سیلۍ غفار: سازمان‎ورکونه او منظم کیدل او پاڅون زمونږ د رنځونو درملنه ده او بس!


د آغلی سیلۍ غفار، د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ویاندی د پیغام ویډیو کلیپ

کړیدلو هیوادوالو!

پرون، د ۱۳۹۶ کال د غبرګولی په ۱۰مه، په کابل کی جنایت ترسره شو چی په پایله کی یی نږدې ۵۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته؛ داسی جنایت چی آن د ایفل برج ورته ویر وکړ او شپه یی په دردناکه تیاره کی سبا کړه؛ داسی جنایت چی انسانانو ورته په ټوله نړۍ کی اوښکې توی کړی خو د ع او غ لاسپوڅي دولت د خلکو په وینا، هماغه بویناکه ډارمه تکراره کړه: غنی په کش او فش له عکاسي او فلبمرداری کمرو سره یو روغتون ته ولاړ او کمیسیون یی جوړ کړ او عبدالله هم دا برید وغانده. خو که دوی یوه ذره وجدان هم لرلی باید له خپلو شرمناکو ماڼیو څخه نه وای راوتلی او یو بل تن باید ددوی د ګوښه کیدو متن لوستی وای.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د هیواد له هغو لږو ګوندونو څخه دی چی پر افغانستان یی د امریکا او ملاتړو وینه‎څښونکو ځواکونو یرغل نیواک او شرمناک امنیتی تړون یی هیواد پلورنه ونوموله. مونږ په پیل کی اعلان کړی وو چی افغانستان به لا نور هم پر شا لاړ شي او د بی‎ګناه افغانانو ډیرې وینی به توی شي. اوس، په عمل کی ګورو چی همداسی شوی او په تیرو دوه کلونو کی افغانستان له پخوا څخه زیات د وینو په حمام بدل شوی دی.

هغه دولت چی له ویجاړونکو او پلورل شویو جګړه‎مارانو او وینه‎بهونکو بنسټ‎پالانو او دهغوی نکتای لرونکو جرمی شریکانو څخه رامنځ ته شوی وی، باید پرته له غولونکو باټو، د وړوکی مثبت کار تمه هم ونلرو. «ملی امنیت ریاست» اعلان وکړ چی ددې پیښې ترسره‎کونکی د حقانی ډله ده، نو ولی انس حقانی په دار نه ځړول کیږی چی خیانت او آی.ایس.آی ته یی غلامی د لمر په څیر روښانه ده. سره له دې چی هغه د ملی امنیت په واک کی دی، تر اوسه د خپلو کړنو سزا نده ورکړل شوی. که دولت جدی وی باید د پاکستان پر وړاند د وینا او د حقانی ډلې دویمې او دریمې درجې غړو اعدامولو پر ځای، خپله انس حقانی، دغه مهم چوپړ یی باید سم‎لاسي په دار وځړول شي.

تر هغې چی عدالت پلی نشي او ددې عدالت پلی کونکی هم د غبرګولی ۱۰مې برید، د ۴۰۰ بستره روغتون برید، د دهمزنګ خونړي برید قربانیانو میندې او د تیرو څلور لسیزو قربانیانو خپلوان نه وي، هیڅ ډول سوله نه راځې. داسی یو عدالت او ولسې محکمه باید وی چی په هغې کی د تیرو څلور لسیزو جنایتکاران د خلق او پرچم، تنظیمونو، طالبانو او داعش مشرانو په ګډون، د کرزی او غنی لاسپوڅي دولت مشران هم محاکمه شي او په همدې ډول هغه شمیر خاین لیکوالان چی ددغو ځناورو له مخ او سر څخه وینه او خیانت پاکوی هم محاکمه شي.

زمونږ د رنځونو درملنه په «ویر کی دی شریک یم» او «ډاډګیرنه» ویلو کی نده.

مور جانی چی پرون دی د زړه‎ټوټه له لاسه ورکړه، پلار جانه چی اوښکی دی روانی دی، ویرجنی خوری او وروره!

زمونږ د رنځونو درملنه په سازمان‎ورکونه او منظم‎کیدنه او پاڅون کی ده او بس. د تیرو څلور لسیزو جلادانو پر وړاندی پاڅون؛ ځکه د حقانی ډلې تر څنګ، دغه جلادان هم د غبرګولی د ۱۰مې وژنې عاملان دي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 677 میلمانه آنلاین لرو