د «دوه ستوري جنرال» وژنه د نیواګرو لپاره لوی پند

رفیق‌الله

د ۲۰۱۴ د اګست په ۵ نیټه د کابل لویدیځ د قرغې سیمې په یو پوځي پوهنتون کې د امریکایي دوه ستوري جنرال هارولډګرین وژنې سپینه ماڼۍ او هم د کابل توره ماڼۍ ولړزولې. د افغانستان ملي دفاع وزارت په خپلو لومړنیو څرګندونو کې برید کوونکی «تروریست» وباله او هغه یې د افغانستان د سولې او سوکالۍ دښمن په ګوته کړ او دغه راز د کرزي حکومت او امریکایانو هڅه وکړه چې د دغې پیښې په هکله حقایق پټ وساتي. له پیښې وروسته امریکایانو دغه ځای تر خپلې ولکې راوړو، د امنیتي کامرو انځور او هغو کسانو چې د دغې پیښې انځور یې په خپلو موبایلونو کی ثبت کړی و پاک کړ.

هغه سرتیری چی دغه امریکایي جنرال یې وواژه، رفیق‌الله نومیده او د پکتیا ولایت اوسیدونکی و. دغه ۲۷ کلن سرتیری دوه نیم کاله مخکې «ملي اردو» کې دنده اخیستې وه. د افغانستان ملي دفاع وزارت ومنل چې دا له دریو ساتونکو له ډلې څخه و چې د جنرالانو د امنیت ساتلو لپاره ځان سره وسلې ولري. د کورنۍ چارو او ملي دفاع وزارتونو او د ملي امنیت ویندویان نه غواړي چې رسنیو ته د دغې پیښې په هکله ډیر جزیات ورکړي.

رفیق‌الله د ویتنام له جګړې وروسته چې امریکا پکې ماتې خوړلې وه، لوړپوړی پوځي یې وواژه، پرته له ځنډه د امریکایي ساتونکو لخوا په ډزو ووژل شو. نړۍ والې رسنۍ د لوړپوړو چاروکو له خولې لیکي چې هغه په تشناب کې پټ شوی و او له کړکی څخه یې امریکایي، آلماني، انګلیسي او افغان جنرالان په نښه کړل، چې په پایله کې امریکایي دوه ستوری جنرال مړ او یو شمیر نور امریکایان ټپي شول. د معمول په څیر د دغې پیښې واقعي وژل شوي بهرنیان د یو راز په توګه پټ پاتي شوي او پرته له ګومانه څو نور بهرنیان هم پدې پښه کې دمنځه تللي دي.

له دې پیښې وروسته د عامو خلکو ذهنونو، سیاسي کړیو او رسنیو ته یو شمیر پوښتنې رامنځته شوې. دا پوځي ځوان څوک و؟ ولې دغه برید یې ترسره کړ؟ پداسې حال کې چې د طالبانو د دې پیښې پړه پر خپله غاړه وانخستله، آیا په رښتینې توګه نوموړي له تروریستې ډلې سره تړاو درلوده. آیا د بهرنیو ځواکونو پروړاندې د فردي مقاومت مهال رارسیدلی؟

رفیق‌الله
رفیق‌الله د خپل هیواد د ماشومانو د وژل کیدو غچ د امریکایي دوه ستوري جنرال په وژلو سره واخسته، ترڅو یرغلګرو ته دا سبق ورکړي چې افغانستان اوس هم د ښکیلاکګرو هدیره ده.

د رفیق‌الله له مرګ څخه وروسته ډیره هڅه شوې چې د عامو وګړو ترمخې د هغه شخصیت ناوړه ښکاره کړي، لیکن د هغه همکاران او ټولګیوال هغه یو روڼ اند او پرهیواد مین بولي او د خپلو ښو ځانګړنو او لیاقت له امله د ټولو زده کوونکو په منځ کې له ښه شهرت څخه برخمن و. هغه تل په هیواد کې له بې نیاوۍ څخه ځوریده او د امریکا له جنایتونو څخه یې یادونه کوله او د کرزي په دولت کې هغه فساد چې لیدونکی یې و، ورڅخه یې کرکه څرګندوله. هغه د طالبانو او یا نورو تروریستی ډلو سره هیڅ راز فکري تړاو نه درلوده او شاه امان الله ته یې د یو اتل په سترګه کتل او د هغه د پام وړ شخصیت و. رفیق‌الله هیڅ کوم جنایي دوسیه نلرله او نه یې هم په خپل ورځني ژوند کې خپلو همکارانو سره په تاوتریخوالي چلند کړی و.

خو «بلومبرګ» خپرونه د ۲۰۱۴ د اګست په ۷ نیټه د ډګروال عبدالوهاب له خولې چې د قرغې پوځي پوهنتون له چارواکو له ډلې څخه دی لیکي چې رفیق‌الله «ځینې مهال امریکایي ځواکونو ته د کافر او یرغلګرو په سترګه کتل» او «د نورو سرتیرو سره یې ښې اړیکې نه درلودې او ځان یې ترې لیرې نیوه».

په معمول ډول د خلکو د غلولو لپاره هغو خلکو ته چې یرغلګر ځواکونه په نښه کوي یا «په رواني نارغۍ اخته» او یا هم «په وسلو سمبال د حکومت مخالف جاسوسانو» نوم ورکوي. خو رفیق‌الله نه جاسوس و او نه هم په رواني ناروغۍ اخته.

سره لدې چې افغانستان د امریکا او نورو څلویښت هیوادونو په منګولو کې راګیر دی، خو له بده مرغه باید وویل شي، د تل لپاره د افغانستان د نیواک په اړه د شخص یا د غورځنګ دریځ په ډیر سپین سترګتوب سره طالبانو یا حزب اسلامي پورې تړي. پداسې حال کې چې نور ټولو ته روښانه ده دغه دوه تورې ډلې چې له یو اړخه د امریکا خلاف چیغې وهي، لیکن د دوی تاریخ دا څرګندوي چې پخپله د غربي نړۍ استخبارتو پورې تړلې دي. حزب اسلامي او طالبان همدا اوس د امریکا مسخره ډرامه کې په «وسلو سمبال اپوزیسیون» رول لوبوي او دوی د مختلفو لارو او ګودرو له استعمار سره اړیکې لري او اوسمهال د کرزي په لاسپوڅي حکومت کې د مهمو څوکیو څښتنان هم دي. د دوی ړوند تروریزم هره ورځ زموږ له خلکو څخه قرباني اخلي نه له بهرنیو ځواکونو څخه.

جنرال هارولد گرین
د ویتنام له جګړی وروسته جنرال هارولډ ګرین هغه لوړ پوړی امریکایي چارواکی دی چې وژل کیږي.

که څه هم فاسده واکمنان، پلورل شوي روڼ اندي او د سیاسي جوړښتونو بنسټیز وګړي چې د امریکا او غرب غلامۍ ته لاس په سینه دي، هڅه کوي «خپلواکي» زړه مقوله معرفي کړي، لیکن دوی به د خپلواکۍ غوښتنې حس او وژونکو نیواکګرو مخالفت به هیڅ کله ونشي کړای چې د ملت په ذهن کې دمنځه یوسي. هغه ملت چې په تاریخ کې یې لکه عبدالخالق، محمود، سیدکمال، محمد عظیم او نور قهرمانان ثبت دي چې د خپلو ویاړلو ژوند په قرباني کولو سره د پردیو نوکرانو پر زړونو یې ګوزار وکړ او دغه راز د نورو هغو شخصیتونو رامنځته کیدل طبیعي خبره ده چې له خپل ژوند څخه تیر وي.

دغو حقایقو ته په پام سره دې پایلې ته رسیږو چې کوم مردکی چې د امریکایي دوه ستوري جنرال پر ککرې ولګید، د نفرت او غچ اخستنې مردکی و او د دغې ورځې لپاره یې ټوپک په اوږه ایښی و. هغه د خپل قرباني شویو هیوادوالو غږ شو چې د امریکایي او ناټو یرغلګرو بمباریو او عملیاتو له امله په فراه، هلمند، قندهار، قندوز، کنر، ارزګان، کابل، زابل، پکتیا او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړی و، لیکن د کرزي دولت او امریکا په ډیرې اسانۍ سره د دغو بې ګناه وګړو پر وینو پښې کیښودلې.

که چیرې د امریکا شیطاني سیاستونه، وژل او د دوی د غلامانو بې غیرتي په همدې توګه پرمخ ولاړ شي لرې به نه وي چې دغه فردي مقاومتونه پر یو لوی خپلواکۍ غوښتنې غورځنګ بدل شي.

رفیق‌الله د خپل هیواد د ماشومانو د وژل کیدو غچ د امریکایي دوه ستوري جنرال په وژلو سره واخسته، ترڅو یرغلګرو ته دا پند ورکړي چې افغانستان اوس هم د ښکیلاکګرو هدیره ده او د تل لپاره داسې نشي کولای چې د خپلو تبلیغاتي غږیدونکو د لارې زموږ د هیواد نیواک «همکاري» او شیطاني سیاستونه او ویجاړتوب «تروریزم پروړاندې مبارزه» او «دموکراسي» او ... څرګند کړي.

په تیرو دیارلس کلونو کې لسګونه داسې پیښې رامنځته شوې چې افغان سرتیرو بهرني سرتیري د خپل نښان لاندې نیولي چې په پای کې یا یې په خپله ځان وژلی او یا هم د مقابل لوري په برید کې وژل شوي دي. دغه پیښې پرته له کومو پلټنو او پرته له دې چې رسنیو ته وویل شي په واقعیتونو باندې یې ورته خاورې اچول شوې دي. د دغو پیښو یو شمیر برید کوونکي پرته له ګمانه چې ځناورو طالبانو پورې تړاو نه درلود، بلکې د ملت پروړاندې د خاینانه لوبو په لیدلو سره د آزادۍ غوښتنې حس یې په زړونو کې راوچت شوی و او غچ اخیستلو لپاره لاس په کار شوي وو. د ایران یو نامتو مبارز بیژن جزني وایي: «په هغه هیواد کې چې د دموکراسۍ او خپلواکۍ ورونه تړل کیږي، هلته ټوپک خبرې کوي».

دگروال احمد گل
ډګروال احمدګل هغه افغان پیلوټ و چې د ۲۰۱۱ زیږدیز کال د مئ په لومړئ نیټه په یوه برید کې امریکایي ۹ لوړپوړي پوځیان د کابل په هوایي دګر کې ووژل او پخپله هم د مقابل لوري په برید کې ووژل شو.

د افغان سرتیرو څخه د جګړې په لومړئ کرښه کې د ماین پاک په توګه ګټه پورته کیږي، هغوی د ناټو او امریکا ښکیلاکګرو د جنایتونو او ځناورتوب په رښتینې توګه لیدونکي دي. هغوی د امریکایي او ناټو ځواکونو د زورزیاتي لیدونکي دي او ګوري چې لاسپوڅي فاسده واکمنان د هیواد په پلورلو سره قاروني پانګو ته رسیدلي دي، مګر ملت د بیوزلۍ ژوند شپې او ورځې سبا کوي او د یرغل، تروریزم او جګړه مارو مزه څکي. د دې له امله د هیواد امنیتي ځواکونو په ټیټو لیکو کې د بل هر افغان پرتله د غچ اور ډیر لیدل کیږي.

د ۲۰۱۱ زیږدیز کال د مئ په لومړئ نیټه افغان پیلوټ ډګروال احمدګل چې طالب او یا نورو ډلو سره هیڅ تړاو نه درلود، د امریکا ۹ هوایي پوځیان د کابل په هوایي ډګر کې ووژل او په خپله هم د مقابل لوري په برید کې ووژل شو. همدغه مهال هغه یې یو رواني ناروغ وباله، خو خپلوان او کلیوال یې اتل او پر هیواد مین کس بولي او په ډیر اعزاز او شوکت سره یې خاورې ته وسپاره.

دغه دوه پیښې او دې ورته لسګونو نورو په اړه حکومت او ناټو د «پراخو څیړنو» وعده ورکړه، لیکن هیڅ کله یې هم د څیړنو پایله څرګنده نه کړه. هغوی پدې ښه پوهیږي چې پایله یې جوته ده او د څرګندیدو په صورت کې پرته له دې چې د خلکو کرکه ډیره کړي، امریکا او ناټو ته هیڅ ګټه نلري.

که چیرې د امریکا شیطاني سیاستونه او وژل او د دوی د چوپړانو بې غیرتي په همدې توګه ادامه پیدا کړي، پرته له ګمان څخه دغه فردي مقاومتونه به د خپلواکۍ او نیاو غوښتنې لوی غورځنګونو باندې بدل شي. دا به امریکا، لویدیځ او د دوی نوکرانو ته ښه وي چې زموږ د ملت تاریخ پاڼې یو وار بیا ولولي او په ځانګړې توګه د کیوناري، مګناټن، جرنیل سیل او د نورو عبرتناک برخلیک څخه د پام وړ پند واخلي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 718 میلمانه آنلاین لرو