«جان کیو»، د «فردی آزادیو خاوری» د ریښتینی حالت په اړه فلم

جان کیو

د هنرونو په منځ کی سینما د ملتونو په راویښولو کی تر ټولو ستر نقش تر سره کړی او کولاې یی شی ځکه چی په هغه کی ټولی خواوی لکه لیدل، اوریدل په ښه ډول تر سره کیږی. په هغه هیوادونو کی چی دلیک او لوست کچه ټیټه وی سینما دغه نقش په ښه توګه لوبوې. د فلم ځینی کره کتونکی پدی باور دي چی یو فلم کولای شی دولتونه نسکور کړی. په خواشینی سره زمونږ په بدمرغه هیواد کی د سینما له پیل څخه تر اوسه دغه وسله د فاسدو او پرګنو ضد دولتونو په لاس کی ده او د عامه وګړو د بی لاریتوب لپاره تر ټولو زیات کرغیړن او سپک فلمونه د پردي پر مخ ننداری ته وړاندی کیږی. همدا اوس افغانستان کی په لسګونو چینلونه چی د امریکا او ملاتړو په «فنډ» لکه د مرخیړیو په شان یوه شپه کی را وټوکیدل، هیڅکله یی وګړنیز هنر، چی د ټولنې د زیارکښانو او دردیدلو خلکو د ګټې ساتندوی وی ننداری ته ندی وړاندی کړی. پرته د بی‎لاری کوونکو فلمونو او ډرامو چی تجملی ژوند او ناپاکه هیلی په ذهنونو کی هڅوی دمحرومو او بی وزلو پر ګنو په فقر او بی وسی پرده اچوی. د نیواکګرو او د هغوی د داخلی چوپړانو د سیاستونو په چوپړ کی ځای لری. افغانې تلویزیونونه دې ته چمتو دی چی د فاسد دولت او د هغه خارجی اربابانو د ګوتې په اشارې هر مبتذل هندی، ترکی او امریکایی فلمونه ننداری ته وړاندی کړی نه پوهاوی بخښونکی فلمونه لکه د «جان کیو» یا د رنګ دی بسنتی (د زاعفرانو رنګ) فلمونه.

د «جان کیو» فلم د یو امریکایی کارګر (جان کوینسی ارچیبالد) په ریښتینی کیسې کوم چی د خپل ځوی د زړه د عملیاتو دلګښت وس نه درلود ډه لګولی. دغه فلم چی په ۲۰۰۲کال کی (نیک کاز اوتس) چی یو تکړه امریکایی کار چلوونکی، لوبغاړی او لیکوال دی جوړ شو. پدی فلم کی د هالیوود مشهور لوبغاړی (وینځل واشنګتن) چی د «ګولدن بلو» سرو زرو دوه جایزی او همدا ډول د «اسکار» دوه جایزی تر لاسه کړی دی او په نورو اوچتو فلمونو کی د تور پوټکو نقش چی په یو ډول سره د تورپوټکو د برابری لپاره مبارزه کوی لوبولی ده. له هغی جملی څخه کولای شو د ملکام ایکس، ملوین بی تولسون، روبین کارتر، ستیف بیکو نومونه واخلو. له همدی کبله د بنزل واشنګتن د «کلمبیا فارک وسله وال انقلابې غورځنګ» سازمان له خوا د «الیور ستون» او «مایکل مور» د منځګړې په توګه د خبرو اترو لپاره د باور وړ وبلل شول.

پدغه فلم کی زیاتره روغتیایی بیمه، د روغتونو اداری سیستم، د پولیسو چلند، ورځنیو پیښو څخه د رسنیو ناوړه ګټه اخیستنه، فقر، بی روزګارې په ځانګړی توګه په امریکا کی د تورپوټکو په حقونو محدودیت او زور زیاتی ننداری ته وړاندی کیږی. د فلم صحنی، لیدونکی هڅوی چی هغه تر پایه ووینی، لیدونکی داسی یوی صحنی سره اشنا کوی چی په هغی کی چل، فریب او پیسی حکومت کوی، پداسی حال کی چی د یو تورپوټکې کارګر ځوی مرګ او ژوند سره لاس او ګریوان دی، د بیمې له شرکتونو نیولی تر شخصی روغتونو، پولیسو، رسنیو هر یو د خپلو شخصی ګټو په فکر کی دی او بس.

په فلم کی یو پلار لیدل کیږی چی ځوی یی د زړه غټ‎والی په ناروغی اخته دي. «د روغتیا ساتنی سازمان» په ډول ډول چلونو د هغه د درملنې له لګښت څخه ځان تیروی او جان د دی غټ لګښت د منلو وس نلری. په پای کی جان د خپل ځوی د ژغورلو لپاره اړیږی چی د روغتون کارمندان برمته ونیسی.

د فلم کیسه پدی ډول پیل کیږی:

پوستر فلم «جان کیو» - نظامی که برای پدر ناچار دیگر هیچ راهی نگذاشت
د ټورنټ شبکی څخه د فلم ډانلوډ لپاره پدی ځای کلیک کړی.

د بانک کارکوونکی د جان د ښځی «دینیز» موټر له ځان سره وړي ځکه دغی بیوزلی کورنۍ ونشو ګولای چی بیلونه په وخت تحویل کړی. «دینیز» همیشه له جان سره جنجال کوی چی باید زیات کار وکړی تر څو ښه ژوند ولری. خو د جان هلې ځلې تر ځایه نرسیږی، جان د دوهم کار لپاره لټه کوی خو کله چی د کار پیداکولو لپاره مرکی ته ورځی، وینی چی د هغه په څنګ کی ۴۰۰ کسان نور د دی کار لپاره ولاړ دی. برسیره پردی جان او دینیز کوښښ کوی چی خپل ځوی مایک سره ښه ژوند تیر کړی.

جان او میرمن یی دینیز د بیسبال د سیالې په بهیر کی وینې چی ځوی یی په مځکه پریوځی روغتون ته تر رسولو وروسته ډاکتران او د روغتون مسئولان هغوی ته وايي چی باید د مایک زړه بدل شی پرته لدی د ژوندی پاتې کیدو امکان یی نشته. جان په پوره ډاډ سره وايي چی دي او د ده کورنۍ روغتیایی بیمه لری. خو د روغتون متخصص وایی د بیمې شرکت حاضر ندی چی دومره لګښت ورکړی.

د مایک د درملنې لګښت ۲۵۰۰۰۰ امریکایی ډالره کیږی. باید ۷۵۰۰۰ ډالره د مخکی‎ورکړی په ډول ورکړل شی. جان د خپلې بیمې شرکت سره اړیکه نیسی خو هغوی حاضر ندی دغه پیسي ورکړی جان اعتراض کوی، هره دروازه ټکوی خو ګټه نلری. د کاغذ پرانۍ په لاندی باندی کیدو د مایک د ژوند موده مخ په لنډیدو ده، د جان کورنۍ او دوستان د پیسو راټولو هڅی کوی آن تردی د خپلو کورونو وسایل پلورې، د ښار مشهور خبریال څخه مرسته غواړی چی په خپلی خپرونی کی له هغوی د مرستی غوښتنه وکړی، خو لدی سره بیا هم نشی کولای د درملني لګښت تر لاسه کړی یواځی ۲۷۰۰۰ ډالره روغتون ته وړی.

په پای کی د روغتون مسئولان مایک ته د رد (نه) ځواب ورکوی، دینیز له اوښکو په ډکو سترګو او پړسیدلی اوآز جان ته زنګ وهی او وايي:

«هغوی نن سهار مایک رخصتوی، باید څه چاره وکړو.»

په جان چی د امید ټولی دروازی وتړل شوی خپله تقنګچه ځان سره اخلی او د مایک معالج ډاکتر ته ورځی وروسته تر لفظی شخړې نوموړي ډاکتر او د روغتون څو تنه کارکوونکی برمته نیسی تر څو د ځوی نوم یی د زړه پیوند د ناروغانو په لیست کی ځای کړی جان وایی:

«تر دی وروسته دغه روغتون نوې رئیس لری او زه د ټولو لپاره وړیا روغتیایی خدمات تر لاس لاندی نیسم.»

د حیرانتیا خبره دا ده کله چی د روغتون کارکونکی برمته نیول کیږی د جان د ځوی غم لړلي کیسه خپریږی او له هغه سره غم شریکی پیل کیږی، جان چی د روغتون کارکونکی او د بېړنۍ څانګی مراجعین برمته نیولی عاجلو ناروغانو سره مخامخ کیږی، اوس چی جان د روغتون «نوي رئیس» دی، ټول ناروغان منل کیږی او په روڼ تندی ټولو ته لاس رسي کوی حالت په عادی توګه په مخ ځې تر هغه چی د شیکاګو پولیس رارسیږی، رسنیو ته هم مسئله درز پیدا کوی.

د پولیسو ستر کاروان او د چټک غبرګون ځانګړی ځواک رارسیږی، ته به وایی چی د وینو څکونکو ترهګری ډلۍ سره مخامخ شویدی، نه دا چی یو ناچاره پلار سره کوم چی غواړی خپل ځوی مرګ ځینی وژغوری. د ښارمشر پولیس یواځی او یواځی د خپل مقام په فکر کی دی ځکه راتلونکی کال کی ټاکني په لاره دی هغه غواړی جان ووژني تر څو د درواغجنو تبلیغاتو له لاری چی ګواکی یو حرفه‏اې ترهګر یی وژلی او ښار یی له یو غټ خطر ځینی خوندي کړیدی. د دی مقام ساتلو یا تر دي د لوړ مقام ګټلو په لټه هلی ځلی کوی. رسنیو هم پدی هکله د خندا وړ نقش ولوبوه، مشهورو خبرلوڅو هم د دی پر ځای چی رښتنې واقعیت ته انعکاس ورکړی یواځی د خپل لا زیات شهرت په لټه کی کوښښ کوی.

د روغتون دننه حالات په بل ډول واکمن دی جان نه ترهګر دی او نه حرفه‏اې انسان وژونکی ، ټولو سره زړه سواندي چلند لری. هغه تفنګچه یی چی د برمته کولو لپاره لاس کی نیولی هیڅ مرمۍ نلری یواځی یوه مرمۍ جیب کی لری چی د اړتیا په وخت کی په هغی خپل ژوند ته پای ورکړی. د روغتون ناروغان هغه سره د زړه خواله کوی او د روغتون په قوانینو نیوکی کوی. متخصص ډاکتر سره د شخړی په وخت مایک چی هم د نورو برمته شوو کسانو په ډله دی، د بیړنی څانګی یو کارکوونکی په قهر او غصی وایی:

«ښایی په پنځم پوړ کی څه خبره نوی! خو که په بیړنۍ ځانکی کی پیسی ونلري یواځی پانسمان کیږی او رخصت کیږې که چیری د بستر کیدو لپاره پافشاری وکړۍ په لغته وهل کیږې.»

د روغتون مسئول چی د پولیسو له خوا د پیښی ځای ته غوښتل کیږی په بی پروایی سره ځواب ورکوی:

«انسانان ناروغه کیږی او مري، دا یوه داسی مسئله ده چی مونږ هره ورځ ور سره مخامخ کیږو.»

صحنه ای از فلم جان کیو
جان چی د بیوزلی درد په ټولنه کی تجربه کړی وه، د ځان وژنې تر هڅی وړاندی خپل ځوی مایک ته نصیحت کوی: «هر څومره چی کولای شی پیسي پیداکړه، ځکه چی پدی ټولنه کی پیسي هر کار آسانه کوی.»

د پولیسو د رئیس د پوښتنی په ځواب کی چی ولی د مایک د درملنی لګښت نه تر سره کوې؟ زیاتوی:

«حقیقت خو دادی چی پدی هیواد کی ۵۰ ملیونه کسان پرته له روغتیایی بیمې ژوند کوی.»

خو جان یوه لمړنۍ غوښتنه لری:

«کله چی انسانان ناروغ وی او مرستی ته اړتیا ولری، ناروغ سره مرسته وکړې!»

د پولیسو یو لوړ پوړې افسر چی د منځګړې نقش لوبوی جان ته وایی: پدی کار سره ته له حد نه بیرون شوی یی، جزا به یی ووینی، جان په ځواب کی وایی:

«کله چی ټول نظام حد ځینی تیرېږی زه هم هغه شان کوم»

د شیکاګو پولیس د جان د قتل حکم کوی، جان له پولیسو سره د اخ او ډ ب په لړ کی ټپی کیږی خو ډزې‎کونکی هم برمته نیسی. د ښار ټول خلک چی بهر څخه د روغتون د غولې ننداره کوی او حقیقت تر لاسه کوی د جان له عمل څخه ملاتړ کوی، خو له بلی خوا پولیس او دولت حقیقت پټوی یو شمیر برمته شوی کسان له صحنی څخه جلا کوی تر څو رسنې او خلک په حقیقت پوه نشی.

جان په پای کی پریکړه کوی چی په ځان وژني لاس پوری کړی او خپل زړه ځوی ته ډالۍ کړی خو له نیکه مرغه د مایک نوم په لیست کی شاملیږی، د یوې ښځی زړه چی په ترافیکی پیښه کی مړه کیږی مایک ته رسیږی، ځوی او پلار دواړه مرګ څخه خلاصون مومی.

صحنه پایانی فلم جان کیو
د امریکا محکمه جان د څو کلونو په بند محکوموی خو د عام وګړو په وړاندی یو اتل پیژندل کیږی.

د امریکا محکمه جان کوینسی ارچیبالد په څو کلونو زندان محکوموی، خو د جان دغه عمل ته د امریکا د خلک د قدر په سترګو ګوری او هغه اتل ګڼی. ځکه د جان فداکاری د عامو خلکو لپاره د امریکا د درواغجنو امکاناتو د برابرتیا حقیقت څخه پرده پورته کړه او د عامه خدماتو د خصوصی سکتور ناوړی اغیزی بربنډې کړی. په ۱۹۶۰ کال کی سوسیالیزم څخه د خلاصون او آزاد بازار ته د ودي ورکولو په پلمه د امریکا دولت روغتیایی بیمه خصوصی سکتور ته وسپارله چی له دی کبله د امریکا پانګوالو جیبونو ته د پیسو ټولولو لار پرانیستل شوه.

د افغانستان په شمول د دریمی نړۍ هیوادو کی د سلګونو انسانانو مرګ د یوې ساده ناروغۍ له کبله په یو معمولی امر بدل شوی. د ایران انقلابی شاعر خسرو ګلسرخی چی د شاه غیر انسانی رژیم له خوا اعدام شو د خپلی ټولنی د پیژندګلوی په موخه وايي: «باید کړاؤنه وپیژنو/ کله چی د رحمان لور/ په یوې دوه ساعته تبي مرې ...» او یو اته کلن کندوزي ماشوم د میلیاردونو ډالرو په رابهیدو سره په افغانستان کی د لیونې سپی داړلو له کبله په ډیره اسانې ژوند له لاسه ورکوی او له بلی خوا نن چی امریکا د نړۍ زبرځواک قدرت او د ثروت غول دی، په نړۍ د بادارې دعوی کوی او ځان د «فردی ازادیو خاوره» بولې، واقعیت دا دی چی دغه خاوره یواځي د یوې سلني (۱٪) نفوس لپاره آزاده او جنت دی چی د دنیا ټولو مادی او معنوی نعمتونو څخه برخمن دی او نه‏نوی سلنه(۹۹٪) نور خلک زرګونو کړاؤنو سره لاس او ګریوان دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 673 میلمانه آنلاین لرو