د همبستگی گوند لاریون په رسنیو کی

ننګرهار کې لاریون کوونکو د فرخندې وژنکو ته د سزا غوښتنه کړې

سرچینه: بی‌بی‌سی پښتو، ۱۵ وری ۱۳۹۴

راهپیمایی برای دادخواهی خون شهید فرخنده

دملي یو والي په نوم ګوند لسګونو غړیو چې میرمنې او نجونې هم پکې وې په ختیځ ښار جلال اباد کې د یوه لاریون پر مهال د فرخندې وژنه وغندله او د هغې د وژنکو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

فرخنده، څه باندې دوه اونۍ وړاندې قران کریم، ته د سپکاوي په تور، د یو شمېر خلکو له خوا په وهلو ټکولو ، ووژل شوه او اور ور واچول شو ، چې مړینې او سوزونې یې دخلکو پراخه احساسات او غبرګونو نه راوپارول لارو او کوڅو ته را ووتل او دهغې د وژونکو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

ببرک میاخیل خپل رپوټ کې کاږي: لاریون کوونکي زیاتره میرمنې او نجونې وې، چې د فرخندې د وژونکو پر خلاف یې شعارونه ورکول او د هغوی د محاکمه یې غوښتنه یې کوله.

دوی تر ډیره د حکومت له خوا په دې برخه کې په کړو اجراتو هم نیوکې لرلې.

لاریون کوونکو په سپینو ختو لیکلي شعارونه له ځانونو سره لیږدول ، چې د فرخندې په ملاتړ او د هغې په اړه د عدالت غوښتنه په کې وه.

فرخنده څه باندې دوه اونۍ وړاندې قران کریم ته د سپکاوي په تور د یو شمېر خلکو له خوا په وهلو ټکولو ، ووژل شوه او جسد ته یې ا ور واچول شو ، چې مړینې او سوزونې یې د خلکو پراخه احساسات او غبرګونو نه راوپارول.

خلک لارو او کوڅو ته را ووتل او د هغې د وژونکو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

خلک یې اوس د وژونکو د محاکمې په انتظار دي، حکومتي چارواکي وايي، د فرخندې د وژلو په تور یې د پولیسو په ګډون تر څلویښتو زیات کسان نیولي دي چې قضیې یې په عدلي او قضايي ارګانونو کې تر څیړنو لاندې دي.



ګڼ په جلال اباد کې ګڼ شمیر ښځینه او نارینه لاریونکوونکو د فرخندې وژنه وغندله

سرچینه: افغان نیوز، ۱۵ وری ۱۳۹۴

دغه لاریون په ختیځ کې د حزب همبستګي افغانستان د ګوند لخوا په لاره اچول شوي وو چې ګڼ شمیر ښخینه او نارینوو په کې برخه لرله.

لاریون د جلال اباد ښار د پینځه ستوریز هوتل څخه پیل او د پښتونستان تر واټ یی دوام درلود او د فرخندې پر وینو لړلي انځورونه یی له ځانه سره لیږدول.

لاریون کوونکو د فرخندې شهیدې وژنه وحشتناکه او قصدي عمل وباله او پر حکومت یی نیوکه کوله چې امنیتي ځواکونه د فرخندې په ژغورنه کې پاتې راغلل.

په ننګرهار کې د ختیځ زون لپاره د همبستګۍ د حزب مسول عاشق‌الله غرزي وویل دغه لاریون د فرخندې له وینې ددفاع په موخه په لاره اچول شوی.

هغه پر ولسمشر او اجرایه ریس هم نیوکه وکړه چې د فرخندې د وژنې د پیښې له امله یی امریکا ته خپل سفر ونه ځنډاوو.

یوې لاریونکونکې پروین وویل موږ هره یوه فرخنده یو دولت باید د شهیدې د وژنې قاتلین په عاجله توګه مجازات کړي.

هغې که څه هم په دې برخه کې د ټاکل شوي کمیسون د څیړنې چې فرخنده کامل بې ګناه او قران کریم یی نه دی سوځول کارونه ستایی خو په دې برخه کې له محاکمو غواړي چې ژر تر ژره دې عامیلن مجازات شي.

لاریونکوونکو په خپلو شعارونو کې ویل تر هغې چې یو شمیر جنایتکاره چارواکي په واک کې وي هره ورځ به یوه فرخنده خپله وینه نزرانه کوي.

لاریون د یوه پریکړه لیک په لوستو پای ته ورسید.

د یادولو ده دوه اونۍ وړاندې د فرخندې په نوم یوه پیغله د کابل شادوشمشیره زیارت په سیمه کې په دې ګناه چې ګوندې قران کریم یی سوځولی د ګڼ شمیر کسانو له لورې لومړی سخته ووهل شوه او تر مړینې وروسته یی جسد ته اور واچول شو خو وروسته معلومه شوه چې هغه د خرافاتو قرباني شوه او کله یی هم دا کار نه وو کړی.



مظاهره چيان: د فرخندې قاتلين دې محاکمه شي

سرچینه: آزادي رادیو، ۱۵ وری ۱۳۹۴

په ننګرهار کې د ملي همبستګۍ ټولنې په سلګونو غړو د یوې مظاهرې له لارې پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د فرخندې قاتلين دې محاکمه شي.

دغه مظاهره، چې د شنبې ورځ سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې تر سره شوه تر دوه ساعتونو پورې دوام وکړ.

د دې مظاهرې په لسګونو ګډونوالې میرمنې وې، دوی پر افغان دولت نيوکه کوله، چې مجرمينو ته سزا نه ورکول کیږي او همدا لامل دی، چې په هیواد کې د جرمونو کچه لوړيږي.

دغو مظاهره چيانو له ولسمشر نه غوښتنه وکړه،چې د فرخندې په قضيه کې ښکیل کسان دې په عام محضر کې محاکمه شي. په مظاهره چيانو کې يوه هم فرخنده نومېده هغې وويل:

«راټولې شوې خويندې غواړي، هغه کسان، چې فرخنده يي په بېرحمه توګه وسوځوله په علني توګه محاکمه شي، نور داسې کار ترسره نه کړي»

مظاهره چيانو ويل چې دولت بايد ټول جنايتکاران محاکمه کړي.

د دې مظاهرې یوې بلې ګډونوالې بيا د فرخندې وژنه یوه پلان شوې دسیسه وبلله:

«د فرخندې شهيدېدل یوه ناڅاپي پيښه نه وه بلکې دا د خاينانو د نازولو فرهنګ پایله ده، چې دا تیر څوارلس کاله زموږ په هیواد کې واکمن دي.»



ننګرهار: په جلال‌آباد کې د فرخندې د وژنې خلاف لاریون روان دی

سرچینه: ژمن، ۱۵ وری ۱۳۹۴

د همبستگی گوند لاریون

د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړو په جلال اباد کې د مېرمن فرخندې د وژونکو خلاف لاریون پیل کړی او له دولته غواړي، چې د مېرمن فرخندې وژونکو ته سخته سزا ورکړي.

دغه لاریون د افغانستان د همبستګۍ ګوند له لورې په لاره اچول شوی، چې د لاریون ډېری ګډونوالې مېرمنې دي.

د کب پر ۲۸مه مېرمن فرخنده د کابل په شادوشمېره سیمه کې د قران سوځولو په تور د ځايي خلکو له لورې لومړی ووهل شوه او وروسته یې جسد ته اور واچول شو.

وروستۍ څېړنې ښيي، چې نوموړي قران کریم نه دی سوځولی او د زیات مجاور په نوموړي تور لګولی وو.

امنیتي ادارو تراوسه د فرخندې د وژلو په تور ۷۰ تنه نیولي دي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 711 میلمانه آنلاین لرو