ښاغلی محقق، له هغو سره چی د ښځو تیونه یی پرې او د بندیانو پر کوپړیو یی میخونه ټکوهل، باید څه وشي؟

ښاغلی محقق، له هغو سره چی د ښځو تیونه یی پرې او د بندیانو پر کوپړیو یی میخونه ټکوهل، باید څه وشي؟

محقق چی د وحدت ګوند مشری پر غاړی لری وای «باید د سر پری کولو عاملان وپیژندل او سزا ورکړای شي». هغه د ولسی جرګې به ناسته کی وویل «طالبان او پولیس په ناحقه د افغانستان د خلکو سرونه پرې کوی او وژنی یی». محقق د طالبانو لخوا د سر پرې کولو اندیښنه کوی! هغه غوښتنه چی دی اوس لری، د افغانستان خلک او د بشر د حقوقو پلوی بنسټونه له ۲۰ کالو راهسی دا غوښتنه لری. آن تردی چی د کرزی ګوډاګی حکومت ملاتړي کمیسیون هم په کراتو دا ویلی چی جګړه مار جنایتکاران دی محاکمه شي. څه موده وړاندی د «نیویارک ټایمز» ورځپاڼی په یوه لیکنه کی بربنډ کړل چی د «افغانستان د بشر د حقونو کمیسیون» د دری لسیزو جنایتونه په یو ۸۰۰ مخیز راپوټ کی باوری کړي ولی په کابینه او پارلمان کی ناستو جنایتکارانو او جګړه مارانو له ویری یی نشی خپرولی. په دی راپوټ کی د لومړي مرستیال فهیم او دویم مرستیال خلیلی نومونه په افغانستان کی د کورنۍ جګړو د عاملان په توګه یاد شوی دي. برسیره پر دی د محقق، دوستم، عطا محمد، گلبدین او ځینی نورو تنظیمی ډلو مشرانو نومونه هم د جګړه مارانو او د ۱۳۷۱ نه تر ۱۳۷۵ ویجاړی اصلی عاملانو په توګه پیژندل شوي دي.

دا جنایتکاران پدی آند دی چی «ټول بخښنی» قانون په تصویبولو سره کولای شی د ۷۰۰۰۰ کابلیانو وینې وبخښل او د افغانستان او په خاصه توګه د کابل ټپونه چی تر نن ورځی پټۍ شوی ندی، هیر شي.

آغلی محققه! آیا په سینما بریکوټ کی د خلکو په کوپړیو میخ ټکوهنه او د ښځو تیونو پرې کول دی هیر کړي؟ آیا په افشارو کی سر پرې کول دی هیر کړی؟ آیا هیر دی کړل چی یوی نجلی د جمعیتی ځناورو او لوټمارانو له ویری ځان د مکروریانو له څلورم پوړه ښکته راګوزا کړ؟ آیا د مزار او پلخمری پر لویه لار د وحدت ګوند غړو لخوا د سپږو خرڅول دی هیر کړل؟ د عامه شتمنیو لوټ او تالان، په راکټ د کورونو ویشتل، پر نجونو او ماشومانو جنسی تیری کول، په کاټینرو که کبابول، میتیازی خوړل، د مړی نڅا، د عامه جوړښتونو په راکټ ویشتل او لوټل او په زرګونو نور داسی د تنظیمی ډلو نه بخښونکي جنایتونه به په هیڅ مکرتوب د قربانیانو له زړه او ذهنه چی د عدالت د پلی کولو په تمه دي پاک نکړی. تا او تاته ورته خلکو د مظلوم ملت په حق کی له طالبانو ناوړه ظلمونو ترسره کړی چی د ۲۰ کالو په تیریدو سره خلکو له دغه ویرونکي خپسې نه خلاصون ندی موندلی.

دا د پیړو راهسی جنایت کونکي چی د طالبانو د جنایتونو پر وړاندی د تمساح اوښکې تویوي ددی لپاره نده چی حق دی حقدار ته ورسیږی، بلکه ددی لپاره یی بدن رپیږی چی د عبدالعلی مزاری، ربانی، مسعود او د نورو مجرمو ملګرو برخلیک ورپه برخه نشی.

د افغانستان خلک غواړی هغوي چی د ښځو تیونه یی پرې کړل، د بی ګناه خلکو پر کوپړیو یی میخونه ټکوهل، د مړی نڅا یی ننداره کړه، په پولیګونونو کی ژوندی ښخ کړل، په ښکاره یی په دار وځړول او لاسونه یی پرې کړل باید سزا وویني. دا جنایتکاران پیژندنی ته اړتیا نلری د لمر په څیر ښکاره او مشخص دی. ددوی د جنایتونو ډیرۍ لاسوندونه شته چی دوی باید محاکمه او د کړنو سزا باید ورکړای شی.

زمونږ غمځپلي خلک غواړی چی هم د غویی د اتمی جنایتکاران، هم د غویی د اوومی جنایتکاران، هم طالبان او هم امریکایی نیواکګر او لویدیځ پلویان دی د خلکو پر وړاندی د څارویو په څیر ځناورتوب ځواب ورکړي. نن یا سبا به دغه جنایتکاران د خپلو کړنو سزا وګوري، تر پایه نشی کولای د خپلو امریکایی، ایرانی، پاکستانی او ...څښتانو د بیرغ لاندی ژوند وکړی او د ملت له منګلو وتښتي.

د حزب وحدت ځوان وسله‌وال

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 532 میلمانه آنلاین لرو