د نلسون ماندلا د پخلاینی طرح د افغان جنایتکارانو اختر

د جنوبی افریقا د آپارتاید رژیم د محصلانو غورځنګ باندی دزی

ټول جنایتکاران که خلقیان او پرچمیان دی او که تنظیمی او طالبی بنسټپالان دی تل په دی ویره کی دی چی هسی نه کومه ورځ دوی د محاکمی میز ته راکش او د کړو قتلونو او لوټماریو تپوس تری وشی. په دی جنایتکارانو خرڅ شوی روڼ‌اندی او لاسپوڅی عناصر په دی برخه کی په یوه خوله چغه وهی چې «تیر به هیر کړو» او «پخلاینه د خدای خوږه میوه ده» تر څو په هره بیه چې کیږي خپل اربابان د محاکمه کیدو څخه وژغوری او د هغوی شرموونکی ولکه زموږ پر ځوریدلی ولس نوره هم پراخه کړي.

د افغانستان پارلمان په ۱۳۸۵ کال کې د شرم ډکه طرح «ملې مصالحه» یی تصویب کړه، چې د هغی په اساس قاتلانو او ملې خاینانو ته برائت ورکړل شو. او دا ځل د جنوبی افریقا د اپارتاید ضد رهبر نلسون ماندلا مړینه ګواکی دوی ته یو طلای فرصت ورکړ تر څو د هغی د پخلاینی طرح جوګه کړی او په خپلو کړو جنایاتو بله پرده راخوره کړی.

په ۱۹۶۰ کال د مارچ په ۲۱ مه په شارپ ویلی ښار کې ۵۰۰۰ تور پوستکو باندی دز
په ۱۹۶۰ کال د مارچ په ۲۱ مه په شارپ ویلی ښار کې ۵۰۰۰ تور پوستکو د هغه تصویب شوی قانون په خلاف چی له مخی به یی هیڅ تور پوستکې نشو کولی چې پرته د خپلی تذکری څخه تګ را تګ وکړی، خپل ځان یی پولیسو مرکز ته تسلیم کړو. پولیس د لاریون کوونکو دغه عمل په غصه کړل او په هغوی یی ډزی وکړی، چې په پایله کې ۶۹ تنه ووژل شول. د دغی وژنی وروسته، دولت وغوښتل چې خپل ټول مخالفین په ټولیز ډول له منځه یوسی لیکن ددی سره سم مخالف غورځنګونو په وسله واله مبارزه لاس پوری کړو. (عکس د پیتر ماګوبین «نړیوالی عکاسی مرکز» لپاره)

نلسون ماندلا د آپارتاید رژیم پر وړاندې د کلونو وسله والی مبارزی وروسته وغوښتل چې د معاملی او مصالحی له لاری مخکی لاړ شي. غربی هیوادونو په ځانګړی توګه امریکا او انګلستان د ماندلا څخه په استفادی د «پخلاینی او حقیقت کمسیون» جوړ کړ او ددی پر ځای چې جنایتکاران محاکمه او مالکیت تری واخیستل شی، حتا هغوی یی پرته له عذر خواهی وبخښل. کله هم چې د روغی جوړی خبری را منځ ته کیږی افغان جنایتکاران په بیړه جنوبی افریقا د یوی ښه بیلګی په توګه یادوی او په افغانستان کی د پلی کولو هڅه کوي.

لیکن رښتیا هم د ماندلا د پخلاینی طرحی د جنوبی افریقا تور پوستو پر وړاندې شته ستم له منځه یوړو او د هغه ځای بیوزلو پرګنو ته یی نیکمرغی راوسته؟

د وژل شوی ځوان مور
۲۰۱۰ د اپریل ۱۴: ماموسادی ماترین میلانجنی، خپل د هغه زوی عکس چې د آپارتاید رژیم په وخت کې وژل شوی و په غیږ کی نیولی او د عدالت غوښتونکی ده. په داسی حال کې چی د امریکا دولت د جنوبی افریقا د «پخلاینی او حقیقت کمسیون» چې پخپله یی رامنځ ته کړی ‌ؤ د ټولی نړۍ لپاره د بریا ښه بیلګه ګڼې مګر اوس هم د آپارتاید د قربانیانو څخه پاتی، عدالت ته د لاسرسی په موخه مبارزه کوي. (انځور د پراندریس پیترسن د «ګتی امیجز» لپاره)

جان پلجر، د نړی پیژندل شوی مستند جوړونکی او ګزارشګر، چې په کلونو کلونو یی د ماندلا زندګی څیړلی، په ۱۹۹۸ کال کی «آپارتاید نه دی مړ» په نوم یو مستند جوړ کړ چې ښای د ماندلا د پخلاینی طرحی پرته له دی چې د سپین پوستکو ګټی خوندی او د هغوی اقتصادی موقعیت پیاوړی کړی جنوبی افریقا بیوزلو تور پوستکو ته یی هیڅ ګټه نه درلوده.

په دی فلم کې هڅه شوی چې د تور پوستکو ټولنه په جوره توګه وڅیړی او هغه د سپین پوستکو د افسانوی ژوند سره د ګڼو مرکو په ترڅ کې پرتله کړي، دا په ډاګه شوی چې د ماندلا د پخلاینی طرحی تور پوستکو لپاره د بدمرغۍ او د بیوزلی د پراختیا پرته نور هیڅ پایله نه درلوده.

د جنوبی افریقا هیواد د طبیعی زیرمو با ارزښته ګڼې سرچینې لری چې له امله یی په تیرو څو پیړیو کې د ښکیلاکګرو هیوادونو د سیالی ډګر پاتی شوی. په نولسمه پیړی کې د الماس کشف کیدل د دی لامل شو، چې د انګلستان نیواکګر هیواد پری یرغل وکړی، د جنوبی افریقا د اصلې اوسیدونکو تور پوستکو ډیری ځمکې او کانونه یی لاندې کړل او ډیری وګړی یی په بیرحمانه ډول ووژل. انګلیسانو دغه خاوره په خپل واک کې واخیسته او د ځواک د لا ټینګښت لپاره یی یو رژیم رامنځته کړو چې توکمیز توپیر یا آپارتاید یی د اساسی قانون یوه برخه وګرځوله.

نلسون ماندلا او جورج بوش په سپینه مانی کی
امپریالیستانو ماندلا د هغه د جوړجاړی له امله تر اخرین بریده هغه سپیڅلې کړ. حتا د امریکا د تاریخ تر ټولو ناوړه ولس مشر هغی ته په سپینه ماڼې کې ښه راغلاست ووایو.

لیکن «چیرته چې ستم وی، هلته مقاومت هم وي». د جنوبی افریقا کمونیست ګوند او ملی کنګری د آپارتاید رژیم پر وړاندې وسله واله مبارزه پیل کړه، چې په ډیر لږ وخت کې ټولی افریقا ته وغځیده. په کال ۱۹۷۶ کې د ښوونځې سلګونو زده کړیالان د پولیسو سره ونښتل، چې په پایله کې د پولیسو د ډزو له امله لسګونه کسان ووژل شول. دغی سپرغی په کال ۱۹۸۰ ام کې د سرتاسری پاڅون څپه لا هم ژبه وره کړه او په عملی توګه یی د جنوبی افریقا د وخت توکم پاله ولس مشر دکلریک دولت یی ساکت او د سقوط سره یی مخامخ کړو.

د دکلریک دولت خپل د بقا لپاره د مخالفینو سره د خبرو اترو پرته بله لار نه درلوده. همدغه مهال زندان ته د ماندلا خواته لاړل، تر څو وشی کولی چې له دغه پیژندل شوي او د مقاومت او آپارتاید ضد اتل څخه ګټه پورته کړي، او خپل خلاصون لپاره لار هواره کړی. له بدمرغه په دغه وخت کې ماندلا د ولس دښمنانو سره جوړجاړی وکړو، او په دغه اساس هغه له زندان څخه ازاد شو. ماندلا سیاسی واک خپل کړو او په بدل کې د سپین پوستکو اقتصادي ځواک تضمین کړ. په دی ترتیب بیا هم د کار پایله د سپین پوستکو په ګټه تمام شوه. ښکیلاکګرو ته د ماندلا دغه ستر تاریخی خدمت، هغه یی اپارتاید رژیم پلویانو او ګډونوالو ته په یو اتل بدل کړو او د نوبل جایزه یی هم وروبخښله. نو ځکه خو څه د حیرانتیا خبره نه وه، چې د جنازی په مراسمو کې د نړۍ ۶۰ زیاتو مشرانو او د امریکا دریو پخوانیو رئیس جمهورانو او باراک اوباما ګډون درلود او هغه یی د پخلاینی او سولی بنسټګر وباله.

کاسمس دسموند، د «ترک کړی شوی» کتاب لیکونکی د ماندلا او د دکلریک دولت تر منځ د پردی شاته معامله داسی تشریح کوي:

«دکلریک استراتژی دا وه چې د ملې کنګری د رهبرانو څخه هغوی د کار ابتکار پلاس واخلی او په واشنګټن او لندن کې د خپلو پلویانو په مرسته په جنوبی افریقا کی سپین پوستکې په اقتصادی چارو زبر ځواک کړی پرته له دی چې کوم نژاد سیاسی واک پلاس لري»

په جنوبی افریقا کی اقتصادی توپیر
په جنوبی افریقا کې اوس هم اکثریت تور پوستکې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي لیکن لږه کې سپین پوستی او ګوتو په شمیر تور پوستی د یو افسانوی ژوند څخه برخمن دي. د جان پلجر په وینا د «افریقا ملې کنګری» په دولت کې د سپین پوستکو د کورنیو عاید ۱۵ سلنه لوړ شو په داسی حال کې چې د تور پوستکو د کورنیو عاید ۱۹ سلنه راټیټ شوی. (انځور د رورمګ- «فریاد مجله»)

ماندلا وعده ورکړی وه، چې ځواک ته رسیدو وروسته به، د کانونو او اقتصادی تاسیساتو مالکیت به له سپین پوستکو څخه اخلی، لیکن ډیر ژر دغه وعده باد د څپو سره یو ځای شوه دا ځکه چې ملې کنګری د دی پر ځای چې د جنوبی افریقا اصلی اوسیدونکو غوښتنو ته پام وکړی د اقلیت سپین پوستکو لوټمارانو غوښتنو ته یی لومړیتوب ورکړو. کنګری وییلی و که چیری د حاکم رژیم سره د پخلاینی او روغی له لاری مخکی نه وی تللی نو د وینو ویالی به بهیدلی وی مګر حقیقت دا و چې د نوی بدلون راتګ وروسته د مړو کسانو شمیره څو چنده د پخوا په پرتله زیات و لیکن په دی توپیر سره چې دا ځل په ټوپک نه بلکه د بیوزلی، خوارځواکۍ او د درملنی وړ ناروغیو له امله.

د جان پلجر په باور اوس توپیر د اقتصادی آپارتاید په بڼه د تور پوستکو په وړاندې را وټوکیدو:

«ولی هغه آزادیانی چې هغی لپاره په زرګونو خلکو جګړه وکړه او ووژل شو تر اوسه پلاس نده راغلې؟ ګرچه دلته توکمیز توپیر غیر قانونی اعلان شو، لیکن قضیه د دینه نوره هم مخکې لاړه او دامهال ظلم او بی عدالتی د اقتصادی توپیر په چوکاټ کی تعریف کیږي، چې خلک د ارزان مصرفی کارګرانو په توګه پیژنی او دغه نظام د انګلستان، اروپا او امریکا سترو شرکتونو لخوا ملاتړ کیږي. او دا هماغه آپارتاید دی کوم چې یو لږه کې قشر ته اجازه ورکوی تر څو د پیسو او سود په وسیله د ډیرو ځمکو، صنعتې شتمنیو او د ټول اقتصاد خاوندان شي. نن ورځ په ډیره بیشرمۍ دغی نظام ته آزاد بازار وایی».

«د پخلاینی او حقیقت کمسیون» یو غولوونکې او د خندا ډکه ننداره وه پرته له دی چې د جنوبی افریقا مظلومه خلکو په سترګو کې خاوری وشندی دغی ملت ته یی هیڅ لاس ته راوړنه نه درلوده. په دغی شرموونکې ننداره کې چې د تلویزیون او راډیو د لاری خپریده د ښکیلاکګر رژیم مشرانو او د سینما هنرمندانو هم برخه درلوده او د خپلو کړو جنایاتو څخه ددی پر ځای چې بخښنه وغواړی په ډیر ویاړ سره یادونه کوله. د محاکمی نوم هم چا په خوله وا نه خیست او په پای کی هوکړه وشوه چې ټولو جنایتکارانو ته باید برائت ورکړل شي.

د وژل شوی ځوان مور
میرمن چاریتی کاندولی، د سیزوی په نوم د آپارتاید په رژیم کې د وژل شوی ځوان مور، وایی عدالت هغه وخت عملی کیدلې شو چې د زوی قاتلان یی مجازات شوی وی، لیکن داسی ونه شوه. (انځور د مستند فلم «آپارتاید نه دی مړ»)

میرمن کاندولی چې زوی د انسان وژونکې آپارتاید رژیم په وسیله وژل شوی و پخلاینه نه بلکه د زوی د قاتلانو محاکمه غوښتله:

«کله چې هغه وواژو، د هغه جسد یی د یو لرګې په تخته واچو او د ۹ ساعتونو لپاره سوځیدو. د زوی قاتلان می لکه دیرک کوتزی پخپل دی کړنو ویاړیدل. ما ته دا مهمه نه وه چې په کومه سیاسی پلمه یی هغه وواژو لیکن په کومه شیوه‌ی چې هغه له منځه یوړو وحشیانه او غیر انسانی وه، لږ تر لږه د هغه جسد یی باید ماته راکړی وی».

دیرک کوتزی چې د آپارتاید رژیم یو ناوړه انسان وژونکې شخص و په یو تلویزیونی برنامه کې را ښکاره شو، چې د برنامی کوربه نومړی یو «ویاړلې قاتل» معرفی کړو هغه هم په سړه سینه د ۶ تنو قتل چې پخپله یی کړی وو په سر لوړی په غاړه واخیست. هغه ددی پوښتنې په ځواب کې چې د دندی په مهال یی د څه سره علاقه درلوده، وایی: «غوښتل مې چې د پولیس افسر او ماجراجو اوسم.» ماندلا ځواک ته رسیدو وروسته دیرک کوتزی او د هغه هم سنګریانو د پخوا څو چنده ښه او غوره ژوند خپل کړو.

جان پلچر، د ماندلا د وخت جنوبی افریقا چې ګواکی د هغی د پخلاینی طرح په نتیجه کې د تور پوستکو وضعیت ښه شوی داسی لیکې:

«په اوسنی جنوبی افریقا کې ۵ سلنه سپین پوستکې د هیواد ۸۸ سلنه شتمنې په واک کې لري، لږشمیر د ډموکراسی او د نوی بدلونونو څخه تر ټولو ډیره ګټه پورته کړی. د هغوی په سینګار شوی ژوند کې هیڅ نیمګړتیا نده راغلی او حتا شتمنی یی لا ډیره شوی او د مالیاتو د ورکولو په برخه کې ځانګړی امتیازات لري. د پنځه لویو شرکتونو له ډلی انګلو-امریکن د ژوهانسبورګ بازار ۴/۳ سهم په واک کې لري چې په بالکونی شاهی شهرت لري. انګلو-امریکن په نړی کې تر ټولو لوی بریتانوي شرکت دی چې طلا او پلاتینیوم تولیدوي. بریتانیا په جنوبی افریقا کې په لویه پیمانه پانګه اچولی او د نورو ښکیلاکګرو هیوادونو په نسبت تر ټولو زیاته ګټه لاس ته راوړی. د ملې کنګری دولت په خپل نوی سیاست کی، لویو شرکتونو لکه کوکاکولا، مرسیډیز بنز، شیل او داسی نورو ته غوره شرایط برابر کړل تر څو په دغه موده کې مخ پر وړاندې لاړ شي. د تور پوستکو یوه وړه لوړ پوړی ډلګی هم له دی بدلون څخه برخمن شوه. په جنوبی افریقا کې ۳ سلنه د کر وړ ځمکې چې ددی هیواد ډیری کرهڼیز محصولات تولیدوی د سپین پوستکو په ولکه کې دي.»

د کان کارکونکو باندی دز
په جنوبی افریقا کې د تور پوستکو پر وړاندې د سپین پوستکو جنایت لږ تر لږ اوس هم ادامه لري. په کال ۲۰۱۲ د اګست په میاشت کې د انګلستان د پلاتین د کان کارکونکو د خپلو حقونو د غوښتنی لپاره را ټول شول چې د پولیسو لخوا پری حمله وشوه ۳۴ تنه یی ووژل شول لیکن ددغی وحشت پر وړاندې ماندلا لخوا کوم غږ پورته نه شو او حتا هغه یی محکوم هم نه کړو.(انځور د AP)

سیامک ستوده، ایرانی لیکونکی او د «روشنګر» میاشتنی مدیر مسؤل په خپله مقاله کې د ماندلا په باره کې لیکې:

«نلسون ماندلا په پرګنو تکیه ونه کړه، بلکه هغوې ته یی خیانت وکړو... او هغې د افریقایی پرګنو انقلاب په بډایه تور پوستو او سپین پوستو جنوبی افریقایانو باندې وپلورو. د آپارتاید ضد مبارزی په دوام هغې کولای شو، چې د جنوبی افریقا وګړی او کارګران د هر ډول بی نیاو او اقتصادی او سیاسی ناخوالو څخه وژغوری لیکن د پرګنو دغه خوب یی په سیند لاهو کړو».

«که چیری د کمسیون د پلویانو لخوا حتا کومه نیوکه په دی اړه مطرح شوی وي هغه به دا وي، چې جنایتکارانو ته باید په بخښنه کې هیڅ ډول مجازات په نظر کې نه وی نیول شوی. د هغوی ټولنیز محرومیت باید نه وی ګواښل شوی. حتا هغوې کولی شوی چې خپل هغه څوکۍ، چې یو وخت یی د هغی په وزله په کرکجن ډول د بشر حقونه د پخو لاندې کول وساتي او یا هم خپل ځانونه د ټولټاکنو لپاره نوماند کړي.»
منیره برادران،
کتاب «د هیرونی په ضد»، ۷۶ مخ.

نلسون ماندلا په نیمه لار کې مبارزه د خپلو هم سنګریانو څخه په بډه کړه او په ډیر تاسف سره خپل ویاړلې ژوند یی د پخلاینی طرحی په نتیجه کې کرغیړن کړو. هغه د خپلو خلکو په منځ کې د ښکیلاک او آپارتاید ضد پر ځای د امپریالیستانو په اتل بدل شو. چې د غربی نړی د ګټو په ساتنه او پالنه کې ډیر اغیزناک نقش درلود. ماندلا نور د آزادي غوښتونکو او د افریقا ښکیلاک ضد اتلانو په ډله کې لکه پاتریس لومومبا، چې د خپل هیواد د خپلواکې لپاره یی سرښیندنه وکړه شتون نلري. د امریکا او انګلیس څارګرو شبکو لومومبا غلبیل غلبیل او جسد یی ورته ټوټه ټوټه کړو او سلفورید اسید کې واچو تر څو د نوموړی څخه د کانګو په خاوره کې هیڅ اثر پاتی نه شي، لیکن د ماندلا جسد ته ځمکه ګل کړای شوه تر څو دغه استعمار شوی قاره لا زیات ماندلاګان وزیږوي.

په جنوبی افریقا کې د آپارتاید رژیم جنایتکارانو سیاسی ځواک ماندلا ته پریښود او په خپلو جنایاتو یی اعتراف وکړو لیکن اقتصادی رسۍ لا هم پخپل لاس کې وساتلې، مګر په افغانستان کې په داسی حال کې د روغی جوړی خبری اتری کیږی، چې جنایتکاران اوس هم سیاسی ځواک څخه برخمن دی او ټول هیله لري چې د دغه خندونکو ټولټاکنو د لاری په هغه ملت چې څو لسیزی یی پری ظلم او زیاتی کړی د ولس مشر په توګه پری واکمنی وکړي.

نن ورځ د امریکا نانځکې د ماندلا ویناوې په خوله کې اړی راړی او وایې «بخښم دی لیکن هیروم دی نه» مګر دوی که چیری لږ وجدان او شرافت درلودی او افغانستان کړیدلی ولس ته هوډمن وی، بی له شکه د جنوبی افریقا د منفی تجربی په لیدو سره به یی شعار ورکولې «نه دی بخښم او نه دی هیروم»، چون د «جنایتکارانو د بخښلو» سیاست په دی مانا،چې ناورین او انسان وژونکو خاینانو واک ته پایښت ورکول دي.

د «آپارتاید نه دی مړ» فلم داونلود د تورنت شبکی څخه

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 501 میلمانه آنلاین لرو