د خپل ناهیلي ځوی څخه د پلار ګڼلي پلوي

حمید گل و عبدالله

د افغانستان د خلکو د غلولو لپاره د شمالي ټلوالې مشران او په ځانګړې توګه جمعیت اسلامي او شورای نظار د پاکستان ضد ناز او نخرې په لاره اچوي، خو دا ټولو ته جوته ده چه دوی د پاکستان دولت په لاس روزل شوې دي چې وروسته له حزب اسلامي د آی. اس. آی لخوا د امریکا دولت ډیره مرسته یې ترلاسه کوله. برسیره پردې د نورو اووه ګونو پیښوري ګوندونو په څیر د پاکستان د استخباراتو لخوا ډیرې چوپړتیاوې د دوی په واک کی ایښودل کیدې. پاکستان دوی ته د روسیې یرغلګرو جګړې په دوران کې جمعیت پورې اړوند د مهاجرینو پنډغاړی د چارسدې په سړک کې جوړ کړ او د دې ترڅنګ د بډه بیرې نظامي قلعه د دوی په واک که ورکړه.

د دغې مرستې له امله برهان‌الدین رباني وروسته له هغې چې واک ته ورسید، د آی. اس. آی له رییس جنرال حمید ګل څخه چې له ۱۹۸۷ نه تر ۱۹۸۹ د دې شبکې په راس کې و، وغوښتل چې کابل ته راشي او د هغه د مشاورت دنده پر غاړه واخلي او د جهاد دوران په څیر ورسره مرسته وکړي مګر د حمیدګل لخوا ونه منل شوه.

د خراسان پنډغالي فضايي انځور
د خراسان پنډغالي فضايي انځور

د افغانستان د خلکو کرکجن دښمن جنرال حمیدګل پخوا له «دنیا نیوز» سره په خپله مرکه کې ګلبدین او حقاني انسان وژونکو ته «پاکستاني هیوادپالو» خطاب کړی و او اوس یې خپل ملاتړ له عبدالله څخه اعلان کړ. د فرانسې خپرونې سره د مرکې په ترڅ کې چې څو پاکستاني ورځپانو په ګډون «ډی ایکسپریس تریبون» څخه هم خپور شو، هغه د خپل شړل شویو ځامنو څخه عبدالله یې «د افغانستان د سولې لپاره ښه هیله» وبلله.

جنرال حمیدګل د پاکستاني تروریستي ډلو اصلي پلوي کوونکی او ایډیولوګ دی.
پدغه انځور کې حمیدګل (له کیڼې خوا پنځم کس) د پاکستان د بنسټپالو ډلو رهبرانو سره لیدل کیږي. د دوی په منځ کې حافظ سعید (له کیڼ څخه دوهم) «د پاکستان طیبې لښکر» مشر دی چې د نړۍ په کچه یو خطرناک بلواګر ګڼل کیږي. امریکا د هغه په سر لس میلیونه ډالر انعام ټاکلی دی. د طیبې لښکر په افغانستان کې هم د څو وحشیانه بریدونو مسوولیت پرغاړه اخیستی.

د دې مطلب په سر کې، لیکونکی د جنرال حمیدګل په هکله داسې لیکي:

«په تولیزه توګه هغه داسې یوه څیره پیژندل کیږي چې د ګاونډي هیوادونو لاسپوڅو باندې ډیر اغیز لري او د پاکستان د استراتیژیکو سیاستونو استفادې لپاره د هغوی د پلار حیثیت لري. همدا اوس یو شمیر کارپوهان پدې باور دي چې دغه ۷۷ کلن متقاعد جنرال د دې هیواد د پوځي تشکیلاتو ترشاه مهم کس دی.»

د راولپنډۍ چاپ د جنګ ورځپاڼې یوه برخه
د راولپنډۍ چاپ د جنګ ورځپاڼې یوه برخه
د راولپنډۍ د جنګ ورځپاڼه (۱۹۹۲ د جون ۲۷): «د افغانستان ولسمشر پروفیسور برهان الدین رباني په اسلام آباد کې د خپلې لیدنې پرمهال د جنرال حمیدګل خدمتونه وستایل او له هغه یې وغوښتل چې کابل ته راشي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مشاور په توګه دنده ترسره کړي. جنرال حمیدګل دغه مهال د افغانستان ولسمشرۍ څخه په مننې سره وویل چې هیڅ راز ډالۍ نه مني.»

او د جنرال حمیدګل د وینا په ادامې سره لیکي:

«عبدالله د افغانستان د راتلونکې سولې لپاره ځانګړې وړتیا لري ـ که چیرې موخه همدا اوسي، نو ښه دی ـ هغه یو جنګیالی دی ..... او نور جنګیالیان هم د هغه ترڅنک ولاړ دي.»

وروسته زیاتوي چې د کابل تنظیمي جګړو په لړ کې هغه د غیر رسمي منځګړتوب په توګه دنده ترسره کوله:

«هغه مهال (۱۹۹۲ تر ۱۹۹۵) مې د احمدشاه مسعود په میلمستون کې ژوند کاوه او عبدالله دنده لرله چې له ما څخه میلمه پالنه وکړي نو ما له هغه سره هره ورځ لیدل.»

عبدالله د عام وګړو د غلولو لپاره د پاکستان ضد خبرې کوي او آن تردې چې د خپل ټاکنیز کمپان په لړ کې یې پر آریانا کابل هوټل برید د پاکستان کار وباله، ترڅو وکولای شي چې د افغانانو هیواد پالنې احساسات را وپاروي. خو حمیدګل د «ایکسپریس نیوز» خبري چینل سره په یوه بله مرکه کې کله چې خبریال له هغه څخه د عبدالله په هکله وپوښتل، نو په ډیره شډله ژبه ځواب یې ورکړ:

«لومړی باید دا څرګند کړم چې د هغه نوم عبدالله عبدالله ندی، هغه یواځې عبدالله دی.»

او له دې خبرې وروسته هغه دا بربنډوي:

«له ما سره ډیرې ښې اړیکې لري، پیغامونه یی هم ماته را رسیږي.»

که چیرې ټوله دغه مرکه «مخامخ برنامه؛ د ۲۰۱۴ کال د اپریل ۱۰؛ خبري چینل «ایکسپرس نیوز») وګورۍ، تاسې به ووینئ چې د دغې مرکې له پیل څخه تر پایه حمیدګل له تنظیمي رهبرانو څخه دفاع کوي، آن تردې چې له طالبانو څخه یې ډیر ښه بولي، چې دا د دې څرګندونه کوي چې تراوسه د پاکستان دولت بیا په ځانګړې توګه آی. اس. آی له خپلو ځامنو زړه ندی صبر کړی او پرهغوی نازیږي.

له ښي خوا: محقق، محمد صادق - په کابل کی د پاکستان پخوانی سفیر، حسین یاسا.
له ښي خوا: محقق، محمد صادق - په کابل کی د پاکستان پخوانی سفیر، حسین یاسا.

هغه څه چې روښانه دي، عبدالله او د هغه په څیر نور د پاکستان دولت پرضد اکټونو سره نشي کولای خپل اصلیت پټ کړي او په معمول ډول د پاکستان دولت پر څرګندونو باندې هم چپتیا غوره کوي ځکه دوی پوهیږي چې آ.ی اس. آی د دوی د چوپړتیا په اړه پوره اسناد او شواهد په لاس کې لري که هغه بربنډ شي، نو د دوی عزت که څه هم یې نلري، د افغان ولس پروړاندې به خاورو سره خاورې شي.

د اسلامی ګوند غلامي پاکستان ته څرګنده ده، خو دا هم د هیره ونه باسو چې د عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق پاکستان سره نیږدې اړیکې لري او څه موده مخکې د پاکستان سفارت سره د حسین یاسا پرله پسې اړیکې بربنډې شوې چې د هغه د خپلوانو له ډلې څخه دی . ویل کیږي چې د حسین یاسا ورور د پاکستان د استخبارتي فوځ له جنرالانو څخه دی او د دې له لارې د آی. اس آی او محقق ترمنځ د اړیکو د ټینګولو دنده ترسره کوي. امرالله صالح چې اوس د عبدالله او محقق ترڅنګ ولاړ دی تیرکال په خپل فیس بوک کې د محقق او پاکستان دولت ترمنځ د اړیکو په هکله لیکلي وو، په پوره باور سره ویلی شو امرالله صالح د ملي امنیت ریاست او «ملي جبهې» سره د نیږدې اړیکو درلودلو له امله له دې څخه ډیرو مسایلو په اړه زیات معلومات لري چې د بربنډیدو څخه یې مخنیوی کړی دی.

د عبدالله د بریا په صورت کې افغانستان به نور هم د پاکستان په پنجې کې پریوځي، یو ځل به بیا د طالبانو د مهال په څیر د هغوی د واکمنۍ ډګر به وګرځي. په همدې دلیل سره په ټاکنو کې پاکستان ډیره هڅه وکړه څو د دې ټیم د بریالیتوب زمینه چمتو کړي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 633 میلمانه آنلاین لرو