د همبستګۍ ګوند د «مس عینک ژغورل» مستند نندارې ته وړاندی کړ
- کټګوري : د ګوند لاسوندونه
- لیکونکی: حزب همبستگی افغانستان
- نیټه: شنبه, 13 وږی 1395
د ۱۳۹۵ کال د زمری په ۱۴مه نیټه، «د افغانستان همبستګۍ ګوند» د ښاغلې برنت هاوفمن (Brent E. Huffman) د «مس عینک ژغورل» مستند جوړونکې سره په همغږی د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې دغه فلم نندارې ته وړاندی کړ چې د ګوند لسګونو تنو غړو او پلویانو هغه ولید او په دغه لړ کې د هیواد د تاریخی آثارو لوټ او خرابو شرایطو په اړوند خبری اتری وشوی او د ملی شتمنیو د ارزښت او ساتنی په اړه هم خبری وشوی.
«مس عینک ژغورل(Saving Mes Aynak)» یو مستند دي چې په لوګر کې د برنز په عصر کې د بوادیی تمدن د اوسیدنځایونو خطرناکه وضعیت چې ۵ زره کاله تاریخ لری انځور ته راکاږی. مس عینک چې د سویل ختیځ لوری ته د کابل په ۴۰ کیلومتری کې واقع شوي، د چیلی هیواد څخه وروسته د نړۍ دویم د مسو لوی کان درلودلو په خوا کې، د هندویزم، بودایی او زردشتی د دینونو ترمنځ ګډ ټکې لری او د کوشانیانو په وخت هغه ځای وو چې د یونان، پارس، منځنې آسیا او هند پخوانی فرهنګونه یو له بل سر نښلول.
مستند د مس عینک د لرغونو اثارو زړبوږنونکو حالتو په انځور او د ښاغلی قادر تیموری، ځوان افغان لرغونپیژندونکې په خبرو پیل کیږی:
«ډیر باارزښته او ډیرې اړینې څیړنې او هڅې چې موږ درلودلي په مس عینک کې دي، چې د هغې په ساتنه او خوندیتوب کې خپلې هڅی او کوښښونه به ډیری کړو او که چیری زموږ ژوند هم د لاس لاړ شی، موږ به له هغې څخه ساتنه وکړو.»
او همدغه ډول هم ده: قادری او نور ځوان لرغونپیژندونکې یاران یي په خورا لږو فنی امکاناتو او هوساینی د افغانستان په یوې ډیری ناامنه سیمه کې چې پر هغې باندي د طالبانو کرغیړن سیوری خپور شوی دی، څیړنه ترسر کوی تر څو د هیواد لرغونې تمدن یو برخه وژغوری. ددغه مستند ډیره برخه د لرغونپیژندونکی قادری په ژوند او کار باندي تمرکز شوی، ګورو چې هغه سره له دی چې د کابل ښار غره لمن کې غریبانه ژوند او خټین کور لری، د خطر په منلو خپل کار ته ادامه ورکوی. هغه، د خپل درد احساس د افغانستان د بیساری آثارو له ویجاړولو څخه دارنګه بیان وی:
«په داسی ډول لکه چې د یو مور ماشوم مړ شي، همدغه ډول بد احساس موږ ته مخ کیږی، ځکه چې ډیر زیار اوباسو. کله چې په ډیر زیار سره یو اثر لاس ته راوړو او ویجاړ شی، فکر کوو چې د یوی مور ماشوم د هغې په مخ کې مړ کیږی، هماغه ډول احساس پیدا کوو.»
په ورته وخت کې، په اصطلاح د «نړیوالی ټولنې» د مرستو او د دولت بیکفایتی څخه شکایت دي:
«...عجیب ده، زه له دغه څخه خواشینی یم. تاسو د لرغون پیژندي حالت لیدلی دي چې په څه حال دي، د همدغه لسو کالو په لړ کې چې مرستې شوی، خو په پای کې ګوری چې لرغونپیژندنی اداره ویجاړه پاتې ده. یعنی یو ځاي دي چې نه کمپیوتر شته، او نه کیمیاوی مواد شته، یوی ویجاړی ادارې ته پاتې ده. تل، نه پوهیږو چې څه ډول دغه پیسي تالان شوي... دغه شمیر پیسی چې چینایان دولت سره مرسته کوی، زه فکر کوم د ټولو هغه پیسو په شان چې د نړیوالې ټولنې له خوا مخکې مرسته شوی وی، او تالان شوی، دغه به هم تالان شی. خو ددې تر څنګ، د دي لپاره خواشینی یم چې زموږ تاریخ او پیژنده هم له دغه روپو سره یوځاي تالان کیږی او له منځ ځي.»
د «مس عینک ژغورل» مستند کې کولای شو ووینو چی له یو خوا دولتی ټیټپوړي چارواکی لکه ښاغلي قادری په ډول ډول ستونزو خولی تویوی، خو له بلی خوا د دولت لوړپوړی چارواکې په بډو او غلا ککړ دي. وحیدالله شهرانی، د کانونو او صنایعو د وخت وزیر، یو د دغه ډول کرغیړنو څیرو څخه ده چې ۱۳۹۲ کال د اوری میاشتی په ۱۱ نيټه د «هشت صبح ورځپاڼې په تفصیلی راپور کې د هغه د فساد او لوټماریو څخه پرده پورته کړی خو تر اوسه پوری پوښتل شوی نه دی.
د «واشنگتن پسټ» ورځپاڼی د ۲۰۰۹ کال د نوامبر په ۱۸ نیټه، د ابراهیم عادل، د افغانستان د کانونو پخوانې وزیر له فساد څخه پرده پورته کړه او په ډاګه یی کړه چې هغه د ۳۰ میلیونو ډالرو بډو په بدل کې، د لوګر «مس عینک» قرارداد یي د MCC چینایی شرکت ته ورکړی دي او د یو امریکایی چارواکی له خولی لیکلی چې نوموړی دغه پیسي په دوبی کې تر لاسه کړی.
د دی نه وروسته، مستندجوړونکې د «چین د فلزاتو استخراج او ویلی کولو شرکت» (China Metallurgical Group Corporation – MCC) کارکول څیړی. نوموړی شرکت چې د مسو د را ایستلو تړون یی لاس ته راوړی دي، په چین کې د کانونو د راایستلو په وحت کې د بیپروایی په لامل د ژوند چاپيریال په ککړولو تورن دي. دغه شرکت د مسعینک د شپږ کلیو اوسیدونکې یی د مسو د راایستلو لپاره د ځای برابرولو لپاره د درواغجنو ژمنو په بدل بی ځایه کړی دي. د سیمې خلکو خپل کورونه او استوګنځایونه یی د لاسه ورکړل خو څوک يي غږ نه اوری. د مستند یوه برخه د بیځایه شوو خلکو د درد څخه ډکو کوکارو ته ځانګړی شوی ده.
که هر څه، تیمور قادری او نور لرغونپیژندونکې د مسعینک د بودایی تمدن څخه پاتې اوسیدنځایونه د ژغورلو لپاره هڅه کوی خو تر اوسه هم د دغې لرغونی تمدن او د ځمکتلې شتمني شتمنه سیمه تیاره راتلونکې ګواښې.
دغه غیرانسانی او ملی ضد چلند یوازی د مسعینک په آثارو پوری تړلی نه دي، نوری هغه سیمې چی تاریخې ارزښمند آثارو درلودونکې دی هم بد روزګار لری او د مافیا خوراک کیږی: د کابل تنظیمی جګرو په لړ کې، د کابل موزیم آثار د تنظیمونو له لوری تالان شول؛ د آیخانم لرغونی ښار آثار د تنظیمی قومندانانو په وسیله لوټ شول؛ د بودا بتان د منځنې پیړی طالبانو په واسطه له منځ یوړل شول او په لسګونو نور جنایتونه.
د هیواد د تاریخی خزانو او سرچینو څخه ساتنه، د دغی خاوری د هر پوه او بامسولیت اوسیدونکې دنده ده. هغه ولس چې ونشی کولای د خپل تاریخ او لاس ته راوړنو څخه ساتنه وکړی په له منځهتلو باندی محکوم دي او پیژندګلوی به یی د وخت په تیریدو له منځه ولاړه شی.