د جنګي جنايتكارانو پر وړاندې غږ اوچتوونكي قهرمانان دي

بریده روزنامه خدمتگار

د مې مياشتې په دويمه نېټه په كابل كې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د غړو او پلويانو له خوا په تر سره شوي لاريون كې د جنګي جنايتكارانو د محاكمې غوښتنه وشوه، خو دغه لاريون كوونكي د امنيتي ځواكونو له خوا وهل شوي او شكنجه شوي دي.

د حقوقي چارو شنونكي وايي چې په ديموكراتيكو ټولنو كې د جنګي جنايتكارانو پر وړاندې غږ اوچتوونكي كسان مجرمان نه، بلكې د هېواد قهرمانان دي.

د حقوقي چارو كارپوه عبدالستار سعادت خدمتګار ورځپاڼې ته وويل چې د هېواد هر وګړى قانوناً حق لري چې د جنګي جنايتكارانو پر ضد غږ اوچت كړي:

هغه كسان چې د جنګي جنايتكارانو پر وړاندې غږ اوچتوي، نه يوازې مجرمين نه دي، بلكې د هېواد پالنې او عدالت له غوره احساس څخه برخمن دي.

ويل كېږي چې دغه لاريون كوونكي د امنيتي چارواكو له خوا له دې امله وهل شوي چې ولې د مارشال فهيم او نورو جهاديانو پر ضد شعارونه ور كوي.

ښاغلى سعادت په دې اړه وايي، د كره شواهدو په موجوديت كې هيڅوك هم د لاريون كوونكو د شعارونو پر وړاندې مصئونيت نه لري.

د جمهور رييس لومړى مرستيال په جنګي جرمونو كې د ښكېلتيا له امله د اروپايي اتحاديې غړو هېوادونو ته سفر نه شي كولاى.

د هغه په خبره، په امنيتي ارګانونو كې ډېرى داسې كسان شته چې نظامي يونيفورم يې پر تن دى، خو د افغانستان د ګټو پر ځاى هغه چاته ډېر ژمن دي چې دوى يې دغو مقامونو ته رسولي دي:

هغه چا چې لاريون كوونكي وهلي، داسې كسان دي چې د همدغو جنګي جنايتكارانو اجراييه قوه وه او اوس يې يوازې يونيفورم بدل شوى دى.

د بشري حقونو د څار كمېسيون د اسيا څانګه وايي چې افغان حكومت دې د هغو سوله ييزو لاريون كوونكو د نيونې او شكنجې په اړه تحقيقات وكړي چې په كابل كې د افغان امنيتي چارواكو له خوا نيول شوي وو.

دغو لاريون كوونكو د مې مياشتې په دويمه نېټه په كابل كې د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ كې پر افغان حكومت نيوكه كوله چې د جنګي جنايتكارانو په محاكمه كولو نه دى توانېدلى.

امنيتي ځواكونو نهه لاريون كوونكي ونيول چې له دې ډلې يې شپږو د بشري حقونو سازمان ته ويلي چې امنيتي ځواكونو سخت وهلي دي.

دغه لاريون كوونكي د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړي او پلويان وو.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسيا څانګې مسوول بريډ امډز له افغان ولسمشر څخه غوښتنه كړې چې د دغو سوله ييزو لاريون كوونكو نيوونكو او شكنجه كوونكو ته سزا ور كړي:

افغان ولسمشر بايد ژر تر ژره په کابل کې د سوله ییزو اعتراض كوونكو د ځپلو د تحقیقاتو امر وکړي.

بريډ امډز ويلي، د سوله ييزو لاريون كوونكو نيول او د هغوى شكنجه كول له ځانه سره ټولو افغانانو ته دا پيغام لري چې تر دې وروسته په عام محضر كې پر افغان حكومت نيوكه نه شي كولاى.

د دغه ګوند غړي محمود پاييز ويلي چې د ګوند غړو يې يوازې د تېرو درې لسيزو جنايتونه غندل:

د ثور د میاشتې د اوومې او اتمې نېټې د عاملانو او د هغه چا چې هېواد يې ړنګ كړ، د محاكمې غوښتنه مو وكړه.

نوموړي زياته كړې، د لاريون بل هدف يې د هغو جنګسالارانو د بې وسلې كولو غوښتنه وه چې دمګړۍ په افغان حكومت كې دندې لري.

د هغه په خبره، امنيتي چارواكو يې له پلويانو سره ناسم چلند كړى دى:

امنيتي چارواكو مو پلويان له دې امله ډېر ووهل او وټكول چې ولې مو پر مارشال فهيم پسې بد رد ويلي او د هغه پر ضد مو شعارونه ور كړي دي.

سرچینه: خدمتګار، ۱۳۹۲ کال د غویی ۱۹مه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 201 میلمانه آنلاین لرو