له امریکا او لویدیځ سره د اسلامي بنسټپالۍ مکیز او نخرې

سی‌آی‌ای او آی‌اس‌‌آی در تنظیونو به کیمپ کی

رابرت دریفوس د «شیطاني لوبه: څرنګه متحده ایالاتو د اسلامي بنسټپالۍ له پښو مزی پرانیست» ارزښتناک کتاب لیکونکي، د امریکا، سی.آی.ای او لویدیځ او د اخوان‌المسلمین بنسټپال خوځښت په اړه یی پراخه څیړنی کړی او د ډیرو لاسوندونو او شاهدانو په بربنډولو سره یی ښکاره وښودل چی څرنګه انګلستان او امریکا د پان‎اسلامی خوځښت له ناپوه اخوانیانو، طالبانو، جهادیانو، القاعده او نورو څخه منځ ته راوړ او وی روزل ترڅو پرمخ‌تللي غورځنګونه پری وځپي او تر نن ورځی له دغو ارتجاعي او ملی ضد ځواکونو څخه نه یوازی په افغانستان کی بلکه په ټوله نړۍ کی د لیوني سپي په څیر ګته اخلي.

لاندنۍ لیکنه د «سړه جګړه، سپیڅلی جګړه‎مار» تر نوم لاندی دریفوس لیکلی په «مادر جونز» خپرونه کی (د ۲۰۰۶ کال فبروری میاشت) خپره شوه، د سعید رمضان د چوپړتیا یوی برخی ته چی، د اخوان‎المسلمین بنسټ ایښودونکی او د سی.آی.ای ‎څارګر و ځانګړی شوی چی مونږ د هغی ژباړه او لنډیز دلته خپروو.

لیکونکی: رابرت دریفوس | ژباړونکی: کاوه عزم
مادر جونز، د ۲۰۰۶ کال فبروری میاشت

سړه جګړه، سپیڅلی جګړه‌مار

سعید رمضان در کاخ سفید
۱۹۵۳: سعید رمضان (له ښي خوا دوم کس) د حسن‌البنا ځوم چی په واقعیت کی د اخوان المسلمین د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له جمهور رییس ایزنهاور سره په سپینه ماڼی کی. بربنډ شوي لاسوندونه څرګندوي چی سعید رمضان د سی.آی.ای له خوا ټاکل شوی کس و.

۱۹۵۳ منی، د امریکا د جمهور رییس دفتر د ایزنهاور او له منځنی ختیځ څخه د یو ځوان جګړه‎‌مار د خبرو اترو ځای وو. په تور او سپین انځور کی چی د هغې پیښی ښکارندوی دی، ۶۲ کلن ایزنهاور ټاس سره ښکاري، خړی جامی یی پر غاړه دی او ولاړ قد سره، څنګلی یی کږې او موټي یی تړلی دی داسی ښکاری چی په کوم ځواکمن ځای فشار راوړي. د هغه کیڼی خواته یو مصري زیتونی رنګه څیره ښکاری چی توری جامی پرغاړی دی او ږیره او بریت یی په منظمه توګه خیرولی دی چی یوه کاغدي کڅوړه یی پرلاس کی ده او جمهور رییس ته یی پام ده. هغه یواځی ۲۷ کلن دی، او په ورته وخت کی د زوګ او ګرکیچ څخه ډکی اسلامی نړی کی لس کلنه تجربه لری، له مصر څخه تر عمان او کراچی پوری یی ټول لیدلي دی. هغه په دی سفر کی له هند، سوریه، یمن، اردن، ترکیه او سعودی عربستان څخه را لیږدول شوو او څیړونکو او ملایانو او فعالانو ته چی ځینی یی شال او ملای جامی او ځینی یی پتلون او کرتی په تن لری لارښونه کوی.

گلبدین و ربانی با مقامات سیا
له ښي کیڼ خوا ته: میلتن بیردن (سی.آی.ای مسوول په اسلام آباد کی)، ریچارد کر (د سی.آی.ای. مرستیال)، روبرت اوکلی (په اسلام‌آباد کی د امریکا سفیر)، جنرال حمید گل (د آی.اس.آی. رییس)، ویلیام ویبستر (د سی.آی.ای. رییس)، ربانی، گلبدین.
پورتنی انځور چی په کال ۱۹۸۸ کی د ګلبدین او ربانی پټه ناسته د سی.آی.ای او آی.اس.آی له لوړپوړو چارواکو سره ښکاره کوی د «اصلی دښمن» تر نامه لاندی کتاب چی میلتن بیردن لیکلی اخیستل شوی. میلتن له ۱۹۸۶ څخه تر ۱۹۸۹ پوری په اسیا کی د سی.آی.ای د مرکز له مهمو غړو څخه و چی په اسلام‌آباد کی شتون لری. هغه له افغانی بنسټپالو سره د امریکا مرستو ته سمون ورکاوه.
د افغانستان بنسټپاله ګوندونه او له هغی ډلی څخه د ګلبدین اسلامی ګوند او د ربانی اسلامی جمعیت د سړی جګړی پرمهال د سی.آی.ای له مهمو لاسپوڅو څخه ګڼل کیدل چی د امریکایی مرستو ډیرۍ برخه یی لاسته رواړله. دوی له سی.آی.ای او آی.اس.آی سره ژورې اړیکی لرلی او دهغوی په امر یی دنده ترسره کوله. دغو خاینو او ملی ضد ګوندونو تر نن ورځې خپلی اړیکی له بهرنیو څارګرو سره ساتلي دي.

له جمهور رییس سره د هغی ورځی کتونکی سعید رمضان وو، چی د اسلامی بنسټپالۍ پټ سازمان چی د اخوان‌المسلمین په نوم یادیږی له مهمو چارواکو او ویاندو څخه دی. لکه څرنګه چی ګوری هغه د جمهور رییس تر څنګ د یو احترام وړ میلمه او یا د یو هیواد د رییس په توګه ولاړ دی نه د یو لاسپوڅی سیاستمدار په توګه.

په رسمی توګه، سعید رمضان امریکا ته د پرنستون پوهنتون کنفرانس کی چی د اسلامی کلتور په هکله و ګډون لپاره راغلی وو، هغه کنفرانس چی د کانګرس کتابخانی له لوري تمویل شوی وو. ددی کنفرانس لګښت پرته د ګډون‌والو د تګ او راتګ له لګښت څخه تر ۲۵۰۰۰ ډالرو پوری رسیده چی د نړۍوالې مالوماتی اداری لخوا ترتیبیده، دا اداره د بهرنیو چارو وزارت یوه شعبه ده چی د امریکا څارګری اداری په بنسټونو کی واک لری. نوری مرستی هم د امریکا هوایی شرکت او «آرمکو»، په سعودی عربستان کی د تیلو لویو شرکتونو لخوا شوی وی. د نورو ګډون‌کونکو په څیر رمضان، د یو متعصب ویاند په توګه نه بلکه د یو څیړونکی په څیر چی ټول لګښت یی ورکول کیده، پدی کنفرانس کی ګډون درلود.

گلبدین و خالص با ریچارد کیر
۱۹۸۸: ګلبدین او مولوی خالص په پاکستان کی د امریکا سفیر ریچاردکر سره.
ګلبدین د سړې جګړې پر مهال د سی.آی.ای له نازولو چوپړانو څخه وو چی ددغه سازمان له ۶۰۰ میلیونو ډالرو ډیری مرستی یی هغه پوری تړلی وی چی د بنسټپالو ډلو په منځ کی لومړی مقام درلود او وروسته جمعیت اسلامی او اتحاد اسلامی په دویم او دریمه درجه کی د سی.آی.ای له چټلي‌خوړونکو څخه وو.

هغه لاسوند چی په دی ورستیو کی د اطلاعاتو نړیوالی اداری (IIA) لخوا د «د پټو امنیتی اطلاعاتو لاسوند» تر نوم لاندی خپور شو، ددی پروژی ټولې موخې څرګندوی: «اصلی موخه دا وه ترڅو هغه خلک او شخصیتونه چی د مسلمانانو فکرونو باندی په مختلفو څانګو کی لکه ښونه، ساینس، قانون او فلسفه او داسی نورو څانګو کی اغیز لری او هغوي ته لوری ورکوی راوبلل شي. ددی برنامی د نورو پټو موخو ترڅنګ یوه موخه دا وه چی اسلامي بهیر ددغو کسانو په مرسته بل لوری ته بوځی.» په ورته وخت کی امریکا هڅه کوله ترڅو منځنی ختیځ ته لار ومومي. امریکایی ختیځ پیژندونکي او څیړونکي پدی بوخت وو چی څرنګه د سیاسی اسلام نه په ګټه اخیستلو په سیمه کی د امریکا اغیز زیات او پراخ کړی.

ویلیام کیسی، د سی.آی.ای مشر د منځنی آسیا هیوادونو د بی ثباته کولو لپاره د تبلیغاتی توکو استولو پریکړه وکړه. سی.آی.ای په ازبکستان کی د اسلام خپرولو لپاره، د یو ازبک په مرسته چی په آلمان کی یی ژوند کاوه قرانکریم وژباړه او د هغه ۵۰۰۰ جلده یی د آی.ایس.آی او افغانی بنسټپالو ډلو په مرسته په ازبکستان کی خپاره کړل.
د «ارواحو جګړه» کتاب، استیو کول

یو پټ سازمان ته چی پوځي څانګه هم لری چی د ډیرو وژنو او تاوتریخوالي مسوولیت هم پر غاړه لری، د یو مخکی تللی او د اسلام د ژوندي کولو سازمان نوم ورکول ډیره عجیبه خبره ده. ولی دا لید د امریکا له سیاست سره پوره سمون لری ځکه هر هغه څوک چی د کمونیزم پر ضد وی هغه د امریکا نږدی ملګری دی. هر وخت می چی د سیا او بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره چی په دویمه نړیواله جګړه او د شوروی د نسکوریدو پر مهال یی په منځنی ختیځ کی په دنده بوخت وو، مرکه کوله، هغوی ټولو په یوه خوله ویل چی د شوری او د خلکو پر منځ کی مارکسیزم ایډیولوژی تللو په مخ کی یوازی یو خنډ وو هغه هم اسلام. تلکات سیلیه وای: «مونږ د کمونیزم پر وړاندی اسلام د یو ژور خنډ په توګه درلود.» یو امریکایی دپلومات چی له ۱۹۵۰ کال څخه یی وړاندی په اردن کی دنده لرله او له سعید رمضان سره یی هم کتلی و وای: «مونږ هغه د یو منځ‎دریځه او مثبت ځواک په توګه پیژانده.» او په پای کی ادس ایرمن ایلتز یو امریکایی پخوانی دپلومات چی د ۱۹۴۰ کلونو په شاوخوا کی سعودی عربستان کی اوسیده وای، امریکایی چارواکو په قاهره کی د رمضان له مرستیالانو او د اخوان المسلمین له رهبر، حسن البنا سره، چی د امریکا له سیاستونو سره همغږي وو منظمی کتنی درلودی.

د جمهور رییس په دفتر کی د رمضان له لیدنی څلور لسیزی وروسته، اخوان‌المسلمین په یو ځواکمن سازمان بدل شو چی له سعودی عربستان نه نیولی تر سوریه او له جنیوا نه تر لاهوره یی څو نسله اسلام‌پاله ډلی روزلی او تمویل کړی دي او رمضان چی خپله د دی نړیوال مسوول وو، په یوه پیژندل شوی څیره او د سیاسی اسلام له تیوریسنانو څخه شمیرل کیږي. د پاکستان سخت‌دریځه اسلامپاله ډلې، چی په افغانستان کی د طالبانو منځ ته رواړلو کی هم نقش درلود له ۱۹۹۰ کال راپدیخوا د القاعده ملاتړ کوی او د خپل سازمان په جوړښت کی د اخوان‌المسلمین له مډل نه کار اخلی. د ایران آخندی رژیم هم د اسلام فدایانو په نوم د يوی پټې ټولنې له خیټې را بهر شوی چی د اخوان‌المسلمین تر اغیز لاندی دی، چی په ۱۹۵۰ کال کی مشری یی روح الله خمینی پر غاړه لرله. د فلسطین ترهګرې ډلې حماس هم په لومړیو کی د اخوان‌المسلمین د څانګې تر نوم لاندی سر را بهر کړ. د مصر بنسټپالو چی د اسلامی جهاد او ملګرو ډلو یی په ۱۹۸۱ کی د مصر جمهور رییس انور سادات وواژه او په ۱۹۹۰ کال کی د اسامه القاعده له ډلې سره یوځای شول هم په ۱۹۷۰ کال د اخوان‌المسلمین په روزنه کی فعاله ونډه درلوده. ددی ترڅنګ هغو افغانی مشرانو چی د روسانو پر ضد جهاد چی د سی.آی.ای په مرسته په لار اچول شوی و، مشري په غاړه لرله او بن لادن چی د «افغانی عربی» شبکه چی د القاعده پیل وو، هم د اخوان‌المسلمین غړي وو.

لاپه به نه وی که ووایو چی رمضان د فکر له لحاظ نه د اسامه پلار دی. ولی رمضان، اخوان‌المسلمین او نور اسلامپاله ملاتړي به یی نه وای توانیدلی چی د القاعده په شان لوی سازمان یی منځ ته راوړی وای، مګر داچی د سړې جګړې پر مهال د امریکا ملاتړی او د واشنګټن پټې او ښکاره مرستې ورسره نه وای شوی، څرنګه چی په لاسوندونو کی یاد شوي رمضان هم د سی.آی.ای لپاره یو تاثیرلرونکی کس و او د هغوی لخوا ګمارل شوی وو.

سعید رمضان په ۱۹۲۶ کال کی په شیبین الکوم کی زیږیدلی، هغه کلی چی د قاهری د نیل سیند څخه ۴۰ مایله واټن لري. هغه ۱۴ کلن و چی له حسن‌البنا سره یی اړیکه ونیوله او د هغه له خوځښت سره یو ځای شو؛ شپږ کاله وروسته، کله چی د قاهری له پوهنتون څخه فارغ شو، د حسن‌البناء د منشی په توګه یی دنده ترسره کړه او د هغه د باور سړی وو. یو کال وروسته رمضان د «الشهاب» اونیزې چی اخوان‌المسلمین پوری تړی وه د چلونکي په توګه و ټاکل شو او په همدغه وخت کی یی د بناء له لور سره واده وکړ، دغه کار د اخوان‌المسلمین په مشرتابه کی هغه ته ځانګړی ځای پیدا کړ.

رمضان د حسن‌البناء د سفیر په توګه تل هری خواته سفر کاوه ترڅو په نړیواله سطح د هغه اړیکی ټینکې کړي. په ۱۹۴۵ کی، هغه دارالسلام ته چی د بریتانیا تر واک لاندی و سفر وکړ، په کوم ځای کی چی د عربو او یهودیانو د جګړی توفانی سیلۍ چلیدله.

په ۱۹۵۰ کال کی، رمضان په یو ګرځنده مبلغ بدل شو، د اسلامی خوځښت ایلمرګانتری په څیر. په ۱۹۴۹ او ۱۹۵۱ کلونو کی هغه پاکستان ته سفر وکړ ترڅو په کراچی کی د نړۍ مسلمانانو په کنګره کی ګډون وکړی – لومړنی کس و چی د نړۍ اسلامي خوځښتونه یی یوبل سره نږدی کړل – د همدغو هڅو پایله وه چی هغه ددغه سازمان د مشر په توګه وټاکل شو. پاکستان لومړنی هیواد و چی د اسلامی اصولو پر اساس جوړ شوی و، او د بنسټپاله نظریه ورکونکو په مرکز بدل شو او د سعید رمضان دویم کور شمیرل کیده. د پاکستان دولت خپله ملی راډیو کی هغه ته یوه برنامه ځانګړی کړه او لومړي وزیر، لیاقت علی خان د رمضان پر کتاب سریزه ولیکله.

احمدشاه مسعود هره میاشت له سی.آی.ای نه ۲۰۰۰۰۰ دالر لاس ته راوړل چی په اسلام‌آباد کی د سی.آی.ای دفتر لخوا ورکول کیدل. ګری شرون د افغانستان په چارو کی د سیا پخوانی او باتجربه کارکونکي له مسعود سره اړیکی لرلی او د پیسو د لیږد مسوولیت یی پر غاړه لره.
د «ارواحو جګړه»، استیو کول

په پاکستان کی، رمضان له یو ځوان اسلامپاله سره چی مودودی نومیده کار کاوه، هغه وروسته اخوان‌المسلمین ته ورته سازمان د جماعت اسلامی په نوم منځ ته راوړ. هغه د فلسطین جګړی ته سخت‌دریځه مسلمان ځوانان استول، له همدی کبله رمضان مودودی سره مرسته کوله ترڅو له متعصبو او احساساتی مسلمانو زده کونکو څخه یو پراخ او ټینګ سازمان جوړ کړی ترڅو وکولای شی په پاکستان کی د کیڼ خوځښت مخه ونیسی. ددی حرکت نوم لنډیز په اردو ژبه کی IJT دی چی د فاشیست موسولینی نه یی رنګ اخیستی دی. دغې ډلې خپلې وسله‌والی کړنې له پوهنتون څخه د کیڼ‎اړخو محصلانو پر ضد پیل کړې. څرنګه چی سید ولی رضانصر په دی اړه د نظر خاوند ددی حرکت په اړه لیکی؛ «دغه اخوډب د هګیو له ویشتلو پیل شو او وروسته یی کلکو نښتو ته لار هواره کړه،» په همدی ترتیب سره ډلی د یو سخت‌دریځه نسل په روزلو پیل وکړ چی وروسته په ۱۹۷۷ کی د متعصب دیکتاتور تر مشرۍ لاندی، ضیاالحق په پاکستان کی واک ترلاسه کړ، هغوی د افغانستان له جهاد څخه ملاتړ وکړ او د القاعده لپاره یی پټن‌ځایونه منځ ته رواړل.

هغه فکر چی دوی یی له لندن او واشنګټن سره نږدی کول دا و چی اخوان‌المسلمین ناصر د یو کرغیړن او سیکولار کس په توګه پیژانده، هغه له اسلام سره خدای‌په اماني کړی وه او له کمونیزم سره مرستی ته یی علاقه لرله. په کال ۱۹۵۴ کی د اخوان‌المسلمین یو غړی د مصر جمهور رییس د وژلو هڅه وکړه له همدی کبله ناصر ددغه سازمان ځپلو لپاره ګوټلي ګامونه پورته کړل، همدا وه چی ددی ډلی ډیر شمیر مشران یی ونیول او بندیان یی کړل. رمضان چی ددی ډلی د بهرنیو چارو مسوولیت پر غاړه لره په سوریه کی د ناصری ضد تبلیغاتو کی بوخت وو. ناصر هغه له مصری تابعیت نه بی‌برخی کړ، ولی د هغه لیری والی ډیر دوام و نه موند.

یو وار بیا دا سوړ جنګ و چی رمضان او د هغه خوځښت یی خوندی وساته. پدی وخت کی هغه په آلمان کی اوسیده، د اسلامی بنسټپالی دغه یار دا ځل د نازیانو په ځمکه پښه کیښوده. کله چی مصر او سوریی له ختیځ آلمان سره خپلی دیپلوماتیکی اړیکی ټینګی کړی، نو لویدیځ آلمان ددغو دواړو هیوادنو مخالفینو ته د کار زمینه چمتو کړه، چی پدی اساس اخوان‌المسلمین هم پدی ډله کی شامل و. رمضان د لویدیځ آلمان په مرسته د اعدام له حکمه چی په مصر کی ورته اورول شوی وو وتښتیده. هغه څه موده وروسته جنیوا ته چی د نړیوال سیاست او دسیسو مرکز و لاړ. هلته یی په کال ۱۹۶۱ کی، د جنیوا اسلامی مرکز پرانیست، هغه بنسټ وروسته په اروپا کی د اخوان‌المسلمین اصلی هډه ګڼل کیده.

رمضان چی د ناصر پر وړاندی د واشنګتن ملاتړی و، د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو ترمنځ یی د امریکا له مهمو وړاندیزونو ډیره ګټه پورته کړه. امریکا په منځني ختیځ کی د ناسیونالیزم پر وړاندی جګړه کی، د دویمی نړیوالی جګړی وروسته غټه تیروتنه ترسره کړه: امریکا هڅه وکړه ترڅو د عربستان ارتجاعی پاچاهۍ سره هم‌نظره شي. ۱۹۵۰ کال و چی امریکا عربستان وهڅوه ترڅو له ښي‌اړخو ټولنو او بنسټونو یو اسلامی سازمان منځ ته راوړي، هماغه وو چی ددی پریکړی پر سبا د القاعده سازمان سر راپورته کړ. دا هغه اسلامی مرکز وو چی رمضان د هغه تیږه ایښی وه او د عربستان له پراخو مرستو برخمن وو.

ډیر ژر دا ځای د ټولی نړۍ د اسلامپاله ډلو د کړنو او کړنلاری جوړولو په مرکز بدل شو؛ د اسلامی ادبیاتو خپرولو کړنې هم ترسره کولې، موخه یی د اخوان‌المسلمین وده او خپرول وو د سعید رمضان ځوی هانی رمضان په وینا، «ددی مرکز جوړیدلو موخه زما د پلار د هیلو پوره کیدل دی ترڅو وکولای شی د حسن‌البنا فکر خلکو ته درس ورکړی.» د هغه په وینا «په دی ځای کی له ټولې عربي نړۍ څخه زده‌کونکی راټولیدل او اسلامی زده‌کړی یی کولی.»د فرانسوی خبریال، ریچارد لوبی ویر په وینا، چی د اخوان‌المسلمین او ترهګرۍ اړیکو په اړه لیکنی لري وای، سعید رمضان له جنیوا څخه د نړیوال اخوان‌المسلمین په خپرولو کی ګټه پورته کړه؛ هغوي آن وکولای شو چی ځان ته په سویس کی د التقوا په نوم بانک هم جوړ کړی چی نوری څانګې یی د ایتالیا په کمپیون او باهاما کی دي. د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر د ۱۱ نیټې پیښې وروسته امریکا د التقوا بانک ته د هغو بانکونو په لیست کی ځای ورکړ کومو چی له ترهګرو سره مرسته کړی ده.

هغه کس چی په ۱۸۸۵ کی د بریتانیا په لارښونه د پان اسلامیزم خوځښت جوړولو وړاندیز وکړ بل څوک نه وو پرته له «سید جمال الدین افغانی» څخه. له ۱۸۷۰ لسیزی څخه تر ۱۸۹۰ لسیزی پوری سیدجمال الدین د بریتانیا لخوا حمایت کیده. د هند د څارګری اداری په پټو لاسوندونو کی يو ځای راغلی، په ۱۸۸۲ کال سیدجمال الدین بریتانیا ته وړاندیز کړی و چی په هند کی د هغوی د جاسوس په توګه کار کولو ته چمتو دی.

سیدجمال الدین، د پان اسلامیز بنسټ ایښودونکی، په واقعیت کی د نسب له نظره نه بلکه د لید له نظره د اسامه بن لادن نیکه دی. که د ښي‌اړخو او سخت دریځه اسلامپالو د نسب شجره را وڅیړو، نو داسی به وی:

«شیخ محمد عبده» (۱۹۰۵- ۱۸۴۹)، د مصر پان اسلامیست فعال غړی او د سیدجمال الدین (۱۸۹۷ - ۱۸۳۸) اصلی شاګرد، د سیدجمال د اغیز پراخوالی لپاره یی ډیره هڅه وکړه. عبده هم، «محمد رشید رضا» (۱۹۳۵- ۱۸۶۵) وروزه چی وروسته یی مصر ته ولیږه او هلته یی د عبده افکارو خپرولو او د متحده اسلامی حکومت جوړو لپاره د «المنار» مجله په لاره واچوله. رشید رضا هم په خپل وار سره حسن البناء (۱۹۴۹- ۱۹۰۶) وروزه چی د «المنار» مجلی له لاری یی رشید رضا سره پیژندګلوی پیدا کړی وه.حسن البناء په کال ۱۹۲۷ کی د اخوان‌المسلمین سازمان بنسټ کیښود. هغه ډیر زده‌کونکی لرل چی له وتلو زده کونکو څخه یو «سعید رمضان»، د اخوان‌المسلمین نړیوال رهبر وو چی په سویس کی یی دفتر درلود، او بل تن یی «ابو الأعلی مودودی» د «پاکستان جماعت اسلامی» مشر وو چی په پاکستان کی لومړنی اسلامی سیاسی ګوند د حسن‌البناء افکارو تر اغیز لاندی منځ ته رواړ. د حسن‌البنا نورو ځای ناستو د «اخوان‌المسلمین» څانکې په نورو اسلامي، اروپایی او امریکایی هیوادونو کی جوړې کړې. د هغو څخه یو تن له سعودی څخه و چی د امریکا پر وړاندی جګړه کی په افغانستان کی ګډون درلود او هغه بل څوک ندی پرته له «اسامه بن لادن» څخه، هغه ددی کړۍ تر ټولو توراندی سړی وو.
د «شیطاني لوبو» کتاب، رابرت دریفوس

د رمضان د ژوند پدی مهال کی بل مهمه پوښتنه داده: چی آیا په کال ۱۹۵۳ کی کله چی هغه امریکا ته سفر کړی وو د سی.آی.ای څارګر وو؟ د هغه کورنۍ دا موضوع رد کوی، ولی هغه لاسوندونو چی د سویس له ملی آرشیف او د جنیوا له «لی تیمپس» ورځپاڼې لاس ته راغلي دا په ډاګه کوی چی په کال ۱۹۶۰ کی سویس چارواکو «د نورو مسایلو ترڅنګ هغه د بریتانیا او امریکا څارګر په توګه پیژانده.» ۲۰۰۵ د جولای په میاشت کی، «والستریت ژورنال» د آلمان او سویس په آرشیفونو کی له ډیرو څیړنو وروسته داسی راپور ورکړ: «تاریخی نښې نښانې شته چی دا څرګندوی چی ښاغلي رمضان د سی.آی.ای څارګر په توګه دنده ترسره کوله.» د لویدیځ آلمان آرشیف لاسوندونه چی د «والستریت ژورنال» په ورځپاڼه کی خپاره شول، څرګندوی چی رمضان څو واری په هغه اردنی پاسپورت چی د سی.آی.ای لخوا ورته چمتو شوی و سفر کړی، او «د سفر ټول لګښت یی امریکا ورکړی.» او هغه له نږدی له سی.آی.ای سره د بلشویزم څخه د خلاصون په کمیټه کی کار کاوه، دغې ټولنې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو تر منځ د «آزادی اروپا راډیو» او د «آزادۍ راډیو» (هغه دوه شبکی چی د سی.آی.ای لخوا منځ ته راغلې) په لاره واچولې. د هغو لاسوندونو پر بنسټ چی د ۱۹۶۱ کال د می په میاشت کی په ژورنال کی خپاره شول، د بلشویزم څخه د خلاصون کمیټی یوتن چی د سی.آی.ای کارکونکی و له رمضان سره وکتل تر څو «د شوروی اتحاد پر خلاف ګډه تبلیغاتي» طرح جوړه کړي.

څرنګه چی څرګنده شوه، د رمضان کړنلاره یوازی د اسلامی مرکز جوړول نه و. هغه په کال ۱۹۶۲ کی د پراخ سازمان په جوړولو لاس پوری کړ، چی وروسته دا سازمان د نړیوالو سخت‌دریځه وهابیانو په مرکز بدل شو: د نړیوالو مسلمانانو تړون. هانی رمضان وایی، «پلار می یوازی ددی تړون بنسټ ایښودونکی نه و» بلکه «ددی تړون منځ ته راوړلو فکر هم د هغه و». په لوړه کچه مرستې چی د سعودی لخوا کیدی، دی تړون ته دا توان ورکړ چی د نړۍ هر ګوټ ته د خپلو افکارو خپرولو لپاره تبلیغیان ولیږي، هغوی د وهابیت له مډل ته په ګټې اخیستلو سره جوماتونه جوړ کړل، ددی مرستو لړۍ آن د افریقا او منځنۍ اسیا اسلامی ټولنو ته ورسیده، او آن د اسلامي هیوادنو څخه بهر ته وغزیده. د فرانسوی نامتو اسلام پیژندونکي، ګیلیس کیپل په وینا، له دی تړون څخه سخت‌دریځه اسلامپالو، د پاکستان اسلامپاله افراطیانو او د افغانستان جهادیانو او خپله اخوان‌المسلمین ته د مرستو رسید لپاره د یو پل په توګه کار اخیستل کیده. هغوی مهم ګته اخیستونکي تشخیصول او عربستان ته یی رابلل، وروسته له مذهبي لارښونو (پاکۍ) ددی زمینه برابریدله ترڅو د شاهی کورنۍ او یا هم د یو تجار له پراخو مرستو برخمن شي. کیپل په خپل کتاب کی، «جهاد: د سیاسی اسلام میراث» کی لیکي؛ «تړون د سعودی مذهبي مشرانو او یا د هند له وچې څخه د پوهانو چی د دیوبند مکتب پوری تړلي وو او د مودودی ګوند پوری تړلي خلکو لخوا، رهبری کیده.» د دیوبند خوځښت، چی د اسلامي سخت‌دریځو مکتب دی په هند کی منځ ته راغی، دغه خوځښت په پاکستان کی اسلامي مدرسې جوړې کړې چی په پایله کی له هغو څخه طالبان راووتل.

په ۱۹۷۰، د ناصر له مړینې درورسته او انور سادات چی له کلونو راپدیخوا د اخوان‌المسلمین غړی و په واک ته رسیدو سره، اخوان‌المسلمین او رمضان لا پیاوړي شول. له ۱۷ کاله بندیز وروسته، رمضان د اخوان‌المسلیمن د یو هیئت په سر کی چی د عربستان لخوا ترتیب او تمویل شوی و مصر ته ولاړ، ددی سفر موخه له سادات سره خبری اتری وی ترڅو په مصر کی اخوان‌المسلمین ته د کار اجازه ورکړي. (د رابرت بایر، د سی.آی.ای پخواني کارکونکي چی د اخوان‌المسلمین او سی.آی.ای اړیکو په اړه یی لیکلي، په وینا، سعودی عربستان «د اخوان او مصر تر منځه دلال و.»

ولی رمضان، اخوان‌المسلمین او نور اسلامپاله ملاتړي به یی نه وای توانیدلی چی د القاعده په شان لوی سازمان یی منځ ته راوړی وای، مګر داچی د سړې جګړې پر مهال د امریکا ملاتړی او د واشنګټن پټې او ښکاره مرستې ورسره نه وای شوی، څرنګه چی په لاسوندونو کی یاد شوي رمضا هم د سی.آی.ای لپاره یو تاثیرلرونکی کس و او د هغوی لخوا ګمارل شوی وو.
رابرت دریفوس

پدی وخت کی، سادات هڅه کوله چی د مصر او شوروی اړیکې خرابی کړي، ولی سادات ددی سیاست پلی کولو لپاره قوی سیاسی ستنې نه لرلی، هغه په دولت کی د ناصر ټول پلویان ووژل. هغه ځانته د نوی هډی جوړولو لپاره اخوان‌المسلمین ته لاس وراوږد کړ او دا د اخوان‌المسلمین یو ورا بیا ژوندی کیدلو لپاره تلایی فرصت و.

په ۱۹۷۰ لسیزه کی، د مصر اسلامي خوځښت پراخوالی وموند، هغوي مهم بنسټونه لاس ته رواړل او د سخت‌دریځه اسلامپالو مرکزونو میلمه‌پالنه یی وکړه، دوی په خپل وار سره وکولای شوی چی په افغانستان کی د شوروی ضد جهاد کی چی د سی.آی.ای لخوا په لاری اچول شوی و، ونډه واخلی. هغوی د «اسلامی جهاد» په نوم د یو نوی اسلامی سازمان بنسټ هم کیښود، چی وروسته دا سازمان له اسامه بن لادن سره یوځای شو او د القاعده په یوه برخه بدل شو. په کال ۱۹۸۱ کی دغه سخت‌دریځه د خپل څښتن پرضد ودریدل: سادات د یو ټلویزیونی پروګرام په لړ کی چی پوځیانو ورته د احترام مراسم ترسره کول، د خلکو په مخ کی، د یو اسلامپاله لخوا ووژل شو.

په هماغه کچه چی رمضان په ۶۰مه او ۷۰ مه میلادی لسیزو کی په ختیځ د یو پیژدل شوی کس په توګه پیژندل کیده، دلته په لویدیځ کی هماغمره پټ پاتی شوی و. کیداشی چی امریکایانو د لومړی ځل لپاره د هغه نوم په واشنګټن کی د یو زارلرونکی قتل په اړه اوریدلی وی، او په امریکا کی شاید د اسلامی ترهګرۍ دا لومړنۍ پیښه وه. ۱۹۸۰ کال د جولای په ۲۲ نیټه، د علی اکبر طباطبایی د دروازې ټالی ووهل شوه، علی اکبر په واشنګټن کی د امریکا په سفارت کی د رسنیو مشاور و، چی د شاه له راپرزیدو وروسته په کال ۱۹۷۹ کی د آزاد ایران بنسټ جوړ کړ او په ډیره چټکۍ سره د خمینی اسلامی رژیم مخالف وګرځیده. هغه ورځ د دروازی شاته یو ځوان سړی و چی د لیک‎رسونکي جامی یی پر غاړه وی. دغه سړي طباطبایی په څو مرمیو وویشت، او هغه یی وواژه.

قاتل، یو امریکایی مسلمان و چی دیوید بیل فیلد نومیده، هغه د لیک‎رسولوجامی خپل یو ملګري څخه په پور اخیستې وی. له بیل فیلد چی اوس داوود صلاح الدین نومیږي، څخه څیړنې څرګندوی چی لومړی هغه جنیوا ته او وروسته ایران ته سفر کړی. څیړونکي په یو عجیبه واقعیت وپوهیدل: له دی پیښی وړاندی، په واشنګټن کی له یو عمومی ټلیفون څخه چی د بیل فیلد له دفتر سره نږدې و څو واری له رمضان سره اړیکې نیول شوی وی. رمضان د خمینی انقلاب له طرفدارنو څخه و. رمضان له دغه سړی سره مرسته وکړی چی په جنیوا کی د ایران له سفارت څخه وتښتی، او د آیت الله خمینی له ځوی سره یی هم اړیکې نیولی وی ترڅو وپوهیږی چی بیل فیلد تهران ته صحیح سلامت رسیدلی او که نه. څرنګه چی څرګنده شوه، بیل فیلد مخکی له دی چی په واشنګټن کی د ایران په سفارت کی د ساتونکی په توګه وګمارل شی له رمضان سره خبرې کړی وی. د «نیویارکر» ورځپاڼې څخه په نقل: د طباطبایی له وژل کیدو مخکی بیل فیلد د ایران په دولت کی د هغه له پلویانو څخه ۵۰۰۰ دالر لاس ته رواړی و.

په ۲۰۰۵ د جولای په میاشت کی، «والستریت ژورنال» د آلمان او سویس په آرشیفونو کی له ډیرو څیړنو وروسته داسی راپور ورکړ: «تاریخی نښې نښانې شته چی دا څرګندوی چی ښاغلي رمضان د سی.آی.ای څارګر په توګه دنده ترسره کوله.» د لویدیځ آلمان آرشیف لاسوندونه چی د «والستریت ژورنال» په ورځپاڼه کی خپاره شول، څرګندوی چی رمضان څو واری په هغه اردنی پاسپورت چی د سی.آی.ای لخوا ورته چمتو شوی و سفر کړی، او «د سفر ټول لګښت یی امریکا ورکړی.»
رابرت دریفوس

بیل فیلد او رمضان د لومړی ځل لپاره د ۱۹۷۵ کال د جون په میاشت کی وکتل، هغه وخت رمضان څو میاشتې په امریکا کی تیرې کړی وی، او دغه سفر هغه تا دا فرصت ورکړ چی د واشنګټن په اسلامی مرکز کی وینا وکړي. لومړي ځل لپاره هغوي په هغه هوټل کی چی رمضان پکی اوسیده ولیدل، او له هغې وروسته رمضان د دری میاشتو لپاره د راندولف واشنګټن په واټ کی د بیل فیلد په ګاونډ کی اوسیده. رمضان به هغه ته د جهاد په اړه خبری کولی تر هاغه ځایه چی دا امریکایی ځوان پر هغه مین شو او د هغه عبادت به یی کولو. د لاسته راغلو لاسوندونو پر بنسټ چی وروسته په «واشنګټن پسټ» کی هم خپاره شول، بیل فیلد «د رمضان شخصی منشی، پټ مامور او د یو فدایی په توګه وو. رمضان د ژوند په ټولو برخو کی د هغه معنوی رهبر و.» رمضان هغه ته ښودلي وو، که چیر د اسلامی انقلاب په پلوي په تاوتریخوالي لاس پوری کړي، هیڅکله به هم ونه ویریږي، بلکه دا کار به په ډیره آسانۍ سره ترسره کړي او هیر به یی کړي.» بیل فیلد وروسته «نیویارکر» ته وویل، «د هغه غږ را ته دا ویل چی له امر نه یی پیروي وکړم.»

په ایران کی بیل فیلد د رمضان پټ څارګر ګڼل کیده. د رمضان په درناوي یو ځل یی د لیبیا له مشر معمرالقذافی سره اړیکه ونیوله، وروسته یی د رمضان لخوا رسمی لیک د افغانستان جمهور رییس برهان الدین ربانی ته ورساوه. د دوه کالو لپاره یی په افغانستان کی د روسانو پر ضد جهاد کی ګډون درلود.

ربانی او مولوی خالص له ریګان سره په سپینه ماڼۍ کی
ربانی او مولوی خالص له ریګان سره په سپینه ماڼۍ کی

د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ زیږدیز کلونو ترمنځ، کله چی په ایران کی خمینی واک ته ورسیده او په پاکستان دیکتاتور ضیاالحق پر چوکۍ کښیناست، په افغانستان کی هم جهاد دوام درلود. په ورته وخت کی اخوان‎المسلمین په مصر، سوریه، فلسطین او نورو ځایونو کی پټې او ځواکمنې کړۍ جوړې کړې، په ختیځ کی د دغو حرکتونو سر راپورته کول د رمضان د نه ستړې‎کیدونکو هڅو پایله وه. سربیره پر دی چی اسلامپالنه اوس په خپلو پښو ولاړه وه، ولی زوړوالی او سپین‎‎ږیری‎توب له رمضان څخه پخوانی توان اخیستی و، او لوړ مقام یی نور دوام ونکړ او په ۱۹۹۵ کال کی د ۶۹ کلونو په عمر ومړ. د هغه ځوی هانی په اسلامی مرکز کی د هغه مسئولیتونو پر غاړه واخیستل، ولی بل ځوی یی، طارق، چی د سوئیس په پوهنتون کی استاد و د پلار په لاره تللو ته چمتو نه وه. په ۲۰۰۴ کال کی، د نوتردام پوهنتون له هغه وغوښتل چی د پروفیسور په توګه اندیانا ته ولاړ شي، ولی هغه ونشوکولای چی امریکا ته سفر وکړی، ځکه د کورنیو چارو امنیت ادارې هغه ته د ویزې ورکولو څخه ډډه وکړه.

نن، د رمضان څخه پاتی میراث هری خواته لیدل کیږی. اخوان‎المسلمین هم ځواکمن او پټ پاتی، او هڅه کوی تر څو د اسلامی هیوادونو یو ټولنه منځ ته راوړی چی د اسلامی قوانینو پر بنسټ د اوومی پیړۍ په توګه اداره شي. هغوي د خپل سیاسی بنسټ ټینګولو لپاره د ایران او عربی تیلو څښتنانو له ملاتړ څخه ګټه پورته کوي. له مصر نه نیولی تر سوریه پوری او د عراق ګډوډی او ددوی په منځ کی د عراق اسلامی ګوند، د اخوان‎المسلمین له څانګو څخه دي.

ریویل مارک جریخت، د سی.آی.ای پخوانی مامور چی اوس د محافظ کارانو د نوی پانګوالۍ په انستیتیوت کی کار کوی، د «اسلامي پارادوکس» په نوم کتاب کی چی په ۲۰۰۴ کی خپور شو داسی وای؛ که چیری نن هم اخوان‎المسلمین په مصر کی واک تر لاسه کړي او د دموکراسۍ په مخ کی خنډ وګرځي «امریکا چمتو ده چی د سکولار دیکتاتور پر ځای له دوی څخه ملاتړ وکړي.»

د امریکا تر سیوري لاندی په عراق کی مذهبي حکومت څخه تر په پاکستان کی د اسلامپالو واک، دا ټوله د امریکا او بنسټپالۍ کرغیړنه لوبه ده چی دوام لري.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 798 میلمانه آنلاین لرو