کوباني؛ د مبارزې، مقاومت او حماسې درس!

زنان مبارز کوبانی

وروستیو څو اونیو په لړ کې کوباني وګړو بیا په ځانګړې توګه کردي ښځو د «داعش» تروریستي ډلې پروړاندې په میړانتوب سره مقاومت وکړ او د نړۍ آزادي غوښتونکو او پرمختللو خلکو او غورځنګونو لپاره د وحشت او ډار، ظلم او بې نیاوې پروړاندې د مبارزې دریڅه وګرځیده او د مبارزې لار یې د کلک هوډ او انقلابي افکارو سپیڅلتیا سره په عمل کې نندارې ته وړاندې کړه.

د کوباني مبارزو ښځو او سړو ته د ارزښت ټاکلو او مننې لپاره نن د نوامبر لومړئ نیټه د «کوباني نړیواله ورځ» او د انسانیت او مقاومت سمبول څخه په پلوي د آزادي غوښتونکو او پرمختللو غورځنګونو او وګړو لخوا په ټوله نړۍ کې د پراخو لاریونونو د لارې لمانځل کیږي.

د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» هم د کوباني مبارزو وګړو څخه خپله پراخه پلوي اعلان کړې او د هیواد په اوو ولایتونو کې د لاریونونو په لار اچولو سره د «کوباني نړیوالې ورځ» حرکت سره یوځای شوی. موږ له ټولو پرمختللو، خپلواکي او آزادي غوښتونکو وګړو او غورځنګونو څخه د زړه له کومې هیله کوو چې د غوړیدلي ګډون پرمټ د کوباني غښتلو وګړو سره خپل یووالی او زړه سواندي په عمل کې ښکاره کړي.

ژوندۍ دې وي د کوباني حماسه رامنځته کوونکې ښځې!
له کوباني دفاع، انسانیت څخه دفاع ده!

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

ننګرهار - ۰۱ نومبر ۲۰۱۴

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 132 میلمانه آنلاین لرو