سیلۍ غفار او مدني فعالان

سیلۍ غفار او مدني فعالان
د «مینه» مجلې
د «مینه» مجلې

د «مینه» مجلې له مدیر مسئول ښاغلی عزت الله ځواب او نحیب الله نجیب الله څخه په مننې چی په ډیرو ښکلو ټکو یی د سیلې غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې سیاسي کړنو په اړه لیکی دي. د یادونی وړ ده چی ښاغلی ځواب څه موده وړاندی د کرغیړن اسلامی ګوند غړو په وسیله تښتول شوی او ربړول شوی وو، خو له خلاصون وروسته یی بیا هم لا په پیاوړتیا سره د مبارزې په لاره کی ګوټلي ګامونه پورته کړ او له ویرې پرته یی خپلې لارې ته دوام ورکړ. باید ددی خاوری له نجیبو انسانانو څخه د انسانیت درس زدکړو. لاندی د هغه لیکنه د همبستګۍ ګوند لوستونکو ته خپرو.



سیلۍ غفار او مدني فعالان

لیکونکی: نجیب‌الله نجیب
منبع: د «مینه» مجلې، اویایمه ګڼه، اکتوبر ۲۰۱۶


سیلۍ غفار هغه ریښتنې مبارزه ده چی په خپل ټول روز یی د مافیایی، جهادی ټیکدارانو او قاتلینو پر وړاندی خبره کړی ده. نن یو شمیر هغه کسان چی ځان ته مدنی فعالان او روڼ‎اندی وایی نوموړې ته سپکی او بدی ردی ویلی دي، چا ورته فاحشه ویلی، چا د ایران مزدوره بللی، چا ورته...و الله شرم پکار دی...

خبره داده چی سیلۍ غفار نه دا چی د ګلبدین او د هغه د بانډ د جنایتونو خلاف اواز پورته کړی دی بلکی نوموړې مېرمن په همدی کابل کی د مسعود، ربانی، فهیم، عبدالله او قانوني...پر خلاف هم لاریونونه کړي دي حال دا چی دا کار هیڅوک هم نشي کولای او نه به یی وکړي.

د امان الله خان رح او امانی دورې تر ټولو ستره ستایونکی ده، د حبیب الله خان کلکاني د بیا ښخېدو پر وړاندی یی کلکه مبارزه وکړه داسی مبارزه چی هیڅوک به یی ونه کړي.

دا څه شمشتو نه دی چی خلک به ګلبدین ته سجدې کوي له دی هیڅوک سترګې نشي پټولی چې ګلبدین په پاکستان او افغانستان کی د روڼ‎اندي قشر قاتل دی او زرګونه روڼ‎اندي او دیموکراسۍ ته ګروهمن او په هیواد مین انسانان یی وژلي دي.

د یو چا اواز مه چوپ کوئ.

وګورئ! قریب الرحمن سعید چی په ناروې کی سوکاله ژوند لری یو څه انساني ژوند یی زده‎کړی دی بخښنه یی وغوښته، خو د حزب نورو غړیو دا اخلاقی جرات بیرته رد کړ... حزبیان او نور جهادي مافیایي بانډونه دومره اخلاقي جرات نه لری چی بخښنه وغواړي.

سیلۍ غفار د سولې مخالفه نه دی بلکی هغه ښکاره وایی چی دا جنایي بانډونه بیرته سره رایوځای کیږي او بیا به ملت په سرو سترګو ژاړي دا اټکل ریښتیا دی. سوله زمونږ اړتیا ده او باید وشی خو داسې نه چی بیا وژنو ته مخه شي.

هیله ده چی د حق ویلو ژبه له دوی زده‎کړو. مدني فعالان باید د سیلۍ غفار او نورو هغه کسانو چی دا زړورتیا لری چی ددغسې وژونکو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي ملا وروتړي.

ګورئ! ګلبدین او ډله یی او نورې ډلې ان له لومړیو څخه په مرموزو وژونو روږدې دي. سوله باید راشي خو د ګلبدین، مسعود، ربانې، سیاف او امثالهم لپاره انتقالی عدالت هم باید له پامه ونه غورځوو. مونږ باید کوښښ وکړو چی ددوی د منګولو څخه انسانیت وژغورو.

د «مینه» مجلې، اویایمه ګڼه، اکتوبر ۲۰۱۶
د «مینه» مجلې، اویایمه ګڼه، اکتوبر ۲۰۱۶

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 91 میلمانه آنلاین لرو