښځو بنسټیز رول د يادولو وړ دی، فيمينستي سازمانونو او د ښځو د حقونو فعالان د هر صف او ليکې په لومړي سر کې ولاړ وو. د امريکا له درواغجنو شعارونو سره سره چې د «زړونو او ذهنونو د غولولو» تر نوم لاندې يې غوړې او خوږې وعدې خلکو ته ورکولې، چې ګواکې د ورزشي اسټډيوم په جوړولو به د هغوى فوټبال ټيم سره مرسته او همکاري کوي، دغو غولوونکو شعارونو يو هم ونشو کولاى چې د خلکو قناعت ترلاسه کړي ځکه چې هغوى ته خپله آزادي او استقلال تر هر څه غوره او مهم وو.

د ايټاليا پوه او اګاه عناصرو د څو لسيزو په اوږدو کې له تجربې سره ترلاسه کړي دي چې د متحده ايالاتونو په ځينو پوځي اډو کې د لسګونو جاسوسانو په تربيه کولو برسيره پټ فاشيستي او کمونيستي ضد ډلې لکه ګلاديو Gladio رهبري کوي، څو د اروپا فضاء د امکان تر پولې د امريکا ترلاس لاندې وساتي، لکه په افغانستان کې د روسانو له تيري څخه تر نن ورځې پورې د بنسټپالو او جنايتکارانو روزل او پياوړي کول.

د افغانستان ځوريدلي او کړيدلي خلک د اروپایي هیوادونو، جاپان، کوريا او داسې نورو له ترخو تجربو څخه په درس اخيستنې سره بايد اجازه ورنکړي چې د دغه هيواد واکمنه دستګاه د افغانستان خاوره په بشپړه او مطلقه توګه تر خپلې کرغيړنې ولکې لاندې کړي. بايد په غوڅه توګه د لويديځ او امريکا د ناوړه سياست پروړاندې مقاومت وکړي او پرته له شک څخه د افغانستان د خلکو دغه دريځ به د سيمې او نړۍ د زرګونو ميليونو آزادي غوښتونکو ملاتړ او ملګرتيا له ځان سره ولري.

زموږ په ویجاړ شوي هیواد کې د نیواک او داخلي ارتجاع پرضد د خپلواکۍ او ازآدۍ ملاتړي غورځنګونو د مقاومت او راوچتیدو په هیله!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 82 میلمانه آنلاین لرو