یو ښوونځې د حزب اسلامی د ښوونځې‏ سوځونکې او ښوونکې‏ وژونکې قومندان په نوم باندی ککړ شو

یو ښوونځې د حزب اسلامی د ښوونځې‏سوځونکې او ښوونکې‏وژونکې قومندان په نوم باندی ککړ شو

«انجینیر» حامدالله مشهور په انجینیر نبی د تخار ولایت د دشت‏قلعه په ولسوالې کې د حزب اسلامی تر ټولو کرغیړنه څیره وه چې په‏ شمال کې د حزب اسلامی د مرستیال په توګه جنایت او خیانت ترسره کاوه. هغه د تنظیمونو سپیتانه‎جګړو په وخت کې لسګونو ښوونځیو ته اور اچولې او د ډیرو ښوونځیو څخه یی قرارګاه جوړه کړی وه. او هغه له ښوونې سره داسی دښمني لرله چې یو شمیر روڼ‏اندی یی د ښوونکې کیدلو په سزا په ډزو ویشتلې دی.

اوس د دشت‏ قلعه ښوونې مدیریت د تخار د ښوونې ریاست په لارښونه په نه منونکې بیشرمی سره د دشت‏ قلعه د ویاړ څخه ډکه لیسه یی د دغه ښوونځې‏ سوځونکې جلاد په نوم نومولې ده چې د هغې سیمی د شهیدو ښوونکو او د هیواد له ښوونې سره لوی خیانت دی.

په هغه هیواد کې چې پردې‏پاله او ارتجاعی ظالمان واکمنی ولری، هڅه کیږی چې ښوونه ډیران ته راښکل شی او ولس په تیاره کې وساتل شی. په همدغه لامل، د علم او پوهې د کرغیړنو دښمنانو څخه لمانځنه کیږی خو زرګونه نور ښوونکې چې د ارتجاعی او وژونکو اخوانې بانډونو له خوا وژل شوی دی هیڅکله ورڅخه یادونه نه ده شوی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 654 میلمانه آنلاین لرو