د افغانستان لمړنۍ سپوږمکۍ د پردى شاته
- کټګوري : ژباړې
- لیکونکی: لیکونکی: فرزاد | ژباړونکی: ذکریا
- نیټه: یکشنبه, 24 وری 1393
څو ورځي تر مخه د افغانستان د مخابراتو او د معلوماتى تکنالوژى وزير اميرزى سنګين په ډيرو نارو سورو د سپوږمکۍ نړۍ ته د افغانستان د ورننوتلو خبر ورکړ. هغه له يو فرانسوى شرکت «يوتل سټ» سره په فضا کى د افغانستان د لمړنۍ سپوږمکۍ د ځاى پر ځاى کولو په هوکړه ﻻس ليک وکړ او هغه ئي يو تاريخې پرمختگ وباله، چى د سيمې هيوادونه تر اوسه د هغه تر لاسه کولو ارمان کى دې. خو د دى نيمګړې او له کاره لويدلى سپوږمکۍ په هکله حقايق د افغانستان د خلکو له سترګو پټ ساتل شويدى.
دغه سپوږمکۍ چى «افغانستان سټ يو» نومول شويده په فضا کى د ٤٨ شرقې درجى په مدار کى ځاى پر ځاى کيږى، دغه سپوږمکۍ تر دى وړاندى د «ډير ناوړه فنې زيان» له مخى د «يوتل سټ» له تجارتې دايرې څخه ګوښه شوى وه، په لمړيو دوه کلونو کى کله چى د مځکى په مدار کى ځاى پر ځاى شوه عملآ پرته له کومى ګتي په فضا کى سرګردانه چورليده.
دغه سپوږمکۍ د فرانسوى شرکت EADS Astrium او د هندوستان د فضايي سازمان شريک توليد دى چى د ٢٠٠٨ (*) کال د سپتمبر په ٢٠ نيټه د Ariane 5 ECA راکټ پواسطه له Hot Bird 9 سپوږمکۍ سره يو ځاى فضا ته وتوغول شوه تر څو انترنيټې، تلويزيونې چينلونو خپرول او د نورو سپارل شوو دندو ليږد سر ته ورسوى. د هغى لمړنې نوم W2M وه، بايد د W2 سپوږمکۍ ځاى چى عمر ئي په ٢٠١٠ کال کى پاى ته رسيده، نيولاى واى. هغه وخت چى په ١٦ شرقى درجه موقعيت کى دW2M د ځاى پر ځاى کيدو هڅى روانى وى، دغه سپوږمکۍ له تخنيکې نيمګړتياؤ سره مخامخ شوه. په ٢٠٠٩ کال د جنورى په ٢٨ نيټه «يوتل سټ» په يوې خبرتيا کى وویل «يو پياوړى نیمګړتیا چى د انرژى سيستم لاندينۍ برخه ئي سخته آغيزمنه کړيده، نشى کولاى د سوداګريزو موخو لپاره ورڅخه کار واخيستل شى» نو ځکه ئي د هغه له تسليميدو څخه ډډه وکړه.
گايوليانوبريتا د يوتل سټ رئيس دغه نیمګرتیا د يوتل سټ لپاره يوه ناوړه ناهيليتوب او زيان بللى وه. د «دي هندو» ورځپاڼې د ٢٠٠٩ کال د فبرورې په ٢٥ نيټه د مدهاوان نينرد هند د فضايي څيړنو د سازمان رئيس له خولې ليکلى وه چى: «دغه شرکت په سپوږمکۍ کى د فنې نیمګرتیا شته والې منې، او د هغه د لاملونو موندلو لپاره ئي د څيړنو خبر ورکړى دى.» په پاى کى د «دى نيو اندين اکسپرس» په ٢٠١٠ کال د جولاى په ١١ نيټه وليکل: «دغه سازمان په سپوږمکۍ کى له بهر څخه د راستول شوو کارول د W2M د ناکامې اصلې لامل ګڼې چى د بیارغونی امکان هم نلرى.»
له دغې سپوږمکۍ څخه د مکياژ شوى سايټ Space Mart انځور
يوتل سټ په خپل يو مالې ګزارش کى وليکل چى له W2M څخه د گټې نه اخيستو په دليل ئي د ٢٠٠٩ کال د فبرورې په ٢٧ نيټه د بيمې له شرکت څخه د يو بشپړ تاوان تر عنوان لاندي د غرامت غوښتنه وکړه چى په ٢٠٠٩ کال د جون په مياشت کى ئي يوسل او شل نيم ميليونه (١٢٠٥٤٥٥٠٠) يورو بيمه تر لاسه کړه. دا پداسى حال کى ده چى يوتل سټ تر دې پخوا هم ١٨٠٠٠٠٠ يورو د سپوږمکۍ د ټاکلى وخت په موده کى ځنډ له امله هندې شرکت څخه د جريمې په توګه تر لاسه کړي وى.
د سيټلايټس د سايټ له نظره د دغى سپوږمکۍ د انرژى په سيستم کى نيمګړتيا د هغې د بترۍ د چارچولو ظرفيت ډير کمزورې کړيدى، د سپوږمکۍ د اړتيا وړ ٧ کيلو واټه بريښنا چى يواځي د لمريزو (سولر) تختوپورى تړلى ده، چی د منې او ژمې په موسم کى د بريښنا له ډير زيات کمښت سره مخامخ کيږى.
که څه هم يوتل سټ د دغې سپوږمکۍ د کارې اندازى په هکله څه ويلى ندى خو د ځينو نورو سايټونو د معلوماتو له مخى له ٣٠ ليږدوونکو Transponder څخه چى په سپوږمکۍ کى ځاى پر ځاى شويدى د هغوى ٢١ ليږدوونکى په بشپړه توګه له کاره لويدلى، يواځى پاتې ٩ ماشینونه ئي نيمه فعال دى چى د کمزورو سګنالونو له مخى هغوى څخه په تجارتى برخو کى کار اخيستل نا شونې دې. د افغانستان د مخابراتو وزارت د وينا له مخى، افغانستان ته د دغې سپوږمکۍ ٤ ليږدوونکى ماشینونه RU- Band په واک کى ورکړل شويدى.
دW2M له نا کامې وروسته «يوتل سټ» د يوې بلې W3M سپوږمکۍ د سپارښت غوښتنه وکړه ترڅو د زيانمنې شوي سپوږمکۍ دنده په غاړه واخلى، خو دغه سپوږمکۍ هم د ٢٠١٠کال د اکتوبر په مياشت کى فضا ته د ليږد په وخت کى ويجاړه او له کاره ولويده.
دغه سپوږمکۍ له ٢٠١٠ کال څخه تر ٢٠١٤ کال پورى د نورو سپوږمکېو تر څنګ چى په مختلفو مدارونو کى ځاى لرى د يو لنډ مهالې مرستندويه سپوږمکۍ په توګه د کوچنيو خدمتونو وړاندي کولو لپاره کارول کيده. له همدى کبله د ٢٠١٢ کال د مارچ په مياشت کى يي نوم په Eutel Sat او د همدی کال په وروستېو کی د Eutel Sat 28B په نوم ونومول شوه.
روښانه نده چی دغه سپوږمکۍ د کوم قرارداد له مخې د پردي ترشا د کومو معاملو په بدل د افغانستان په واک کی ورکړل شوي ده د سټ نيوز مجلي د ۲۰۱۴ کال د جنوری په ۲۹ نيټه يوی خبرتيا کي ليکلی چی د افغانستان دولت او يوتل سټ هيڅ يو هم د دی قرارداد د شرايطو په هکله څه په ډاګه کړی ندی. کوم وخت چی د همبستګۍ ګوند يو استازی د مخابراتو وزارت وياند ښاغلی نصرت رحيمي سره اړيکه ونيوله او د دی سپوږمکۍ د تخنيکی نيمګړتياؤ په هکله معلومات وغوښتل هغه په ځواب کی وويل: «امريکا او نورو هيوادونو د هغی د روغتیا ضمانت کړيدی.»
ښاغلی اميرزی سنګين څو مياشتی تر مخه اعلان وکړ چی «د افغانستان لمړنۍ سپوږمکۍ به د شپږو مياشتو په موده کی فضا ته وليږدول شی» او خبر ئی ورکړ چی دری شرکتونه (فرانسوی، سويدنی، د چين او سريلانکا شريکه کمپنۍ داوطلب شوي دی چی د افغانستان د سپوږمکۍ د پروژی پلی کول چی ۳۰۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لری پانګونه کوی.)
د ۱۳۹۲ هجری شمسی کال د ورې په ۱۵ نيټه د آزادې راديو وويل: معلومه نده چی ولې د يوی له کاره لويدلی سپوږمکۍ د لاسته راوړلو لپاره له فرانسوی شرکت سره قرارداد تړل کيږی؟
د مخابراتو وزارت او د افغانستان دولت هڅه کوی د تکنالوژی په برخه کی لدی ډول «پرمختک» څخه تبليغاتی ګټه تر لاسه کړی تر څو د خلکو پر وړاندی د حاکمې طبقی به بيساری فساد او بيکارې پرده واچوی. د همدی سياست پر بنسټ په پرله پسی توګه د دغه وزارت تبليغات له تلويزيونې شبکو څخه د يو سوداګريز اعلان په ډول خبريږی.
د مخابراتو وزارت چی هميشه د يو اغيزناک وزارت په توګه ياديږې، پدی وروستيو کی د افغانستان د شپاړس دولتې بنسټونو په لیست کی ځای لری، کوم چی د ۲۰۱۴ کال د جنورې ۲۰ نېټی د «سيګار» يا د افغانستان لپاره د امريکا د عمومې پلټنې اداری د ګزارش له مخی د بهرنيو مرستو د حساب ورکولو په مديريت کی ناکام پاتی شوي دی.
د تيرو دولس کلونو په موده کی افغانستان د لويديځو په بیکيفيته او شړيدلو توکو په آزاد بازار بدل شوي دی، له خوراکی توکو نيولی تر داروګانو او د اردو او پوليسو توکو او تجهيزات چی په ډيرکم او ناوړه کيفيت پرته له کومی څارنې او کنترول افغانستان ته راوړل کيږی. څو اونۍ تر مخه رسنيو د شپاړس باروړونکو شړيدلو او له کاره لويدلو الوتکو، ملی اردو ته د سپارلو خبر خپور کړ چی ټولی د هوائی مېدان په تمځای کی بی ګټی ولاړی دي. اوس دغه شړېدلی سپوږمکۍ افغانستان پوری اړه نيسی، کوم چی پرمختللی هيوادونه معمولا د مځکی له مدار څخه د هغی کښته کولو کی ستونزی لری.
*) داسی تر سترګو کيږی چی ښاغلی اميرزی سنګين هم د دغی سپوږمکۍ په هکله مفصل معلومات نلری هغه د هوکړی د لاس ليک په وخت کی «يوتل سټ» ته وويل: کومه سپوږمکۍ چی افغانستان ته سپارل کيږی لس کاله تر مخه فضا ته توغول شويده، پداسی حال کی چی دا کار تر شپږ کلونو په لنډه موده سرته رسيدلی دی.