ویدیو: د شهید فرخندې د وژل‎کیدو تلین په یاد


۱۳۹۵ کال د کب ۲۸مه – کابل: د همبستګۍ ګوند یو شمیر ښځې او ځوانان د «شهدې فرخندې څلی» ته څیرمه را غونډ شول او د فرخندې، رخشانې، تبسم او په زرګونو نورو نوم ورکو ښځو چی په افغانستان کی د بنسټ‎پالۍ ځناورتوب قربانی شوی په یاد، د ګلو ګیډۍ کیښوده او شمع یی بلې کړې. په ورته وخت کی ګډون‎والو له ځانه سره د قربانیانو انځورونه لرل او د هغوی لپاره یی دعدالت غوښتلو شعارونه ورکول.

سحر، چی د همبستګۍ ګوند له ځوانانو څخه ده، ددې غونډې موخه داسی بیان کړه:

«دلته راټول شوی یو ترڅو رنځیدلی ولس ته دا ورپه یاد کړو چی څه ډول جنایت ترسره شوی دی او پری‎نږدو چی ځناور چارواکی زمونږ په یادښت او سترګو خاورې وشیندي. باید هر کال دلته راغونډ شو او خپلی مبارزې ته تر هغې ادامه ورکړو ترڅو زمونږ خلک په دې وتوانیږي چی دا خاینان محاکمه کړي.»

سیلۍ غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې چی په دې غونډه کی ګډون درلود، وویل:

«د افغانستان همبستګۍ ګوند پر کړیدلو خلکو او پرمختللو ځواکونو غږ کوی چی یو بل ته لاس ورکړي او د بنسټ‎پاله او غیر بنسټ‎پاله مرتجع ناتارکونکو پر وړاندی راولاړ شو که نه نو د هرې افغانې ښځې او سړي حال به له فرخندې څخه بهتر نه وي. باید پری‎نږدو چی زمونږ پر يادښت لوبې وشي. لږ تر لږه دومره خو کولای شو چی د فرخندې د وژل‎کیدو په تلین کوڅو ته راووځو او پری‎نږدو چی د فرخندې، رخشانې، تبسم او د افغانستان په زرګونو نورو نوم‎ورکو ښځو پر وینو معامله وشی او د افغانې ښځې پر وړاندی نور ځناورتوب ته لاره هواره شي. زمونږ چُپتیا، زمونږ مرګ دی!»

غونډ ماښام په هماغه وخت کی چی شهیده فرخنده وژل شوی وه، د شمع په بلولو سره پای ته ورسیده. خو یقیناْ دا د کار پای ندی او تر هغې چی ددغه بی‎ساری ځناورتوب اصلی ترسره‎کونکی لکه شرف بغلانی، حبیب ده‎افغانان او د هغوی ملاتړي سرجنایتکاران د خپلو ګړنو سزا ونه ګوري، زمونږ مبارزه په ادامه ولري.

د شهید فرخندې د وژل‎کیدو تلین په یاد
د شهید فرخندې د وژل‎کیدو تلین په یاد
د شهید فرخندې د وژل‎کیدو تلین په یاد
د شهید فرخندې د وژل‎کیدو تلین په یاد
د شهید فرخندې د وژل‎کیدو تلین په یاد
د شهید فرخندې د وژل‎کیدو تلین په یاد
د شهید فرخندې د وژل‎کیدو تلین په یاد

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 626 میلمانه آنلاین لرو