د طالبانو د دیني استبداد او د هغوی د نړیوالو ملاتړو پر وړاندې ودرېږو!

در برابر استبداد دینی طالبان و حامیان جهانی‌اش بایستیم!

د طالبانو له منځنیو پېړیو سره تړلې او له جنایتونو ډک واکمنۍ پنځه کلنه شوه چې په دې موده کې زموږ ګران افغانستان او د هغه بدمرغه خلک د خپل تاریخ تر ټولو سپکوونکو او وېروونکو ورځو څخه تېر شول. په دغو پنځو کلونو کې، په ځانګړې توګه زموږ ښځې له هر ډول آزادۍ او عدالت څخه بې برخې شوې او د دیني استبداد په دُرو، سپکې او وځپل شوې. ملا ماتوونکی فقر او بېکارۍ، د ښځو پر وړاندې سیستماتیک او بې‌مهاره تاوتریخوالی، جبري ودونو، له روحي او جسمي پلوه د درانده فشارونو، د خلکو د زنداني کول او بې‌رحمانه شکنجې، د هر ډول اعتراضي غږ چوپول، د ښوونیز نظام د زوال او د دیني ناپوهۍ او تحجر تر سیوري لاندې د هغې مسخ کېدل، په عام محضر کې د ښځو او نارینه‌وو په ډُرو وهلو او سنګسارولو، د خلکو برمته کول او ورکېدل، پرله‌پسې وژنې، جنسي تېري او په لسګونو نورو جنایتونو او ظلمونو د ولسونو ژوند په دوزخ بدل کړی دی. دې ټولو افغانستان په یوه ستر زندان او د معاصرې انکویزسیون ــ یعنې د انسان د ځپنې او ځورونې ــ په یوې بېلګې بدل کړی دی. له همدې امله، د خلکو هغه ژوره غوسه، کرکه او نفرت چې د طالبانو له وینې‌تويوونکې امارت څخه یې په زړونو کې لري، د ایرو لاندې د اور په څېر دی چې ژر یا وروسته به یې لمبې پورته شي.

د ځپلو او اړودوړ سربېره د افغانستان ښځې ستر مبارزاتي ظرفیت لري. هغوی د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو ورځو راهیسې د دې ډلې د غیرانساني او ځناورېزو سیاستونو پر وړاندې راولاړې شوې او د دُرو، مرمیو، زندان او شکنجو په منلو سره یې ثابته کړه چې له جنسیتي او طبقاتي ظلم څخه ژغورنه، له درېدو او مقاومت پرته شونې نه ده.

طالبان د امریکا او د متحدینو د چوپړانو په توګه، د غیرانساني قوانینو په تپلو سره یې ټولنه د چاودنې تر پولې رسولې ده. دوی د تاریخ څخه مخکې فرمانونو پر بنسټ وګړي په څلورو طبقو: «علما، اشراف، اوساط او سفله» وېشلي او ځانونه یې له هر ډول سزا او قانوني څار څخه خوندي کړي دي. د طالبانو مشران او واکمنان په دې بېوزله او ځپل‎شوی وطن کې په فساد او لوټمارۍ بوخت دي او د زور، پیسو او ټوپک په مټ درېیمه او څلورمه ښځه د «غنیمت» په توګه کوي. د خپرو شویو شمېرو له مخې، یوازې د دې ډلې د واکمنۍ په لومړیو دریو میاشتو کې د جبري ودونو ۵۷۸ پېښې ثبت شوې دي چې ډېری قربانیانې یې له قانوني عمر څخه کمې نجونې وې. د دغو نجونو یو شمېر د دې ځناورو له منګولو څخه د خلاصون لپاره د زهرو په خوړلو یا ځان‌ځړولو سره خپل ژوند پای ته رسولی دی: «ملالۍ»، د بغلان د ده‌صلاح ولسوالۍ ۱۷ کلنې نجلۍ، له یوه ۳۷ کلن سړي سره له څلورو میاشتو جبري واده وروسته ځان وژنه وکړه؛ «فهیمه»، د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ ۱۵ کلنې نجلۍ، له یوه سړي سره چې د ۷۰۰ زره افغانیو په بدل کې پرې جبري کوژده شوې وه، ځان وځړاوه. په جلال‌اباد ښار کې یوې ځوانې نجلۍ د شپږمې ناحیې په سیمه کې د جبري واده پر ضد د اعتراض په توګه د کلاشینکوف په وسیله خپل ژوند پای ته ورساوه. همدارنګه، د بادغیس د قادس ولسوالۍ یوې ۱۶ کلنې نجلۍ ځان وژنه وکړه؛ تر دې وړاندې د بامیان د سیغان ولسوالۍ د «سیدبابا» کلي یوې نجلۍ د جبري واده له امله د مخالفت په پار ځان وځړاوه. دا یوازې د بې‌شمېره هغو غمیزو څو بېلګې دي چې رسنیو ته رسېدلې دي، خو د دې شرموونکي امارت تر پردې شاته زرګونه نور جنایتونه او بې‌غږه قربانیان پټ پاتې دي.

سره له دې چې طالبان د «امریکا د ماتې» باټې وهي خو څرګند حقیقت دا دی چې د دې ډلې سیاسي او اقتصادي پایښت د امریکا او د هغې د متحدینو له مالي، دیپلوماتیکو او سیاسي ملاتړ سره تړلې ده. دغو ارزانه او بې‌ارزښته مزدورانو ته د امپریالیزم د پروګرامونو د پلي کولو په چوکاټ کې دنده سپارل شوې چې د عدالت‎غوښتنې او خپلواکۍ‎غوښتنې هر غږ په ستوني کې خفه کړي؛ قومي او مذهبي تضادونه د چاودنې تر پولې ورسوي او د تفرقې په اچولو سره د خلکو د یووالي او پیوستون مخه ونیسي؛ ښځې له ټولو اقتصادي-ټولنیزو ډګرونو څخه بهرکړي او هغوی انسانان ونه ګڼي؛ قوانین لغوه کړي او یوازې د خپل «غایب امیر» فرمانونه د ټوپک په زور پر خلکو وتپي چې د دغو سیاستونو پایله له ورانۍ او د هېواد له زوال پرته بل څه نه ده چې په کې د وګړو اکثریت له بېوزلۍ او بدمرغۍ سره لاس او ګرېوان دي، په داسې حال کې چې د طالب واکمنانو د عیش او نوش او امتیازاتو ټغر ورځ تر بلې پراخېږي.

د ځپلو او اړودوړ سربېره د افغانستان ښځې ستر مبارزاتي ظرفیت لري. هغوی د طالبانو د واکمنۍ له لومړیو ورځو راهیسې د دې ډلې د غیرانساني او ځناورېزو سیاستونو پر وړاندې راولاړې شوې او د دُرو، مرمیو، زندان او شکنجو په منلو سره یې ثابته کړه چې له جنسیتي او طبقاتي ظلم څخه ژغورنه، له درېدو او مقاومت پرته شونې نه ده. په دې وروستۍ بېلګه کې د هرات ښځې او نارینه د طالبانو ظلم او د دې ډلې د بشري ضد فرمانونو پر وړاندې راپاڅېدل او په خپله وینه یې د استبداد څخه د خلاصون پر لاره د تایید مهر ولګاوه. موږ له دغو ولسي خوځښتونو څخه په ټینګه ملاتړ کوو، خو باور لرو چې د یوه مخکښ، پوهاوي‎لرونکي او ټولنیز عدالت او ولسواکۍ ته ژمن تشکل له رامنځته کولو پرته، خورې ورې مبارزې رښتینې آزادۍ او تلپاتې خلاصون نشي رامنځته کولای.

موږ د دغو مرتجعینو د رذالت، وطن‌پلورنې او تفرقه‌اچوونکو سیاستونو پر وړاندې، چې د زهرو په شیندلو او قومي او سمتي تعصبونو ته په لمن وهلو سره هڅه کوي د مظلومو او ستم‌ځپلو خلکو د یووالي او پیوستون پر وړاندې خنډ جوړ کړي، په کلکه درېږو او ټینګار کوو چې یوازې په یوه متحد او یو موټي افغانستان کې د ټولو ملیتونو ستم‌ځپلي کولای شي خپلو حقونو او آزادیو ته ورسېږي او د ظالمانو او جنایتکارانو ټغر ټول کړي.

د افغانستان په ګرکیچنو حالاتو کې د هغو خاینانو، مرتجعینو او شړل شویو تجزیه‌طلبانو او قوم‌پالو لکه محی‌الدین مهدی، لطیف پدرام، احمد مسعود، سرور دانش، فرید مزدک، رزاق مامون، عطا، محقق او د هغوی د نورو هم‌فکرانو دوکانونه ګرم دي چې هره ورځ د افغانستان د تجزیې لپاره غاښونه تېره کوي څو له دې لارې خپل له لاسه وتلې جنت ته بېرته ورسېږي. دوی د خپلو خاینانه شعارونو په وسیله چې د خلکو له غوښتنو او اړتیاوو سره په ټکر کې دي، په عملي توګه وینه‌څښونکو طالبانو ته اعتبار او مشروعیت ورکوي چې ځانونه د افغانستان د یووالي مینه‌وال معرفي کړي او په دې توګه یوه برخه خلک غولوي. له بلې خوا د اسماعیل یون، باري جهاني، کریم خرم، روستار تره‌کي، حلیم تنویر، انورالحق احدي، طاقت، دولت وزیري او د هغوی د نورو ملګرو په څېر چټل شونیستان د خپل خاینانه پښتونیزم له لارې د طالباني جهالت او لېونتوب د امارت عمر لا اوږدوي. موږ د دغو مرتجعینو د رذالت، وطن‌پلورنې او تفرقه‌اچوونکو سیاستونو پر وړاندې، چې د زهرو په شیندلو او قومي او سمتي تعصبونو ته په لمن وهلو سره هڅه کوي د مظلومو او ستم‌ځپلو خلکو د یووالي او پیوستون پر وړاندې خنډ جوړ کړي، په کلکه درېږو او ټینګار کوو چې یوازې په یوه متحد او یو موټي افغانستان کې د ټولو ملیتونو ستم‌ځپلي کولای شي خپلو حقونو او آزادیو ته ورسېږي او د ظالمانو او جنایتکارانو ټغر ټول کړي.

لکه څنګه چې مو وویل د طالبانو واکمني د امریکا په ملاتړ پورې تړلې ده، خو پر ایران د امریکا په تېري کې د هغه هېواد شرموونکې ماتې، د فلسطین د خلکو اتلانه او حماسي مقاومت، د اسراییلو رسوایي او شرمندګي، او د روسیې، چین او شمالي کوریا په څېر د قدرتونو راڅرګندېدل، د امریکا د هژمونۍ د زوال او د نړۍ د څو قطبي کېدو پر لور د حرکت څرګندې نښې دي. د دې «کاغذي پړانګ» له لا کمزوري کېدو سره به له هغه سره د تړلو رژیمونو او ډلو بنسټونه هم لا پسې کمزوري شي او ژر یا وروسته به د خلکو د ارادې او مقاومت پر وړاندې راوپرځېږي.

دردمنو هېوادوالو!

موږ باور لرو چې د دې ملي ضد، پرمختګ ضد، ښځه‌ځپونکي او انسان‌دښمن رژیم نسکورول یوازې او یوازې زموږ د خلکو په لاس شونی دی نه د امریکا او د هغې د شریکانو په «مرسته». په افغانستان کې د شل کلن ښکیلاک ترخې تجربې په ډاګه ثابته کړه چې د امریکا «مرستې» له ترهګرۍ، بنسټپالنې، فساد، د نشه‌يي توکو له تولید او قاچاق، وژنو، بېوزلۍ او بدمرغۍ پرته بل څه له ځانه سره نه وو راوړي. د سمیع سادات، خوشحال سادات، یاسین ضیا، احمد مسعود... په څېر د مزدورانو او هېوادپلورونکو له خوا امریکا ته سترګې نیول، په دې معنا دي چې د هېواد خپلواکي لیلام او افغانستان یو ځل بیا اشغالګرو ته سپارل کېږي. موږ په ټینګه خپل صفونه له جنایتکارانو، مرتجعینو او هېوادپلورونکو څخه پاکوو او د بېوزلو او ستم‌ځپلو خلکو او ټولو ملي، خپلواکو او پرمختګ‌پالو تشکلونو پر لور د اتحاد او پیوستون لاس غځوو، او په لوړ غږ اعلان کوو: یوازې د ټولو قومونو د زیارکښو په اتحاد او پیوستون سره کولای شو دا بدمرغي او تیاره له خپل هېواد څخه ورکه او د آزادۍ، ټولنیز عدالت او خلاصون لاره پرانیزو.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند

۲۰۲۶ کال د اګست ۱۵مه (۱۴۰۵ کال د زمري ۲۴مه)

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 71 میلمانه آنلاین لرو