په اکوادور کې د امريکا د پوځي اډې د ټغر ټوليدلو څخه درس واخلو

تظاهرات بر ضد پایگاه نظامی امریکا در اکودور

اکوادور په لاتیني امریکا کې يو کوچنی هيواد دى او شاوخوا څلور ميليونه نفوس لري. د امريکا متحده ايالاتونو پوره يوه لسيزه په «مانتا» کې پوځي اډه جوړه کړې وه. چې د خلکو د غبرګون او مخالفت له مخې په ٢٠٠٩ کال کې وتړل شوه. د دې اډې اصلي موخه په کلمبيا کې په ځانکړې توګه د «فارک» د آزادۍ غوښتونکو غورځنګونو ټکول او نسکورول وو. دغه غورځنګ د کلمبيا ختيځې او سهیلي سيمې په خپل واک کې لري، د لاتيني امريکا په يو شمير هيوادونو کې د ټولنیز دولتونو منځته راتګ چې په کلمبيا کې یې د «فارک» د برلاسئ امکانات زيات کړي وو او دغو کړنو امريکا په ويره او وحشت کې ډوبه کړې وه. ځکه چې د دې غورځنګ په برياليتوب او واکمنۍ سره امريکا د هغه هيواد د کاکائو حاصلخيزه ځمکې چې د سرو زرو، الماسو، نفتو، ګازو او نکلو سرچينې یې درلودې د لاسه ورکولې او ترڅنګ یې د نشه یي توکو له ګټې څخه لاسونه یې لنډیدل. د دې کبله یې د اکوادور لاس پوڅي دولت سره په ١٩٩٩ کال کې د کلمبيا پولې ته نږدې په «مانتا» کې د يوې پوځي اډې جوړولو لپاره لار هواره کړه.

د دې تړون په اساس امريکايي پوځيان د اکوادور د رټل شوي ولسمشر جميل مهود د لاسليک له مخې د لس کالو لپاره په «مانتا» کې ځاى پرځاى شول. دغه تړون له هماغه پيل څخه د استعمار او جګړې ضد غورځنګونو له ټينګ غبرګون او مخالفت سره مخامخ شو. په اکوادور کې د امريکایي پوځيانو شتون پرته له وژلو، بې وزلۍ، بيکارۍ او فحشا رواجولو نور څه ډالۍ نکړل. خو امريکايانو د تل لپاره ټينګار کاوه چې د کوکائینو د قاچاق لارو د تړلو لپاره پدې سیمه کې د دوی د پوځيانو شتون اړين دي. خو حقيقت دا څرګندوي چې د امريکا دولت پخپله د نشه یي توکو له ځواکمنو بانډونو سره جوړ جاړی درلود.

امريکايانو د اکوادور پر اقتصاد او سياست تر دې اندازې نفوذ درلود چې د پراخه پرګنو له مخالفت سره سره په ٢٠٠٠ زیږدیز کال کې د دغه هيواد چلنده پیسې په رسمي ډول په ډالر بدلې شوې.

تظاهرات بر ضد پایگاه نظامی امریکا در اکودور
دیوالی شعار چی پکی لیکل شوی دی: «جنګي اډې نه غواړو، نیواکګر دې له مانتا څخه ووځي.»

alainet.org  سايټ کې لیکل شوي: سره له دې چې دغه تړون له اساسي قانون سره په ټکر کې و. خو د اکوادور ولسمشر دليل وړاندې کاوه چې دغه تړون د هيواد د پراختيا او پرمختګ لپاره د بهرنيو پانګو جذبولو، د بيکارۍ دمنځه وړلو، د توريزم او سيلانيانو د جذبولو لپاره ډير غوره فرصتونه له ځان سره لري. لیکن د بهرنيو ځواکونو شتون برعکس پايلې درلودې، نرخونه لوړ شول، فساد پراخ شو، بيوزلي او بيکاري سرتاسري شوه، د نايټ کلپونو او فاحشو شمير زيات شو او د کم عمره نجونو او هلکانو څخه د جنسي ګټې ترلاسه کول ورځ تربلې زياتوالى وموند.

د حقيقت له مخې څرنګه چې جميل مهود د خپل استبداد له امله د خلکو له پاڅون او خوځښت سره مخامخ و، غوښتل یې چې د امريکايي ځواکونو تر سيورى لاندې د خپلې واکمنۍ عمر اوږد کړي. د امريکا ديپلوماتيک سندونه چې د ويکي‌ليکس سايټ له لارې خپاره شول، په ډاګه کوي چې امريکا په اکوادور کې د مترقي ځواکونو په ضد ويجاړونکي فعاليتونه ترسره کړيدي.

امريکایي پوځيانو له ٢٠٠١ څخه تر ٢٠٠٥ زیږدیز کال پورې تر اتو (٨) زياتې کب نيونکي او مسافر وړونکي بيړۍ په غير قانوني توګه بمبار کړې وې، خو هيڅوک پدې جرم محاکمه نه شول. ځکه چې سرتېرې یې له قضايي مصونيت څخه برخمن وو او د اکوادور امنيتي ځواکونو د امريکايي سرتیرو د نيولو حق نه درلود. د دې اډې جوړولو لپاره د عام وګړو ٢٤٠٠٠ هکټاره ځمکې د امريکايانو لخوا غصب شوې وې، ځايي خلک اړ شوې وو چې خپل استوګن ځايونه پريږدي او نورو سيمو ته پناه يوسي، امريکايانو پدې ټولو لسو کلونو کې هغوى ته د ځمکې په بدل کې يوه روپۍ هم ورنکړه.

تظاهرات بر ضد پایگاه نظامی امریکا در اکودور
د ۲۰۰۹ کال د مارچ ۹ نیټه: په مانتا کې د «بهرنیو اډو ضد» جنبش لاریون.

د ٢٠٠٧ زیږدیز کال په لومړيو کې رافائل کورآ چې يو ملي، آزادي غوښتونکی او کيڼ لاسی شخصيت دى، په ټاکنو کې تر برياليتوب وروسته د چارو واګې په لاس کې ونيولې. هغه د خپل کار په پیل کې د اکوادور د پرمختګ، خپلواکۍ او آزادۍ ترلاسه کولو اعلان وکړ. امريکا چې خپل ژوند په اکوادور کې له خطر سره مخامخ وليد، د خپلو فشارونو په زياتيدو سره یې اعلان وکړ، که چيرې د هغوى پوځي اډې سره مخالفت وشي خپلو لس ګونو ميليونو ډالرو مرستو ته به د پاى ټکی کیږدي. کورآ هم د کار په لومړنيو ورځو کې اعلان وکړ چې د دې تړون وخت چې په ٢٠٠٩ کال کې پاى ته رسيږي، غځيدلى نشي. رافائل کورآ پخپلې يوې مشهورې غوښتنې کې وويل:

«زه حاضر يم چې د مانتا د اډې په هکله امريکا سره خبرې وکړم، پدې شرط چې هغوى هم موږ ته د میامی (د امريکا يو ښار) کې دننه د يوې اډې جوړولو اجازه راکړي، که چيرې امريکا په نورو هيوادونو کې د خپلو اډو جوړول ستونزه نه ګڼي، نو موږ ته دې هم د اډې جوړولو اجازه راکړى.»

په پاى کې امريکا دې ته اړه شوه چې په ٢٠٠٩ زیږدیز کال کې دغه اډه وتړي او له دغه هيواد څخه ووځي. په هغه ورځ چې د امريکا وروستی سرتيری د مانتا اډه پريښوده، د اکوادور د بهرنيو چارو وزير فانډر فالکوني وویل:

«دا زموږ د ملي حاکميت برياليتوب دى.»

د دې اډې تړل د ټولو په زړونو کې خوشحالي له ځان سره درلوده او د رافائل د ټولنیز سياست اغیزې په چټکۍ سره د اکوادور په اقتصاد کې وغوړيدې، د بيکارۍ او بيوزلۍ کچه ټيټه شوه. رافائل په ٢٠١٣ کال کې د دريم وار لپاره هم په ټاکنو کې بريالی شو او د سوکالۍ کړنلارې د مخې او د هيواد په بيوزلو پرګنو باندې په ډډې لګولو سره یې وکولاى شول ډير برياليتوبونه ترلاسه کړي او هيواد د سوکالۍ او پرمختګ پر لور روان کړي چې پدې کار د هغه محبوبيت نور هم د بيوزلو پرګنو په منځ کې زيات شو.

له ټولو هغو ناوړه تبليغاتو او پروپاګنډو سره سره چې د امريکا او نورو امپرياليستي نهادونو لخوا د دغه هيواد د ټولنیز دولت پر ضد جريان لري، د امريکا خبري دستګاه «اسوشيټډپرس» ونشو کولای په حقيقت سترګې پټې کړي، د ٢٠١٢ کال د جنوري په ٢٥ نيټه په يو ګزارش کې یې ليکلي وو:

«... هغه د ميليونونو اکوادوريانو په منځ کې د خپلو برنامو،  کړنلارو او مرستندويه نووښت له امله چې د معيوبينو د ژوند په وضعيت کې یې سوکالي منځته راوړې، محبوبيت لري»

«...د ٢٠٠٦ کال له ټاکنو راهيسې د دولت لخوا د تمويل شویو زنځيري برنامو او پلانونو له مخې د لاتيني امريکا پدې توپاني او څپانده هيواد کې ثبات او ټيکاو منځته راغلى. هغه د هيڅ فساد په تور لکه د نورو تيرو ولسمشرانو په څیر له واک څخه د ګوښه کيدو له ګواښ سره مخامخ شوی ندی.»

«زه حاضر يم چې د مانتا د اډې په هکله امريکا سره خبرې وکړم، پدې شرط چې هغوى هم موږ ته د میامی (د امريکا يو ښار) کې دننه د يوې اډې جوړولو اجازه راکړي، که چيرې امريکا په نورو هيوادونو کې د خپلو اډو جوړول ستونزه نه ګڼي، نو موږ ته دې هم د اډې جوړولو اجازه راکړى.»
رافائل کورآ

په ٢٠٠٧ کال کې د شرکتونو او کارخانو څخه د ماليې اخيستلو عوايد څلور عشاريه نهه (٤،٩) ميليارده ډالره وو چې تیرکال دغه عوايد اته عشاريه څلور (٨،٤) ميليارده ډالرو ته پورته شول. د  رافائل تر ادارې لاندې دولت ديرش زره کورنيو ته استوګن ځايونه جوړ کړي دي، اته عشاريه پنځه (٨،٥) ميليارد ډالره د روزنې او دغه راز پنځه عشاريه درې (٥،٣) ميليارد ډالره د روغتيا په برخه کې مصرف کړي او څلور عشاريه پنځه (٤،٥) ميليارد ډالره د پنځه زره پنځه سوه (٥٥٠٠) کيلومتره يا د هيواد دوه- دريمه برخه ( ٣/٢) سړکونه ترميم يا له سره نوې جوړ کړي.

ماريه پليچو چې یوه کونډه ښځه ده اسوشيتد پرس ته ویلي:

«ما څو کاله مخکې خپل ميړه له لاسه ورکړ، خو اوس ولسمشر ما ته د مياشتې يوه اندازه روپۍ راکوي، لکه د يو ميړه په څیر زما په خوا کې ولاړ دى.»

دغه خبري آژانس د امپيرو مارټينز له خولې چې خپلې معلولې لور سره په يو درې خونیزه اپارتمان کې ژوند تيروي داسې لیکي چې د دولت لخوا په ٢٤٠ ډالره مياشتني مرستې یې هوسا ژوند تر لاسه کړی دى.

«زه هيله کوم چې هغه تل مدام د ټاکنو ګټونکی وي»

په لندن کې د اکوادور سفارت د ويکیليکس افشا کوونکي سايټ مسئول جوليان اسانژ ته د پناه ورکولو په خاطر د نړۍ په کچه د ټولو مترقي نهادونو او خلکو لخوا د عدالت د ملاتړي هيواد په توګه وستايل شو. کله چې د بريتانيا دولت د دغې مسئلې له امله اکوادور ته ګواښ وکړ، رافائل په ځواب کې وويل:

«زه نه پوهيږم چې هغوى زما او زما د دولت په هکله څه فکر کړی دی؟ هغوى څه توقع لري چې موږ به یې ګواښ ته تسليم شو، هغوى نه پوهيږي چې له چا سره مخ دي؟ هغوى اوس هم پوره درک کړي ندي چې موږ آزاد پاچايان يو، هيڅ ډول لاسوهنه او نیواک ته سر ټيټولى نشو».

رافائل کورآ
رافائل کورآ چې يو ملي، آزادي‌غوښتونکی او کيڼ لاسی شخصيت دى، په ټاکنو کې تر برياليتوب وروسته د چارو واګې په لاس کې ونيولې. هغه د خپل کار په پیل کې د اکوادور د پرمختګ، خپلواکۍ او آزادۍ ترلاسه کولو اعلان وکړ.

په اوسنيو حالاتو کې اکوادور زموږ خلکو ته د زده کړې يوه زړه پورې بيلګه ده، کيداى شي له دې څخه ډير درسونه ترلاسه کړو. امريکا په ټولو هيوادونو کې د دروغجنو پلمو او غولوونکو بهانو له مخې لکه د «مخدره توکو پروړاندې مبارزه»، د «ښځو حقوق»، «دموکراسي»،... په هيوادونو تیری او بريد کوي چې تر ټولو دمخه پخپله دغه ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.

که چيرې د ډير بيوزله او د غمونو ډک هیوادونو ولسونه هم د کورني استبداد پروړاندې مبارزې ته راوچت شي او رښتینې، پاک، سپيڅلي او خلک پالونکي وګړي د واک په سر کې ځاى ولري. په هيڅ بهرني ځواک باندې له ډډې لګولو پرته کولاى شي د خلاصون او سوکالۍ خوا ته لار پيدا کړي. د نړۍ په وينو څښونکو قدرتونو لکه امريکا باندې اتکا کول  پرته له بدمرغۍ او د خپلواکۍ، نیاو او آزادي دلاسه ورکولو نور څه د بيوزلو ولسونو نصيب شوي ندي او نه یې نصيب کيداى شي.

حمایت‌کنندگان جولیان آسانج در مقابل سفارت اکوادور
له جولیان آسانج څخه د دفاع لپاره اعتراض‌کوونکي په لندن کې د اکوادور سفارتخانې ترمخې راټول شوي دي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 441 میلمانه آنلاین لرو