ویډیو: د رخشانې سنګسار غندلو په موخه د همبستګۍ ګوند اعتراضي غونډه


نن د جمعې ورځ، ۱۳۹۴ کال د لړم ۱۵مه، ساعت ۱۰ بجې د غرمې نه مخکی، د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د شهر نو سینما پارک ته څیرمه د رخشانې سنګسار غندلو په موخه لاریون وکړ. په دې غونډه کی له ۴۰۰ زیاتو ځوانو نجونو او هلکانو ګډون درلود او په شور او ولولو سره یی د بدمرغو او کړیدلو ښځو سنګسار وغنده او هغه یی یو شرمونکی او ځنارو عمل وباله.

د ګډون‎والو په لاسونو کی د فرخندې او رخشانې د وژل کیدو انځورونه ول چی لیدونکی او ګډون‎کونکی یی په غم او خفګان کی ډوب کړل او د هغوی په زړونو کی د نابرابرۍ پر وړاندې د مبارزې ژمنه وکرله.

د همبستګۍ ګوند ځوانانو او ګډونکونو په یوه غږ شعار ورکاوه چی: «د رخشانې د وینې غچ باید واخلو»، «مړه دی وی د رخشانې وژونکي»، «رخشانه د ملی خاینانو د ناپوهۍ په اور کی سنګسار شوه»، «نه طالب، نه داعش، نه دا فاسد رژیم، واک د خلکو په لاس، نه امریکا، نه ناتو، واک د خلکو په لاس» او په پایله کی په لوړ آواز وویلی چی: «راپاڅیږو راپاڅیږو...زمونږ چوپتیا، زمونږ بی‎ننګي ده، راپاڅیږو راپاڅیږو...زمونږ موټی، زمونږ ټوپک دی».

آغلې سیلی غفار د «افغانستان همبستګۍ ګوند» په استازيتوب خلکو ته وویل:

«د نیواکګرې امریکا او لاسپوڅي دولت تر سیوري لاندی د رخشانې وژل کیدل، یو واری بیا په افغانستان د ښځو حقوق په ډاګ ګړل او دا یی وښودل چی افغانستان د ښځو لپاره سور دوزخ دی نه جنت چی امریکا د رسینو له لاری هر چیری کوکاری وهی...باید یو موټی شو او په رغنده مبارزې سره پری‎نږدو چی د افغانستان خلک د جنایتکارانو او ناپوهانو په اور کی وسوځیږي.»

وروسته بیا شعارونو زور واخیست. د سپندیانو او لاسي‎خرڅونکو وړو ماشومانو یوه ډله چی بیوزلی په څیره کی له ورایه څرګندیده لاریون‎کونکو سره یوځایه شوه او له څو دقیقو وروسته یی د زړه له کومی داسی شعارونه ورکول چی تابه ویلی همدا اوس د فرخندې او رخشانې تابوت د هغوی له کورونو راوځي.

د ګوند اعلامیه چی په همدی مناسبت خپره شوی وه لارویانو او د ګوند پلویان تر منځ وویشل شوه. د اعلامې په یوه برخه کی راغلی:

«په ځناورتوب سره د فرخندې سنګسار د کار پای ندی. تر هغې چی جنایت او یرغلګر او وطنی جنایت‎کاران د خلکو په یووالی او قوت سره له منځه ولاړ نشی، زمونږ خلک نه سوله او سرتاسری امنیت لیدلی شی او نه د ژوند هوساینی او ښیرازي ته رسیدلی شی. نو دا زمونږ دنده ده چی د یوه موټي په څیر د بهرنیو یرغلګرو او دهغوی کورنیو چوپړانو پر وړاندی را ولاړ شو او پری‎نږدو چی زمونږ د زامنو وینی او د میندو عزت د ناپوهۍ او شډلتیا لښکر له لوری د طالب او جګړه‎مار او بنګ‎سالار او د امریکا او پاکستان مزدورانو له لوری پر ځمکه و بهیږي.»

په همدغې ولولې او احساس سره، مرسل چی د ګوند له ځوانانو څخه ده، د «فیروز کوه من» شعر یی په پوره احساساتو سره دکلمه کړ چی د ګډون‎والو او لیدونکو پام يي ځانته راوګرځوه.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 632 میلمانه آنلاین لرو