د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو په لغمان ولايت کې د خميني-خامنه‌اي انځور وسوځاوه!

د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو په لغمان ولايت کې د خميني-خامنه‌اي انځور وسوځاوه!

نن دوشنبه د ۱۳۹۹کال د غبرګولي په ۲۶مه لغمان ولایت کې د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو او مشرانو د ایران فاشیستي رژیم د وروستیو کړنو په غبرګون لاریون ترسره کړ او د ایران رژیم یې وینه‌څښونکی رژیم یاد کړ.

د لاريون په ترڅ کې افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو د ایران ويني‌څښونکي رژيم پر وړاندې حماسي شعرونه وويل چې ګډونوالو په شور او زوږ واورول سره بدرګه کړل.

د افغانستان همبستګي ګوند د لغمان ولایت استازي ذبیح الله امیري د لاریون ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل:

»د افغانستان لاسپوڅي رژیم او غلام حکومت هیڅکله د افغانانو ستونزو حل په موخه ګام ندې ايښی او ټول عمر یې د خپل ځان او جیب لپاره کار کړی. د هېواد بچي په ډول ډول نومونو وژل کېږي خو د افغانستان حکومت ددې لپاره چې لاسپوڅی ده او له ايران څخه ورته د ډالرو بوجۍ راځي، غږ نشي پورته کولای.»

لاريون‌کونکو د ایران حکومت په وړاندې شعارونه ورکړل:

«خامنه یي ځناور رژیم له لوري د زیارکښانو سوځول او ډبول نه بخښونکی جنایت!»
«لږ اوبه راوړي چې وسوځیدم!»
«د ایران ځناور رژیم د طالب او داعش ورور دی!»
«د افغانستان د زیارکښانو وینه هیڅکله خامنه‌اي وینه‌څښونکي رژیم ته نه بخښو!»
«مړه دې وي زورواکي هم په کابل هم په تهران کې!»

د همبستګي ګوند مبارز ملګري خیبر له لوري جوړ شوی شعر د استاد شاه محمد منګل له لوري ګډونوالو ته واورول شو:

خونخوار خامنه يي
د ټول انسانیت یې دی اخیستی ډیر ازار خامنه یي
خونخوار خامنه يي
انسانیت یې تباه کړي       خپل ځان يې تباه کړي
باید چې سرعام شي دی په دار خامنه يي
خونخوار خامنه يي
ایران افغانان وژني       زړه خوږي ګلان وژني
ددې نظام په سر کې دی مردار خامنه يي
خونخوار خامنه يي
افغان راغي حساب ته       د خپل ژوندون کتاب ته
نور لیوني کیږي دا ناچار خامنه يي
خونخوار خامنه يي
دا وینه د افغان ده       د سپيڅلي پاک انسان دی
نا چار وو تاپرې وکړلو ګذار خامنه يي
خونخوار خامنه یي
بدل اخلم د ویني       څو وایمه څه سپینې
خاین یې او هم سپی یې بدرفتار خامنه یي
خونخوار خامنه يي

لاریون د ایران ځناورخويه رژيم پر وړاندې په شعارونو ورکولو او د خامنه‌اي او خمیني د انځور په سوځولو سره پای ته ورسیده.

د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو په لغمان ولايت کې د خميني-خامنه‌اي انځور وسوځاوه!
د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو په لغمان ولايت کې د خميني-خامنه‌اي انځور وسوځاوه!
د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو په لغمان ولايت کې د خميني-خامنه‌اي انځور وسوځاوه!
د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو په لغمان ولايت کې د خميني-خامنه‌اي انځور وسوځاوه!
د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو په لغمان ولايت کې د خميني-خامنه‌اي انځور وسوځاوه!
د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو په لغمان ولايت کې د خميني-خامنه‌اي انځور وسوځاوه!
د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو په لغمان ولايت کې د خميني-خامنه‌اي انځور وسوځاوه!
د افغانستان همبستګي ګوند ځوانانو په لغمان ولايت کې د خميني-خامنه‌اي انځور وسوځاوه!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 641 میلمانه آنلاین لرو