د پاکستاني پوځي رژیم یو بل جنایت، د زوالزۍ او میهن شهادت

د پاکستاني پوځي رژیم یو بل جنایت، د زوالزۍ او میهن شهادت

په داسې حال کې چې د پاکستان واکمن پوځي او فاسد رژیم د خپلو کورنیو بحرانونو، سیاسي بې‌ثباتۍ او اقتصادي زوال سره لاس او ګریوان دی، هڅه کوي د جګړې او بمباریو له لارې د ولس ذهنونه له خپل کورني ناورین څخه واړوي. پر افغانستان د پرله‌پسې یرغلونو، د سرحدي سیمو بمبار او د ملکي وګړو په نښه کول هم د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه ده چې غواړي سیمه بې‌ثباته وساتي، خلک له خپلو مېنو وشړي او د پردیو په لاس روزل شوي توندلاري د جیوپولټیکو لوبو لپاره د ابزارو په توګه وکاروي. د کنړ او نورستان پر غرنیو سیمو وروستي بریدونه او آن د بې‌وسه ناروغانو پر روغتونونو بمبار د همدې سیاست ژوندي انځورونه دي.

همدغه خونړۍ فضا هره ورځ د انساني غمیزو نوې کیسه زېږوي چې یوه یې د اسعداباد اوسېدونکې رنځورپالې انځرې «زوالزۍ» مرګ ده. انځره چې له اوږدې مودې راهیسې یې د برګمټال ولسوالۍ په لرې پرته سیمه کې د خلکو خدمت کاوه، خپل ژوند یې د انسان د ژغورنې او د درد د کمولو لپاره وقف کړی و.

ډاکټرې زوالزۍ غوښتل د اوربند له لنډ فرصت څخه ګټه واخلي او د اختر خوښي له خپلې کورنۍ سره ولمانځي خو د جګړې تورو لاسونو دا هیله نیمګړې پرېښوده. د کامدیش ولسوالۍ د باغچې په سیمه کې د اختر په لومړۍ ورځ، د پاکستاني ځواکونو په ډزو دا بې‌ګناه رنځورپاله او د هغې کوچنی زوی، میهن په بې‌رحمانه توګه شهیدان کړل شول. دا یوازې دوه تنه نه وو چې له منځه ولاړل، بلکې یوه کورنۍ، یو راتلونکی او ګڼې هیلې ورسره خاورو ته وسپارل شوې.

د سیمې د خلکو په وینا ظلم تر دې حده وه چې پاکستاني پوځيانو آن د شهیدانو جسدونو ته د ورنږدې کېدونکو کسانو پر لور ډزې کولې، څو د انسانیت وروستۍ نښې هم تر پښو لاندې کړي. خو د کنړ د قومي مشرانو په نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، له څلوېښتو ساعتونو وروسته وتوانېدل چې د ورانو او ویجاړو لارو له تېرېدو سره، د شهیدانو جسدونه د هغوی کورنۍ ته وسپاري.

ډاکټره انځره د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې وه. د هغې په شهادت سره یې د کورنۍ ټولې هیلې او راتلونکی خاورې شول او له هغې څخه دوه کوچني ماشومان یتیمان پاتې شول.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 369 میلمانه آنلاین لرو